Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 51–60 of 286

51

وَإِذْ وَٰعَدْنَا مُوسَىٰٓ أَرْبَعِينَ لَيْلَةًۭ ثُمَّ ٱتَّخَذْتُمُ ٱلْعِجْلَ مِنۢ بَعْدِهِۦ وَأَنتُمْ ظَٰلِمُونَ

او كله چې مونږ له موسٰی سره د څلوېښتو شپو وعده وكړه، بیا تاسو له هغه نه پس سخى (معبود) جوړكړ او تاسوظالمان وَئ

او زمونږ له نعمتونو څخه له موسی علیه السلام سره د څلویښتو ورځو ژمنه (نېټه ټاکل) هم یاده کړئ چې د لارښوونې او روښنايي کتاب تورات درته بشپړ نازل شي، بیا په دغه موده کې پرته له دې چې تاسي د خوسي عبادت وکړئ بل څه مو ونه کړل، او تاسو په دې کار سره له زیاتي کوونکو څخه شوئ.

Al-Baqara 2:51Listen in Qur'an →
52

ثُمَّ عَفَوْنَا عَنكُم مِّنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

بیا مونږ له دې نه پس تاسو معاف كړئ، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ

پس کله چې تاسې توبه وایستله نو مونږ ستاسې له ګناه تېر شولو، نو تاسو مو ونه نیولئ، ښایي چې تاسې په ښې بندګۍ او اطاعت سره د الله تعالی شکر وباسئ.

Al-Baqara 2:52Listen in Qur'an →
53

وَإِذْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْفُرْقَانَ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ

او كله چې مونږ موسٰی ته كتاب او فرقان (حق او باطل سره بېلونكى) وركړ، د دې لپاره چې تاسو نېغه لار ومومئ

او له هغو نعمتونو څخه دا هم په یاد ولرئ چې مونږ موسی علیه السلام ته تورات ورکړ چې د حق او باطل تر منځ بېلونکی او د لارښوونې (هدایت) او ګمراهۍ تر منځ جلا کوونکی کتاب دی، ښایي د دې پر مټ حق لارې ته لاړ شئ.

Al-Baqara 2:53Listen in Qur'an →
54

وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِۦ يَٰقَوْمِ إِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ أَنفُسَكُم بِٱتِّخَاذِكُمُ ٱلْعِجْلَ فَتُوبُوٓا۟ إِلَىٰ بَارِئِكُمْ فَٱقْتُلُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌۭ لَّكُمْ عِندَ بَارِئِكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ

او (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! یقینًا تاسو د سخي په (معبود) نیولوسره په خپلو ځانونو باندې ظلم كړى دى، لهٰذا خپل خالق ته توبه وباسئ، نو خپل ځانونه قتل كړئ، دا (وژل) تاسو لپاره ستاسو د خالق په نیز بهتر دي، بيا هغه ستاسو توبه قبوله كړه، یقینًا هم هغه ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى

له دې نعمتونو څخه دا هم یاد کړئ چې الله تعالی تاسو ته د خوسي له بنده ګۍ څخه د توبې وس درکړ، کله چې موسی علیه السلام تاسو ته وویل: بېشکه تاسو پر خپلو ځانونو د خوسي په بندګۍ کولو سره ظلم وکړ، نو تاسو ټول توبه وباسئ او خپل رب او پېدا کوونکي ته ور وګرځئ اوهغه داسې چې تاسو یو بل ووژنئ او په دې بڼه توبه ویستل تاسو ته له دې غوره دي چې په هغه کفر سرکشي وکړئ کوم چې تاسو په اور کې تل پاتې کوي، نو د الله تعالی په مرسته تاسو توبه وویستله او هغه قبوله کړه؛ ځکه چې هغه ډېر توبه قبلوونکی او پر خپلو بندګانو لورین دی.

