Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 241–250 of 286

241

وَلِلْمُطَلَّقَٰتِ مَتَٰعٌۢ بِٱلْمَعْرُوفِ ۖ حَقًّا عَلَى ٱلْمُتَّقِينَ

او د طلاقې كړى شویو ښځو لپاره، له عرف سره سم، سامان وركول دي، په متقیانو باندې (دا) لازم دي

او طلاق کړی شویو ښځو ته شته دي ورکول د مصرف دومره خرچه چې هغه پرې فایده واخلي د جامو نه او د مال نه او یاداسې نور څه، د هغوئ د زړونو د ټکور لپاره چې د طلاق په وجه یې زړونه مات شوي، په نیکې طریقې سره د خاوند د اقتصادی حالاتو مطابق چې که لږ وي او که ډېر، او دا حکم ثابت حق دی پر هغه چا باندې چې له الله تعالی څخه وېرېږي د هغه د حکمونو په عملي کولو او له نواهیو څخه په ځان ساتلو سره.

Al-Baqara 2:241Listen in Qur'an →
242

كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ ءَايَٰتِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ

همدارنګه الله تاسو لپاره خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو پوه شئ

د دې مخکني بیان په شان الله تعالی بیانوي تاسو ته -ای مومنانو- خپل آیتونه چې د الله تعالی حکمونه او پولې پکې دي؛ د دې لپاره چې تاسو یې وپېژنئ او تاسو پرې پوهه شئ، نو تاسو به د دنیا او آخرت ښېګڼې تر لاسه کړئ.

Al-Baqara 2:242Listen in Qur'an →
243

۞ أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ خَرَجُوا۟ مِن دِيَٰرِهِمْ وَهُمْ أُلُوفٌ حَذَرَ ٱلْمَوْتِ فَقَالَ لَهُمُ ٱللَّهُ مُوتُوا۟ ثُمَّ أَحْيَٰهُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلنَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ

ایا تا هغه كسان نه دې لیدلي چې د مرګ له وېرې له خپلو كورونو نه وتلي وو، په دې حال كې چې هغوى زرګونه وو، پس الله دوى ته وویل: مړه شئ، بیا يې هغوى راژوندي كړل، یقینًا الله خامخا په خلقو باندې فضل كولو والا دى او لېكن اكثره خلق شكر نه وباسي

آیا تاته نه دی در رسیدلی -ای پیغمبره- خبر د هغو کسانو چې له خپلو کورونو څخه وتلی وو او هغوئ ډېر زیات کسان وو د مرګ له ویرې نه، په سبب د مرض یا د بل شي، او هغوئ د بني اسرائیلو یوه ډله وه، نو پس الله تعالی ورته وویل: مړه شئ نو هغوئ مړه شول، بیا الله تعالی هغوئ دوباره راژوندي کړل، د دې لپاره چې هغوئ ته وښايې چې واک د ټولو کارونو د الله تعالی په لاس کې دی، او دوئ د خپلو ځانونو لپاره د ګټې ورکولو او یا د ضرر دفع کولو څه واک نه لري، بېشکه الله تعالی خاوند د ورکړی او مهربانۍ دی پر خلکو، لیکن ډېر د خلکو نه د الله تعالی د نعمتونو شکر نه ادا کوي.

Al-Baqara 2:243Listen in Qur'an →
244

وَقَٰتِلُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌۭ

او د الله په لاره كې جنګېږئ، او پوه شئ چې یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى

-ای مومنانو- د الله تعالی له دښمنانو سره جګړه وکړئ، د هغه د دین د کامیابۍ لپاره او د هغه د کلمې د اوچتوالي لپاره، او پوهه شئ چې الله تعالی ستاسې د خبرې اورې او ستاسو په نیتونو او کارونو باندې پوهه دی، او خامخا به تاسې ته پرې بدله درکوي.

Al-Baqara 2:244Listen in Qur'an →
245

مَّن ذَا ٱلَّذِى يُقْرِضُ ٱللَّهَ قَرْضًا حَسَنًۭا فَيُضَٰعِفَهُۥ لَهُۥٓ أَضْعَافًۭا كَثِيرَةًۭ ۚ وَٱللَّهُ يَقْبِضُ وَيَبْصُۜطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

څوك دى هغه كس چې الله ته قرض وركوي، قرضِ حسنه، نو هغه (الله) به د هغه لپاره دا (قرض) زیات كړي په ډېرو زیاتولو سره، او الله تنګي راولي او (هغه) فراخي راولي، او تاسو به خاص هغه ته بېرته ورګرځول كېږئ

څوک دی هغه کس چې د قرض داري په شان کار وکړي، او خپل مال د الله تعالی په لاره کې په ښه نیت او خوښۍ سره مصرف کړي، د دې لپاره چې بېرته ده ته څوچنده راوګرځي، او الله تعالی تنګي راولي په رزق او صحت او نورو شیانو کې، او پراخي هم راولي، دا ټول کارونه په حکمت او عدل باندې کوي، او خاص هغه ته به تاسو د آخرت پر ورځ ورګرځئ، نو تاسې ته به ستاسو د کړنو (عملونو) په پرتله جزا درکوي.

