Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 61–70 of 286

61

وَإِذْ قُلْتُمْ يَٰمُوسَىٰ لَن نَّصْبِرَ عَلَىٰ طَعَامٍۢ وَٰحِدٍۢ فَٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ يُخْرِجْ لَنَا مِمَّا تُنۢبِتُ ٱلْأَرْضُ مِنۢ بَقْلِهَا وَقِثَّآئِهَا وَفُومِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَا ۖ قَالَ أَتَسْتَبْدِلُونَ ٱلَّذِى هُوَ أَدْنَىٰ بِٱلَّذِى هُوَ خَيْرٌ ۚ ٱهْبِطُوا۟ مِصْرًۭا فَإِنَّ لَكُم مَّا سَأَلْتُمْ ۗ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ ٱلذِّلَّةُ وَٱلْمَسْكَنَةُ وَبَآءُو بِغَضَبٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ ۗ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا۟ يَكْفُرُونَ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَيَقْتُلُونَ ٱلنَّبِيِّۦنَ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ ۗ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوا۟ وَّكَانُوا۟ يَعْتَدُونَ

او كله چې تاسو وویل: اى موسٰی! مونږ به په یو خوراك باندې كله هم صبر ونه كړى شو، لهذا زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې زمونږ لپاره هغه څیزونه راوباسي چې ځمكه يې زرغونوي (لكه) د هغې سبزي (ساګ) بادرنګ، هوږه، مسور او پیاز، هغه وویل: ایا تاسو په بدل كې هغه څیز اخيستل غواړئ چې هغه ادنٰی دى د هغه څیز په ځاى چې هغه بهتر دى، نو تاسوكوم ښار ته كوز شئ، پس بېشكه ستاسو لپاره هغه څه دي چې تاسو غوښتي دي، او پر هغوى ذلت او محتاجي مسلط كړى شوه، او راستانه (اخته) شول په غضب سره د الله له طرف نه، دا په دې سبب چې یقینًا دوى د الله له ایتونو نه انكار كاوه، او نبیان يې ناحقه وژل، دا په دې چې دوى نافرماني كوله، او زیاتى يې كاوه

ياد کړئ کله مو چې د خپل پالونکي له نعمت نټه وکړه؛ نو کوم من او سلوی چې الله درباندې را نازل کړي و له هغو ستړي شوئ او ومو ويل موږ هيڅکله په يوډول نه بدلېدونکي خوړو صبر نشو کولای، نو له موسی - عليه السلام - مو وغوښتل ترڅو له الله ستاسو لپاره وغواړي چې د ځمکې له لوبيا، سبزۍ، ترې چې بادرنګ ته ورته دي خو غټې دي او دانې، عدس او پياز د خوړو په ډول را وباسي؛ نو موسی - عليه السلام - ستاسو د غوښتنې د نه خوښولو په توګه وويل: آيا من او سلوی پر هغه څه بدلوئ چې ترې لږ او ټيټ دي په داسې حال کې چې هغه غوره او ډېر ښه وو او پرته له ستړيا او ستونزې درته راتلل او له همدغې ځمکې هر کلي ته را نازلېدل، نو تاسو په خپلو کښتونو او بازارونو کې موندل، د هغوی د خپلو نفسي غوښتنو او څه چې الله د هغوی لپاره غوره کړي و له هغو څخه د تکراري مخ اړونې له امله پر هغوی سپکاوی, بې وزلي او بې وسي راغله، او د الله له غضب سره را وګرځېدل د هغه له دينه د مخ اړولو او د هغه پر آيتونو د کفر کولو او په تېري او له بريده اوښتلو سره د هغه د نبيانو د وژلو له امله، دا ټول له دې امله چې هغوی له الله سرغړونه وکړه او د هغه له پولو اوښتل.

Al-Baqara 2:61Listen in Qur'an →
62

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَٱلَّذِينَ هَادُوا۟ وَٱلنَّصَٰرَىٰ وَٱلصَّٰبِـِٔينَ مَنْ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْءَاخِرِ وَعَمِلَ صَٰلِحًۭا فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

یقینًا هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې یهودیان شوي دي، او نصرانیان او صابیان (بې دینه) دي، هر هغه چا چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو د خپل رب په نیز د دوى لپاره اجر دى او نه په دوى باندې څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي

بېشکه له دې امت څخه چې کومو کسانو ایمان راوړی او همدا راز هغه کسان چې له پخوانیو امتونو څخه ایمان راوړی او د محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه وړاندې وو، لکه یهودیان، عیسویان او صابئین -چې دا د ځینو پېغمبرانو د پېروانو یو ډله ده چا کې چې په الله تعالی او د آخرت پر ورځ ایمان شتون درلود- نو دوی لپاره د الله تعالی په نزد ثواب دی او نه به پر دوی د آخرت په اړه وېره وي او نه به دوی په پاتې شوې دنیا پسې غمجن وي.

