Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 141–150 of 286

141

تِلْكَ أُمَّةٌۭ قَدْ خَلَتْ ۖ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَّا كَسَبْتُمْ ۖ وَلَا تُسْـَٔلُونَ عَمَّا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

دغه یوه ډله ده چې یقینًا تېره شوې ده، څه (عمل) چې هغوى كړى دى؛ هغه د هغوى لپاره دى او څه (عمل) چې تاسو كړى دى؛ هغه تاسو لپاره دى او له تاسو نه به د هغوى د عملونو په باره كې تپوس نه كېږي

دا یو امت وو چې له تاسو مخکې تېر شو او کوم عمل یې چې وړاندې کړی ؤ هغې ته ورسېدل، پس دوې لره د هغه کړنو بدله ده، او تاسو لره ستاسو د کړنو بدله ده، او تاسو څخه به د هغوی د کړنو پوښتنه نه کېږي، او له هغوی څخه به ستاسو د کړنو پوښتنه نه کېږي، او نه به یو کس د بل په ګناه نېول کېږي، او نه به یو کس د بل له عمل څخه ګټه پورته کړي، بلکه هر چا ته به د هغه څه بدله ورکول کېږي څه یې چې وړاندې کړي وي.

Al-Baqara 2:141Listen in Qur'an →
142

۞ سَيَقُولُ ٱلسُّفَهَآءُ مِنَ ٱلنَّاسِ مَا وَلَّىٰهُمْ عَن قِبْلَتِهِمُ ٱلَّتِى كَانُوا۟ عَلَيْهَا ۚ قُل لِّلَّهِ ٱلْمَشْرِقُ وَٱلْمَغْرِبُ ۚ يَهْدِى مَن يَشَآءُ إِلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ

له خلقو څخه بې وقوفان به ژر ووايي چې دوى له خپلې هغه قبلې نه څه شي واړول چې دوى په هغې باندې وو؟ ته (ورته) ووایه: خاص د الله لپاره مشرق او مغرب دى، سمې (نېغې) لارې ته هدایت كوي چا ته چې يې وغواړي

ژر دی چی وبه وايي هغه ناپوهه او کم عقله یهودیان، او هغه څوک چی د دوی په شان وی له منافقانو څخه: مسلمانانو لره څه شی واړول د خپلی مخکنۍ قبلی بیت المقدس څخه؟ ته ورته جواب ورکړه -ای پیغمبره-: خاص الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهی د مشرق او مغرب او د نورو طرفونو، اړوی چا لره چی وغواړی د خپلو بندګانو څخه کوم طرف ته چی وغواړی، او هغه پاک ذات ښودنه کوی چاته چی وغواړی د خپلو بندګانو څخه نیغی لاری ته چی کوږوالی او اوړیدل پکی نه وی.

Al-Baqara 2:142Listen in Qur'an →
143

وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَٰكُمْ أُمَّةًۭ وَسَطًۭا لِّتَكُونُوا۟ شُهَدَآءَ عَلَى ٱلنَّاسِ وَيَكُونَ ٱلرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًۭا ۗ وَمَا جَعَلْنَا ٱلْقِبْلَةَ ٱلَّتِى كُنتَ عَلَيْهَآ إِلَّا لِنَعْلَمَ مَن يَتَّبِعُ ٱلرَّسُولَ مِمَّن يَنقَلِبُ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ ۚ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى ٱلَّذِينَ هَدَى ٱللَّهُ ۗ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَٰنَكُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِٱلنَّاسِ لَرَءُوفٌۭ رَّحِيمٌۭ

او همدارنګه مونږه تاسو غوره امت جوړ كړي یئ، د دې لپاره چې تاسو په خلقو باندې شاهِدان (ګواهان) شئ، او رسول پر تاسو باندې ګواه شي۔ اوهغه قبله چې ته په هغې باندې وې؛ مونږه نه وه مقرره كړې مګر د دې لپاره چې مونږ هغه څوك معلوم (څرګند) كړو چې د رسول پیروي كوي له هغه چا نه چې په خپلو پوندو باندې بېرته ګرځي، او یقینًا دا (خبره) ډېره درنه ده، مګر په هغو كسانو چې الله ورته هدایت كړى دى (درنه نه ده) او الله كله هم داسې نه دى چې ستاسو ایمان (لمونځونه) ضابع كړي، یقینًا الله په خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى

