Muslim99Muslim99
← Tafsir library

14. Ibrahim

Abraham · Meccan · 52 ayahs

سُورَةُ إِبۡرَاهِيمَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 1–10 of 52

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

1

الٓر ۚ كِتَٰبٌ أَنزَلْنَٰهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ ٱلنَّاسَ مِنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَمِيدِ

الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې مونږ تا ته نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلق له تیارو نه رڼا ته وباسې د دوى د رب په اذن سره، د ډېر غالب، ښه ستايل شوي ذات لارې ته

(الر) د دغه ډول تورو په اړه خبره د بقرې سورت په پيل کې تېره شوه، دغه قرآن اې رسوله چې تاته مو نازل کړی دی، ترڅو خلک له کفر، ناپوهۍ او لار ورکۍ څخه ايمان، پوهې او لارښوونې ته د الله تعالی په اراده او د هغه په مرسته د اسلام هغه دين ته را وباسې چې هغه د داسې برلاسي الله لار ده پر کوم چې هيڅوک نه شي برلاسی کېدلای چې هغه په هر څه کې ستايل شوی دی.

2

ٱللَّهِ ٱلَّذِى لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَوَيْلٌۭ لِّلْكَٰفِرِينَ مِنْ عَذَابٍۢ شَدِيدٍ

چې الله دى، هغه چې خاص د هغه لپاره دي څه چې په اسمانونو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي او كافرانو ته له ډېر سخت عذاب نه هلاكت دى

الله هغه ذات دی چې يوازې هغه لره د هغه څه چې په آسمانونو کې دي او څه چې په ځمکه دي ملکيت دی، هغه وړ دی چې يوازې يې عبادت وشي او له مخلوق يې څوک ورسره شريک نکړل شي او هغو کسانو ته به ځواکمنه سزا ورسيږي چې کفر يې کړی دی.

3

ٱلَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا عَلَى ٱلْءَاخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ فِى ضَلَٰلٍۭ بَعِيدٍۢ

هغه كسان چې دنيايي ژوند په اخرت باندې غوره ګڼي او د الله له لارې نه بندول كوي او په دې كې كوږوالى لټوي، دغه كسان په ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي

هغه کسان چې د دنيا ژوند او په هغو کې ختمېدونکي نعمتونو ته لومړيتوب ورکوي پر آخرت او د هغو په تلپاتې نعمتونو، خلک د الله له لارې راګرځوي، په لار کې يې له حقه بدلون او اړول غواړي او له نېغوالي يې کوږوالی، ترڅو هيڅوک پرې ولاړ نشي، دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي له حق او سمې لارې په لرې لارورکۍ کې دي.

4

وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِۦ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ ۖ فَيُضِلُّ ٱللَّهُ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ

او مونږ هېڅ یو رسول نه دى لېږلى مګر د خپل قوم په ژبه، د دې لپاره چې دوى ته بیان (او وضاحت) وكړي، بیا نو الله ګمراه كوي هغه څوك چې يې وغواړي او هدایت وركوي هغه چا ته چې يې وغواړي، او هم دى ښه غالب، ښه حكمت والا دى

موږ هيڅ رسول نه دی لېږلی مګر دا چې هغه مو د خپل قوم په ژبه ننګوونکی لېږلی، ترڅو پر هغوی د هغه څه پوهه آسانه شي چې هغه د الله لخوا ورته راوړي دي او موږ پر ايمان د هغوی د اړ اېستلو لپاره نه دی لېږلی، الله په خپل عدل لار ورکی کوي چاته چې وغواړي، چاته چې وغواړي په خپله پېرزوينه د لارښوونې توفيق ورکوي، هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نشي پرې برلاسی کېدی، په خپل مخلوق او تدبير کې حکيم دی.