Al-Baqara 2:54Listen in Qur'an →
55

وَإِذْ قُلْتُمْ يَٰمُوسَىٰ لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّىٰ نَرَى ٱللَّهَ جَهْرَةًۭ فَأَخَذَتْكُمُ ٱلصَّٰعِقَةُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ

او كله چې تاسو وویل: اى موسٰی! مونږ به هېڅ كله هم پر تا ایمان را نه وړو تر هغه پورې چې مونږ الله ښه ښكاره ووینو، نوتاسو تندر ونیولئ او تاسوكتل

او یاد کړئ هغه وخت چې کله ستاسو پلرونو په ډېرې بې باکۍ (جسارت) موسی علیه السلام ته وویل: هېڅکله به مونږ ستا پر خبرو باور ونه کړو ترهغو چې الله په ښکاره ونه وینو، چې له مونږ څخه پټ نه وي، نو یوه سوزونکی اور را ونغاړلئ، او ویې ووژلئ چې تاسې یو بل ته کتل.

Al-Baqara 2:55Listen in Qur'an →
56

ثُمَّ بَعَثْنَٰكُم مِّنۢ بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

بیا مونږ تاسو ستاسو له مرګ نه پس راژوندي كړئ، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ

بیا مونږ تاسو له مرګ څخه وروسته ژوندي کړئ، ښایي چې تاسي د الله تعالی پر هغو نعمتونو (پېرزوینو) شکر وباسئ چې پر تاسو یې کړي دي.

Al-Baqara 2:56Listen in Qur'an →
57

وَظَلَّلْنَا عَلَيْكُمُ ٱلْغَمَامَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْكُمُ ٱلْمَنَّ وَٱلسَّلْوَىٰ ۖ كُلُوا۟ مِن طَيِّبَٰتِ مَا رَزَقْنَٰكُمْ ۖ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ

او مونږ په تاسو ورېځ سيورى كړه او مَن او سلوٰی (ترنجبین او مړز ډوله مرغان) مو په تاسو نازل كړل، هغه پاكیزه څیزونه خورئ، چې مونږ تاسو ته دركړي دي، او هغوى پر مونږ ظلم نه و كړى، او لېكن هم پر خپلو ځانونو يې ظلم كاوه

او پر تاسو باندې زمونږ له نعمتونو څخه دا هم دي چې مونږ ورېځ (ددې لپاره) راولېږله تر څو له سوځونوکي لمو څخه پر تاسې سیوری شي، کله چې په زمکه کې ورک شوي وئ (لاره مو ورکه کړې وه) او مونږ له خپلو نعمتونو څخه پر تاسو د شاتو په څېر خواږه څښاک او واړه مرغان پاکې غوښې لرونکي چې د مړزانو په څېر دي نازل کړل، او تاسو ته مو وویل: وخورئ له هغه پاکو شیانو څخه چې مونږ تاسو ته درکړي دي. او دوی د دې نعمتونو په انکار او نا شکرۍ سره له مونږ څخه هېڅ کم نه کړل، لیکن دوی په خپلو ځانونو تېری وکړ چې د نېکۍ نصیب یې کم شو او عذاب ته یې ځانونه وړاندې کړل.

Al-Baqara 2:57Listen in Qur'an →
58

وَإِذْ قُلْنَا ٱدْخُلُوا۟ هَٰذِهِ ٱلْقَرْيَةَ فَكُلُوا۟ مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدًۭا وَٱدْخُلُوا۟ ٱلْبَابَ سُجَّدًۭا وَقُولُوا۟ حِطَّةٌۭ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطَٰيَٰكُمْ ۚ وَسَنَزِيدُ ٱلْمُحْسِنِينَ

او كله چې مونږ وویل: دې كلي ته ورننوځئ، نو چرته چې مو خوښه شي، ترې پرېمانه يې خورئ او په دروازه كې داخل شئ، چې سجده كوونكي یئ او وایئ ’’مونږ وبخښه‘‘ مونږ به تاسو ته ستاسو ګناهونه وبخښو، او ژر ده چې مونږ به نېكانو ته (ثواب) نور زیات وركړو

