Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 151–160 of 286

151

كَمَآ أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولًۭا مِّنكُمْ يَتْلُوا۟ عَلَيْكُمْ ءَايَٰتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُم مَّا لَمْ تَكُونُوا۟ تَعْلَمُونَ

لكه چې مونږه په تاسو كې له هم تاسو نه رسول درلېږلى دى چې پر تاسو باندې زمونږه ایتونه تلاوت كوي، او تاسو پاكوي او تاسو ته كتاب او حكمت (سنت) ښَیي، او تاسو ته د هغه څه تعلیم دركوي چې تاسو پرې نه پوهېدلئ

لکه څنګه مو چې پر تاسی باندې بل نعمت کړی دی، هغه داسې چې تاسو ته مو ستاسو د جنس څخه پیغمبر درلیږلی، چی تاسو ته زمونږ آیتونه (قرآن) لولي، او پاکوي تاسې له کفر څخه په هغه څه چې تاسو ته پرې امر کوی د فضایلو او نیکو، او منعه کوی تاسو د بدو صفاتو او د بدو کارونو څخه، او درښائی تاسو ته قرآن او سنت، او درښائی تاسو ته د دین او دنیا هغه کارونه چی تاسو ته نه وو معلوم.

Al-Baqara 2:151Listen in Qur'an →
152

فَٱذْكُرُونِىٓ أَذْكُرْكُمْ وَٱشْكُرُوا۟ لِى وَلَا تَكْفُرُونِ

نو تاسو ما یادوى زه به تاسو یادكړم او زما شكر وباسئ او په ما باندې مه كافر كېږئ

نو پس تاسې ما په خپلو زړونو او اندامونو یاد کړئ؛ زه به ستاسې صفتونه بیان کړم او ستاسې ساتنه به وکړم، ځکه چې بدله د هر کار د هماغه کار مطابق وي (چې څه کرې هغه به رېبې)، او ما چې پر تاسې کوم نعمت (پېرزو) کړی دی د هغه شکر اداء کړئ او ناشکري مه کوئ، په داسې طریقه چې د الله تعالی نعمتونه د هغه په نافرمانۍ کې استعمالوئ.

Al-Baqara 2:152Listen in Qur'an →
153

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱسْتَعِينُوا۟ بِٱلصَّبْرِ وَٱلصَّلَوٰةِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلصَّٰبِرِينَ

اى هغو كسانو چه ایمان يې راوړى دى! په صبر او لمانځه سره مدد غواړئ، یقینًا الله د صبر كوونكو ملګرى دى

اې مؤمنانو! په صبر او لمانځه سره (له الله) مرسته وغواړئ او زما تابعداري وکړئ او زما حکمونو ته غاړه کېږدئ، بېشکه الله تعالی له صبر کوونکو سره دی هغوئ ته توفیق ورکوي او مرسته یې کوي.

Al-Baqara 2:153Listen in Qur'an →
154

وَلَا تَقُولُوا۟ لِمَن يُقْتَلُ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ أَمْوَٰتٌۢ ۚ بَلْ أَحْيَآءٌۭ وَلَٰكِن لَّا تَشْعُرُونَ

او تاسو هغه چا ته مړه مه وایئ چې د الله په لاره كې ووژل شي بلكې (هغوى) ژوندي دي او لېكن تاسو (د هغوى په ژوند) نه پوهېږئ

او تاسی مه وایاست -اې مومنانو!- د هغه چا په هکله چی د الله تعالی په لاره کې په جهاد کې شهید شی، چی هغوی داسې مړه دي لکه څنګه چې نور خلک مري، بلکې دوئ د الله تعالی په نزد ژوندي دي، لیکن تاسو یې په ژوند نه پوهېږئ؛ ځکه چې هغه خاصه زندګي ده چی له وحیې پرته پرې څوک نه پوهېږي.

Al-Baqara 2:154Listen in Qur'an →
155

وَلَنَبْلُوَنَّكُم بِشَىْءٍۢ مِّنَ ٱلْخَوْفِ وَٱلْجُوعِ وَنَقْصٍۢ مِّنَ ٱلْأَمْوَٰلِ وَٱلْأَنفُسِ وَٱلثَّمَرَٰتِ ۗ وَبَشِّرِ ٱلصَّٰبِرِينَ

او خامخا مونږ به تاسو ضرور په یو شي سره له وېرې او له لوږې او د مالونو او د ځانونو او دمېوو په نقصان (كمي) سره ازمایو، اوصبر كوونكو ته زېرى وركړه

او خامخا به مونږ په تاسې باندې رنګ رنګ ازمایښتونه کوو؛ لکه له دښمن څخه وېره، د ډوډۍ کموالی، د مالونو نشتوالی او پیداکول یې هم په ډیر مشقت سره، او کموالی په نفسونو کې د هغو مصیبتونو په وجه چې خلک تباه کوي، او یا د الله تعالی په لاره کې په شهادت سره او په کموالی د زمکی د میوو سره، نو -اې پیغمبره!- ته د دنیا او اخرت د خوشحالیو زیری هغه چاته ورکړه چی په دې مصیبتونو صبر کوي.

