Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 31–40 of 286

31

وَعَلَّمَ ءَادَمَ ٱلْأَسْمَآءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى ٱلْمَلَٰٓئِكَةِ فَقَالَ أَنۢبِـُٔونِى بِأَسْمَآءِ هَٰٓؤُلَآءِ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ

او ادم ته يې ټول نومونه وښودل، بیا يې هغه ملايكو ته وړاندې كړل، نو ويې ويل: ما د دوى په نومونو خبر كړئ كه تاسو (په خپله خبره كې) رښتوني یئ

او د آدم عليه السلام د مرتبې ښکارولو لپاره الله هغه ته د ټولو شیانو نومونه له څارويو، جامدو او نورو شيانو څخه له الفاظو او معناګانو سره ور وښودل، بيا يې دغه نومول شوي شيان پر پرېښتو وړاندې کړل، په دې ويلو سره چې نومونه يې را وښيئ، که چېرې تاسې په هغه څه کې رېښتني وئ چې تاسو يې واياست چې تاسو له دغه مخلوق څخه درانه او غوره ياست.

Al-Baqara 2:31Listen in Qur'an →
32

قَالُوا۟ سُبْحَٰنَكَ لَا عِلْمَ لَنَآ إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَآ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْحَكِيمُ

هغوى وویل: ته پاك يې، مونږ ته هېڅ علم نشته سِوا له هغه نه چې تا مونږ ته راښودلى دى، بېشكه، خاص ته، ښه عالم، ښه حكمت والا يې

دوی وویل -په داسې حال کې چې د خپل نقص او کمي اعتراف کوونکي وو او ټول فضل یې الله تعالی ته وروګرځولو-: ای ربه! مونږ ستا پاکي او لویي بیانوو له دې څخه چې ستا په فیصله او شریعت نیوکه وکړو، پس مونږ په هېڅ نه پوهېږو پرته له هغه څه چې تا یې مونږ ته علم راکړی دی، بېشکه همدا ته په هر څه داسې پوه یې چې هېڅ هم له تا پټ نه دي، د حکمت څښتن یې چې د خپل تقدیر او شریعت ټول کارونه په خپل ځای کې ږدې.

Al-Baqara 2:32Listen in Qur'an →
33

قَالَ يَٰٓـَٔادَمُ أَنۢبِئْهُم بِأَسْمَآئِهِمْ ۖ فَلَمَّآ أَنۢبَأَهُم بِأَسْمَآئِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّىٓ أَعْلَمُ غَيْبَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ

(الله) وویل: اى ادمه! دوى د هغو (څیزونو) په نومونو خبر كړه، نو كله چې يې دوى د هغو په نومونو خبر كړل، (الله) وویل: ایا ما تاسو ته نه و ویلي چې بېشكه زه د اسمانونو او ځمكې په غیبو (پټو څیزونو) پوهېږم، او پوهېږم په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او په هغه څه چې تاسو پټول

او په دغه وخت کې الله تعالی آدم علیه السلام ته وویل: دوی د دې شیانو له نومونو خبر کړه، نو کله چې (آدم علیه السلام) هغه شان خبر کړل څرنګه چې خپل رب ورته ښودلي وو، الله پاک ملائکو ته وویل: آیا ما تاسو ته نه ؤ ویلي؟ چې زه د اسمانونو او زمکې په پټو باندې عالم یم او پوهېږم ستاسو په هغو حالاتو چې تاسو یې ښکاره کوئ.

Al-Baqara 2:33Listen in Qur'an →
34

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَٰٓئِكَةِ ٱسْجُدُوا۟ لِءَادَمَ فَسَجَدُوٓا۟ إِلَّآ إِبْلِيسَ أَبَىٰ وَٱسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ ٱلْكَٰفِرِينَ

او كله چه مونږ ملايكو ته وویل: ادم ته سجده وكړئ، نو هغوى سجده وكړه خو ابلیس نه، هغه انكار وكړ او تكبر يې وكړ، او هغه و له كافرانو نه

الله تعالی روښانه کوي چې هغه (الله) ملائکو ته د آدم علیه السلام د احترام لپاره د سجدې امر کړی ؤ، نو ټولو د الله تعالی امر په چټکتیا سره ومانه، مګر (یوازې) هغه ابلیس چې د پېریانو له جنس څخه ؤ انکار یې وکړ او د الله تعالی په امر یې نیوکه وکړه، او په آدم علیه السلام یې لویي وکړه، نو له دې کبله په الله تعالی باندې کافر شو.

Al-Baqara 2:34Listen in Qur'an →
35

وَقُلْنَا يَٰٓـَٔادَمُ ٱسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ ٱلْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَٰذِهِ ٱلشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ

او مونږ وویل: اى ادمه! اوسېږه ته او ستا ښځه په جنت كې، او دواړه له هغه (د جنت له مېوو) نه پرېمانه (په مزې سره) خوراك كوئ كوم ځای چې مو خوښه وي، او تاسو دواړه دې ونې ته مه نژدې كېږئ، ګنې تاسو به له ظالمانو نه شئ

او مونږ وویل اې آدم علیه السلام! ته او ستا میرمن -حواء- په جنت کې واوسېږئ او دواړه په دې جنت کې پراخه، خوندور، بې تکلیفه خوراک کوئ، د جنت په هر ځای کې چې غواړئ، ولې له دې ونې څخه چې ما تاسو د هغې له خوارک څخه منع کړي یاست ځان وساتئ، نو که تاسو دواړو زما د حکم نافرماني وکړه ضرور به د ظالمانو له ډلې څخه شئ.