5

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِـَٔايَٰتِنَآ أَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ وَذَكِّرْهُم بِأَيَّىٰمِ ٱللَّهِ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَءَايَٰتٍۢ لِّكُلِّ صَبَّارٍۢ شَكُورٍۢ

او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى په خپلو معجزو سره لېږلى و چې خپل قوم له تیارو نه رڼا ته راوباسه او دوى ته د الله د ورځو یادونه وكړه، بېشكه په دې كې خامخا د هر ښه صبر كوونكي، ډېر شكر كوونكي لپاره نښې دي

او بېشکه موسی مو ولېږه او پر داسې نښانو مو پياوړی کړ چې د هغه پر رېښتينولۍ دلالت کوي او دا چې هغه د خپل پالونکي لخوا لېږل شوی دی، هغه ته مو امر وکړ چې خپل قوم له کفر او ناپوهۍ څخه ايمان او پوهې ته راوباسي، امر مو ورته وکړ چې د الله هغه ورځې ور په ياد کړي چې په هغو کې يې لورېينه پرې کړې وه، په دغو ورځو کې د الله پر توحيد، لوی ځواک او پر مؤمنانو د لورېينې څرګند دلالتونه دي، دا هغه څه دي چې د الله پر پيروۍ صبرکوونکي او د هغه پر لورېينو او پېرزوينو تل شکراېستونکي ترې ګټه پورته کوي.

6

وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَةَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ أَنجَىٰكُم مِّنْ ءَالِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ وَيُذَبِّحُونَ أَبْنَآءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَآءَكُمْ ۚ وَفِى ذَٰلِكُم بَلَآءٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌۭ

او كله چې موسٰى خپل قوم ته وویل: تاسو د الله هغه نعمت رایاد كړئ چې پر تاسو باندې شوى دى، كله چې يې تاسو له اٰلِ فرعون نه خلاص كړئ چې هغوى به تاسو ته ډېر سخت عذاب دررساوه او ستاسو زامن به يې حلالول او ستاسو ښځې (لوڼه) به يې ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې ستاسو د رب له جانبه ډېر لوى ازمېښت و

ياد کړه ای رسوله! کله چې موسی د خپل پالونکي امر ومانه، خپل قوم بنو اسرائیلوته يې وويل: په داسې حال کې چې پر هغوی د الله د لورېينې ور په يادوونکی و، ای زما قومه! پرتاسو د الله لورېينه در په ياد کړئ کله يې چې د فرعون له خلکو وژغورلئ، د هغوی له نيونې يې روغ وساتلئ، چې بده سزا يې درڅکله، داسې چې نارينه اولادونه مو يې ذبح کول تر څو په تاسو کې هغه څوک ونه زيږيږي چې د فرعون پاچايي ونيسي او ښځې مو يې د هغوی د رسوايۍ او سپکاوي لپاره ژوندۍ پرېښودلې، د هغوی په دغو کړنو کې ستاسو لپاره پر صبر لویه ازموينه وه، الله تاسوته پر دغه کړاو د صبر بدله درکړه، د فرعون د خلکو له نيونې په ژغورنې سره.

7

وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِى لَشَدِيدٌۭ

او كله چې ستاسو رب اعلان وكړ چې قسم دى كه تاسو شكر وباسئ (، نو) زه به خامخا هرومرو تاسو ته اضافه وكړم او قسم دى كه تاسو ناشكري وكړئ، نو بېشكه زما عذاب خامخا ډېر سخت دى

موسی هغوی ته وويل: در په ياد کړئ هغه وخت چې پالونکي مو څرګند اعلان درته وکړ: که چېرې مو د الله شکر واېستئ پر هغه څه چې له يادوشوو نعمتونو يې کوم درباندې کړي دي، هرومرو به له هغو خپله لورېينه او پېرزوينه پرتاسو زياته کړي، که چېرې مو نټه وکړه پرتاسو د هغه له نعمتونو څخه او شکر مو ونه اېستئ، بېشکه د هغه سزا سخته ده د هغه چا لپاره چې له نعتمتونو يې نټه کوي او شکر يې نه باسي.

8

وَقَالَ مُوسَىٰٓ إِن تَكْفُرُوٓا۟ أَنتُمْ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًۭا فَإِنَّ ٱللَّهَ لَغَنِىٌّ حَمِيدٌ

او موسٰى وويل: كه كافران شئ تاسو او هغه څوك چې په ځمكه كې دي، ټول، نو بېشكه الله خامخا ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى

او موسی خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! که تاسو کفر وکړئ او ټول هغه څوک چې په ځمکه کې دي کفر وکړي؛ نو د کفر زيان پر تاسو درګرځي، ځکه الله په خپل ذات کې بې پروا دی، د خپل ذات له پلوه د ستايلو وړ دی، نه د مؤمنانو ايمان ګټه ورته رسوي او نه د کافرانو کفر زيان ورته رسوي.

