Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 161–170 of 286

161

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَمَاتُوا۟ وَهُمْ كُفَّارٌ أُو۟لَٰٓئِكَ عَلَيْهِمْ لَعْنَةُ ٱللَّهِ وَٱلْمَلَٰٓئِكَةِ وَٱلنَّاسِ أَجْمَعِينَ

بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى او په داسې حال كې مړه شول چې كافران وو، (نو) دغه كسان، په دوى باندې د الله لعنت دى او د ملايكو او د خلقو ټولو (لعنت دى)

بېشکه هغه کسان چې کفر یې کړی او مخکې له توبې ایستلو څخه په کفر کې مړه شوي، په دې کسانو باندې د الله تعالی لعنت دی او د الله تعالی له رحمت څخه شړل شوي دي او همدارنګه ملائیکې او ټول خلک دوی ته د الله له رحمت څخه د لرې کېدو دعا کوي.

Al-Baqara 2:161Listen in Qur'an →
162

خَٰلِدِينَ فِيهَا ۖ لَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ ٱلْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ

په دې حال كې چې همېشه به وي په دې (لعنت) كې، له دوى نه به نه عذاب سپك كړى شي او نه به دوى ته مهلت وركړى شي

همېشه به په دوی باندې لعنت وي، له دوی څخه به یوه ورځ عذاب هم نشي لرې کېدی او د قیامت په ورځ به دوی ته مهلت هم نشي ورکول کېدی.

Al-Baqara 2:162Listen in Qur'an →
163

وَإِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌۭ وَٰحِدٌۭ ۖ لَّآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلرَّحْمَٰنُ ٱلرَّحِيمُ

او ستاسو حق معبود یو معبود دى، هېڅ لايق د عبادت نشته مګر يواځې هغه دى چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

-اې خلکو!- ستاسو د عبادت مستحق یوازې یو ذات دی چې په خپل ذات او صفاتو کې یوازې دی، له هغه څخه سوا بل څوک په حق سره د عبادت لایق نه دی، هغه مهربان ذات دی، د پراخې مهربانۍ څښتن دی، داسې چې په خپلو بنده ګانو یې بې شمېره پېرزوینې کړي دي.

Al-Baqara 2:163Listen in Qur'an →
164

إِنَّ فِى خَلْقِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱخْتِلَٰفِ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ وَٱلْفُلْكِ ٱلَّتِى تَجْرِى فِى ٱلْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ ٱلنَّاسَ وَمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مِن مَّآءٍۢ فَأَحْيَا بِهِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍۢ وَتَصْرِيفِ ٱلرِّيَٰحِ وَٱلسَّحَابِ ٱلْمُسَخَّرِ بَيْنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ لَءَايَٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَعْقِلُونَ

یقینًا د اسمانونو او د ځمكې په پېدا كولو كې، او د شپې او ورځې په بدلېدو كې، او په هغو بېړیو كې چې په سمندر كې يې هغه څه روان كړي وي چې خلقو ته نفع رسوي، او په هغه څه كې چې الله له اسمان (بره) نه راورَولي دي، چې اوبه دي، نو په دې سره يې ځمكه د هغې د مَړه كېدو (وچېدو) نه پس ژوندۍ كړه، او په دې كې يې هر قسمه خوځنده (شیان) خواره كړل، او د بادونو په ګرځولو (راګرځولو) كې او په هغې ورېځ كې چې د اسمان او ځمكې په مینځ كې مُسَخَّره كړى شوې ده، خامخا د (هغه) قوم لپاره نښې دي چې عقلمند وي

یقینا د زمکی او آسمانونو په پیدایښت کې او په دی دواړو کې چې کوم نااشنا مخلوقات دي او د ورځې او شپې یو بل پسې تګ راتګ کې، او په هغو کښتیو کې چې د دریابونو په اوبو کښې روانی وی او باروونکی وی د خلکو د فایدی شیانو لره؛ لکه خوارکی توکی، جامی، تجارتی شیان، او نور هغه څه چی خلک ورته ضرورت لري او په هغو اوبو کې چې الله تعالی له اسمان څخه راکوزې کړي او په هغې سره یې شاړې زمکې په فصلونو او ګیاګانو ابادې کړې او په هغو زنده سرو کې چې الله تعالی په دې زمکه کې خواره کړي دي او په اړولو راړولو د بادونو یو طرف او بل طرف ته، او په تابع کړی شویو وریځو د اسمان او زمکی ترمنځ، بېشکه په دې ټولو کې د الله تعالی د وحدانیت ښکاره دلیلونه دی د هغه چا لپاره چی په دلیلونو پوهیږی، او دلیلونه پیژنی.