Al-Baqara 2:62Listen in Qur'an →
63

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَٰقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ ٱلطُّورَ خُذُوا۟ مَآ ءَاتَيْنَٰكُم بِقُوَّةٍۢ وَٱذْكُرُوا۟ مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ

او كله چې مونږ (له تاسو نه) ستاسو پخه وعده واخيسته او راپورته موكړ ستاسو له پاسه (غرد) طُور (او درته ومو ویل:) كلك ونیسئ هغه څه چې مونږ تاسو ته دركړي دي؛ او څه چې په ده كې دي، (هغه) یاد كړئ، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ

او هغه کلکه ژمنه یاده کړئ چې له تاسو څخه مو اخیستې وه، پدې چې په الله تعالی او پېغمبرانو به ایمان لرئ او غر مو پر تاسو پورته کړ څو ووېرېږئ او په ژمنه وفا وکړئ، مونږ تاسې ته امر وکړ چې هغه څه چې مونږ په تورات کې پر تاسو نازل کړي دي، له سستۍ او سپکاوۍ پرته، په کلکه واخلئ او هغه څه چې په دې کې دي (هغه) زده کړئ او فکر پرې وکړئ؛ ښايي چې په دې کار سره د الله تعالی له عذاب څخه ځانونه وژغورئ.

Al-Baqara 2:63Listen in Qur'an →
64

ثُمَّ تَوَلَّيْتُم مِّنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ ۖ فَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ لَكُنتُم مِّنَ ٱلْخَٰسِرِينَ

بیا له دې نه بعد تاسو (له وعدې نه) وګرځېدئ، نو كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى، نو تاسو به خامخا تاوانیان شوي وى

پس ستاسو غبرګون دا ؤ چې د کلکې ژمنې له اخیستلو وروسته مو مخ واړولو او نا فرماني مو وکړه، نو که چېرې د الله تعالی فضل پر تاسو نه وای، چې ستاسو ګناهونه یې وبښل او رحمت یې نه وای چې ستاسې توبه یې قبوله کړه؛ نو خامخا به تاسو د دې مخ اړولو او نافرمانۍ له کبله له زیانکارانو ځنې وئ.

Al-Baqara 2:64Listen in Qur'an →
65

وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ ٱلَّذِينَ ٱعْتَدَوْا۟ مِنكُمْ فِى ٱلسَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُونُوا۟ قِرَدَةً خَٰسِـِٔينَ

او یقینًا یقینًا هغه خلق تاسو ته معلوم دي، چې له تاسو ځنې يې د خالي د ورځې په هكله زیاتى كړى و، نو مونږ هغوى ته وویل: تاسو ذلیله بیزوګان (شادوګان) شئ

او تاسي د خپلو مشرانو په اړه داسې خبر یاست چې هېڅ شک په کې نشته؛ کله چې دوی د شنبې په ورځ په ښکار تېری وکړ چې په دغه ورځ په دوی ښکار حرام شوی ؤ، نو دوی ورته حیله جوړه کړه چې جالونه به یې د شنبې په ورځ ودرول او بیا به یې د یکشنبې په ورځ راویستل؛ نو الله تعالی له دوی څخه د حیلې کولو په سبب ذلیله بېزوګان جوړ کړل.

Al-Baqara 2:65Listen in Qur'an →
66

فَجَعَلْنَٰهَا نَكَٰلًۭا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهَا وَمَا خَلْفَهَا وَمَوْعِظَةًۭ لِّلْمُتَّقِينَ

نو مونږه دا (واقعه) هغې ته د حاضرو (خلقو) او له هغې نه وروسته راتلونكو لپاره عبرت او د پرهېزګارولپاره نصیحت وګرځوله

پس همدا تېری کوونکی کلی مونږ د نورو ګرد چاپېره کلیو لپاره عبرت وګرځاوه او د هغو کسانو لپاره هم عبرت شو چې وروسته راتلونکي دي؛ څو د هغوی په څېر کړنه ونه کړي او د هغوی په څېر د سزا وړ ونه ګرځي، او مونږ دوی د هغو پرهېزګارانو لپاره پند وګرځول چې د الله تعالی له عذاب او د هغه له حدودو څخه تېري کوونکو د بدلې اخیستلو څخه وېرېږي.

