Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 121–130 of 286

121

ٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَٰهُمُ ٱلْكِتَٰبَ يَتْلُونَهُۥ حَقَّ تِلَاوَتِهِۦٓ أُو۟لَٰٓئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِۦ ۗ وَمَن يَكْفُرْ بِهِۦ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَٰسِرُونَ

هغه كسان چې مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى، هغوى د دې (كتاب) تلاوت كوي (څنګه) چې يې د تلاوت حق دى، هم دغه كسان په ده ایمان راوړي، او څوك چې په دې (كتاب) باندې كافر شه، نو هم دغه كسان تاوانیان دي

قرآن کریم د اهل کتابو د یوې ډلې په اړه بیان کوي، چې په هغه کتاب عمل کوي کوم چې دوی ته نازل شوی او د هغه په حقه سره پیروي کوي، همدوی په دې کتابونو کې د محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت ښکاره نښې ویني، نو ځکه ایمان راوړلو ته بېړه کوي او بلې ډلې په خپل کفر ټینګار وکړ نو زیان سره مخ شوه.

Al-Baqara 2:121Listen in Qur'an →
122

يَٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتِىَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّى فَضَّلْتُكُمْ عَلَى ٱلْعَٰلَمِينَ

اى بني اسرائیلو! زما هغه نعمتونه یاد كړئ چې ما پر تاسو باندې لَورَولي دي او دا چې بېشكه ما تاسو پر عالَمونو باندې غوره كړي وئ

ای بني اسرائیلو! زما هغه دیني او دنیوي نعمتونه یاد کړئ چې پر تاسو مې لورولی وو، او یاد کړئ چې ما تاسو ته د خپلې زمانې په خلکو کې په پېغمبرۍ او پاچاهۍ غوره والی درکړی ؤ.

Al-Baqara 2:122Listen in Qur'an →
123

وَٱتَّقُوا۟ يَوْمًۭا لَّا تَجْزِى نَفْسٌ عَن نَّفْسٍۢ شَيْـًۭٔا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا عَدْلٌۭ وَلَا تَنفَعُهَا شَفَٰعَةٌۭ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ

او له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس هېڅ په كار رانشي، او نه به له هغه نه فدیه (بدل) قبلېږي او نه به هغه ته څه سفارش فايده وركوي او نه به له هغوى سره مرسته كېږي

د الله تعالی په پیروئ او د هغه د نواهیو څخه په ځان ژغورلو د خپلو ځانونو او د قیامت ورځې د عذاب تر منځ ډال وګرځوئ، ځکه په دغه ورځ هیڅ نفس بل نفس ته هیڅ ګټه نه شي رسولی او نه ورڅخه بدله منل کېږې که هر څه ډېره هم وي او نه ورته د چا سپارښتنه ګټه رسوي که هر څومره د لوړې رتبې څښتن وي او نه به ورسره مرستندوی وي چې د الله تعالی په وړاندې یې مرسته وکړي.

Al-Baqara 2:123Listen in Qur'an →
124

۞ وَإِذِ ٱبْتَلَىٰٓ إِبْرَٰهِۦمَ رَبُّهُۥ بِكَلِمَٰتٍۢ فَأَتَمَّهُنَّ ۖ قَالَ إِنِّى جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًۭا ۖ قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِى ۖ قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِى ٱلظَّٰلِمِينَ

او (یاد كړه) هغه وخت چې خپل رب يې ابراهیم په څو خبرو سره وازمایه، نو (ابراهیم) هغه پوره كړې۔ (الله) وویل: یقینًا زه تا د خلقو لپاره امام جوړوم، هغه وویل: او زما په اولاد كښې (هم امامان جوړكړه) (الله) وویل: زما عهد (د امامت وعده) ظالمانو (كافرانو) ته نه رسېږي

او هغه وخت یاد کړه چې الله تعالی ابراهیم علیه السلام د څه احکامو او سپارښتنو په تر سره کولو سره وازمایه، نو هغه په ښه بڼه او پوره توګه (هغه چارې) تر سره کړې، نو الله تعالی خپل پیغمبر ابراهیم ته وویل: زه تا د خلکو لپاره پېشوا او امام ګرځوم، څو خلک ستا د کړنو او اخلاقو پیروي وکړي، ابراهیم علیه السلام وویل: اې پالونکیه! زما له اولادې څخه هم مخکښان او امامان وګرځوه چې خلک یې پیروي وکړي، نو الله تعالی ورته په ځواب کې وویل: زما ژمنه په دین کې د امامت او پېشوا ګرځولو ستا د اولادې ظالمانو ته نه رسېږي.