Al-Baqara 2:164Listen in Qur'an →
165

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَندَادًۭا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ ٱللَّهِ ۖ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَشَدُّ حُبًّۭا لِّلَّهِ ۗ وَلَوْ يَرَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓا۟ إِذْ يَرَوْنَ ٱلْعَذَابَ أَنَّ ٱلْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًۭا وَأَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعَذَابِ

او په خلقو كې ځېنې هغه څوك دي چه له الله نه غیر شریكان نیسي، له هغوى سره مینه كوي له الله سره د مینې په شان، او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلك) دي، او كه چېری هغه كسان چې ظلم يې كړى دى؛ دا وویني، كله چې دوى عذاب ویني، چې یقینًا قوت ټول خاص د الله لپاره دى او دا چې یقینًا الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى

او له دومره ښکاره دلیلونو او نښو سره بیا هم ځینې خلک له الله تعالی نه پرته نور څوک د بنده ګۍ مستحق ګڼي او د الله تعالی سره یې په عبادت کې برابروي، او داسې مینه ورسره کوي لکه څرنګه مینه چی له الله تعالی سره کوي، لیکن مومنان د الله تعالی سره د دوی د خپلو معبودانو سره د مینې نه هم ډیره مینه او محبت کوی، ځکه چی مومنان د الله تعالی سره هیڅ څوک هم نه شریکوی، او په خوشحالۍ او تنګدستۍ کښې ورسره مینه کوي، مګر دا نور خلک چی دی نو دوئ صرف د خوشحالۍ په وخت کښې دخپلو معبودانو سره مینه کوي، او د تکلیف په وخت کښې بیا صرف الله تعالی ته چغی وهی او صرف الله تعالی رابلی. او که ووینی هغه کسان چی په شرک او ګناهونو سره ئي په خپلو نفسونو ظلم کړی دی خپل حالت په اخرت کښې کله چی دوی عذاب وویني؛ نو خامخا به دوۍ پوهه شی چی بیشکه یواځی الله تعالی د طاقت والا ذات دی، او بیشکه الله تعالی هغه چاته سخته سزا ورکوي چاچی ئي نافرماني کړی وی، نو که چیری دوۍ دغه حالت لیدلی وی نو هیڅکله به دوۍ د الله تعالی سره بل څوک په عبادت کې نه وو شریک کړي.

Al-Baqara 2:165Listen in Qur'an →
166

إِذْ تَبَرَّأَ ٱلَّذِينَ ٱتُّبِعُوا۟ مِنَ ٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوا۟ وَرَأَوُا۟ ٱلْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ ٱلْأَسْبَابُ

كله چې هغه كسان چې اتباع يې كړى شوې وه، له هغو كسانو نه بېزاره شي چې اتباع يې كړې وه، او عذاب وویني او په دوى (ټولې) وسېلې غوڅې شي

دا په هغه وخت کې چې کله مشران (لارښودان) د قیامت د سختیو د لیدلو په وجه د خپلو کمزورو پیروانو څخه بېزاره شي؛ په داسې حال کې چې د دوی د خلاصون او نجات ټولې لارې او اسباب پرېکړی شي.

Al-Baqara 2:166Listen in Qur'an →
167

وَقَالَ ٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوا۟ لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةًۭ فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا۟ مِنَّا ۗ كَذَٰلِكَ يُرِيهِمُ ٱللَّهُ أَعْمَٰلَهُمْ حَسَرَٰتٍ عَلَيْهِمْ ۖ وَمَا هُم بِخَٰرِجِينَ مِنَ ٱلنَّارِ

او چا چې پیروي كړې ده، هغوى به وايي: ارمان! كه مونږ لپاره (دنیا ته) بیا تلل وي، نو له دوى نه به مونږ بېزاره شو لكه چي دوى له مونږ نه بېزاره شول، همدارنګه به الله دوى ته خپل عملونه په دوى باندې د حسرتونو لپاره ښكاره كوي او دوى له اور نه كله هم وتونكي نه دي

