Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 101–110 of 286

101

وَلَمَّا جَآءَهُمْ رَسُولٌۭ مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ مُصَدِّقٌۭ لِّمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌۭ مِّنَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ كِتَٰبَ ٱللَّهِ وَرَآءَ ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

او كله چې دوى ته د الله له جانب نه رسول راغى، چې تصدیق كوونكى دى د هغه څه چې له دوى سره دي، نو له هغو كسانو نه چې كتاب (تورات) ورته وركړى شوى و (اهل كتاب وو) یوې ډلې د الله كتاب د خپلو شاګانو وروسته (داسې) وغورځاوه، ګویاكې دوى نه پوهېږي

او کله چې دوی ته محمد صلی الله علیه وسلم د الله له لوري د پیغمبر په توګه راغی او له تورات سره سم یې د پېغمبر صفات وړاندې کړل، نو یوې ډلې ترې مخ واړولو او بې پرواهۍ سره یې شاګانو ته وغورځولو، د هغه جاهل د حالت په څېر چې د حق او هدایت څخه ګټه نه پورته کوي او نه پرې پروا لري.

Al-Baqara 2:101Listen in Qur'an →
102

وَٱتَّبَعُوا۟ مَا تَتْلُوا۟ ٱلشَّيَٰطِينُ عَلَىٰ مُلْكِ سُلَيْمَٰنَ ۖ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَٰنُ وَلَٰكِنَّ ٱلشَّيَٰطِينَ كَفَرُوا۟ يُعَلِّمُونَ ٱلنَّاسَ ٱلسِّحْرَ وَمَآ أُنزِلَ عَلَى ٱلْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَٰرُوتَ وَمَٰرُوتَ ۚ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّىٰ يَقُولَآ إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌۭ فَلَا تَكْفُرْ ۖ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِۦ بَيْنَ ٱلْمَرْءِ وَزَوْجِهِۦ ۚ وَمَا هُم بِضَآرِّينَ بِهِۦ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۚ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنفَعُهُمْ ۚ وَلَقَدْ عَلِمُوا۟ لَمَنِ ٱشْتَرَىٰهُ مَا لَهُۥ فِى ٱلْءَاخِرَةِ مِنْ خَلَٰقٍۢ ۚ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا۟ بِهِۦٓ أَنفُسَهُمْ ۚ لَوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ

او دوى د هغه څه تابع شول چې د سلیمان په بادشاهت كې شیطانانو لوستل، او سلیمان كفر نه و كړى او لېكن شیطانان كافر شوي وو، خلقو ته به يې جادو (سحر) ښوده۔ او (دوى تابع شول) د هغه څه چې په بابل ښار كې په دوه ملايكو هاروت او ماروت نازل كړى شوى و او دغو دواړو به هیچا ته ښودنه نه كوله، مګر چې ویل به يې: اصل خبره دا ده چې مونږ یَوْ ازمېښت یو، نو ته مه كافر كېږه، نو هغوى به له دغو دواړو نه هغه څه زده كول چې په هغه سره به يې د سړي او د هغه د ښځې په مینځ كې جدايي راوستله، او په دې (جادو) سره دوى هیچا ته هم ضرر نه شو رسولى مګر د الله په حكم سره، او دوى به هغه څه زده كول چې دوى ته به يې ضرر رساوه او فايده به يې ورته نه رسوله۔ او یقینًا یقینًا دوى په دې پوه وو چې چا دا (سحر) واخيسته، نو د هغه لپاره په اخرت (جنت) كې هېڅ برخه نشته، او یقینًا بد دى هغه څیز چې د هغه په بدل كې دوى خپل ځانونه خرڅ كړل، كه چېرې دوى پوهېدلى