Al-Baqara 2:124Listen in Qur'an →
125

وَإِذْ جَعَلْنَا ٱلْبَيْتَ مَثَابَةًۭ لِّلنَّاسِ وَأَمْنًۭا وَٱتَّخِذُوا۟ مِن مَّقَامِ إِبْرَٰهِۦمَ مُصَلًّۭى ۖ وَعَهِدْنَآ إِلَىٰٓ إِبْرَٰهِۦمَ وَإِسْمَٰعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِىَ لِلطَّآئِفِينَ وَٱلْعَٰكِفِينَ وَٱلرُّكَّعِ ٱلسُّجُودِ

او كله چې مونږه بیت الله د خلقو لپاره د جمع كېدو او د امن ځای وګرځاوه، او (مونږ وویل:) له مقامِ ابراهیم نه’’لمونځ ځای‘‘ جوړ كړئ، او مونږ ابراهیم او اسمٰعیل ته كلك حكم وكړ دا چې تاسو (دواړه) زما كور د طواف كوونكو او اعتكاف كوونكو او ركوع كوونكو، سجده كوونكو لپاره ښه پاك كړئ

او یاد کړه هغه وخت چې الله تعالی بیت الحرام د خلکو لپاره د ورګرځېدو ځای (مرجع) و ګرځولو، چې زړونه یې ورپورې تړلي وي، کله هم چې ترې لاړ شي بیا ورته را ګرځي او همدا راز یې د امن ځای ګرځولی، چې په دې ځای کې پر چا تېری نه کېږي او خلکو ته یې وویل: له هغې تېږې څخه د لمانځه لپاره ځای ونیسئ کومې باندې چې ابراهیم علیه السلام د کعبې جوړېدو پر مهال ودرېده او مونږ ابراهیم او د هغه زوی اسماعیل ته سپارښتنه وکړه چې د عزت کور د پلیتۍ او بوتانو څخه پاک کړي او د هغه چا لپاره يې چمتو کړي چې پکې طواف، اعتکاف، لمونځ او داسې نور عبادات کول غواړي.

Al-Baqara 2:125Listen in Qur'an →
126

وَإِذْ قَالَ إِبْرَٰهِۦمُ رَبِّ ٱجْعَلْ هَٰذَا بَلَدًا ءَامِنًۭا وَٱرْزُقْ أَهْلَهُۥ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ مَنْ ءَامَنَ مِنْهُم بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْءَاخِرِ ۖ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُۥ قَلِيلًۭا ثُمَّ أَضْطَرُّهُۥٓ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلنَّارِ ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ

او كله چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! دا (ځای) امن ناكه ښار جوړ كړه، او د ده اوسېدونكوته له مېوو نه روزي وركړه، (خو) په دوى كې يواځې هغه چا ته چې په الله او په ورځ د اخرت يې ایمان راوړى وي۔ (الله) وویل: او څوك چې كافر شو، نو هغه ته به لږه فايده وركړم، بیا به هغه په زوره د اور عذاب ته بوځم او هغه د ورتلو بد ځای دى

اې پیغمبره! یاد کړه هغه وخت چې ابراهیم علیه السلام له خپل رب څخه د دعا غوښتلو پر مهال وویل: اې زما پالونکیه! مکه د امن ښار وګرځوه، چې هیچا ته پکې زیان نه رسي او اوسېدونکو ته یې هر ډول مېوې ورکړه، او دا روزې پر تا او د آخرت په ورځ باور لرونکو ته ځانګړې کړه، نو الله تعالی ورته وویل: څوک چې له دوی څخه کافر شول، نو زه به ورته په دنیا کې د لږې ګټې پورته کولو روزي ورکړم، بیا به یې په آخرت کې په زوره د دوزخ اور ته را کش کړم، او د قیامت په ورځ د ور ګرځېدو بد ځای دی.