او هغه کمزوري او پیروي کونکي کسان وبه وايي: کاشکې مونږ بېرته دنیا ته واپس شوی وای نو مونږ به هم د دې خپلو مشرانو (رهبرانو) څخه داسې بیزاره شوی وای لکه دوی چې زمونږ څخه نن بیزاره شول، نو څنګه چې الله تعالی دوی ته په اخرت کې سخت عذاب وروښوده، همداسې به ورته د دوی د تابعدارۍ انجام په افسوسونو او خپګان وروښایي، او دوی به هیڅکله د دوزخ له اور څخه راوتونکي نه وي.

Al-Baqara 2:167Listen in Qur'an →
168

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ كُلُوا۟ مِمَّا فِى ٱلْأَرْضِ حَلَٰلًۭا طَيِّبًۭا وَلَا تَتَّبِعُوا۟ خُطُوَٰتِ ٱلشَّيْطَٰنِ ۚ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّۭ مُّبِينٌ

اى خلقو! له هغو څیزونو نه چي په ځمكه كې دي، حلال پاك خورئ او د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ، یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى

اې خلکو! تاسو له هغو شیانو څخه چی په زمکه کې د څارویو، بوټو او ونو څخه دي، خوراک کوئ، هغه چې د هغو لاسته راوړل حلال وي او په خپله هم پاک وي مردار نه وي، او تاسو د شیطان په هغو لارو مه ځئ چې تاسو ته د ګناه لوري ته بیايي، یقینا شیطان ستاسو ښکاره دشمن دی او یو عاقل ته نه ښايي چی د خپل هغه دشمن تابعداري وکړي چی هغه یې همیشه د ګمراه کولو او هغه ته د زیان رسولو هڅه کوي.

Al-Baqara 2:168Listen in Qur'an →
169

إِنَّمَا يَأْمُرُكُم بِٱلسُّوٓءِ وَٱلْفَحْشَآءِ وَأَن تَقُولُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ

یقینًا همدا خبره ده چې هغه تاسو ته د بدۍ او بې حیايۍ حكم كوي او دا چې تاسو په الله باندې هغه خبرې وتړئ (وتپئ) چي تاسو پرې نه پوهېږئ

هغه (شیطان) تاسو ته په هغه څه امر کوي چې هغه بد وي د ګناهونو څخه او په هغه څه چی هغه لوی ګناهونه وي او تاسو ته امر کوي چی په الله تعالی باندی په عقیده او شرائعو کې خبری وکړئ بغیر د هغه علم نه چی تاسو ته د الله د طرف نه او یا د الله تعالی د پیغمبرانو د طرف نه راغلی وي.

Al-Baqara 2:169Listen in Qur'an →
170

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱتَّبِعُوا۟ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ قَالُوا۟ بَلْ نَتَّبِعُ مَآ أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ ءَابَآءَنَآ ۗ أَوَلَوْ كَانَ ءَابَآؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْـًۭٔا وَلَا يَهْتَدُونَ

او كله چې دوى ته وویل شي: د هغه څه پیروي وكړئ چې الله نازل كړى دى، (نو) وايي: (نه) بلكې مونږه د هغه څه پیروي كوو چې په هغه باندې مونږ خپل پلرونه (مشران) موندلي دي، ایا اګر كه د دوى پلرونه (داسې) وو چې په هېڅ شي نه پوهېدل، اونه يې سمه لار موندلې وه

او کله چې دې کافرانو ته وویل شي: تاسو د هغه هدایت او رڼا تابعداري وکړئ، کومه چې الله تعالی رالېږلې ده، دوی د ضد او عناد له وجې وايي: مونږ د هغو عقیدو او رواجونو تابعدارې کوو کوم چې زمونږ پلرونو کول، نو آیا ی د خپلو (هغو) پلرونو تابعداری کوي چې هغوی د هدایت او رڼا څخه هیڅ خبر نه وو او هغه حق ته ځان نه رسوي په کوم چې الله تعالی راضي کېږي؟!

Al-Baqara 2:170Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.