Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 181–190 of 286

181

فَمَنۢ بَدَّلَهُۥ بَعْدَمَا سَمِعَهُۥ فَإِنَّمَآ إِثْمُهُۥ عَلَى ٱلَّذِينَ يُبَدِّلُونَهُۥٓ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌۭ

نو چا چې دا (وصیت) له اورېدلو نه پس بدل كړ، نو یقینًا همدا خبره ده چې د دې (بدلولو) ګناه په هغو كسانو ده چې دا (وصیت) بدلوي، یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى

نو پس چا چې په دې وصیت کې بدلون راوست، چې یا یې پکې زیاتی وکړ، یا کمښت او یا یې بالکل منعه کړ، وروسته له دې چې پرې خبر شو؛ نو د دې بدلولو ګناه په هغه چا ده چې دا کار یې وکړ، وصیت کوونکی پکې ګناه کار نه دی، بېشکه الله تعالی د خپلو بندګانو د خبرو اوریدونکی دی، د هغوی په کارونو خبر دی، د هغوی له حالاتو څخه هیڅ شی هم (ترېنه پټ نه شي) پاتې کېدلی.

Al-Baqara 2:181Listen in Qur'an →
182

فَمَنْ خَافَ مِن مُّوصٍۢ جَنَفًا أَوْ إِثْمًۭا فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلَآ إِثْمَ عَلَيْهِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ

بیا چې څوك له وصیت كوونكي نه (په خطا سره) د ظلم، یا (په قصد سره) د ګناه وېره لري، نو د هغوى په مينځ كې يې جوړه وكړه، نو په هغه باندې هېڅ ګناه نشته، یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

نو څوک چې له وصیت کوونکي نه په وصیت کې د حق څخه په کوږوالی پوهه شو او یا په وصیت کې په ظلم باندې پوهه شو؛ نو په خپل نصیحت سره یې دغه فساد او کوږوالی برابر کړ او په وصیت یې د خلکو اختلاف ختم کړ، نو پر ده هیڅ ګناه نشته، بلکې هغه ته به په دې اصلاح او برابروالی ثواب او اجر ورکول کېږي، بېشکه الله تعالی د هغو بنده ګانو بښونکی دی چې الله ته توبه وباسي او پر هغوی رحم کوونکی دی.

Al-Baqara 2:182Listen in Qur'an →
183

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ كُتِبَ عَلَيْكُمُ ٱلصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو باندې روژه فرض كړى شوې ده لكه چې فرض كړى شوې وه پر هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو متقیان شئ

اې هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، پر تاسو روژه فرض شوې لکه څنګه چې ستاسو نه مخکي امتونو باندې فرض شوې وه؛ د دې لپاره چې له الله تعالی څخه ووېرېږئ، داسې چې د خپلو نفسونو او د الله تعالی د عذاب تر منځ په نېکو کړنو سره د خلاصون لاره پرېږدئ او تر ټولو غټه نیکي روژه نیول دي.

Al-Baqara 2:183Listen in Qur'an →
184

أَيَّامًۭا مَّعْدُودَٰتٍۢ ۚ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍۢ فَعِدَّةٌۭ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۚ وَعَلَى ٱلَّذِينَ يُطِيقُونَهُۥ فِدْيَةٌۭ طَعَامُ مِسْكِينٍۢ ۖ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًۭا فَهُوَ خَيْرٌۭ لَّهُۥ ۚ وَأَن تَصُومُوا۟ خَيْرٌۭ لَّكُمْ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ

یو څو ورځې شمېرل شوې، نو څوك چې په تاسو كې مریض وي، یا په سفر وي، نو (په هغه باندې) د نورو ورځو شمېرل دي، اوپه هغو كسانو باندې چې د دې (روژې) طاقت لري، د یو مسكین خوراك فدیه لازم ده، پس څوك چې په خوښۍ سره نېكي وكړي، نو د ده لپاره هغه بهتره ده، او دا چه روژه ونیسئ (دا) تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه چېرې يئ تاسو چې پوهېږئ

فرض کړل شوې روژه پر تاسو دا ده چې له کال څخه لږې ورځې روژه ونیسئ، څوک چې له تاسو څخه داسې ناروغ وي چې روژه ورته سخته وي او يا مسافر وي؛ نو د هغه لپاره روا ده چې روژه ونه نيسي، بيا څومره ورځې يې چې نده نيولې د هغو قضايي راوګرځوي، او څوک چې د روژې نيولو توان لري، خو ويې نه نيوله پر هغه فديه لازمه ده چې د هرې نه نيول شوې ورځې په بدل کې به بېوزله ته ډوډۍ ورکوي، خو که تر يو زیات بېوزله ته ډوډۍ ورکړي او يا له روژې سربېره فديه ورکړي دا ورته غوره ده، ستاسو روژه نيول ستاسو لپاره تر خوړولو او فديه ورکولو غوره دي که تاسو پر هغه غوراوي پوه شئ چې په روژه نيولو کې دی، دا حکم د روژې د لومړي مشروعيت په زمانه کې و، نو د چا چې خوښه وه روژه به يې نيوله او که به يې خوښه وه نه به يې نيوله او بېوزله ته به يې ډوډۍ ورکوله، بيا الله له دغه وروسته روژه واجب کړه او پر هر بالغ توان لرونکي يې فرض کړه.