Al-Baqara 2:126Listen in Qur'an →
127

وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَٰهِۦمُ ٱلْقَوَاعِدَ مِنَ ٱلْبَيْتِ وَإِسْمَٰعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّآ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ

او كله چې ابراهیم د بیت الله بنیادونه اوچتول او (ورسره) اسمٰعیل (هم) (دواړو دا دعا كوله) اى زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، ته چې يې، خاص ته، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې

ياد کړه اې نبي کله چې ابراهيم او اسماعيل د کعبې بنسټونه پورته کول او دواړو په عاجزۍ او خوارۍ ويل: اې زموږ پالونکيه! زموږ کړنې را څخه ومنه چې يوه ورڅخه دغه د بيت الله ودانول دي، پرته له شکه ته زموږ د دعاوو اورېدونکی او زموږ پر نيتونو او اعمالو ښه پوه يې.

Al-Baqara 2:127Listen in Qur'an →
128

رَبَّنَا وَٱجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِن ذُرِّيَّتِنَآ أُمَّةًۭ مُّسْلِمَةًۭ لَّكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَآ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ

اى زمونږه ربه! مونږ ستا (حكم) منونكي جوړكړه او زمونږه په اولاد كې (هم) یوه ډله ستا حكم منونكې (جوړه كړه) او مونږ ته زمونږ د عبادت طریقې وښَیَه او زمونږه توبه قبوله كړه، یقینًا همدا ته ډېر ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى يې

اې زمونږ پالونکیه! مونږ ستا امر ته غاړه ایښودونکي او تا لره عاجزي کوونکي وګرځوه، تا سره هیڅوک شریک نه ګرځوو او زمونږ له اولادونو څخه یو پوره امت تا ته غاړه ایښودونکی وګرځوه، او مونږ ته د خپلې بندګۍ څرنګوالی وښایه، او زمونږ د ګناهونو او په امر منلو کې د کمښت څخه راته تېر شه، بېشکه ته د هغو بندګانو توبه قبلونکی یې چې تا ته توبه وباسي او پر دوي لورین یې.

Al-Baqara 2:128Listen in Qur'an →
129

رَبَّنَا وَٱبْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًۭا مِّنْهُمْ يَتْلُوا۟ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ

اى زمونږه ربه! دې (خلقو) ته له هم دوى نه یو رسول ولېږه، چې دوى ته ستا ایتونه تلاوت كوي او دوى ته كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) ښَیي او دوى پاكوي، یقینًا، هم دا ته، ډېر غالب، ښه حكمت والا يې

اې پالونکیه! دوی کې یو پیغمبر را پیدا کړه، چې د اسماعیل علیه السلام له اولادې څخه وي، دوی ته ستا له خوا نازل شوي آیاتونه لولي او ورته د قرآن او سنت ښودنه کوي او له شرک او پلیتیو څخه یې پاکوي؛ بېشکه ته قوي، برلاسی یې او په کړنو او احکامو کې د حکمت څښتن یې.

Al-Baqara 2:129Listen in Qur'an →
130

وَمَن يَرْغَبُ عَن مِّلَّةِ إِبْرَٰهِۦمَ إِلَّا مَن سَفِهَ نَفْسَهُۥ ۚ وَلَقَدِ ٱصْطَفَيْنَٰهُ فِى ٱلدُّنْيَا ۖ وَإِنَّهُۥ فِى ٱلْءَاخِرَةِ لَمِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ

اوڅوك دى چې د ابراهیم له ملت نه مخ اړوي، سِوا له هغه كس نه چې خپل ځان يې جاهل كړى وي او یقینًا یقینًا مونږه هغه (ابراهیم) په دنیا كې غوره كړى دى او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو ځنې دى

او هیڅوک د ابراهیم علیه السلام له دین څخه بل دین ته نه ګرځي پرته له هغه چا چې د بې عقلۍ او بد تدبیر له امله یې پر خپل ځان تېری کړی وي او حق یې د ګمراهۍ لپاره پریښی وي، په ذلت خوښ وي، او بېشکه مونږ دی په دنیا کې خپل خلیل او پیغمبر نیولی ؤ، او یقینا هغه به په آخرت کې هرومرو له نیکانو څخه وي، هغه کسان چې څه پرې الله تعالی واجب کړي هغه یې تر سره کړي، نو لوړې درجې یې تر لاسه کړي.

Al-Baqara 2:130Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.