وَقَالُوا۟ لَن يَدْخُلَ ٱلْجَنَّةَ إِلَّا مَن كَانَ هُودًا أَوْ نَصَٰرَىٰ ۗ تِلْكَ أَمَانِيُّهُمْ ۗ قُلْ هَاتُوا۟ بُرْهَٰنَكُمْ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ
او دوى (اهل كتاب) وايي: جنت ته به هیڅكله هم (څوك) داخل نشي، مګر هغه څوك چې یهودي وي، یا نصراني۔، دا د دوى (باطلې) ارزوګانې دي، ته (ورته) ووایه: (په دې دعوا) خپل دلیل راوړئ، كه تاسو رښتوني یئ
او د یهودیانو او عیسویانو هرې ډلې به ویل: بېشکه جنت د دوی لپاره ځانګړی شوی دی، پس یهودیانو ویل: هېڅکله به نه ننوځي جنت ته مګر یهودي او عیسویانو به ویل: هیڅکله به نه ننوځي جنت ته مګر عیسوي، دا د دوی فاسدې هیلې او فاسد وهمونه دي، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: راوړئ د هغه څه دلیلونه چې تاسو یې دعوه لرئ که چېرې تاسې په خپله دعوه کې رښتیني یاست.