Al-Baqara 2:184Listen in Qur'an →
185

شَهْرُ رَمَضَانَ ٱلَّذِىٓ أُنزِلَ فِيهِ ٱلْقُرْءَانُ هُدًۭى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَٰتٍۢ مِّنَ ٱلْهُدَىٰ وَٱلْفُرْقَانِ ۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ ٱلشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ ۖ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍۢ فَعِدَّةٌۭ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۗ يُرِيدُ ٱللَّهُ بِكُمُ ٱلْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ ٱلْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا۟ ٱلْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا۟ ٱللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَىٰكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

د رمضان میاشت هغه ده چې په هغې كې قرآن نازل كړى شوى دى، چې د خلقو لپاره هدایت دى، او د هدایت او د فرقان (حق او د باطل بېلوونكي) ښكاره دلیلونه دي، نو په تاسو كې چې څوك دې میاشتې كې حاضر و، نو هغه دې د دې روژې ونیسي، او څوك چې مریض وي، یا په سفر وي، نو (په هغه) د نورو ورځو شمېرل دي، الله په تاسو د اسانتیا اراده لري او پر تاسو باندې د سختۍ اراده نه لري او د دې لپاره چې تاسو شمېره پوره كړئ او د دې لپاره چې تاسو د الله لويي بیان كړئ، په دې چې هغه تاسو ته هدایت كړى دى، او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ

رمضان هغه میاشت ده چې په هغې کې د لیلة القدر (د قدر په شپه) په رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرآن نزول پیل شو، الله تعالی هغه د خلکو د هدایت له پاره رالېږی دی، په دې (قرآن) کې د هدایت ښکاره دلیلونه دي او د حق او باطل جلا کوونکی دی، نو په چا چې د رمضان میاشت را دبره شي او هغه مقیم (په کور کې) او روغ وي، نو پر هغه واجب ده چې روژه ونیسي، او څوک چې ناروغ او یا مسافر وي او روژه نیول ورته ګران وي؛ نو هغه ته روژه ماتول جایز دي، نو که روژه یې وخوړه نو بیا پرې فرض ده چې د هغو ورځو قضايي راوړي کومې یې چې خوړلې دي. الله تعالی په دې سره غواړی چې په تاسو اسانتیا وکړي، سختي درباندې ونه کړي او د دې له پاره چې د روژې د میاشتې شمار پوره کړئ، د روژې میاشتې د ختمیدلو نه وروسته د اختر په ورځ د الله تعالی لویي بیان کړئ، چې تاسو ته یې د روژې نیولو توفیق درکړ او د روژی نیولو په پوره کولو کې یې ستاسو مرسته وکړه او د دې له پاره چې تاسو د الله تعالی شکر ادا کړئ، چې تاسو ته یې دا دین درښودلی او ستاسو لپاره یې غوره کړی.

Al-Baqara 2:185Listen in Qur'an →
186

وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِى عَنِّى فَإِنِّى قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ ٱلدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا۟ لِى وَلْيُؤْمِنُوا۟ بِى لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ

او كله چې زما په باره كې له تا نه زما بنده ګان تپوس وكړي، نو یقینًا زه قریب یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا غواړي، پس دوى دې زما حكم ومني، او په ما دې ایمان راوړي، د دې لپاره چې دوى سمه لار ومومي

-اې پیغمبره- کله چې زما بنده ګان له تا څخه زما د نږدې والي او دعا قبلولو په هکله پوښتنه وکړي، نو زه هغوی ته نږدې یم، د هغوی په حالاتو خبر او د هغوی دعاګانو اورېدونکی یم، نو هغوی نو هغوی واسطو ته اړتیا نه لري او نه د آواز اوچتولو ته ضرورت لري، زه د هغه دعاګو انسان دعا اورم چې په اخلاص سره له ما څخه دعا وغواړي، نو دوی دې هم زما اوامرو ته غاړه کېږدي او په خپلو ایمانونو دې ټینګ شي؛ ځکه چې همدغه د دوی د دعا د قبلېدو غوره وسیله ده، کېدای شي چې دوی په دې سره په خپلو دیني او دنیوي کارونو کې سمه لاره غوره کړي.

