Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 261–270 of 286

261

مَّثَلُ ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنۢبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِى كُلِّ سُنۢبُلَةٍۢ مِّا۟ئَةُ حَبَّةٍۢ ۗ وَٱللَّهُ يُضَٰعِفُ لِمَن يَشَآءُ ۗ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ

د هغو كسانو مثال چې د الله په لار كې خپل مالونه لګوي د هغه دانې په شان دى چې اوه وږي زرغون كړي، په هر وږي كې سل دانې دي، او الله (اجر) زیاتوي چا لپاره چې وغواړي، او الله ډېر فراخۍ والا، ښه پوه دى

د هغو مومنانو د ثواب مثال چې خپل مالونه د الله په لار کې لګوي د هغه دانې په شان دی چې دهقان یې په یوه حاصل خیزه ځمکه کې واچوي او هغه اوه وږي راشنه کړي، او په هر وږي کې سل دانې وي، او الله تعالی زیاتوي ثوابونه چاته یې چې خوښه شي د خپلو بنده ګانو څخه، نو ورکوي هغوي ته اجرونه بی حسابه، او پراخه ده ورکړه او فضل د الله، او پوه دی په هغه چا چې هغه مستحق د زیاتوالي دی.

Al-Baqara 2:261Listen in Qur'an →
262

ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ثُمَّ لَا يُتْبِعُونَ مَآ أَنفَقُوا۟ مَنًّۭا وَلَآ أَذًۭى ۙ لَّهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

هغه كسان چې خپل مالونه د الله په لاره كې لګوي، بیا دوى په خپل انفاق (خیرات) پسې احسان بارول نه كوي او نه ازار رسوي، خاص د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، او نه به په دوى باندې څه وېره وي اونه به دوى غمژن كېږي

هغه کسان چې لګوي خپل مالونه د الله په طاعت او رضا کې او بیا د هغه لګول شوي مال پسې هغه څه نه کوي چې دده ثواب بربادوي په وینا او کړنې سره، د داسې خلکو لپاره به ثواب وي د دوی د رب په نزد، او نه به وي ویره پر دوی په راتلونکې کې او نه به غمجن شي په هغه څه پسې چې مخکې تیر شوي، ځکه چې په لویو نعمتونو کې به وي.

Al-Baqara 2:262Listen in Qur'an →
263

۞ قَوْلٌۭ مَّعْرُوفٌۭ وَمَغْفِرَةٌ خَيْرٌۭ مِّن صَدَقَةٍۢ يَتْبَعُهَآ أَذًۭى ۗ وَٱللَّهُ غَنِىٌّ حَلِيمٌۭ

ښه خبره كول، او بخښنه كول، ډېر غوره دي له هغه خیرات نه چې په هغه پسې تكلیف (تنګول) راځي، او الله ډېر بې پروا، ډېر تحمل والا دى

عزتمنده وینا چې د يو مومن زړه ته خوشحالي بخښي، او هغه چا ته بخښنه کول چې له تا سره یې بد کړې وي غوره دي له هغه خیرات څخه چې ورپسې ځورونه وي په زبان سره په هغه چا چې خیرات ورکوې، او الله بې پروا دی له خپلو بنده ګانو څخه، او صبرناک دی سمدلاسه چا ته سزا نه ورکوي.

Al-Baqara 2:263Listen in Qur'an →
264

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تُبْطِلُوا۟ صَدَقَٰتِكُم بِٱلْمَنِّ وَٱلْأَذَىٰ كَٱلَّذِى يُنفِقُ مَالَهُۥ رِئَآءَ ٱلنَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْءَاخِرِ ۖ فَمَثَلُهُۥ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌۭ فَأَصَابَهُۥ وَابِلٌۭ فَتَرَكَهُۥ صَلْدًۭا ۖ لَّا يَقْدِرُونَ عَلَىٰ شَىْءٍۢ مِّمَّا كَسَبُوا۟ ۗ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْكَٰفِرِينَ

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! خپل خیراتونه په احسان بارولو (زباتولو) او ضرر رسولو سره مه بربادوئ، د هغه كس په شان چې خلقو ته د ځان ښودنې لپاره خپل مال خرچ كوي، او په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه لري، نو د ده مثال د هغه ښويې ګټې په شان دى؛ چې په هغې باندې څه لږه خاوره وي، بیا په هغې (ګټې) زوروَر باران وورېږي، نو هغه (ګټه) صفا پرېږدي۔، دوى به له هغو عملونو نه چې كړي يې دي، په هېڅ شي (ثواب) باندې قادره نشي، او الله داسې كافر قوم ته نېغه لار نه ښیي

ای هغه کسانو چې په الله مو ایمان راوړی او د هغه د پېغمبر پېروي مو کړې ده، د خپلو خیراتونو ثواب په خیرات خورو باندې په احسان كولو مه بربادوئ او مه یې ځوروئ، د داسې کار کوونکو خلکو مثال د هغه چا په شان دی چې خپل مال دې لپاره لګوي چې خلک یې وویني او صفت یې وکړي، په داسې حال کې چې دې په الله او د قیامت په ورځ هم کافر دی، او د دې ورځې له ثواب او سزا هم منکر دی، نو د داسې کس مثال د ښویه ډبرې په شان دی چې خاوره پرې پرته وي، نو دې ډبرې ته ډېر باران ورسي او خاوره ترې یوسې او ښویه یې پرېږدي چې هېڅ پرې نه وي، نو همدا راز ریا کاران هم دي چې ثواب د کړنو او خیراتونو یې ځي، او د الله تعالی سره یې هېڅ نه پاتې کېږي، او الله تعالی کافرانو ته د هغه څه لارښوونه نه کوي چې دی پرې راضي کېږي او دوی ته د دوی په کړنو او خیراتونو کې ګټه ورسوي.