او کله چې دوی د الله تعالی دین پرېښود نو د هغې پر ځای يې د شیطانانو د ځانه جوړو شوو خبرو چې د سلیمان علیه السلام پاچاهۍ پسې یې جوړې کړې وې پیروي وکړه، چې دعوه یې کوله چې دده پاچاهي په جادو ولاړه ده، لیکن سلیمان علیه السلام جادو او کفر نه دی کړی -لکه څرنګه چې یهودیانو دعوه کوله- لیکن شیطانان کافران شوي وو چې خلکو ته به یې د جادو ښوونه کوله، او خلکو ته به یې هغه جادو ښووله کومه چې بابل ښار عراق کې د خلکو د ازمیښت لپاره په دوو ملائکو هاروت او ماروت نازل شوې وه، او دې دواړو ملائکو به تر هغه پورې هیچا ته جادو نه ښووله څو به یې چې ور څخه خلک ونه ویرول او داسې به یې ورته ویل: بیشکه مونږ د خلکو لپاره ازمیښت او فتنه یو، نو ته د جادو د زده کړې له امله مه کافر کېږه، نو چا به چې د هغوی سپارښتنه ونه منله نو جادو به یې ترې زده کړه، چې له دې جادو څخه یو ډول د ښځې او خاوند تر منځ د کینې او بغض پر مټ جلاتوب راوستل وو، او دا جادوګران هیچاته هم د الله تعالی له اجازې پرته زیان نشي رسولی، او دوی به هغه څه زده کول چې ورته یې زیان رسولو او هیڅ ګټه یې ورته نه رسوله، او دا یهودیان هرومرو په دې پوهېدل چې څوک جادو کول د الله تعالی په کتاب سره بدل کړي داسې خلک د آخرت د هر ډول نعمتونو څخه بې برخې کېږي، نو ډېر بد دي هغه څه چې دوی یې په بدل کې خپل ځانونه خرڅ کړل او جادو یې د الله تعالی د وحي او شریعت په بدل کې واخیسته، که چېرې دوی په خپله ګټه پوهېدلی نو داسې بد کار او ښکاره ګمراهۍ ته به نه ور وړاندې کېدل.

Al-Baqara 2:102Listen in Qur'an →
103

وَلَوْ أَنَّهُمْ ءَامَنُوا۟ وَٱتَّقَوْا۟ لَمَثُوبَةٌۭ مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ خَيْرٌۭ ۖ لَّوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ

او كه یقینًا دوى ایمان راوړى وى او پرهېزګاره شوي وى، نو خامخا د الله له جانبه بدله ډېره ښه ده، كه دوى پوهېدلى

که چېرې یهودیان پر الله تعالی په حقه ایمان راوړي او په نیکي کولو او ګناهونو پرېښودلو سره له هغه وورېږي؛ نو د الله تعالی ثواب (بدله) به دوی لپاره د هغه څه څخه ښه وي په کوم حالت کې چې دوی اوس دي، که چېرته دوی په خپله ګټه پوهېدلای.

Al-Baqara 2:103Listen in Qur'an →
104

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَقُولُوا۟ رَٰعِنَا وَقُولُوا۟ ٱنظُرْنَا وَٱسْمَعُوا۟ ۗ وَلِلْكَٰفِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو’رَاعِنَا‘ (لفظ) مه وایئ او ’اُنْظُرْنَا‘ (مونږ ته وګوره) وایئ او (خبره) اورئ۔او د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

الله تعالی مومنانو ته د ښایسته تورو (ښو خبرو) د غوره کولو سپارښتنه کوي او وایي: ای مومنانو! تاسو د (راعنا) کلمه چې (زمونږ خیال وساته) مه وایئ؛ ځکه یهودیان دا کلمه بدلوي او نبي علیه السلام پرې مخاطب کوي او د فاسدې او بدې معنا موخه لري چې رعونت (کم عقلي) دی، نو الله تعالی د دې کلیمي د استعمالولو څخه مسلمانان منع کړل، څو د دوی د فساد دروازه بنده کړي، او خپلو بندګانو ته یې امر وکړ چې د هغې پر ځای ووایي: (انظرنا) چې مونږ ته صبر وکړه چې ستا په خبره پوره ځان پوهه کړو، او دا کلمه د بدې معنا له ډار څخه پرته هماغه معنا ورکوي او د کافرانو لپاره دردونکی عذاب دی.