لکه څنګه مو چې تاسې ته قبله غور کړې ده، همداسی مو تاسې په عقیده عبادت او د ژوند په نورو چارو کی غوره، باانصافه او درمیانه أمت ګرځولي یاست، د دې لپاره چې د قیامت په ورځ تاسو ګواهان شئ د الله تعالی د پیغمبرانو لپاره چې هغوی د الله تعالی هغه دین چې هغوی ته پرې امر شوی وو، خپلو امتونو ته رسولی ؤ، او همدارنګه محمد صلی الله علیه وسلم به ګواه وي پر تاسو باندې چې هغه تاسو ته د الله تعالی دین رارسولی وو. او مونږ نه دی ګرځولی اړول ستا د قبلی هغه چی تا ورته مخکی مخ اړوو- چی هغه بیت المقدس - وو، مګر ددی لپاره چی مونږه وپیژنو (ښکاره یې کړو)- داسی پېژندل چې په هغه به حساب او جزاء مرتب کېږي- چې څوک د الله په شرع باندې راضي کېږي او غاړه ورته ږدي، نو پس د پیغمبر تابعداري کوي او څوک چې له خپل دین نه واوړي او د خپلو نفسي غوښتنو تابعداري کوي او د الله تعالی شرعې ته غاړه نه ږدې. او یقینا د لومړۍ قبلې بدلېدل ډیر درانه وو مګر په هغو کسانو درانه نه وو چې الله تعالی ورته په هغه باندی د ایمان ورکولو توفیق ورکړی وو، او بیشکه چی الله تعالی د خپلو بندګانو لپاره کوم دین رالیږی هغه د لوړو حکمتونو لپاره رالیږی. او الله تعالی دا نه غواړی چی ستاسو په الله تعالی ایمان برباد اوضائع کړی، او نه ستاسو هغه لمونځونه چی تاسو د قبلی د ګرځیدو څخه مخکی کړی دی، بیشکه الله تعالی په خلکو باندی ډیر مهربان او رحم کوونکی دی، نو په هغو باندی سختی نه کوی، او د هغوئ د نیکو اعمالو ثوابونه نه بربادوی.

Al-Baqara 2:143Listen in Qur'an →
144

قَدْ نَرَىٰ تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِى ٱلسَّمَآءِ ۖ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةًۭ تَرْضَىٰهَا ۚ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ ۚ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّوا۟ وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُۥ ۗ وَإِنَّ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ ۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَٰفِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ

یقینًا اسمان ته ستا د مخ ګرځېدل (اوړېدل) مونږ وینو، نو مونږ به تا خامخا د هغې قبلې په طرف وګرځوو چه ته يې خوښَوې، نو خپل مخ د مسجد حرام (كعبې) په طرف وګرځوه۔ او تاسو چې په هر ځاى كې یئ، نو خپل مخونه د هغه په طرف وګرځوئ، او بېشكه هغه كسان چه هغو ته كتاب وركړى شوى دى؛ هغوى خامخا پوهېږي چې یقینًا دا (د قبلې بدلول) د دوى د رب له جانبه حق دي، او الله له هغه څه نه چه دوى يې كوي كله هم غافل نه دى

بېشکه مونږه ولیده -اې پیغمبره- اړول د مخ ستا او کتل ستا د آسمان طرف ته، په داسې حال کې چې ته انتظار کوونکی وې د وحې د نازلېدو په باره د قبلې کې او اړول د هغې، هغه طرف ته چی ستا خوښ وي، نو خامخا به مونږ ستا مخ د اوسنۍ قبلی بیت المقدس پر ځای هغې قبلې ته واړوو چې ستا خوښه وي -چې هغه بیت الله- ده. نو ته خپل مخ د مکې مکرمې -بیت الله- په طرف واړوه او کوم ځای کې چې تاسې یئ -اې مومنانو- نو تاسې خپل مخونه د لمانځه په وخت کې بیت الله ته واړوئ او هغه کسان چې هغوی ته آسماني کتاب ورکړل شوی دی، له یهودو او نصارو څخه، هغوی هرومرو پوهېږې چی دا اړول د قبلې رالیږل شوی حق دی د دوی د خالق او کار ساز له لوري؛ ځکه چې دا د دوی په کتابونو کې راغلی وو او الله تعالی له هغو کړنو ناخبره نه دی چې دا له حق اوښتونکي یې کوي، بلکې الله تعالی په دوی باندې ښه خبر دی او دوی ته به خامخا د دې انکار سزا ورکړي.

