Muslim99Muslim99
← Tafsir library

14. Ibrahim

Abraham · Meccan · 52 ayahs

سُورَةُ إِبۡرَاهِيمَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 31–40 of 52

31

قُل لِّعِبَادِىَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ يُقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُنفِقُوا۟ مِمَّا رَزَقْنَٰهُمْ سِرًّۭا وَعَلَانِيَةًۭ مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِىَ يَوْمٌۭ لَّا بَيْعٌۭ فِيهِ وَلَا خِلَٰلٌ

ته زما هغو بنده ګانو ته ووایه چې ایمان يې راوړى دى چې لمونځ دې قايموي او له هغه مال نه دې چې مونږ دوى ته وركړى دى په پټه او ښكاره انفاق كوي، مخكې له دې نه چې هغه ورځ راشي چې په هغې كې نه اخيستل خرڅول شته او نه دوستي

ای رسوله! مؤمنانوته ووايه: ای مؤمنانو! په بشپړه توګه لمونځ اداکړئ، او له هغه څه چې الله په روزي درکړي واجب او مستحب صدقې ورکړئ په پټه د ځان ښودنې له وېرې او په ښکاره ترڅو نور ستاسو پيروي وکړي، مخکې د هغې ورځې تر راتګ چې نه راکړه ورکړه وي پکښې او نه فديه چې د الله له سزا پرې ژغورنه وشي او نه به ملګري وي چې ملګری د بل ملګري سپارښتنه وکړي.

32

ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَأَخْرَجَ بِهِۦ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ رِزْقًۭا لَّكُمْ ۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلْفُلْكَ لِتَجْرِىَ فِى ٱلْبَحْرِ بِأَمْرِهِۦ ۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلْأَنْهَٰرَ

الله هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او له بره نه يې اوبه نازلې كړې دي، پس په هغو سره يې له مېوو نه تاسو لپاره رزق راويستلى دى او تاسو لپاره يې بېړۍ مسخرې كړې دي، د دې لپاره چې هغه (بېړۍ) د هغه په حكم سره په سمندر كې روانې وي، او تاسو لپاره يې نهرونه مسخر كړي دي

الله هغه ذات دی چې آسمانونه او ځمکه يې پرته له مخکينۍ نمونې رامنځته کړي، له اسمانه يې د باران اوبه نازلې کړې دي، پر دغو نازل کړل شويو اوبو يې ای خلکو! ستاسو لپاره د روزۍ په توګه ډول ډول مېوې را اېستلې دي، کښتۍ يې درته اېل کړې دي چې له اندازې سره سمې پر اوبو چليږي، نهرونه يې درته اېل کړې دي ترڅو ترې څښاک وکړئ او څاروي او کښتونه مو پرې اوبه کړئ.

33

وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ دَآئِبَيْنِ ۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ

او تاسو لپاره يي لمر او سپوږمۍ په كار لګولي دي، په داسې حال كې چې د قانون مطابق ګرځي او تاسو لپاره يې شپه او ورځ په كار لګولي دي

لمر او سپوږمۍ يې درته اېل کړي په پرله پسې ډول ګرځي، شپه او ورځ يې يو په بل پسې درته اېل کړي، شپه ستاسو د خوب او آرام لپاره ده او ورځ ستاسو د خوځښت او کوښښ لپاره.

34

وَءَاتَىٰكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ ۚ وَإِن تَعُدُّوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ لَا تُحْصُوهَآ ۗ إِنَّ ٱلْإِنسَٰنَ لَظَلُومٌۭ كَفَّارٌۭ

او تاسو ته يې له هغو څیزونو نه چې تاسو هغه غوښتي، ځینې دركړي دي او كه تاسو د الله نعمتونه وشمېرئ (نو) تاسو به هغه ونشمېرلى شئ، بېشكه انسان خامخا ډېر ظلم كوونكى، ډېر ناشكره دى

او ټول هغه څه يې درکړل چې غوښتي مو وو او هغه څه چې غوښتي مو نه وو، که چېرې د الله نعمتونه وشمېرئ د هغو پر شمېر به ونه توانېږئ، د زياتوالي او بېلابېلوالي له امله يې، کوم چې يې تاسوته يادکړل، دا يې څو نمونې دي، بېشکه انسان پر ځان زيات ظلم کوونکی، د الله -چې هغه لره پاکي ده او لوړ دی - له نعمتونو زيات نټه کوونکی دی.

35

وَإِذْ قَالَ إِبْرَٰهِيمُ رَبِّ ٱجْعَلْ هَٰذَا ٱلْبَلَدَ ءَامِنًۭا وَٱجْنُبْنِى وَبَنِىَّ أَن نَّعْبُدَ ٱلْأَصْنَامَ

او (یاد كړه) هغه وخت چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! ته دا ښار د امن والا وګرځوه او ما او زما زامن د بتانو له عبادت نه لرې وساته

ای رسوله! ياد کړه هغه وخت، کله چې ابراهيم وويل وروسته تردې چې د مکې په ناو کې يې خپل زوی اسماعيل او د هغه مور هاجره ځای پرځای کړل: ای زما پالونکيه! دغه ښار چې ما مې خپله کورنۍ پکې واوسوله چې هغه مکه ده د ډاډ ښار وګرځوه، چې وينه پکې تويې نشي او نه پر چا پکې تېری وشي، ما او اولاد مې د بتانو له عبادته لرې کړه.

