Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 11–20 of 286

11

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ قَالُوٓا۟ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ

او كله چې دوى ته وویل شي چې په ځمكه كې فساد مه كوئ، دوى وايي: یقینًا همدا خبره ده چې مونږ بس اصلاح كوونكي یو

او کله چې په زمکه کې له فساد کولو څخه منع شي، چې کفر، ګناهونه او وغیره مه کوئ، نو دوی انکار کوي او ګمان کوي چې همدوی خاوندان د صلاح (روغې) او اصلاح (روغې راوستلو) دي.

Al-Baqara 2:11Listen in Qur'an →
12

أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ ٱلْمُفْسِدُونَ وَلَٰكِن لَّا يَشْعُرُونَ

خبردار! بېشكه همدوى فساد كوونكي دي، او لېكن دوى شعور نه لري

او حقیقت دادی چې همدوی فساد کوونکي دي، لیکن دوی شعور نه لري (نه پوهېږي) په دې، او نه پوهېږي چې د دوی دا کار په خپله فساد دی.

Al-Baqara 2:12Listen in Qur'an →
13

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ ءَامِنُوا۟ كَمَآ ءَامَنَ ٱلنَّاسُ قَالُوٓا۟ أَنُؤْمِنُ كَمَآ ءَامَنَ ٱلسُّفَهَآءُ ۗ أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ ٱلسُّفَهَآءُ وَلَٰكِن لَّا يَعْلَمُونَ

او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو ایمان راوړئ، لكه څنګه چې خلقو (صحابه وو) ایمان راوړى دى، نو دوى وايي: ایا مونږ ایمان راوړو، لكه څنګه چې بې وقوفو (كم عقلو) ایمان راوړى دى؟ خبردار! یقینًا همدوى بې وقوفه دي، او لېكن دوى نه پوهېږي

کله چې دوی ته د داسې ایمان راوړلو امر وشي، لکه څنګه چې د محمد صلی الله علیه وسلم ملګرو راوړی دی، نو دوی د انکار او ټوکو په بڼه داسې وایي: آیا مونږ داسې ایمان راوړو لکه څنګه چې دې ناپوهه (کم عقلو) خلکو راوړې؟ او حقیقت دادی چې همدوی کم عقله دي خو دوی نه پوهېږي.

Al-Baqara 2:13Listen in Qur'an →
14

وَإِذَا لَقُوا۟ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَوْا۟ إِلَىٰ شَيَٰطِينِهِمْ قَالُوٓا۟ إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِءُونَ

او كله چې دوى له مومنانو سره ملاقات وكړي، نو وايي چې مونږ ایمان راوړى دى، او كله چې له خپلو شیطانانو (مشرانو) سره يواځې شي، نو (بیا) وايي: په رښتیاخو مونږ له تاسو سره یو، خبره همدا ده چې مونږ خو بس استهزا (خندا) كوونكي یو

او کله چې دوی له مومنانو سره مخامخ شي نو وایي: مونږ هم په هغه څه باور لرو چې تاسي پرې ایمان لرئ؛ له مومنانو څخه د وېرې له کبله داسې وایي، خو کله چې له مومنانو څخه خپلو مشرانو خوا ته جدا (ګوښي) شي، نو د هغوی په تابعدارۍ د ثابت کېدو تاکید کوي او وایي: مونږ تاسو سره یو ستاسو په لاره او مونږ له مومنانو سره په ښکاره ځان برابروو، چې ټوکې ورپورې وکړو.

Al-Baqara 2:14Listen in Qur'an →
15

ٱللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِى طُغْيَٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ

الله په دوى پورې استهزا كوي او دوى ته په خپلې سركشۍ كې ترقي وركوي، په داسې حال كې چې حیران سرګردان ګرځي

الله تعالی په دوی پورې ټوکې کوي په بدل د هغو ټوکو چې دوی یې پر مومنانو پورې کوي، له خپل عمل سره برابره بدله ورکوي، نو ځکه خو یې په دنیا کې د مسلمانانو احکام پر دوی پلي کړل، خو په آخرت کې به ورته د کفر او نفاق بدله ورکړي، همدا راز دوی ته مهلت ورکوي چې په خپله ګمراهۍ او سرکشۍ کې نور هم مخکې لاړ شي، نو سرګردان او حیران به پاتې شي.

Al-Baqara 2:15Listen in Qur'an →
16

أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ٱشْتَرَوُا۟ ٱلضَّلَٰلَةَ بِٱلْهُدَىٰ فَمَا رَبِحَت تِّجَٰرَتُهُمْ وَمَا كَانُوا۟ مُهْتَدِينَ

دا هغه خلق دي چا چې د نېغې لارې په بدل كې ګمراهي اخيستې ده، نو د دوى سوداګرۍ هېڅ ګټه ونه كړه او دوى نېغه لار موندونكي نه وو،

پر دغو صفتونو یاد شوي منافقان هغه کسان دي چې ايمان يې پر کفر بدل کړی؛ نو سوداګري یې زيانمنه شوې، ځکه پرالله ايمان راوړل يې له لاسه ورکړي دي او هغوی حق ته لار موندونکي نه دي.