Al-Baqara 2:144Listen in Qur'an →
145

وَلَئِنْ أَتَيْتَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ بِكُلِّ ءَايَةٍۢ مَّا تَبِعُوا۟ قِبْلَتَكَ ۚ وَمَآ أَنتَ بِتَابِعٍۢ قِبْلَتَهُمْ ۚ وَمَا بَعْضُهُم بِتَابِعٍۢ قِبْلَةَ بَعْضٍۢ ۚ وَلَئِنِ ٱتَّبَعْتَ أَهْوَآءَهُم مِّنۢ بَعْدِ مَا جَآءَكَ مِنَ ٱلْعِلْمِ ۙ إِنَّكَ إِذًۭا لَّمِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ

او یقینًا كه ته هغو كسانو ته چې ورته كتاب وركړى شوى دى، هره نښه (هر قسمه دلیل) راوړې (بیا به هم) هغوى ستا د قبلې تابع نشي او ته (هم) د هغوى د قبلې تابع كېدونكى نه يې، او د دوى بعضې د بعضو نورو د قبلې تابع كېدونكي نه دي، او یقینًا له دې نه پس چې تا ته علم راغى، كه چېرې ته د هغوى د خواهشاتو تابع شوې (نو) یقینًا یقینًا ته به په دغه وخت كې له ظالمانو نه يې

او قسم دی -اې پیغمبره- که ته دې یهودیانو او نصارو ته د قبلې په اړولو هره یوه نښه او دلیل راوړې چې دا د قبلې ګرځېدل حق دي؛ نو دوی به د ضد، او د حق د تابعدارئ څخه د لوئی کولو له وجې ستا قبلی ته مخ ونه ګرځوی، او ته هم د دوی قبلې ته مخ ګرځونکی نه یې وروسته له دې نه چې ته الله تعالی د هغی نه اړولی ئی، او نه دی دوی مخ ګرځونکی د یو بل قبلی ته، ځکه چی دوی هر یو بل ته کافر وائی، او که ته چیرته د دوی د خواهشاتو تابعداری وکړی به مسله د قبلی کی او نورو شرعی مسایلو او احکامو کښې وروسته ددی نه چی تا ته صحیح علم راغلی چی هیڅ شک پکی نشته؛ نو بیشکه ته به په دغه وخت کښې د هدایت د پریښدلو په وجه او د خواهشاتو د تابعدارئ په وجه د ظالمانو څخه شی. او دا خطاب پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته دی چی دا دلیل دی په بدوالی د دوی د تابعدارئ، او که داسی نه وی نو بیشکه الله تعالی خپل پیغمبر د دوی د تابعدارئ څخه بچ ساتلی، نو بس دا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم امت لره یره ورکول دی چی د دوی د تابعدارئ نه ځان وساتی.

Al-Baqara 2:145Listen in Qur'an →
146

ٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَٰهُمُ ٱلْكِتَٰبَ يَعْرِفُونَهُۥ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَآءَهُمْ ۖ وَإِنَّ فَرِيقًۭا مِّنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ ٱلْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ

هغه كسان چه مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى، هغوى دا (محمدﷺ، قرآن، اسلام) پېژني لكه چې دوى خپل زامن پېژني، او یقینًا له دوى نه یوه ډله لازمًا حق پټوي، حال دا چې دوى پوهېږي

د یهودو او نصاروو هغه علماء چې مونږ ورته د آسماني کتاب پوهه ورکړې؛ د قبلې ګرځول -چې د محمد صلی الله علیه وسلم د پیغمبرۍ نښه ده- داسې پېژني لکه څنګه چې خپل بچي پیژني او د نورو څخه یې جلا کوي، سره له دې بیا هم د دوی یوه ډله هغه حق پټه وي، کوم چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړی، د حسد له وجې، دوی دا کار کوي او په دې ښه پوهېږي چې دا حق دی.

Al-Baqara 2:146Listen in Qur'an →
147

ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ ۖ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُمْتَرِينَ

حق ستا د رب له جانبه دى، نو كله هم له شك كوونكو نه مه كېږه

دا حق دی ستا د رب له طرفه -اې پیغمبره!- پس ته د دې په رښتیاوالي کې شک مه کوه.

