Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 271–280 of 286

271

إِن تُبْدُوا۟ ٱلصَّدَقَٰتِ فَنِعِمَّا هِىَ ۖ وَإِن تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا ٱلْفُقَرَآءَ فَهُوَ خَيْرٌۭ لَّكُمْ ۚ وَيُكَفِّرُ عَنكُم مِّن سَيِّـَٔاتِكُمْ ۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌۭ

كه تاسو خیراتونه په ښكاره وكړئ، نو دا یو ښه كار دى او كه تاسو دا په پټه وكړئ او فقیرانو ته يې وركړئ، نو دا ستاسو لپاره ډېر غوره دي او هغه (الله) به له تاسو نه ستاسو ځینې ګناهونه لرې كړي، او الله په هغو (كارونو) چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى

که چېرې تاسو ښکاره ورکوئ هغه مالونه چې خیرات کوئ یې نو ډیره ښه صدقه ده، او که پټ یې ورکوئ فقیرانو ته نو دا له ښکاره کولو څخه ډیر ښه دی؛ ځکه چې اخلاص خورا نږدې دی. او د اخلاص کوونکو خیراتونه د هغوی دګناهونو لپاره پرده او بخښنه ده، او الله تعالی پر هغه څه چې تاسو یې کوئ خبردار دی، پس ستاسو له احوالو څخه په هغه هیڅ شی پټ پاتی نه دی.

Al-Baqara 2:271Listen in Qur'an →
272

۞ لَّيْسَ عَلَيْكَ هُدَىٰهُمْ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يَهْدِى مَن يَشَآءُ ۗ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِنْ خَيْرٍۢ فَلِأَنفُسِكُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُونَ إِلَّا ٱبْتِغَآءَ وَجْهِ ٱللَّهِ ۚ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِنْ خَيْرٍۢ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ

سمې لارې ته د دوى راړول ستا په ذمه نه دي او لېكن الله سمې لارې ته راړوي چا ته چې وغواړي، او هغه څه چې تاسو يې له مال څخه خرچ كوئ؛ نو ستاسو ځانونو لپاره (يې فايدې) دي او تاسو يواځې د الله د مخ لَټوَنِې (رضا) د پاره انفاق كوئ، او هغه څه چې تاسو يې له مال څخه لګوئ (انفاق كوئ، نو) هغه به تاسو ته پوره پوره دركړى شي، په داسې حال كې چې په تاسو به ظلم نه كېږي

نه دي لازم په تا ای پیغمبره حق قبلول او غاړه ایښودل د دوی حق ته او دوی حق ته مجبورول، بلکه پر تا لازم ده چې حق ته یې لارښونه وکړې او ور ويې پېژنې، ځکه د حق او هدایت وس یوازې د الله په لاس کې دی، او هماغه لارښونه کوي چا ته چې وغواړي، او د خیر هغه څه چې تاسو يې خرڅ کوئ نو ګټه یې تاسو ته رسي؛ ځکه الله تعالی ترې بې پروا دی، نو ستاسو خرڅ دې یوازې د الله لپاره شي. نو حقیقي مؤمنان خرڅ نه کوي مګر د الله د رضا لپاره، او د خیر هغه څه چې تاسو یې خرڅ کوئ که لږ وي او که ډېر نو تاسو ته به یې بشپړ ثواب درکول شي، ځکه الله تعالی په هیچا ظلم نه کوي.

Al-Baqara 2:272Listen in Qur'an →
273

لِلْفُقَرَآءِ ٱلَّذِينَ أُحْصِرُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ لَا يَسْتَطِيعُونَ ضَرْبًۭا فِى ٱلْأَرْضِ يَحْسَبُهُمُ ٱلْجَاهِلُ أَغْنِيَآءَ مِنَ ٱلتَّعَفُّفِ تَعْرِفُهُم بِسِيمَٰهُمْ لَا يَسْـَٔلُونَ ٱلنَّاسَ إِلْحَافًۭا ۗ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِنْ خَيْرٍۢ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِهِۦ عَلِيمٌ

(خیراتونه) د هغو فقیرو كسانولپاره دي چې د الله په لاره كې ایسار كړى شوي دي، په ځمكه كې د سفر كولو وَس نه لري، د ښه عفت (له سوال نه د ځان ساتلو) په وجه ناخبره كس په دوى د غنیانو ګمان كوي، ته به دوى په خپلو علامو (سره) پېژنې، دوى له خلقو څخه په سختۍ سره (بې ضرورته) سوال نه كوي او هغه چې تاسو يې له مال څخه لګوئ، نو یقینًا الله په هغه باندې ښه عالم دى

دا خیراتونه د هغو فقیرانو لپاره وګرځوئ چې د الله په لار کې د جهاد له کبله د سفر او روزۍ ګټلو څخه بند شوي وي، د دوی په حال نا خبره خلک به پرې د شتمنو ګومان کوي له دې کبله چې دوی سوال نه کوي، او پېژني به یې هغه خلک چې د دوی پر نښانونو خبر وي، چې د دوی په ځانونو او کالیو به د نیستۍ ښکاره نښې وي، او د دوی له صفتونو څخه دا دي چې دوی د نورو نیستمنو په څېر نه دي کوم چې د خلکو پسې نښتي سوال کوي، او هغه مال یا نور څه چې تاسو خرڅ کوئ نو الله تعالی پرې پوه دی، او زر دی چې تاسو ته به یې لویه بدله درکړي.