Al-Baqara 2:264Listen in Qur'an →
265

وَمَثَلُ ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمُ ٱبْتِغَآءَ مَرْضَاتِ ٱللَّهِ وَتَثْبِيتًۭا مِّنْ أَنفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍۭ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌۭ فَـَٔاتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِن لَّمْ يُصِبْهَا وَابِلٌۭ فَطَلٌّۭ ۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ

او د هغو كسانو مثال چې خپل مالونه د الله د رضا غوښتلو لپاره او د خپلو نفسونو د كلكوالي لپاره لګوي، د هغه باغ په شان دى؛ چې په نرمه څَربَه ځمكه باندې وي؛ چې په هغه زورور باران وورېږي، نو دغه (باغ) خپلې مېوې دوه چنده وكړي، نو كه په هغه زورور باران ونه ورېږي، نو (هغه ته) نرى باران (هم كافي دى) او الله هغو (كارونو) لره ښه لیدونكى دى، چې تاسو يې كوئ

مثال د هغو مومنانو چې مالونه د الله د رضا په خاطر لګوي، او ځانونه یې ډاډمن دي د الله تعالی په ژمنو او مجبور شوي نه دي، د هغه باغ په شان دي چې په یو لوړ پاک ځای وي، وررسیږي هغې ته ډیر باران، او څو چنده میوه وکړي، او که ډیر باران ورته ونه رسیږي نو لږ هم ورته کفایت کوي ځکه چې ځمکه یې حاصل خیزه ده، همدا راز د اخلاص څښتنانو خیراتونه الله قبلوي او څو چنده بدله ورکوي اګر که خیرات لږ هم وي، الله د هغه څه چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی، د اخلاص لرونکو اوریا کوونکو حال له هغه څخه پټ ندی، او زر دی چې هر یو ته به د هغه سره وړ بدله ورکړي.

Al-Baqara 2:265Listen in Qur'an →
266

أَيَوَدُّ أَحَدُكُمْ أَن تَكُونَ لَهُۥ جَنَّةٌۭ مِّن نَّخِيلٍۢ وَأَعْنَابٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ لَهُۥ فِيهَا مِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ وَأَصَابَهُ ٱلْكِبَرُ وَلَهُۥ ذُرِّيَّةٌۭ ضُعَفَآءُ فَأَصَابَهَآ إِعْصَارٌۭ فِيهِ نَارٌۭ فَٱحْتَرَقَتْ ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلْءَايَٰتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ

ایا په تاسو كې یو كس دا خوښَوي چې د ده دې د كجورو، او انګورو داسې باغ وي چې د هغه له لاندې وَلِې بهېږي او د ده لپاره په هغه (باغ) كې هر قسمه مېوې وي، په دې حال كې چې ده ته بُوډاوالى (زوړوالى) راشي او د ده كمزوري (واړه) بچي وي، پس په دغه (باغ) داسې سخت باد راوالوزي چې په هغه كې اور وي، نو دا (باغ) بېخي وسوَځي، همدارنګه الله تاسو لپاره ایتونه (نښې) بیانوي؛ د دې لپاره چې تاسو ښه فكر وكړئ

آیا ستاسو کوم یو دا خوښوئ چې د ده یو باغ وي او په هغه کې کجورې او انګور وي او خوږې اوبه پکې بهیږي، او د ده لپاره په دې کې هر ډول پاکې میوې وي، په دې کې دې سړي باندې بوډاوالی راشي نو بوډا شي چې هېڅ کار او کسب نه شي کولای او واړه کمزوري بچیان هم لري چې د کار کولو توان نلري، نو په داسی وخت کې په دې باغ سخته سیلۍ راشي چې سخت اور پکې وي، نو ټول باغ وسېزي، په داسی حال کې چې دا سړی خورا زیات حاجتمند وي دې ته، ځکه چې بوډا دی او کمزوري بچي لري؟! پس هغه څوک چې د ریا کارۍ لپاره خیراتونه کوي همداسې مثال د دی سړي هم دی، د قیامت په ورځ به الله ته راشي له نیکیو پرته، پداسی وخت کې چې دا به خورا زیات حاجتمند وي دیوې نیکۍ،.د دې بیان په شان بیانونه کوي الله تعالی تاسو ته ستاسو په ګټه ددی لپاره چې تاسو پکې فکر وکړئ.