Al-Baqara 2:104Listen in Qur'an →
105

مَّا يَوَدُّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ وَلَا ٱلْمُشْرِكِينَ أَن يُنَزَّلَ عَلَيْكُم مِّنْ خَيْرٍۢ مِّن رَّبِّكُمْ ۗ وَٱللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِۦ مَن يَشَآءُ ۚ وَٱللَّهُ ذُو ٱلْفَضْلِ ٱلْعَظِيمِ

دا خبره نه هغه كسان خوښوي چې په اهل كتابو كې كافر شوي دي او نه يې مشركان، چې ستاسو د رب له جانبه په تاسو څه خیر نازل كړى شي، او الله په خپل رحمت سره خاص كوي هغه څوك چې يې وغواړي، او الله د عظیم فضل خاوند دى

نه خوښوي کافران - هره ډله چې وي: کتابیان وي او که مشرکان- دا چې تاسو ته دې د خپل رب له خوا ښېګڼه راواستول شي، که هغه لږه وي او که ډېره او الله تعالی ځانګړی کوي له خپلو بندګانو څخه د نبوت، وحی او ایمان په لورینې سره چا ته یې چې خوښه شي، او الله تعالی د لوی فضل څښتن دی، پس هېڅ یو مخلوق ته ښېګڼه نه رسي مګر د الله تعالی لخوا وي، او د هغه د فضل څخه دادی چې پیغمبران یې رالېږلي او کتابونه یې نازل کړي دي.

Al-Baqara 2:105Listen in Qur'an →
106

۞ مَا نَنسَخْ مِنْ ءَايَةٍ أَوْ نُنسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍۢ مِّنْهَآ أَوْ مِثْلِهَآ ۗ أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ

مونږ چې كوم ایت منسوخ كوو، یا يې (د مومنانو له زړونو نه) هیرَوُو، نو له هغه نه غوره، یا د هغه په شان راوړو، ایا ته پوه نه يې چې یقینًا الله پر هر شي باندې ښه قادر دى

الله تعالی بیانوي چې کله د یو آیت حکم پورته کړي او یا یې توري پورته کړي او خلک یې هېر کړي، نو الله تعالی په نږدې یا لرې کې له هغې ډېر ګټور حکم رالېږي او یا له هغه سره سم حکم رالېږي او دا هر څه د الله تعالی په علم او حکمت سره کېږي او ته ښه پوهېږي -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی په هر څه برلاسه دی، نو څه چې وغواړي هغه کوي او چې څه وغواړي د هغې پرېکړه کوي.

Al-Baqara 2:106Listen in Qur'an →
107

أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ ٱللَّهَ لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۗ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِن وَلِىٍّۢ وَلَا نَصِيرٍ

ایا ته پوه نه يې چې یقینًا الله چې دى، د اسمانونو او ځمكې بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، او تاسو لپاره له الله نه غیر (بل) هېڅ كارساز نشته او نه مددګار

ته پوهېږې -ای پیغمبره- چې الله تعالی د اسمانونو او زمکې مالک دی، پرېکړه کوي د هغه څه چې وغواړي، او خپلو بندګانو ته د هغه څه امر کوي چې خوښه یې شي او له هغه څه یې منع کوي چې خوښه یې شي، او هغه شریعت ورته پرېږدي چې خوښه یې شي او هغه څه منسوخوي چې خوښه یې شي، نو له الله تعالی پرته ستاسو بل دوست نشته چې ستاسي کارونه وکړي، او نه مو مرستندوی شته چې ضرر درنه لرې کړي، بلکې یوازې الله تعالی مرستندوی دی په دې کارونو کې او هماغه په دې کارونو برلاسی دی.