Al-Baqara 2:273Listen in Qur'an →
274

ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُم بِٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ سِرًّۭا وَعَلَانِيَةًۭ فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

هغه كسان چې خپل مالونه (د الله لپاره) لګوي په شپه كې او په ورځ كې، په پټه او په ښكاره، نو د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، او نه به په دوى باندې څه وېره وي او نه به دوى غمژن كېږي

هغه کسان چې خپل مالونه شپه او ورځ د الله تعالی د رضا لپاره لګوي، په پټه او ښکاره بې له ځان ښوونې او اورونې، نو دوی لره د الله تعالی په وړاندې د قیامت په ورځ د دوی ثواب دی، او نه به پر دوی ډار وي په را روانو کارونو کې، او نه به غمجن شي په هغه څه چې له دوی څخه په دنیا کې پاتې شوې دي، دا پر دوی د الله تعالی فضل او نعمت دی.

Al-Baqara 2:274Listen in Qur'an →
275

ٱلَّذِينَ يَأْكُلُونَ ٱلرِّبَوٰا۟ لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ ٱلَّذِى يَتَخَبَّطُهُ ٱلشَّيْطَٰنُ مِنَ ٱلْمَسِّ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوٓا۟ إِنَّمَا ٱلْبَيْعُ مِثْلُ ٱلرِّبَوٰا۟ ۗ وَأَحَلَّ ٱللَّهُ ٱلْبَيْعَ وَحَرَّمَ ٱلرِّبَوٰا۟ ۚ فَمَن جَآءَهُۥ مَوْعِظَةٌۭ مِّن رَّبِّهِۦ فَٱنتَهَىٰ فَلَهُۥ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُۥٓ إِلَى ٱللَّهِ ۖ وَمَنْ عَادَ فَأُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ

هغه كسان چې سود خوري؛ دوى به (له قبرونو نه) نه پاڅیږي مګر په شان د پاڅېدلو د هغه كس چې شیطان هغه په لېونتوب سره بدحواسه كړى وي، دا ځكه چې یقینًا دوى ویلي دي چې بېشكه بیع خو د سود په شان ده، حال دا چې الله اخيستل خرڅول (بیع) حلال كړي دي او سود يې حرام كړى دى۔، پس چا ته چې د خپل رب له جانبه نصیحت راغى، نو دى (فوراً) منع شو، نو د ده لپاره هغه څه (معاف) دي چې مخكې تېر شوي دي او د ده معامله الله ته حواله ده، او كوم كس چې (سود ته) بېرته راوګرځي، نو دغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه كې همېشه وي

هغه کسان چې سودي معامله کوي او اخلي يې، هغوی به د قيامت په ورځ له قبرونو يې داسې پورته کيږي لکه شیطان چې لمس کړي وي، له قبره به يې پورته کيږي داسې ګډوډ به ځي لکه سرګزنی چې وي په ولاړېدو او لوېدو کې به ګډوډ کيږي، ځکه چې هغوی سود روا ګڼلی وو، هغوی د سود او هغې سودا ترمنځ توپیر ونه کړ چې الله روا کړې وه، هغوی ويل: سودا خو په رواوالي کې لکه سود داسې ده، ځکه هر يو د مال د زياتوالي او ډېروالي لامل کيږي، الله پر هغوی رد وکړ، قياس يې ور باطل کړ، درواغجن يې وبلل او دا خبره يې بيان کړه چې الله تعالی سودا روا کړې ده، ځکه په هغې کې عام او خاص ګټه ده او سود يې ناروا کړی دی، ځکه په هغه کې ظلم او له بدلې پرته په ناحقه د خلکو مالونه خوړل دي؛ نو چاته چې يې د پالونکي له لوري نصيحت راغی چې په هغو کې له سود څخه منع او وېرول و، هغه ترې منع شو او الله ته يې ترې توبه واېستله؛ نو هغه لره هغه سود دی چې مخکې يې اخېستی دی او د هغو په اړه پرې کومه ګناه نشته او په راتلونکي کې به يې معامله له الله سره وي، او څوک چې بيا سود اخېستلو ته ور وګرځېدلو وروسته له دې چې د الله له لوري نهي ورته ورسېدله او حجت پرې قائم شو؛ نو هغه اور ته د ننوتلو او په هغه کې د تلپاتې کېدو وړ دی او له دغه تلپاتې کېدو څخه موخه داده چې سود خوړونکی سود روا وګڼي او يا ورڅخه موخه زيات پاتې کېدل دي، ځکه تل پاتې کېدل يوازې د کافرانو لپاره دي، د توحيد والا په دوزخ کې تل نه پاتېږي.