36

رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيرًۭا مِّنَ ٱلنَّاسِ ۖ فَمَن تَبِعَنِى فَإِنَّهُۥ مِنِّى ۖ وَمَنْ عَصَانِى فَإِنَّكَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ

بېشكه دوى (بتانو) له خلقو څخه ډېر زیات (خلق) ګمراه كړي دي، نو چا چې زما پيروي وكړه، نو بېشكه هغه زما څخه دى او چا چې زما نافرماني وكړه، نو بېشكه ته ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى يې

اې پالونکيه! بېشکه بتانو ډېری خلک ګمراه کړي دي داسې چې هغوی دا ګمان کړی چې د هغوی سپارښتنه به کوي، نو په فتنه کې اخته شول او له الله پرته يې ولمانځل، نو چا چې له خلکو د الله په يووالي او اطاعت کې زما پيروي وکړه؛ نو اې پالونکيه ته چې چا ته وغواړې د ګناهونو بخښونکی يې چې هغوی لره بخښنه کوې او پر هغوی مهربان يې.

37

رَّبَّنَآ إِنِّىٓ أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِى بِوَادٍ غَيْرِ ذِى زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ ٱلْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ فَٱجْعَلْ أَفْـِٔدَةًۭ مِّنَ ٱلنَّاسِ تَهْوِىٓ إِلَيْهِمْ وَٱرْزُقْهُم مِّنَ ٱلثَّمَرَٰتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ

اى زمونږه ربه! بېشكه ما واوسول خپل ځینې بچي په داسې ناو (دره) كې چې د فصل والا نه دى، ستا د عزتمن كور په خوا كې، اى زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى لمونځ قايم كړي، نو ته د ځینو خلقو زړونه راوګرځوه، چې په مینې سره د دوى خوا ته راځغلي او ته دوى ته له مېوو ځنې روزي وركړه، د دې لپاره چې دوى شكر وباسي

ای زموږ پالونکيه! بېشکه ما مې ځينې اولاد، چې هغوی زما زوی اسماعيل او د هغه زامن دي په يو ناو ( مکه) کې ستا د درانه کور په ګاونډ کې ځای پرځای کړل، چې نه پکې کښت شته او نه اوبه، زما پالونکيه د هغه په ګاونډ کې مې ځای پرځای کړل، تر څو پکښې لمونځ وکړي؛ نو ای زماپالونکيه! د خلکو زړونه داسې وګرځوه چې هغوی ته او دغه ښار ته ور وشي او هغوی ته مېوې په روزۍ ورکړه په دې هيله چې پر هغوی ستا د لورېينې له امله ستا شکر وباسي.

38

رَبَّنَآ إِنَّكَ تَعْلَمُ مَا نُخْفِى وَمَا نُعْلِنُ ۗ وَمَا يَخْفَىٰ عَلَى ٱللَّهِ مِن شَىْءٍۢ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فِى ٱلسَّمَآءِ

اى زمونږ ربه! بېشكه ته عالم يې په هغه څه چې مونږ يې پټوو او په هغه څه چې مونږ يې څرګندوو او په الله باندې هېڅ شى نه پټېږي، په ځمكه كې او نه په اسمان كې

ای زموږ پالونکيه! بېشکه ته په هر هغه څه پوهېږې چې موږ يې پټوو او هر هغه څه چې ښکاره کوو يې، له الله هيڅ شی نه په ځمکه کې او نه په آسمان کې پټ دي، بلکې پرې پوهيږي؛ نو له هغه زموږ اړتيا او زموږ بېوزلي نده پټه.

39

ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِى وَهَبَ لِى عَلَى ٱلْكِبَرِ إِسْمَٰعِيلَ وَإِسْحَٰقَ ۚ إِنَّ رَبِّى لَسَمِيعُ ٱلدُّعَآءِ

ټوله ثنا خاص د هغه الله لپاره ده چې ما ته يې سره له زوړوالي نه اسمعیل او اسحق رابخښلى دي، بېشكه زما رب خامخا د دعا ښه اورېدونكى دى

شکر او ستاينه الله پاک لره دي هغه ذات چې زما دعا يې ماته د نېکانو په راکړه قبوله کړه، ماته يې زما په لوی عمر کې له هاجرې اسماعيل او له سارا اسحاق راکړل، بېشکه پالونکی مې د هغه چا د دعا اورېدونکی دی چې له هغه دعا وغواړي.

40

رَبِّ ٱجْعَلْنِى مُقِيمَ ٱلصَّلَوٰةِ وَمِن ذُرِّيَّتِى ۚ رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَآءِ

اى زما ربه! ته ما د لمونځ همېشه قايموونكى وګرځوې او زما په اولاد كې هم، اى زما ربه! او ته زما دعا قبوله كړې

ای زما پالونکيه! په بشپړه توګه لمونځ کوونکی مې وګرځوه او اولاد مې وګرځوه چې همداسې يې اداکوي، ای زموږ پالونکيه! دعا مې قبوله کړه او ستا سره يې قبوله شوې وګرځوه.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.