Al-Baqara 2:245Listen in Qur'an →
246

أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلْمَلَإِ مِنۢ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ مِنۢ بَعْدِ مُوسَىٰٓ إِذْ قَالُوا۟ لِنَبِىٍّۢ لَّهُمُ ٱبْعَثْ لَنَا مَلِكًۭا نُّقَٰتِلْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ۖ قَالَ هَلْ عَسَيْتُمْ إِن كُتِبَ عَلَيْكُمُ ٱلْقِتَالُ أَلَّا تُقَٰتِلُوا۟ ۖ قَالُوا۟ وَمَا لَنَآ أَلَّا نُقَٰتِلَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِن دِيَٰرِنَا وَأَبْنَآئِنَا ۖ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ ٱلْقِتَالُ تَوَلَّوْا۟ إِلَّا قَلِيلًۭا مِّنْهُمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِٱلظَّٰلِمِينَ

ایا تا د بني اسرائیلو سردارانو ته نه دي كتلي، له موسٰی نه بعد، كله چې هغوى خپل نبي ته وویل: زمونږ لپاره یو بادشاه مقرر كړه چې مونږ د الله په لاره كې جنګ وكړو۔، هغه نبي وویل: ایا تاسو نژدې يې كه پر تاسو باندې جنګ كول فرض كړى شي دا چې جنګ به ونه كړئ؟ هغوى وویل: او مونږ لره څه (موانع) دي چې د الله په لاره كې به جنګ نه كوو، حال دا چې مونږ له خپلو كورونو او خپلو زامنو نه وېستل شوي یو، بیا چې كله پر هغوى باندې جنګ كول فرض كړى شول، نو هغوى (له خپلې خبرې نه) وګرځېدل، مګر له هغوى څخه ډېر لږ (خلق ونه ګرځېدل) او الله په ظالمانو باندې ښه پوه دى

-اې پیغمبره- آیا تاته د د بني اسرائیلو د مشرانو خبر نه دی رسېدلی چې د موسی علیه السلام له زمانې وروسته وو، کله چې هغوئ خپل پیغمبر ته وویل:: مونږ ته یو پاچا وټاکه چې مونږ له هغه سره یوځای د الله تعالی په لاره کئ جهاد وکړو، نو پیغمبر ورته وویل: کیدای شي که الله تعالی پر تاسو جهاد فرض کړي تاسو به د الله تعالی په لاره کې جهاد ونه کړای شئ! هغوی ورته وویل: په داسې حال کې چی د پیغمبر له دې ګمان نه انکار کوونکی وو: څه شی به مونږ د الله تعالی په لاره کې له جهاد نه منع کړي، سره له دې چې د حالاتو تقاضا داده چې مونږ جهاد وکړو؟ ځکه چې مونږ خپلو دښمنانو له خپلو وطنونو څخه ایستلی یو، زمونږ بچي یې بندیان کړي دي، نو پس مونږ جنګ کوو د خپلو وطنونو د اخیستلو لپاره او د خپلو بندیانو د آزادولو لپاره، نو پس هر کله چې الله تعالی په دوی جهاد فرض کړ، نو دوی ترې مخ وګرځولو او په خپلو وعدو یې وفا ونه کړه، مګر لږو کسانو له دوی څخه، او الله تعالی پوهه دی په ظالمانو چې د الله تعالی له حکم څخه مخ اړوي او د الله تعالی وعدې ماتوي، او خامخا به په دې باندې ورته سزا ورکړي.