Al-Baqara 2:186Listen in Qur'an →
187

أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ ٱلصِّيَامِ ٱلرَّفَثُ إِلَىٰ نِسَآئِكُمْ ۚ هُنَّ لِبَاسٌۭ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌۭ لَّهُنَّ ۗ عَلِمَ ٱللَّهُ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتَانُونَ أَنفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنكُمْ ۖ فَٱلْـَٰٔنَ بَٰشِرُوهُنَّ وَٱبْتَغُوا۟ مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَكُمْ ۚ وَكُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكُمُ ٱلْخَيْطُ ٱلْأَبْيَضُ مِنَ ٱلْخَيْطِ ٱلْأَسْوَدِ مِنَ ٱلْفَجْرِ ۖ ثُمَّ أَتِمُّوا۟ ٱلصِّيَامَ إِلَى ٱلَّيْلِ ۚ وَلَا تُبَٰشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عَٰكِفُونَ فِى ٱلْمَسَٰجِدِ ۗ تِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ فَلَا تَقْرَبُوهَا ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ ءَايَٰتِهِۦ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ

تاسو لپاره د روژې په شپه كې له خپلو ښځو سره یو ځاى كېدل حلال كړى شوي دي، هغوى تاسو لپاره لباس (جامې) دي او تاسو د هغوى لپاره لباس (جامې) یئ، الله ته معلوم دي چې یقینًا تاسو له خپلو ځانونو سره خیانت كاوه، نو په تاسو يې (د مهربانۍ) رجوع وكړه، او تاسو ته يې معافي وكړه، نو اوس له هغوى سره مباشرت (كوروالى) كوئ او څه چې الله تاسو لپاره لیكلي دي هغه لټوئ، او خورئ، اوڅښئ تر هغه چې تاسو ته سپین تار د سبا له تور تار نه ښه ښكاره (او بېل) شي۔، بیا روژه تر شپې پورې پوره كړئ، او له هغوى سره مباشرت (كوروالى) مه كوئ، په داسی حال كې چې تاسو په جوماتونو كې اعتكاف كوونكي یئ، دا د الله پُولې (حدونه) دي، نو دې ته مه نژدې كېږئ، هم په دې شان الله خپل ایتونه خلقو ته واضحه بیانوي، د دې لپاره چې دوى متقیان شي

د اسلام په اول وخت کی دا حکم ؤ چې سړی به د روژې په شپه کې ویده شو او بیا به له سهار نه مخکي راويښ شو، نو په هغه باندی به خوراک کول او له خپلي ښځی سره کوروالی (جماع) کول حرام وو، نو بیا الله تعالی دا حکم منسوخ کړ او -اې مومنانو!- ستاسو لپاره یې له خپلو مېرمنو سره جماع کول جایز کړل، نو هغوی ستاسو لپاره پرده او عفت دي او تاسو د هغوی لپاره پرده او عفت یئ، تاسو له یو بل څخه نه شئ مستغني کېدلی (یو بل ته محتاج یئ)، الله تعالی ښه پوهېږي چې تاسو به له خپلو ځانونو سره خیانت کاوه د هغه څه په کولو سره چې تاسو ترې الله تعالی منعه کړي وئ، پس الله تعالی پر تاسو مهرباني وکړه او ستاسو توبه یې قبوله کړه او په تاسو یې آسانتیا راوستله، نو تاسو اوس له خپلو ښځو سره جماع وکړئ او په دې سره له الله تعالی څخه نیک اولاد وغواړئ او په ټوله شپه کې خوراک څښاک وکړئ، تر دې چې تاسو ته د صبح صادق راختل ښکاره شي په سپینوالي د سهار او په جداوالي د شپې له توروالي څخه، بیا خپله روژه پوره کړئ او ځانونه له ټولو روژه ماتوونکو شیانو څخه د سهار له راختلو د لمر تر پرېوتلو پورې وساتئ او او کله چې په جوماتونو کې په اعتکاف کې یئ، نو له خپلو مېرمنو سره مه یوځای کېږئ (جماع مه ورسره کوئ)؛ ځکه چې دا کار اعتکاف باطلوئ. دا کوم احکام چې ذکر شول دا د الله تعالی د حلالو او حرامو تر مڼځ پولې دي، نو تاسو هیڅکله دې ته مه نږدې کېږئ؛ ځکه څوک چې د الله تعالی پولو ته نږدې شي کیدای شي په حرامو کې ولوېږي او په دې شکل په واضح او ښکاره بیان الله تعالی خپل آیتونه (حکمونه) بیانوي، کېدای شي چې دا خلک له الله تعالی څخه ووېرېږي او هغه کارونه تر سره کړي چې الله پرې امر کړی او هغه څه پرېږدي چې ترې منعه شوي دي.