Al-Baqara 2:107Listen in Qur'an →
108

أَمْ تُرِيدُونَ أَن تَسْـَٔلُوا۟ رَسُولَكُمْ كَمَا سُئِلَ مُوسَىٰ مِن قَبْلُ ۗ وَمَن يَتَبَدَّلِ ٱلْكُفْرَ بِٱلْإِيمَٰنِ فَقَدْ ضَلَّ سَوَآءَ ٱلسَّبِيلِ

ایا تاسو اراده لرئ چې له خپل رسول نه (داسې) سوال وكړئ لكه څنګه چې له دې نه مخكې له موسٰی نه سوال شوى و؟ او هغه څوك چې د ایمان په بدل كې كفر واخلي، نو یقینًا هغه له سمې لارې نه بې لارې شو

ای مومنانو! ستاسو له شان سره مناسب نه ده چې تاسو له خپل پیغمبر څخه د نیوکې او اعتراض په ډول پوښتنه وکړئ لکه څرنګه چې د موسی علیه السلام قوم د خپل پېغمبر څخه مخکې داسې پوښتنې کولې؛ لکه چې دوی به ویل: (مونږ ته الله تعالی ښکاره وښایاست) (النساء: ۱۵۳)، او چا چې کفر د ایمان پر ځای واخیست نو دې له نېغې او منځنۍ لارې څخه ګمراه شو.

Al-Baqara 2:108Listen in Qur'an →
109

وَدَّ كَثِيرٌۭ مِّنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ لَوْ يَرُدُّونَكُم مِّنۢ بَعْدِ إِيمَٰنِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًۭا مِّنْ عِندِ أَنفُسِهِم مِّنۢ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ ٱلْحَقُّ ۖ فَٱعْفُوا۟ وَٱصْفَحُوا۟ حَتَّىٰ يَأْتِىَ ٱللَّهُ بِأَمْرِهِۦٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ

په اهل كتابو كې ډېر خلق د خپلو نفسونو د حسد په وجه، د حق له واضحه كېدو نه بعد (هم)، دا ارزو لري چې له ایمان راوړو نه پس تاسو بیا كافران كړي، نو (لا دوى ته) معافي كوئ او مخ ترې واړوئ، تر هغې چې الله خپل حكم راوړي، بېشكه الله پر هر شي باندې ښه قادر دى

ډېری د یهودیانو او نصراوو (عیسویانو) دا هیله لري چې تاسو له ایمان راوړلو وروسته هغه کفر ته وګرځوي چې تاسو به د بتانو عبادت کولو، له امله د کینې چې د دوی په زړونو کې ده، دوی دا هیله پس له هغه وخته وکړه چې دوی ته څرګنده شوه چې کوم څه چې دې پیغمبر راوړي دي د الله تعالی لخوا حق دي، نو -ای مومنانو- دوی ته ددوی د کارونو بخښنه وکړئ او د دوی له ناپوهۍ او بدو نیتونو څخه ورتېر شئ، تر دې چې د دوی په اړه د الله تعالی پرېکړه راشي، او د الله تعالی دا پرېکړه او امر راغلی دی، نو کافر ته به د اسلام او باج ورکولو او یا وژلو تر منځ اختیار ورکول کېده، بېشکه الله تعالی په هر څه برلاسی دی، هېڅ یې نشي بې وسه کولای.

Al-Baqara 2:109Listen in Qur'an →
110

وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ ۚ وَمَا تُقَدِّمُوا۟ لِأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍۢ تَجِدُوهُ عِندَ ٱللَّهِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌۭ

او تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، او هر هغه خیر (نېكي) چې تاسو يې د خپلو ځانونو لپاره مخكې لېږئ، هغه به له الله سره ومومئ، بېشكه الله هغه عمل لره ښه لیدونكى دى چې تاسو يې كوئ

لمونځ له ارکانو، واجباتو او سنتو سره پوره ادا کړئ او د خپلو مالونو زکات مستحقو خلکو ته ورکړئ او هره نېکه کړنه چې خپل ژوند کې کوئ او له مرګ څخه مخکې یې په آخرت کې له ځان لپاره توښه وړاندې کوئ؛ نو تاسو به یې د قیامت په ورځ د الله تعالی په نزد ثواب ووینئ، او هغه به پوره بدله درکړي، بېشکه الله تعالی د هرې کړنې چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی، نو هر چا ته د خپلې کړنې بدله ورکوي.

Al-Baqara 2:110Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.