Al-Baqara 2:147Listen in Qur'an →
148

وَلِكُلٍّۢ وِجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّيهَا ۖ فَٱسْتَبِقُوا۟ ٱلْخَيْرَٰتِ ۚ أَيْنَ مَا تَكُونُوا۟ يَأْتِ بِكُمُ ٱللَّهُ جَمِيعًا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ

او د هر چا لپاره یو جانب دى چې دا هغه ته مخ ګرځوونكى دى، نو نېكیو ته له یو بل نه مخكې كېږئ، په هر ځاى كې چې تاسو یئ الله به تاسو (ټول) په جمع راولي، یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى

او د هر امت لپاره یوه حسی یا معنوی قبله ده چی مخ ورته ګرځوي او له دې وجې نه په قبله کې د امتونو اختلاف دی او په هغه څه کې چې الله تعالی ورته رالیږلي، نو د قبلو اختلاف کوم ضرر نه کوي، کله چې د الله تعالی په امر وي، نو -اې مؤمنانو!- تاسې د نېکیو کارونو ته د یو بل نه وړاندی والی وکړئ کوم چې درته الله تعالی امر کړی او تاسو چې په هر ځای کې یاستئ، الله تعالی به مو د قیامت په ورځ سره یوځای کړي؛ د دې لپاره چې د خپلو عملونو بدله درکړي، بېشکه الله تعالی په هر څه قدرت لرونکی دی، نو ستاسې یوځای کول او بدله درکول هغه نه شي عاجز کولی.

Al-Baqara 2:148Listen in Qur'an →
149

وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ ۖ وَإِنَّهُۥ لَلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ ۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ

او له كوم ځاى نه چه ته وځې، نو خپل مخ د مسجد حرام په طرف وګرځوه، او یقینًا همدا ستا د رب له جانبه خامخا حق دي، او الله له هغه څه نه چه تاسو يې كوئ كله هم غافل نه دى

-ای پیغمبره!- د کوم ځای نه چې ووځې او په کوم ځای کې چې ته او ستا ملګري یئ او د لمانځه کولو اراده ده دې وکړه، نو د مسجد حرام په لور مخ وګرځوه، ځکه دا هغه حق دی چې تاته پرې ستا د رب له لوري وحی شوې ده او بېشکه الله تعالی ستاسې له کارونو څخه بې خبره نه دی، بلکې هغه په تاسې خبر دی او ستاسې د عملونو بدله به درکړي.

Al-Baqara 2:149Listen in Qur'an →
150

وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ ۚ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّوا۟ وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُۥ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَيْكُمْ حُجَّةٌ إِلَّا ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنْهُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَٱخْشَوْنِى وَلِأُتِمَّ نِعْمَتِى عَلَيْكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ

او له كوم ځاى نه چې ته وځې، نو خپل مخ د مسجد حرام (قبلې) په طرف وګرځوه، او تاسو چې په هر ځاى كې یئ، نو خپل مخونه د هغه په طرف وګرځوئ، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په تاسوباندې څه حجت (او اعتراض) نه وي، مګر له دوى څخه هغه كسان چې ظلم يې كړى دى، نو له هغو نه مه وېرېږئ، او له ما نه وېرېږئ، او د دې لپاره چې زه خپل نعمتونه پر تاسو باندې پوره كړم او د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ

او اې نبي له هرځايه چې وځې او د لمانځه اراده لرې؛ نو مسجد حرام ته مخ کوه، او اې مؤمنانو هر چېرې چې ياست؛ نو کعبې ته مو مخونه کوئ کله چې د لمانځه اراده لرئ، ترڅو د خلکو لپاره کوم دليل نه وي چې ستاسو پر خلاف يې وړاندې کړي، مګر له هغوی داسې کسان چې ظلم يې کړی، هغوی به پر خپل ضد پاتې کيږي او ستاسو پر خلاف به ډېر کمزوري دليلونه راوړي، نو له هغوی مه ډارېږئ، يوازې له خپل پالونکي د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، پرته له شکه الله ستاسو لپاره د کعبې لوري ته ګرځېدل ځکه روا کړل چې له نورو امتونو په بېلولو او د ټولو خلکو تر قبلې زياتې شرف والا قبلې ته په لارښوونه خپله پېرزوينه درباندې بشپړه کړي.

Al-Baqara 2:150Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.