Muslim99Muslim99
← Tafsir library

14. Ibrahim

Abraham · Meccan · 52 ayahs

سُورَةُ إِبۡرَاهِيمَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 41–50 of 52

41

رَبَّنَا ٱغْفِرْ لِى وَلِوَٰلِدَىَّ وَلِلْمُؤْمِنِينَ يَوْمَ يَقُومُ ٱلْحِسَابُ

اى زمونږ ربه! ته ما وبخښې او زما مور او پلار او مومنان په هغې ورځ چې حساب قايمېږي

ای زموږ پالونکيه! ماته مې ګناهونه را وبښه، زما د مور اوپلار ګناهونه وبښه( دا يې مخکې پر دې خبره له پوهېدو وويل چې د هغه پلار د الله دښمن دی، کله چې ورته څرګنده شوه چې هغه د الله دښمن دی له هغه بېزاره شو) او مؤمنانو ته يې په هغه ورځ ګناهونه وبښه چې خلک د خپل پالونکي په مخ کې د حساب لپاره دريږي.

42

وَلَا تَحْسَبَنَّ ٱللَّهَ غَٰفِلًا عَمَّا يَعْمَلُ ٱلظَّٰلِمُونَ ۚ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍۢ تَشْخَصُ فِيهِ ٱلْأَبْصَٰرُ

او ته په الله باندې له سره (دا) ګمان مه كوه چې هغه غافله دى له هغو كارونو نه چې ظالمان يې كوي، بېشكه همدا خبره ده چې هغه، دوى هغې ورځې ته وروسته كوي چې په هغې كې به سترګې خلاصې پاتې شي

او دا ګومان هيڅکله مه کوه ای رسوله! چې الله د ظالمانو سزا وروسته کوي بې خبره دی له هغه څه چې ظالمانو کوم درواغ ګڼل، د الله له لارې را ګرځول او داسې نور کارونه کوي، بلکې هغه پر دغه پوه دی، له هغه هيڅ شی پټ نه دي، خو د هغوی سزا وروسته کوي د قيامت ورځې ته دا هغه ورځ ده چې سترګې به پکې د هغه سخت امر د وېرې له امله پورته خيژی چې ويني يې.

43

مُهْطِعِينَ مُقْنِعِى رُءُوسِهِمْ لَا يَرْتَدُّ إِلَيْهِمْ طَرْفُهُمْ ۖ وَأَفْـِٔدَتُهُمْ هَوَآءٌۭ

چې منډې وهونكي به وي، د خپلو سرونو اوچت نیوونكي به وي، دوى ته به د خپلو سترګو رپول بېرته نه راګرځي، او د دوى زړونه به (له عقل او فهم نه) تش وي

کله چې خلک له قبرونو يې را پورته شي بلونکي ته منډې وهونکي وي، سرونه يې پورته نيولي وي له وېرې آسمان ته ګوري، هغوی ته يې سترګې نه ورګرځي، بلکې د هغه څه له وېرې شخې (سيخې) پاتې وي چې ويني به يې، زړونه يې خالي وي عقل پکښې نه وي او نه د حالت له وېرې پوهاوی وي.

44

وَأَنذِرِ ٱلنَّاسَ يَوْمَ يَأْتِيهِمُ ٱلْعَذَابُ فَيَقُولُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ رَبَّنَآ أَخِّرْنَآ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ قَرِيبٍۢ نُّجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ ٱلرُّسُلَ ۗ أَوَلَمْ تَكُونُوٓا۟ أَقْسَمْتُم مِّن قَبْلُ مَا لَكُم مِّن زَوَالٍۢ

او ته خلق له هغې ورځې نه ووېروه چې دوى ته به (په هغې كې) عذاب راشي، نو وايي به هغه كسان چې ظلم يې كړى دى۔: اى زمونږ ربه! ته مونږ تر نژدې نېټې پورې وروسته كړه (مهلت راكړه) ستا بلنه به قبوله كړو او د رسولانو پیروي به وكړو، (الله به ووايي:) ایا تاسو نه وئ چې مخكې له دې نه به مو قسم كاوه چې تاسو لپاره هېڅ زوال نشته

ای رسوله! امت دې د قيامت د ورځې د الله له سزا ووېروه، په دغه وخت کې به هغه کسان چې پر الله د کفر او پر هغه د شرک له امله يې پرځانو ظلم کړی ووايي: ای زموږ پالونکيه! مهلت راکړه، له موږ سزا وروسته کړه او دنيا ته مو د لږې مودې لپاره بېرته ولېږه پر تا به ايمان راوړو، د هغو رسولانو پيروي به وکړو چې موږ ته دې رالېږلي؛ نو هغوی ته به د ملامتيا په توګه ځواب ورکړل شي: آيا تاسو د دنيا په ژوند کې لوړه نه وه کړې چې تاسو لره لېږد نشته د دنيا له ژوند څخه آخرت ته، له مرګ وروسته له بېرته پاڅېدو نټه کوونکي وئ.