Al-Baqara 2:266Listen in Qur'an →
267

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَنفِقُوا۟ مِن طَيِّبَٰتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّآ أَخْرَجْنَا لَكُم مِّنَ ٱلْأَرْضِ ۖ وَلَا تَيَمَّمُوا۟ ٱلْخَبِيثَ مِنْهُ تُنفِقُونَ وَلَسْتُم بِـَٔاخِذِيهِ إِلَّآ أَن تُغْمِضُوا۟ فِيهِ ۚ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ غَنِىٌّ حَمِيدٌ

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو (مالونو) نه انفاق كوئ چې تاسو ګټلي دي او له هغو (مالونو) نه چې مونږه تاسو لپاره له ځمكې نه را اېستلي دي، او له هغه (مال) څخه چې تاسو يې خیرات كوئ، د بې كاره څیز اراده مه كوئ، حال دا چې تاسو (پخپله) د هغه اخيستونكي نه یئ مګر دا چې د ده په باره كې تاسو سترګې پټې كړئ، او پوه شئ چې یقینًا الله ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى

ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله او پېروي مو کړې د هغه د پېغمبر، ولګوئ له هغه حلال او پاک مال څخه چې ګټلی مو دی، او له هغه څخه چې مونږ درته د زمکې له نباتاتو څخه را ایستلي دي، او بې کارو او بدو مالونو ته قصد مه کوئ چې خیرات یې کړئ، او که چېرې تاسو ته درکړل شي نو نه یې اخلئ مګر که مو سترګې ورته پټې کړې وي په نا راضګۍ سره یې اخلئ له بې کاره کېدو له امله، نو څرنګه تاسو الله تعالی په هغه څه راضي کوئ چې خپله پرې نه راضي کېږئ؟ او پوه شئ چې بېشکه الله تعالی بې پروا دی ستاسو له خېراتونو څخه، ستایل شوی دی په خپل ذات او کارونو کې.

Al-Baqara 2:267Listen in Qur'an →
268

ٱلشَّيْطَٰنُ يَعِدُكُمُ ٱلْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِٱلْفَحْشَآءِ ۖ وَٱللَّهُ يَعِدُكُم مَّغْفِرَةًۭ مِّنْهُ وَفَضْلًۭا ۗ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌۭ

شیطان تاسو له غریبۍ څخه وېروي او تاسو ته د بې حیایۍ حكم كوي او الله تاسو سره له خپل جانب نه د مغفرت او فضل وعده كوي او الله فراخه فضل والا، ښه پوه دى

او شیطان تاسو له نیستۍ ویروي، او بخیل توب ته مو هڅوي، او ګناهونو او نافرمانیو کولو ته مو رابلي، او الله تعالی ژمنه کوي تاسو سره ستاسو د ګناهونو د لویې بخښنې، او پراخه روزۍ، او الله د پراخه فضل والا دی، او د بندګانو په احوالو پوه دی.

Al-Baqara 2:268Listen in Qur'an →
269

يُؤْتِى ٱلْحِكْمَةَ مَن يَشَآءُ ۚ وَمَن يُؤْتَ ٱلْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِىَ خَيْرًۭا كَثِيرًۭا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّآ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَٰبِ

چا ته چې وغواړي حكمت (د دین پوهه) وركوي، او چا ته چې حكمت وركړى شو، نو یقینًا هغه ته ډېر لوى خیر وركړى شو، او نصیحت نه اخلي مګر د خالص عقل خاوندان

ورکوي الله تعالی توفیق دخو ویناوو او ښو کړنو چا ته یې چې خوښه شي د بنده ګانو خپلو څخه، او چا ته چې دا نعمت حاصل شو په تحقیق سره ده ته ډیر خیر ورکړای شو،او پند نه اخلي د الله په ایاتونو پرته د پوره عقلونو له خاوندانو څخه هغه عقلونه چې د ده په نور روښانه کېږي او د ده په لارښوونه لار مومي.

Al-Baqara 2:269Listen in Qur'an →
270

وَمَآ أَنفَقْتُم مِّن نَّفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُم مِّن نَّذْرٍۢ فَإِنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُهُۥ ۗ وَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ

او تاسو چې څه خرچ هم ولګوئ، یا څه نذر هم (په ځان) لازم كړئ؛ نو یقینًا الله په هغو پوهېږي او د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكي نشته

هغه څه چې تاسو یې د الله د رضا لپاره خرڅ کوئ که لږ وي یا ډیر، او یا یو طاعت د الله لپاره پر ځان لازموئ چې په هغه مکلف نه یاست؛ پس بیشکه الله تعالی په دې ټولو پوه دی، د الله تعالی سره هیڅ شی نه ضایع کیږي، او زر دی چې الله تعالی به تاسو ته د دې لویه بدله درکړي، اونه به وي د ظالمانو لپاره مرستیالان چې منع کوونکي وي واجبو صدقو لره او زیاتی کوونکي وي د الله دحدودو څخه، تر څو لرې کړي له دوی څخه دقیامت د ورځې عذاب.

Al-Baqara 2:270Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.