Al-Baqara 2:246Listen in Qur'an →
247

وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ ٱللَّهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكًۭا ۚ قَالُوٓا۟ أَنَّىٰ يَكُونُ لَهُ ٱلْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِٱلْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةًۭ مِّنَ ٱلْمَالِ ۚ قَالَ إِنَّ ٱللَّهَ ٱصْطَفَىٰهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُۥ بَسْطَةًۭ فِى ٱلْعِلْمِ وَٱلْجِسْمِ ۖ وَٱللَّهُ يُؤْتِى مُلْكَهُۥ مَن يَشَآءُ ۚ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌۭ

او دوى ته خپل نبي وویل: بېشكه الله تاسو لپاره یقینًا طالوت بادشاه مقرر كړى دى، هغوى وویل: د هغه لپاره په مونږه باندې بادشاهي څنګه كېدى شي، حال دا چې مونږ له هغه نه د بادشاهۍ زیات حقدار یو، او هغه ته د مال فراخي (هم) نه ده وركړى شوې، ۔ هغه (نبي) وویل: یقینًا الله هغه پر تاسو باندې غوره كړى دى، او هغه ته يې په جسم او علم كې زیاته فراخي وركړې ده، او الله خپله بادشاهي وركوي چا ته چې يې وغواړي، او الله فراخه فضل والا، ښه عالم دى

او وویل دوی ته پیغمبر د دوی: بېشکه الله تعالی ستاسو لپاره طالوت پادشاه مقرر کړی دی، چې تاسو د هغه تر بیرغ او قومندې لاندې جهاد وکړئ، وویل مشرانو د هغوی په داسې حال کې چې ناآشنا ګڼوونکي وو دې اختیار ته او اعتراض کوونکي وو: پر مونږه به څنګه د هغه پادشاهي وي، او مونږ له هغه نه د پادشاهۍ ډېر حقدار یو؛ ځکه چې طالوت د پادشاهانو له نسل څخه نه ؤ، او ډېر مال هم ورسره نه ؤ چې پادشاهي پرې وکړي؟! د دوی پیغمبر ورته وویل: بېشکه الله تعالی دا په تاسو غوره کړی دی، او له تاسو څخه یې پراخه علم او ډېر بدني قوت ورکړی دی، او الله تعالی چا ته چې وغواړي په خپل حکمت او رحمت سره پادشاهي ورکوي، او الله تعالی پراخه فضل والا دی ورکوي چا ته چې وغواړي، پوهه دی په هغه چا چې مستحق یې وي له خپلو بندګانو څخه.

Al-Baqara 2:247Listen in Qur'an →
248

وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ ءَايَةَ مُلْكِهِۦٓ أَن يَأْتِيَكُمُ ٱلتَّابُوتُ فِيهِ سَكِينَةٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ وَبَقِيَّةٌۭ مِّمَّا تَرَكَ ءَالُ مُوسَىٰ وَءَالُ هَٰرُونَ تَحْمِلُهُ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَءَايَةًۭ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

او دوى ته خپل نبي وویل: بېشكه د ده د باشاهۍ نښه دا ده چې تاسو ته به صندوق راشي چې په هغه كې ستاسو د رب له جانبه سكینت (د زړه ارام) دى او باقي پاتې شونې له هغو (څیزونو) نه چې الِ موسٰی او الِ هارون پرېښي وو، چې ملايكو به راپورته كړى وي، یقینًا په دې كې تاسو لپاره خامخا لویه نښه ده كه تاسو ایمان لرونكي یئ

او دوی ته د دوی پیغمبر وویل: چې د هغه پر تاسې د پادشاهۍ رښتینې نښه به دا وي؛ چې الله تعالی به تاسو ته بېرته تابوت راواګرځوي -او دا یو صندوق ؤ چې بنی اسرائیلو به یې درناوی کاوه چې له دوی څخه اخیستل شوی ؤ- له دې سره به د زړونو اطمینان وي، او په دې کې به باقی پاتی اثرات د موسی او هارون علیهما السلام د اولادې وي، لکه د موسی علیه السلام امسا، او ځنې تختې، یقینا په دې کې ستاسو لپاره ښکاره نښه ده که چېرې تاسو رښتیني مسلمانان یئ.