45

وَسَكَنتُمْ فِى مَسَٰكِنِ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ وَتَبَيَّنَ لَكُمْ كَيْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ ٱلْأَمْثَالَ

او تاسو د هغو كسانو په كورونو كې اوسېدلي وئ چې په خپلو ځانونو به يې ظلم كاوه او تاسو ته (دا خبره) ښه ښكاره شوې وه چې مونږ له هغوى سره څنګه كار كړى و، او تاسو ته مونږ مثالونه بیان كړي وو

او تاسو کوز شوئ د پخوانيو هغو امتونو په هستوګنځيو کې چې پر خپلو ځانو پر الله د کفر له امله ظلم کوونکي وو، لکه د هود قوم او صالح قوم او تاسوته څرګنده شوه هغه تباهي چې پر هغوی مو راوستې وه، په کتاب کې مو تاسو ته بېلګې بيان کړې ترڅو پند واخلئ خو تاسو له هغو پند وانخيست.

46

وَقَدْ مَكَرُوا۟ مَكْرَهُمْ وَعِندَ ٱللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِن كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ ٱلْجِبَالُ

او یقینًا هغوى خپل مكر (او فریب) ښه په كوشش سره وكړ، حال دا چې د دوى مكر الله سره دى، او د دوى مكر داسې نه و چې د هغه په وجه به غرونه زايل شي

او بېشکه د ظالمو امتونو په هستوګنځيو کې دغو اوسېدونکو چلونه په کار واچول د نبي محمد صلی الله عليه وسلم د وژلو او د هغه د بلنې پای ته رسولو لپاره، الله د هغوی په تدبير پوهيږي له هغه هيڅ پټ ندي، د دغو خلکو تدبير کمزوی دی، هغه نه غر او نه بل څه لرې کولی شي د خپلې کمزوۍ له امله، په خلاف د الله د تدبيره د هغوی لپاره.

47

فَلَا تَحْسَبَنَّ ٱللَّهَ مُخْلِفَ وَعْدِهِۦ رُسُلَهُۥٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌۭ ذُو ٱنتِقَامٍۢ

نو ته هیڅكله هم په الله باندې له خپلو رسولانو سره د وعدې خلاف كوونكي ګمان مه كوه، بېشكه الله ډېر غالب، (او) انتقام والا دى

نو هيڅکله ای رسوله دا ګمان مه کوه چې هغه الله چې له خپلو رسولانوسره يې د مرستې او د دين څرګندولو ژمنه کړې ده، پرځای کوونکی ندی د هغې ژمنې چې له خپلو رسولانو سره يې کړې ده، بېشکه الله برلاسی دی هيڅ شی نشي پرې برلاسی کېدلی او ژر به خپل دوستان پیاوړي کړي، له خپلو دښمنانو او د خپلو رسولانو له دوښمنانو سخت غچ اخېستونکی دی.

48

يَوْمَ تُبَدَّلُ ٱلْأَرْضُ غَيْرَ ٱلْأَرْضِ وَٱلسَّمَٰوَٰتُ ۖ وَبَرَزُوا۟ لِلَّهِ ٱلْوَٰحِدِ ٱلْقَهَّارِ

(یاده كړه) هغه ورځ چې دغه ځمكه به په بلې ځمكې سره بدله كړى شي او اسمانونه (هم) او دوى (ټول) به خاص الله ته چې یو دى، ډېر غالب دى، مخامخ ودرېږي

له کافرانو دغه غچ اخستل به په هغه ورځ ترسره کيږي چې قيامت رامنځته شي په کومه ورځ چې دغه ځمکه په بله سپينه پاکه ځمکه بدله کړل شي او اسمانونه په نورو آسمانونو بدل کړل شي، خلک له خپلو قبرونو خپل بدنونه او کړنې څرګندې کړي د هغه الله په مخکې د درېدو لپاره چې په پاچايۍ او لويۍ کې يوازې دی، برلاسی دی پر هرڅه برلاسی کيږي پرده څوک نشي برلاسی کېدلی، غالبيږي او مغلوبيږي نه.

49

وَتَرَى ٱلْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍۢ مُّقَرَّنِينَ فِى ٱلْأَصْفَادِ

او ته به په دغې ورځ كې مجرمان وینې چې یو له بل سره به زولنو كې تړلى شوي وي

او ای رسوله! په هغه ورځ چې ځمکه په بله ځمکه بدله کړل شي او آسمانونه بدل کړل شي، ته به وينې کافران او مشرکان چې ځينې به له ځينو سره په ولچکو تړل شوي وي، لاسونه او پښې به يې په زولنو غاړوته ورنېږدې کړل شوي وي، او هغه جامې چې اغوندي يې له نانزړو به وي ( دا يوه سخته اور بلوونکې ماده ده) له ترېوو مخونو به يې اور پورته کيږي.

50

سَرَابِيلُهُم مِّن قَطِرَانٍۢ وَتَغْشَىٰ وُجُوهَهُمُ ٱلنَّارُ

د دوى قمیصونه به د نانزړو وي او د دوى مخونه به اور رالاندې (او پټ) كړي

او ای رسوله! په هغه ورځ چې ځمکه په بله ځمکه بدله کړل شي او آسمانونه بدل کړل شي، ته به وينې کافران او مشرکان چې ځينې به له ځينو سره په ولچکو تړل شوي وي، لاسونه او پښې به يې په زولنو غاړوته ورنېږدې کړل شوي وي، او هغه جامې چې اغوندي يې له نانزړو به وي ( دا يوه سخته اور بلوونکې ماده ده) له ترېوو مخونو به يې اور پورته کيږي.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.