9

أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَؤُا۟ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ قَوْمِ نُوحٍۢ وَعَادٍۢ وَثَمُودَ ۛ وَٱلَّذِينَ مِنۢ بَعْدِهِمْ ۛ لَا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا ٱللَّهُ ۚ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ فَرَدُّوٓا۟ أَيْدِيَهُمْ فِىٓ أَفْوَٰهِهِمْ وَقَالُوٓا۟ إِنَّا كَفَرْنَا بِمَآ أُرْسِلْتُم بِهِۦ وَإِنَّا لَفِى شَكٍّۢ مِّمَّا تَدْعُونَنَآ إِلَيْهِ مُرِيبٍۢ

ایا تاسو ته د هغو خلقو خبر نه دى راغلى چې له تاسو نه مخكې وو، چې د نوح قوم او عادیان او ثمودیان وو او هغه كسان چې له دوى نه پس وو، چې يواځې الله پر هغوى عالم دى، دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړي وو، نو دوى خپل لاسونه خپلو خولو ته وګرځول او ويې ويل: بېشكه مونږ كافران شوي یو په هغه څه چې تاسو په هغه سره رالېږل شوي یئ او بېشكه مونږ یقینًا د هغه څه په هكله چې تاسو مونږ هغه ته بلئ په اضطراب اچوونكي شك كې یو

ای کافرانو! له تاسو مخکې د درواغ ګڼونکو امتونو د تباهۍ خبر ندی درته راغلی: د نوح د قوم، د هود د قوم عاد، د صالح د قوم ثمود او هغو امتونو چې له هغوی وروسته راغلي، ډېر دي چې يوازې الله يې شمېرلی شي؟ هغوی ته يې رسولان له څرګندو دلائلو سره راغلل، لاسونه په خولو کې کښېښودل پر رسولانو يې د غوسې له امله یې په خپلو ګوتو خولې لګولې او رسولانو ته يې وويل: موږ پر هغه څه کفر کړی چې تاسو ورسره رالېږل شوي ياست او په تردد اچوونکي شک يو له هغه څه چې تاسو مو وربولئ.

10

۞ قَالَتْ رُسُلُهُمْ أَفِى ٱللَّهِ شَكٌّۭ فَاطِرِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ يَدْعُوكُمْ لِيَغْفِرَ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرَكُمْ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى ۚ قَالُوٓا۟ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا بَشَرٌۭ مِّثْلُنَا تُرِيدُونَ أَن تَصُدُّونَا عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ ءَابَآؤُنَا فَأْتُونَا بِسُلْطَٰنٍۢ مُّبِينٍۢ

د دوى رسولانو وویل: ایا د الله په باره كې شك دى، چې د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى؟ هغه تاسو رابلي، د دې لپاره چې هغه تاسو لپاره ستاسو څه ګناهونه وبخښي او تاسو مقررې نېټې ته وروسته كړي۔، دوى وویل: نه یئ تاسو مګر زمونږ په شان بشر، تاسو غواړئ چې مونږ له هغه څه نه منع كړئ چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه، نو تاسو مونږ ته ښكاره دلیل (معجزه) راوړئ

رسولانو هغوی ته د ځواب ورکوونکو په توګه وويل: آيا د الله په توحيد او هغه ته په يوازې عبادت کولو کې شک دی، هغه د آسمانونو پيداکوونکی او د ځمکې پيداکوونکی دی او پرته له مخکينۍ بېلګې يې رامنځته کوونکی دی؟ ايمان ته مو رابولي تر څو له تاسو مو پخواني ګناهونه ختم کړي، وروسته کوي مو ستاسو د بشپړ اخېستو تر وخته چې ستاسو د دنيا په ژوند کې نېټې درته ټاکل شوې دي، قومونو يې ورته وويل: تاسو نه يئ مګر زموږ غوندې انسانان، تاسو لره پر موږ کوم غوراوی نشته، تاسو د هغه څه له عبادته زموږ راګرځول غواړئ چې زموږ پلرونو يې عبادت کوی، څرګند دليل راوړئ چې ستاسو پر رېښتينولۍ دلالت کوي په هغه دعوی کې چې کوئ يې چې تاسو د الله له لوري موږ ته رسولان ياست.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.