Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 201–210 of 286

201

وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ رَبَّنَآ ءَاتِنَا فِى ٱلدُّنْيَا حَسَنَةًۭ وَفِى ٱلْءَاخِرَةِ حَسَنَةًۭ وَقِنَا عَذَابَ ٱلنَّارِ

او په دوى كې بعضې هغه څوك دي چې وايي: اى زمونږه ربه! مونږ ته په دنیا كې نعمت راكړه او په اخرت كې (هم) نعمت راكړه او مونږ د اور له عذابه وساته

او یوه ډله له خلکو څخه پر الله تعالی او آخرت ایمان لري، نو له الله تعالی څخه د دنیا نعمتونه هم غواړي او په دنیا کې د نیک عمل کولو توفیق هم غواړي، همدا رنګه له الله تعالی څخه په جنت سره بریالیتوب او له جهنم څخه سلامتیا (ژغورنه) غواړي.

Al-Baqara 2:201Listen in Qur'an →
202

أُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمْ نَصِيبٌۭ مِّمَّا كَسَبُوا۟ ۚ وَٱللَّهُ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ

دغه كسان دي چې د دوى لپاره د دوى د كړو (نېكو) عملونو په سبب لویه برخه ده، او الله ډېر ژر حساب كوونكى دى

دغه کسان چې له الله تعالی څخه د دنیا او آخرت د خیر غوښتونکي دي، د دوی لپاره د ثواب ډېره لویه برخه ده، د هغو نیکو عملونو په وجه چې دوی په دنیا کې کړي دي او الله تعالی ډېر ژر د کړنو (اعمالو) حساب کوونکی دی.

Al-Baqara 2:202Listen in Qur'an →
203

۞ وَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ فِىٓ أَيَّامٍۢ مَّعْدُودَٰتٍۢ ۚ فَمَن تَعَجَّلَ فِى يَوْمَيْنِ فَلَآ إِثْمَ عَلَيْهِ وَمَن تَأَخَّرَ فَلَآ إِثْمَ عَلَيْهِ ۚ لِمَنِ ٱتَّقَىٰ ۗ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّكُمْ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

په شمېرل شويو ورځو كې الله یادوئ، پس څوك چې په دوه ورځو كې ژر لاړ، نو په هغه هېڅ ګناه نشته، او چا چې تاخیر وكړ، نو په ده (هم) هېڅ ګناه نشته، د هغه چا لپاره چې تقویٰ يې غوره كړې وي او له الله نه وېریږئ، او په دې پوه شئ چې یقینًا تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ

او د الله تعالی ذکر وکړئ په الله اکبر ویلو سره او په لا اله الا الله ویلو سره په هغو لږو ورځو کې؛ چی هغه: یولسم دولسم او د یارلسم د ذې الحجې دي، نو پس چا چې بېړه وکړه او له منی څخه د جمراتو د ویشتلو نه وروسته په دولسم د ذی الحجی ووتو، نو هغه ته دا جایز دي او پر هغه څه ګناه نشته؛ ځکه چې الله تعالی هغه ته دا آسانتیا ورکړې ده او څوک چې دیارلسمي ورځې ته پاتي شو، تر دې چې جمرات وولي، نو هغه ته هم دا جایز دي او په هغه باندې په دې کې څه حرج او ګناه نشته، او هغه په پوره طریقې سره ادا کړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طریقې تابعداري یې وکړه، دا ټول د هغه چا لپاره دي چې په خپل حج کې له الله تعالی څخه وویریږي او حج داسې وکړي لکه څنګه چې پرې الله تعالی امر کړی دی، او تاسو له الله تعالی څخه ووېرېرئ د هغه د حکمونو په عملی کولو سره او د هغه له نواهیو څخه په ځان ساتلو په وسیله، او باور ولرئ چې تاسو به یوازې الله تعالی ته ورګرځئ، نو پس تاسې ته به ستاسو د عملونو بدله درکوي.

Al-Baqara 2:203Listen in Qur'an →
204

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُۥ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَيُشْهِدُ ٱللَّهَ عَلَىٰ مَا فِى قَلْبِهِۦ وَهُوَ أَلَدُّ ٱلْخِصَامِ

او بعضې له خلقو نه هغه څوك دي چې د دنيايي ژوند په باره كې د هغه خبرې تا په تعجب كې اچوي او دى په هغه څه باندې الله ګواه كوي چې د ده په زړه كې دي، حال دا چې دى ډېر زیات جګړه مار دى

او ځنې خلک دوه مخي (منافق) وي، په دنیا کې د هغوئ خبری تا په تعجب کې اچوي -اې پیغمبره-، نو ته به هغه وینې چې ډېرې ښې خبرې به کوي، تر دې چې ته به یې رښتینی خیرخواه ګڼي، مګر د هغه قصد او هدف د خپل ځان او مال ساتل وي، او الله تعالی به ګواه کوي -حال دا چې هغه به دروغجن وي- په هغه څه چې د هغه په زړه کې کوم خیر او ایمان دی، او له مسلمانانو سره به سخت جګړه مار او دښمني کوونکی وي.

Al-Baqara 2:204Listen in Qur'an →
205

وَإِذَا تَوَلَّىٰ سَعَىٰ فِى ٱلْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ ٱلْحَرْثَ وَٱلنَّسْلَ ۗ وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ ٱلْفَسَادَ

او كله چې بېرته وګرځي، نو په ځمكه كې ګړندى ګرځي، د دې لپاره چې په دې كې فساد وكړي او فصل او نسل تباه كړي، حال دا چې الله فساد نه خوښوي

او کله چې ستا نه وګرځي او لاړ شي، نو بیا په زمکه کې په ګناهونو کولو سره د فساد کوشش کوي، او فصل هم خرابوي، او څاروي هم وژني، او الله تعالی نه په زمکه کې فساد خوښوي او نه هم مفسدین.