Al-Baqara 2:155Listen in Qur'an →
156

ٱلَّذِينَ إِذَآ أَصَٰبَتْهُم مُّصِيبَةٌۭ قَالُوٓا۟ إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّآ إِلَيْهِ رَٰجِعُونَ

هغه كسان چې كله دوى ته څه مصیبت ورسي (نو) وايي: یقینًا مونږ د الله (مملوك) یو او بېشكه مونږه خاص هغه ته ورګرځېدونكي یو

او هغه کسان چې له د غو مصیبتونو څخه ورته یو مصیبت ورسېږي، نو په رضا او غاړه کېښودو سره ووايي: مونږ ټول د الله تعالی ملکیت یو څنګه چې وغواړي هماغه شان په مونږ کې تصرف کوي او مونږه خامخا د قیامت په ورځ الله تعالی ته ورګرځیدونکي یو، نو الله تعالی هغه ذات دی چې مونږ ئې پیداکړي یو او په مونږ یې د قسما قسم نعمتونو پیرزوینه کړې ده، او خاص الله تعالی ته زمونږ ورګرځیدل دي او وروستۍ ورتګ مو هم دی.

Al-Baqara 2:156Listen in Qur'an →
157

أُو۟لَٰٓئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَٰتٌۭ مِّن رَّبِّهِمْ وَرَحْمَةٌۭ ۖ وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُهْتَدُونَ

دغه خلق، پر هم دوى باندې د خپل رب له جانبه عنایتونه دي او رحمت دى، او همدغه خلق هدایت موندونكي دي

د دغو صفتونو والا باندې الله تعالی په ملأ اعلی (د ملایکو په مجلس کې) ثنا وائي، او رحمت ورباندې نازلوي او خاص همدغه کسان د سمې لارې موندونکي دي.

Al-Baqara 2:157Listen in Qur'an →
158

۞ إِنَّ ٱلصَّفَا وَٱلْمَرْوَةَ مِن شَعَآئِرِ ٱللَّهِ ۖ فَمَنْ حَجَّ ٱلْبَيْتَ أَوِ ٱعْتَمَرَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِ أَن يَطَّوَّفَ بِهِمَا ۚ وَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًۭا فَإِنَّ ٱللَّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ

یقینًا صفا او مروه د الله له نښو څخه دي، نو هر څوك چې د بيت الله حج كوي، یا عمره كوي، نو په هغه باندې هېڅ ګناه نشته چې د دې دواړو طواف وكړي، او هر څوك چې په خپله خوښه څه نېكي وكړي، نو الله شكر قبلوونكى، ښه عالم دى

د کعبې شریفې خواته چې د صفا او مروه کوم دوه پیژندل شوي غرونه دي، دا د شریعت له نښو څخه دي، نو هر څوک چي بیت الله شریف ته د حج یا عمری اداء کولو اراده وکړي؛ نو په دوی څه ګناه نشته چی د دې دواړو غرونو ترمنځ منډې ووهي (سعي وکړي) او دلته د نه ګناه معنی دا ده چې د هغو مسلمانانو لپاره اطمینان دی چی کومو به د صفا او مروه ترمنځ سعی کول بد ګڼل په دې عقیده چې دا د جاهلیت له کارونو څخه دي، نو الله تعالی روښانه کړه چې دا د حج د کارونو څخه دي او چاچې په اخلاص سره په خپله خوښه مستحب کارونه تر سره کړل، نو الله تعالی یې له هغه څخه قبلوي او بدله ورله هم ورکوي، الله تعالی پوهه دی په هغه چا چې نیک کارونه کوي، او د ثواب مستحق ګرځي.

Al-Baqara 2:158Listen in Qur'an →
159

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَآ أَنزَلْنَا مِنَ ٱلْبَيِّنَٰتِ وَٱلْهُدَىٰ مِنۢ بَعْدِ مَا بَيَّنَّٰهُ لِلنَّاسِ فِى ٱلْكِتَٰبِ ۙ أُو۟لَٰٓئِكَ يَلْعَنُهُمُ ٱللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ ٱللَّٰعِنُونَ

یقینًا كوم خلق چې هغه څه پټوي چې مونږ نازل كړي دي، چې هدایت او ښكاره دلیلونه دي، له دې نه پس چې مونږ هغه په كتاب كې خلقو ته بیان كړي دي، دغه خلق (چې دي)، الله په دوى لعنت كوي اولعنت ویونكي په دوى لعنت وايي

او هغه کسان چی له خلکو څخه هغه دلیلونه پټوي چې مونږ د پیغمبر په ریښتینوالی دلالت کوي او په هغه څه مو رالیږلی چی دی پیغمبر پرې راتګ کړی(قران)، د یهودیانو او نصارو څخه او د نورو خلکو څخه، وروسته ددی نه چی مونږ خلکو ته د هغوئ په کتابونو کښې ښکاره کړی وو؛ دغه کسان الله تعالی د خپل رحمت څخه لری کوي، او همدارنګه ملایکی پیغمبران او ټول خلک دوی ته د الله له رحمت نه د لرې والی دعاګانې کوي.

Al-Baqara 2:159Listen in Qur'an →
160

إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُوا۟ وَأَصْلَحُوا۟ وَبَيَّنُوا۟ فَأُو۟لَٰٓئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ ۚ وَأَنَا ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ

مګر هغه كسان چې توبه وباسي او (د ځان) اصلاح وكړي او (د حق) بیان وكړي، پس دغه كسان، زه د هغوى توبه قبلوم او زه ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى یم

مګر هغه کسان چې الله تعالی ته په داسې حال کې ورګرځي چی د پیغمبر د ريښتینولۍ د دلیلونو په پټولو پښېمانه وي او خپل پټ او ښکاره عملونه برابر کړي او کوم حق او د هدایت خبرې چې پټې کړې یې وي، بیرته یې خلکو ته بیان کړي، نو د دغو کسانو نیکیو ته راګرځیدل زه قبلوم، او زه د توبه ایستونکو بنده ګانو ښه توبه قبلونکی او په هغوئ رحم کوونکی یم.

Al-Baqara 2:160Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.