Al-Baqara 2:35Listen in Qur'an →
36

فَأَزَلَّهُمَا ٱلشَّيْطَٰنُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ ۖ وَقُلْنَا ٱهْبِطُوا۟ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّۭ ۖ وَلَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّۭ وَمَتَٰعٌ إِلَىٰ حِينٍۢ

پس شیطان دوى دواړه د دغې (ونې) په سبب، وښُویَوَل، نو له هغه (ځای) نه يې راووېستل چې دوى په كې وو، او مونږ وویل: تاسو ټول كوز شئ، ستاسو ځینې به د ځینو نورو لپاره دښمنان وي، او ستاسو لپاره په ځمكه كې تر یو وخته پورې استوګنه او فايده اخيستل دي

پس شیطان به تل وسوسې ور اچولې او بد عمل به یې ورته ښایسته کولو؛ تر دې چې ویې ښویول او په ګناه يې اخته کړل او د هغې ونې څخه یې خوراک وکړ چې الله تعالی ترې منع کړي وو، پس سزا یې دا شوه چې د هغه جنت څخه وویستل شول کوم کې چې دوی پکې اوسېدل او الله تعالی دوی دواړو او شیطان ته وویل: زمکې ته ښکته شئ، یو له بل سره به دښمنان یئ، او ستاسې لپاره پر زمکه کې پاتې کېدل او له خیر څخه يې خوند اخیستل دي، تر دې چې ستاسو اجل پوره شي او قیامت راشي.

Al-Baqara 2:36Listen in Qur'an →
37

فَتَلَقَّىٰٓ ءَادَمُ مِن رَّبِّهِۦ كَلِمَٰتٍۢ فَتَابَ عَلَيْهِ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ

نو ادم له خپل رب نه څو كلمې زده كړې، نو د هغه توبه يې قبوله كړه، بېشكه هم هغه ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى

پس آدم علیه السلام هغه ټکي واخیستل، کوم چې الله تعالی ده ته ورکړل، او الله تعالی ورته په زړه کې همدا ټکي ورواچول، او دا هغه ټکي دي چې په دې وینا د الله تعالی کې یاد شوي دي: (دواړو وویل: ای زمونږ پالونکیه! مونږ په خپلو نفسونو باندې تېری کړی دی او که چېرې ته مونږ ته بښنه ونه کړې او پر مونږ رحم ونه کړې نو خامخا به مونږ له زیانمو څخه شو). (الاعراف: ۲۳) پس الله تعالی یې توبه قبوله کړه او بښنه یې ورته وکړه، پس الله تعالی د خپلو بندګانو خورا ډېر توبه قبلونکی او پر دوی رحم کوونکی دی.

Al-Baqara 2:37Listen in Qur'an →
38

قُلْنَا ٱهْبِطُوا۟ مِنْهَا جَمِيعًۭا ۖ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّى هُدًۭى فَمَن تَبِعَ هُدَاىَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

مونږ وویل: تاسو ټول له دې (جنت) نه كوز شئ، نو كه زما له طرف نه تاسو ته كوم هدایت راغى، نو چا چې زما د هدایت پیروي وكړه، نو پر هغوى باندې نه هېڅ وېره شته او نه به هغوى غمژن كېږي

مونږ ورته وویل: ټول له جنت څخه زمکې ته کوز شئ، نو که چېرې تاسي ته زما د پېغمبرانو په لاس لارښوونه راغله، نو پس چا چې د هغې پیروي وکړه او زما پر پېغمبرانو یې ایمان راوړ، نو په دوی په آخرت کې هېڅ ډول وېره نشته او نه به دوی په هغه څه غمجن شي چې له دوی څخه په دنیا کې پاتې شوي دي.

Al-Baqara 2:38Listen in Qur'an →
39

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَآ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ

او هغه خلق چې كفر يې كړى دى او زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي، همدغه كسان د (دوزخ د) اور والا دي، دوى به په هغه كې همېشه وي

او کومو کسانو چې کفر کړی او زموږ آيتونه يې درواغ ګڼلي دي، همدوی دوزخيان دي هيڅکله به ترې ونه وځي.

Al-Baqara 2:39Listen in Qur'an →
40

يَٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتِىَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُوا۟ بِعَهْدِىٓ أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيَّٰىَ فَٱرْهَبُونِ

اى بني اسرائیلو! زما هغه نعمتونه یاد كړئ چې ما پر تاسو باندې پېرزو كړي دي او زما لوظ پوره كړئ، زه به ستاسو لوظ پوره كړم، او خاص له ما نه وېرېږئ

ای د یعقوب علیه السلام ځامنو! د الله تعالی پرله پسې نعمتونه یاد کړئ او شکر پرې وباسئ او زما په ژمنو باندې وفا وکړئ، هغه چې پر ما او زما پر پېغمبرانو ایمان لرل او زما پر شریعت عمل کول دي. نو که چېرې تاسو په هغې (ژمنې) وفا وکړه، زه به هم په خپلو هغو ژمنو وفا وکړم چې مایې درسره وعده کړې ده، په دنیا کې به ښه ژوند او آخرت کې به ښایسته بدله درکړم، نو یوازې له ما څخه ووېرېږئ او زما ژمنې مه ماتوئ.

Al-Baqara 2:40Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.