Al-Baqara 2:275Listen in Qur'an →
276

يَمْحَقُ ٱللَّهُ ٱلرِّبَوٰا۟ وَيُرْبِى ٱلصَّدَقَٰتِ ۗ وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ

الله سود محوه كوي او خېراتونه (صدقې) زیاتوي، او الله هېڅ یو سخت ناشكره، سخت ګناهګار نه خوښوي

سودي شتمنۍ الله تعالی تباه کوي او له منځه یې وړي، یا په حسي ډول سره چې برباد شي او داسې نور، او یا په معنوي ډول چې برکت ترې وباسي، او خیراتونه زیاتوي او وده ورکوي په څو چنده ثواب سره، ځکه نېکي د لس چنده څخه تر اوه سوه چنده تر دې هم زیات چنده زیاتېږي، او د خیرات ورکوونکو په شتمنیو کې برکت اچوي، او الله تعالی هر سر کښه کافر، د سود روا بلونکی، په ګناهونو کې ننوتونکی نه خوښوي.

Al-Baqara 2:276Listen in Qur'an →
277

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُا۟ ٱلزَّكَوٰةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، او لمونځ يې قايم كړى دى او زكات يې وركړى دى، د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، او نه به په دوى باندې څه وېره وي او نه به دوى غمژن كېږي

بېشکه هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی او د پېغمبر پېروي یې کړې، او نېکې کړنې یې کړي دي، او لمونځ یې بشپړ ادا کړی څرنګه چې الله روا کړی، او د خپلو شتمنیو زکات یې وړ کسانو ته ورکړی؛ دوی لپاره د دوی د رب سره ثواب دی، او په راتلونکو کارونو کې پر دوی وېره نشته او نه به په دنیا او دهغې نعمتونو چې ترې پاتې شوي خپه شي.

Al-Baqara 2:277Listen in Qur'an →
278

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَذَرُوا۟ مَا بَقِىَ مِنَ ٱلرِّبَوٰٓا۟ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ او هغه باقي پاتې سود پرېږدئ؛ كه تاسو مومنان یئ

ای هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دی او د هغه د پېغمبر پېروي یې کړې، د الله څخه ووېرېږئ چې اوامر یې ومنئ او نواهي څخه یې ځانونه وژغورئ، او د هغه شتمنیو غوښتنه پرېږدئ کوم چې له تاسو د سودي مالونو څخه خلکو سره پاتې شوې دي، که چېرې تاسو په الله ریښتیني ایمان لرونکي یاست او په هغه څه چې تاسو یې د کوم سود څخه منع کړي یاست.

Al-Baqara 2:278Listen in Qur'an →
279

فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا۟ فَأْذَنُوا۟ بِحَرْبٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ۖ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَٰلِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ

نو كه تاسو (داسې) ونه كړل، نو تاسو د الله او د هغه د رسول له جانبه په جنګ كولو خبر شئ، او كه چېرې تاسو توبه وباسئ، نو ستاسو رأس المال (اصل مال) ستاسو لپاره دى، مه تاسو ظلم كوئ او نه به په تاسو ظلم كېږي

او که چېرې هغه څه مو ونکړل چې تاسو ته یې امر شوی و نو پوه شئ او د الله او د هغه د رسول لخوا د جنګ باور ولرئ، او که چېرې مو الله تعالی ته توبه وویستله او سود مو پرېښود نو ستاسو حق هماغه اندازه دی کوم رأس مال چې تاسو په پور ورکړی دی له مالونو ستاسو څخه، تاسو به له هیچا سره په زیات مال اخیستلو ظلم نه کوئ او نه به تاسو سره د مال په کمولو ظلم کېږي.

Al-Baqara 2:279Listen in Qur'an →
280

وَإِن كَانَ ذُو عُسْرَةٍۢ فَنَظِرَةٌ إِلَىٰ مَيْسَرَةٍۢ ۚ وَأَن تَصَدَّقُوا۟ خَيْرٌۭ لَّكُمْ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ

او كه هغه (قرض دارى) تنګ لاسى وي، نو تر اسانۍ پورې مهلت وركول دي، او خیراتي پرېښودل يې تاسو لپاره ډېر غوره دي؛ كه تاسو پوهېږئ

او که چېرې هغه څوک چې تاسو ترې خپل پور غواړئ تنګ لاسی وي چې د پور خلاصولو لپاره څه ونلري، نو تر هغه مهال یې وروسته کړئ چې شتمنۍ ورته آسانه شي، او د پور خلاصولو لپاره څه ومومي، او که تاسو پرې د پور نه غوښتلو او یا یوه حصه کمولو خیرات وکړئ، نو دا درته لا غوره ده که چېرې تاسو د الله تعالی سره د دې په فضل وپوهېږئ.

Al-Baqara 2:280Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.