او د الله تعالی له نعمتونو څخه دا هم یاد کړئ چې مونږ تاسو ته وویل: بیت المقدس ته ننوځئ او له هغو پاکو شیانو څخه چې هلته دي وخورئ ، له هر ځایه مو چې خوښه وي خوندور او پراخه، او د ننوتلو پر مهال په رکوع او عاجزئ سره ننوځئ او له الله تعالی څخه غوښتنه وکړئ او داسې ووایئ: اې زمونږه ربه! زمونږ تېروتنې وبښه؛ مونږ به ستاسو دعاګانې قبولې کړو او زر ده چې د نېکي کوونکو په کړنو کې به د هغوی د نېکیو برابر ثواب ور زیات کړو.

Al-Baqara 2:58Listen in Qur'an →
59

فَبَدَّلَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ قَوْلًا غَيْرَ ٱلَّذِى قِيلَ لَهُمْ فَأَنزَلْنَا عَلَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ رِجْزًۭا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ بِمَا كَانُوا۟ يَفْسُقُونَ

نو هغو كسانو چې ظلم يې كړى و، هغه خبره چې ورته ویلى شوې وه، په بل شان بدله كړه، نو په هغو ظالمانو باندې مونږه د اسمان نه عذاب نازل كړ، ځكه چې نافرماني يې كوله

پس نه وو غبرګون د دوی تېري کوونکو مګر دا چې کړنه یې بدله کړله، او وینا یې تحریف کړه، نو په داسې حال کې ننوتل چې شاګانو څښېدل او ویل یې: دانه په وېښته (یا وربشه) کې، چې د الله تعالی حکم پورې یې ملنډې وهلې؛ پس بدله یې دا شوه چې الله تعالی پر تېري کوونکو د آسمان لخوا عذاب نازل کړ، په سبب د دې چې دوی د شریعت له حدودو څخه بهر شول او د حکم مخالفت یې وکړ.

Al-Baqara 2:59Listen in Qur'an →
60

۞ وَإِذِ ٱسْتَسْقَىٰ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِۦ فَقُلْنَا ٱضْرِب بِّعَصَاكَ ٱلْحَجَرَ ۖ فَٱنفَجَرَتْ مِنْهُ ٱثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًۭا ۖ قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍۢ مَّشْرَبَهُمْ ۖ كُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ مِن رِّزْقِ ٱللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ مُفْسِدِينَ

او كله چې موسٰی د خپل قوم لپاره اوبه وغوښتې، نو مونږ وویل: په خپلې امسا سره تیږه (ګټه) ووهه، نو له هغې نه دُولس چینې جارې شوې، یقینًا ټولو خلقو خپل خپل ګودر (د څښاك ځای) وپېژنده، د الله له رزق نه خورئ او څښئ، او په ځمكه كې له حده مه تېرېږئ، چې ورانى كوونكي اوسئ

او د الله تعالی له نعمتونو څخه یاد کړئ کله چې تاسو په تیه (دښته) کې وئ، او سختې تندې سره مخ شوې، نو موسی علیه السلام خپل ربه ته عاجزي وکړه او غوښتنه يې وکړه چې تاسې خړوبه کړي؛ نو مونږ ورته امر وکړ چې په خپله امسا باندې تېږه ووهي؛ نو کله چې یې ووهله له هغې (تېږې) څخه ستاسو د قبیلو په شمېر دولس چېنې وبهېدې، او اوبه یې روانې شوې او مونږ هرې قبیلې ته د هغې د څښاک ځانګړی ځای وروښود، څو د دوی تر منځ شخړه رانشي او ورته مو وویل: د الله تعالی د هغه روزي څخه چې تاسو ته یې له کوښښ او زیار څخه پرته رالېږلې، خورئ او څښئ، او پر ځمکه د فساد کولو هڅه مه کوئ.

Al-Baqara 2:60Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.