Al-Baqara 2:66Listen in Qur'an →
67

وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِۦٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تَذْبَحُوا۟ بَقَرَةًۭ ۖ قَالُوٓا۟ أَتَتَّخِذُنَا هُزُوًۭا ۖ قَالَ أَعُوذُ بِٱللَّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْجَٰهِلِينَ

او كله چې موسٰی خپل قوم ته وویل: بېشكه الله تاسو ته حكم كوي چې یوه غوا حلاله كړئ، هغوى وویل: ایا ته مونږ مسخره ګرځوې (په مونږ پورې ټوقې كوې)؟ هغه وویل: زه د الله پناه غواړم له دې نه چې زه شم له جاهلانو نه

او د خپلو مشرانو د خبرونو څخه هغه خبرې اترې هم یادې کړئ چې د هغوی او موسی علیه السلام تر منځ تېرې شوې دي، چې موسی علیه السلام ورته خبر ورکړ په دې چې تاسو ته د الله تعالی امر دی چې یوه غوا حلاله کړئ، پس پر ځای د دې چې په بېړه کار وکړي، په سرکشۍ یې وویل: آیا ته مونږ پورې ملنډې وهې، نو موسی علیه السلام وویل: پناه غواړم په الله تعالی چې زه له هغه کسانو څخه شم چې په الله تعالی دروغ تړي او په خلکو ملنډې وهي.

Al-Baqara 2:67Listen in Qur'an →
68

قَالُوا۟ ٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا هِىَ ۚ قَالَ إِنَّهُۥ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌۭ لَّا فَارِضٌۭ وَلَا بِكْرٌ عَوَانٌۢ بَيْنَ ذَٰلِكَ ۖ فَٱفْعَلُوا۟ مَا تُؤْمَرُونَ

هغوى وویل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې مونږ لپاره واضحه كړي چې هغه (غوا) څنګه ده؟ هغه وویل: یقینًا هغه وايي چې بېشكه هغه یوه داسې غوا ده چې نه زَړه ده او نه نوې ځوانه، (بلكې) د دې دواړو په مینځ كې مِیانَه حاله ده۔، نو هغه كار وكړئ چې تاسو ته يې حكم كېږي

دوی موسی علیه السلام ته وویل: له الله تعالی څخه وغواړه چې د هغې غوا پوره صفات مونږ ته بیان کړي د کومې غوا د حلالولو امر یې چې مونږ ته کړی دی، پس هغه ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: دا داسې غوا ده چې نه د ډېر عمر ده او نه وړه ده، بلکې د دې دواړو تر منځ ده، پس د خپل رب امر منلو کې بېړه وکړئ.

Al-Baqara 2:68Listen in Qur'an →
69

قَالُوا۟ ٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا لَوْنُهَا ۚ قَالَ إِنَّهُۥ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌۭ صَفْرَآءُ فَاقِعٌۭ لَّوْنُهَا تَسُرُّ ٱلنَّٰظِرِينَ

هغوى وویل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې مونږ ته بیان كړي چې د هغې رنګ څنګه دى؟ هغه وویل: یقینًا هغه وايي چې بېشكه هغه یوه زېړه غوا ده، رنګ يې تك زېړ دى، كتونكي خوشحالوي

پس دوی خپلې جګړې او سرکشۍ ته ادامه ورکړه او موسی علیه السلام ته یې وویل: له خپل رب څخه وغواړه چې مونږ ته د غوا رنګ وښایي، نو موسی علیه السلام ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: بېشکه چې دا زېړه غوا ده، تېز زېړوالی لري، چې هر لېدونکی حېرانوي.

Al-Baqara 2:69Listen in Qur'an →
70

قَالُوا۟ ٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا هِىَ إِنَّ ٱلْبَقَرَ تَشَٰبَهَ عَلَيْنَا وَإِنَّآ إِن شَآءَ ٱللَّهُ لَمُهْتَدُونَ

هغوى وویل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې زمونږ لپاره بیان كړي چې هغه څه قسم ده؟ بېشكه چې غواګانې پر مونږه ګَډې وډَې (مشتَبِه) شولې، او كه الله وغواړي، بېشكه مونږ خامخا لارموندونكي یو

بیا یې په سرکشۍ سره وویل: له خپل رب څخه وغواړه چې د غوا نور صفتونه هم راته بیان کړي؛ ځکه چې په یادو صفتونوخو ډېرې غواوې دي مونږ نشو کولای چې د هغو تر منځ یوه غوره کړو. خو دوی ټينګار کولو چې که چېرې د الله خوښه وشي نو مونږ به هغه غوا پیدا کړو د کومې د ذبحه کولو غوښتنه چې شوې ده.

Al-Baqara 2:70Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.