Al-Baqara 2:187Listen in Qur'an →
188

وَلَا تَأْكُلُوٓا۟ أَمْوَٰلَكُم بَيْنَكُم بِٱلْبَٰطِلِ وَتُدْلُوا۟ بِهَآ إِلَى ٱلْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا۟ فَرِيقًۭا مِّنْ أَمْوَٰلِ ٱلنَّاسِ بِٱلْإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ

او خپل مالونه په خپل مينځ كې په ناحقه سره مه خورئ او حاكمانو ته يې د دې لپاره مه وركوئ چې د خلقو له مالونو نه څه حصه په ظلم سره وخورئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ

او تاسو د یو بل مالونه په ناروا سره مه خورئ، لکه غلا، په زور او په دوکې سره تر لاسه کول او تاسو په دې اړه خپلمنځي لانجې حاکمانو ته مه رسوئ، د دې لپاره چې د بل چا مال پرې په ګناه سره واخلئ او تاسو پوهېږئ چې الله تعالی دا حرام کړي دي، ځکه چې له پوهې سره سره بیا هم ګناه کول ډیر بد دی او لویه سزا لري.

Al-Baqara 2:188Listen in Qur'an →
189

۞ يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْأَهِلَّةِ ۖ قُلْ هِىَ مَوَٰقِيتُ لِلنَّاسِ وَٱلْحَجِّ ۗ وَلَيْسَ ٱلْبِرُّ بِأَن تَأْتُوا۟ ٱلْبُيُوتَ مِن ظُهُورِهَا وَلَٰكِنَّ ٱلْبِرَّ مَنِ ٱتَّقَىٰ ۗ وَأْتُوا۟ ٱلْبُيُوتَ مِنْ أَبْوَٰبِهَا ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

دوى له تا نه د نويو میاشتو په باره كې تپوس كوي، ته (ورته) ووایه: دا (میاشتې) د خلقو او د حج لپاره ټاكلي وختونه دي، او (دا) نېكي نه ده چې كورونو ته د هغو له شاګانو نه راشئ، او لېكن نېكي د هغه چا ده چې متقي شي، او تاسو كورونو ته د هغو له دروازو نه راځئ، او له الله نه وېرېږئ، د دې لپاره چې كامیاب شئ

له تا څخه پوښتنه کوي -اې پیغمبره!- د سپوږمۍ د پوره کېدو او د هغې د حالاتو د بدلېدو باره کې، ته دوی ته د دې د حکمت په اړه ځواب ورکړه: چې دا د خلکو لپاره ټاکلي وختونه دي، په دې سره د خپلو عباداتو وختونه معلوموي؛ لکه د حج میاشتې، د روژې میاشت، د زکات لپاره د کال پوره کېدل او په دې سره د خپلو معاملاتو (کارونو) وختونه معلوموي، لکه د دیتونو او خپلو قرضونو نېټې او نېکي او غوره والی دا نه دي چې تاسو کورونو ته د شا له لوري راشئ، کله چې تاسو د حج او عمري قصد وکړئ -لکه څنګه چې تاسې د جاهلیت پرمهال ګمان درلود- بلکې رښتینې نېکي دا ده چې څوک له الله تعالی څخه په پټه او ښکاره ووېرېږي او ستاسو راتګ کورونو ته د دروازو له لوري ستاسو لپاره ډیر آسان دی او تکلیف هم پکې نشته؛ ځکه چې الله تعالی تاسو په هغه څه نه یئ مکلف کړي چې په هغه کې تاسو ته مشقت او تکلیف وي او تاسو د خپلو ځانونو او د الله تعالی د عذاب تر منځ په نېکو کړنو سره د ژغورنې (بچاو) یوه ذریعه جوړه کړئ، د دې لپاره چې تاسو په هغه څه بریالي شئ چې تاسو یې غواړئ او له هغه څه وژغورل شئ چې تاسو ترې وېره لرئ.

Al-Baqara 2:189Listen in Qur'an →
190

وَقَٰتِلُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ٱلَّذِينَ يُقَٰتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلْمُعْتَدِينَ

او د الله په لاره كې له هغو كسانو سره جنګ كوئ چې له تاسو سره جنګېږي، او له حد نه مه تېرېږئ، یقینًا الله له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي

او تاسو جګړه وکړئ -د الله تعالی د کلمې د اوچتوالی لپاره- له هغو کافرانو سره چې تاسې د الله تعالی له دین څخه منع کوي او تاسو د الله تعالی د پولو نه مه اوړئ، چی ماشومان، ښځې او سپینږیري ووژنئ او یا مړي مثله کړئ (له مرګ نه وروسته د هغوی اندامونه غوڅ کړئ) او یا داسی بل مخالفت وکړئ، بېشکه الله تعالی له خپلې شرعې او حکمونو څخه تېرېدونکي کسان نه خوښوي.

Al-Baqara 2:190Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.