Al-Baqara 2:16Listen in Qur'an →
17

مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ ٱلَّذِى ٱسْتَوْقَدَ نَارًۭا فَلَمَّآ أَضَآءَتْ مَا حَوْلَهُۥ ذَهَبَ ٱللَّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِى ظُلُمَٰتٍۢ لَّا يُبْصِرُونَ

د دوى مثال د هغه كس په شان دى چې اور يې بل كړ، نو كله چې دغه (اور) د هغه ګېرچاپېره (ځایونه) روښانه كړل، نو الله د هغوى رڼا ختمه كړه، او هغوى يې په تیارو كې پرېښودل، داسې چې نه ویني

د دوی منافقانو لپاره الله تعالی دوه مثالونه (بېلګې) بیانوي:یوه بېلګه ناري (د اور بېلګه) او بل مثال (بېلګه) مائي (د اوبو بېلګه) ده، د اور بېلګه دا ده چې دوی په شان د هغه کس دی چې د رڼا لپاره یې اور بل کړی وي، نو هر کله چې رڼا تېزه شي او ګومان وکړي چې اوس ترې ګټه پورته کولای شي، نو اور پرې مړ شي او رڼا لاړه شي او یوازې سوځول يې پاتې شي، نو خاوندان یې په توره تیاره کې پاتې شي او هیڅ نه ویني او نه لاره موندلای شي.

Al-Baqara 2:17Listen in Qur'an →
18

صُمٌّۢ بُكْمٌ عُمْىٌۭ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ

(دوى) كاڼه دي، ګونګیان دي، ړانده دي، نو دوى نه راګرځي

نو دوی کاڼه دي، حق د منلو په نیت نه اوري، ګونګیان دي (حق) وینا نه کوي، د حق کتلو څخه ړانده دي، نو دوی لهخپلې ګمراهۍ څخه نه را ګرځي.

Al-Baqara 2:18Listen in Qur'an →
19

أَوْ كَصَيِّبٍۢ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ فِيهِ ظُلُمَٰتٌۭ وَرَعْدٌۭ وَبَرْقٌۭ يَجْعَلُونَ أَصَٰبِعَهُمْ فِىٓ ءَاذَانِهِم مِّنَ ٱلصَّوَٰعِقِ حَذَرَ ٱلْمَوْتِ ۚ وَٱللَّهُ مُحِيطٌۢ بِٱلْكَٰفِرِينَ

یا (مثال د دوى) په شان له اسمان نه د ورېدونكي تېز باران دى، چې په هغه كې تیارې او ګړزارى او برېښنا وي، دوى د تندرونو په وجه د مرګ له وېرې نه خپلې ګوتې په خپلو غوږونو كې نَنَباسي، او الله كافرانو لره راګېروونكى دى

او مائي (د اوبو) مثال یې داسې دی چې دوی په شان د ډېر باران دي، چې ورېځې وي او په هغې کې یو د بل د پاسه تیارې وي، تندر او برېښنا وي، دا حالت په یو قوم نازل شي نو سخته وېره یې واخلي، نو خپل غوږونه د ګوتو په سرونو بندوي، د تندر د آوازونو له کبله چې وېرېږي د مرګ څخه، نو الله تعالی د کافرانو راګېرونکی دیاو هېڅ یې نشي عاجزه کولی.

Al-Baqara 2:19Listen in Qur'an →
20

يَكَادُ ٱلْبَرْقُ يَخْطَفُ أَبْصَٰرَهُمْ ۖ كُلَّمَآ أَضَآءَ لَهُم مَّشَوْا۟ فِيهِ وَإِذَآ أَظْلَمَ عَلَيْهِمْ قَامُوا۟ ۚ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَأَبْصَٰرِهِمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ

نژدې ده چې برېښنا د دوى نَظَرونه وتښتوي، كله هم چې هغه د دوى لپاره رڼا كوي، نو دوى په هغې كې مزل كوي او كله چې پر دوى تیاره شي، نو ودرېږي، او كه الله غوښتلى، نو خامخا به يې د دوى اَورېدل او د دوى نظرونه ختم كړي وى، بېشكه الله پر هر شي باندې ښه قادر دى

نږدې ده برېښنا د ډېرې تېزې رڼا له کبله د دوی سترګې واخلي، هر کله چې بریښنا څرک وهي او رڼا شي ورباندې نو مخکې شي او کله چې رڼا نه وي نو په تیاره کې پاتې شي، نو خوځېدلی نه شي او که چېرې د الله تعالی خوښه شي نو په خپل قدرت سره به د دوی غوږونه او سترګي یوسي؛ چې بیا به نه را ګرځي؛ ځکه چې دوی له حق څخه مخ اړوي، نو باران د قرآن مثال دی او د تندر آوازونه د قرآن کریم د زواجرو (وېرونو) مثال دي او د بریښنا رڼا دوی ته کله نا کله د حق څرګندېدل دي او د سخت تندرونو له کبله غوږونه بندول د دوی له حق څخه د مخ اړولو او نه منلو مثال دی او د تشبیه لامل د منافقانو او د دې مثال د خاوندانو تر مینځ ګټه نه اخیستل دي، نو په ناري مثال (د اور بېلګه) کې: اور بلوونکي پرته له تیارې او سوځېدلو بله هېڅ ګټه ترلاسه نه کړه او په مائي مثال (د اوبو بېلګه) کې: د باران خاوندانو پرته له دې چې تالنده او برېښنا یې ووېروي، له باران څخه بله ګټه پورته نه کړه، نو منافقان هم همداسې دي، چې له سختۍ او زیاتۍ پرته په اسلام کې کې بل څه نه ويني.

Al-Baqara 2:20Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.