Al-Baqara 2:248Listen in Qur'an →
249

فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِٱلْجُنُودِ قَالَ إِنَّ ٱللَّهَ مُبْتَلِيكُم بِنَهَرٍۢ فَمَن شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّى وَمَن لَّمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُۥ مِنِّىٓ إِلَّا مَنِ ٱغْتَرَفَ غُرْفَةًۢ بِيَدِهِۦ ۚ فَشَرِبُوا۟ مِنْهُ إِلَّا قَلِيلًۭا مِّنْهُمْ ۚ فَلَمَّا جَاوَزَهُۥ هُوَ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ قَالُوا۟ لَا طَاقَةَ لَنَا ٱلْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنُودِهِۦ ۚ قَالَ ٱلَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلَٰقُوا۟ ٱللَّهِ كَم مِّن فِئَةٍۢ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةًۭ كَثِيرَةًۢ بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ مَعَ ٱلصَّٰبِرِينَ

نو كله چې طالوت سره د لښكرو راووت، ويې ويل: یقینًا الله په یوې ولِې سره ستاسو ازمايش كوونكى دى، نو څوك چې له هغې نه اوبه وڅښي، نو هغه زما له ملګرو نه نه دى، او څوك چې هغه ونه څكي، نو بېشكه هغه زما له ملګرو څخه دى مګر هغه څوك چې په خپل لاس سره یو چونګ (اوبه) راواخلي، نو هغوى له هغې (ولې) نه اوبه وڅښلې مګر له دوى نه ډېرو لږو (خلقو ونه وڅښلې) نو كله چې دى (طالوت) او هغه كسان چې له ده سره يې ایمان راوړى و له هغې نه پورې وتل، (مخالفت كوونكو وویل:) نن ورځ زمونږ لپاره د جالوت او د هغه د لښكرو په مقابله كې هېڅ طاقت نشته، او وویل هغو كسانو چې یقین يې لاره چې بېشكه دوى له الله سره ملاقات كوونكي دي: څومره ډېر ځلې ډېره لږه ډله په ډېرې لويې ډلې باندې د الله په حكم سره غالبه شوې ده، اوالله د صبر كوونكو ملګرى دى

نو پس هر کله چې طالوت له خپلو لښکرو سره له ښار څخه راووت خپلو لښکرو ته یې وویل: یقینا الله تعالی به په تاسو باندې ازمیښت کوي په یو نهر سره، نو پس چاچې ترې اوبه وڅښلې نو هغه به زما له تابعدارانو څخه نه وي، او له ماسره دې په جنګ کې نه ملګري کېږی، او هر هغه څوک چې اوبه ونه څښي نو هغه زما تابعدار دی، او له ماسره به په جنګ کې ملګری وي، مګر هغه څوک چې محتاجه شي نو په خپل لاس ترې د یوې لپې په اندازه اوبه وڅښې نو په هغه باندې څه ګناه نشته، نو ټول لښکر ترې اوبه وڅښلې مګر لږو کسانو صبر وکړ او اوبه یې ونه څښلې سره له ډيرې تندې نه، نو کله چې طالوت او هغه سره چې کوم مومنان وو له نهر څخه واوښتل، نو ځنو عسکرو یې وویل: نن ورځ مونږ د جالوت او د هغه له لښکرو سره د جګړې کولو څه توان او طاقت نه لرو، نو په دغه وخت کې هغو کسانو چې د هغوئ یقین وو چې د قیامت په ورځ به د الله تعالی سره مخامخ کېږی، وویل: ډیر کرت یوه مومنه ډله چې لږ عدد والا وي غالبه شوي په کافره ډله چې ډیر عدد والا وي د الله تعالی په حکم او مدد سره، نو پس اعتبار په کامیابۍ کې ایمان لره دی ډیر والي لره نه دی، او الله تعالی د خپلو بندګانو له صبر کوونکو خلکو سره دی د هغوئ مدد او مرسته کوي.

Al-Baqara 2:249Listen in Qur'an →
250

وَلَمَّا بَرَزُوا۟ لِجَالُوتَ وَجُنُودِهِۦ قَالُوا۟ رَبَّنَآ أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًۭا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَٱنصُرْنَا عَلَى ٱلْقَوْمِ ٱلْكَٰفِرِينَ

او كله چې هغوى د جالوت او د هغه د لښكرو (د مقابلې) لپاره (میدان ته) راووتل، ويې ويل: اى زمونږه ربه! راخوشې كړه پر مونږ باندې صبر، او زمونږ قدمونه ټینګ (كلك) كړه، او د كافر قوم په مقابله كې زمونږ مدد وكړه

او هر کله چې هغوئ له جالوت سره د مخامخ کېدو لپاره ووتل الله تعالی ته یې دعا وکړه او ویې ویل: ای زمونږه ربه! زمونږ زړونو ته صبر را په برخه کړه او زمونږ قدمونه ټینګ کړه، ترڅو نه تېښته وکړو او نه د هغوی پر وړاندې ماته وخورو، او په خپل قوت او تایید سره مونږ پر کافر قوم برلاسي (کامیاب) کړه.

Al-Baqara 2:250Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.