Al-Baqara 2:205Listen in Qur'an →
206

وَإِذَا قِيلَ لَهُ ٱتَّقِ ٱللَّهَ أَخَذَتْهُ ٱلْعِزَّةُ بِٱلْإِثْمِ ۚ فَحَسْبُهُۥ جَهَنَّمُ ۚ وَلَبِئْسَ ٱلْمِهَادُ

او كله چې هغه ته وویل شي: له الله نه ووېرېږه، نو ده لره تكبر ونیسي په ګناه كولو سره، نو د ده لپاره جهنم بس دى او یقینًا هغه بده استوګنه ده

او کله چې دغه مفسد ته -د خیرخواهۍ په طریقه- وویل شي، چې له الله تعالی نه ووېرېږه، د هغه د پولو په عزت کولو سره او د هغه له نواهیو څخه په ځان ساتلو سره، نو ځان غوښتنه او تکبر هغه حق ته له ګرځېدلو څخه بند کړي، او په ګناهونو کې نور هم ډوب شي، نو هغه سزا (بدله) چې هغه ته بسنه کوي، د جهنم اور ته داخلېدل دي او ډېر بد ځای د اوسیدلو دی د هغه ځای د اوسېدونکو له پاره.

Al-Baqara 2:206Listen in Qur'an →
207

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَشْرِى نَفْسَهُ ٱبْتِغَآءَ مَرْضَاتِ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ رَءُوفٌۢ بِٱلْعِبَادِ

او بعضې له خلقو نه هغه څوك دي چې د الله د رضا لټولو لپاره ځان خرڅوي، او الله په بنده ګانو باندې ډېر نرمي كوونكى دى

او له خلکو نه ځنې مومن وي چې خپل ځان خرڅوي، پس د خپل رب په اطاعت کې یې لږوې، او د خپل رب په لاره کې جهاد کوي او د هغه رضا حاصلول غواړي او الله تعالی پر خپلو بندګانو بې ساری رحم کوونکی او ډېر مهربانه دی.

Al-Baqara 2:207Listen in Qur'an →
208

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱدْخُلُوا۟ فِى ٱلسِّلْمِ كَآفَّةًۭ وَلَا تَتَّبِعُوا۟ خُطُوَٰتِ ٱلشَّيْطَٰنِ ۚ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّۭ مُّبِينٌۭ

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په اسلام كې پوره پوره داخل شئ او د شیطان د قدمونو پسې مه ځئ، یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى

ای هغو کسانو چې پر الله تعالی مو ایمان راوړي او د هغه د رسول تابعداري مو کړې، په ټول اسلام کې پوره پوره ننوځئ او له هغه څخه هیڅ حکم مه پرېږدئ، (نه هغه شان) لکه څنګه چې یهود او نصاری کوي، چې پر یوه برخه د آسماني کتاب ایمان راوړي او پر ځنو یې کفر کوي او تاسو د شیطان د لارو تابعداري مه کوئ؛ ځکه چې هغه ستاسو دښمن دی، داسې دښمن چې ښکاره دښمني درسره کوي.

Al-Baqara 2:208Listen in Qur'an →
209

فَإِن زَلَلْتُم مِّنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْكُمُ ٱلْبَيِّنَٰتُ فَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

بیا كه چېرې تاسو له دې نه پس وښوئیدلئ؛ چې تاسو ته ښكاره دلیلونه (هم) راغلل، نو پوه شئ چې یقینًا الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

بیا که چېرې له تاسو څخه خطا او له حق څخه کوږوالی وشو وروسته له هغې نه چې تاسو ته ښکاره دلیلونه او معجزې راغلي دي، داسې معجزې او دلیلونه چې هیڅ شک او شبهه پکې نه شته؛ نو پس پوهه شئ چې الله تعالی ډېر غالب دی په خپل قدرت او غصه کې، حکمت والا دی په خپلو ټولو کارونو او حکمونو کې، نو پس تاسو له الله تعالی څخه ووېرېږئ او د هغه تعظیم وکړئ.

Al-Baqara 2:209Listen in Qur'an →
210

هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّآ أَن يَأْتِيَهُمُ ٱللَّهُ فِى ظُلَلٍۢ مِّنَ ٱلْغَمَامِ وَٱلْمَلَٰٓئِكَةُ وَقُضِىَ ٱلْأَمْرُ ۚ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ

دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې الله دوى ته د ورېځو په سیورو كې راشي او ملايك (هم) او معامله فیصله كړى شي، او ټول كارونه خاص الله ته ورګرځول كېږي

انتظار نه کوي دا د شیطان تابعداران او د حق نه اوښتونکي کسان، مګر دا چې الله تعالی راشي دوئ ته د قیامت په ورځ په داسې راتګ سره چې د الله د شان سره مناسب دی، د وریځو په سیوري کې د دې لپاره چې د دوئ ترمنځ فیصله وکړي او ملایکی به هم راشي چې له هر لوري به له دوئ څخه راچاپېره شوې وي او په دغه وخت کې به په دوئ باندې د الله تعالی فیصله وشي او الله تعالی به د دوئ له فیصلې څخه فارغ شي او د مخلوقاتو ټولې چارې او کړنې یوازې الله تعالی ته ورګرځي.

Al-Baqara 2:210Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.