Muslim99Muslim99
← Tafsir library

14. Ibrahim

Abraham · Meccan · 52 ayahs

سُورَةُ إِبۡرَاهِيمَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 21–30 of 52

21

وَبَرَزُوا۟ لِلَّهِ جَمِيعًۭا فَقَالَ ٱلضُّعَفَٰٓؤُا۟ لِلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوٓا۟ إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًۭا فَهَلْ أَنتُم مُّغْنُونَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ ٱللَّهِ مِن شَىْءٍۢ ۚ قَالُوا۟ لَوْ هَدَىٰنَا ٱللَّهُ لَهَدَيْنَٰكُمْ ۖ سَوَآءٌ عَلَيْنَآ أَجَزِعْنَآ أَمْ صَبَرْنَا مَا لَنَا مِن مَّحِيصٍۢ

او دوى به ټول الله ته ظاهر شي، نو كمزوران به هغو كسانو ته ووايي چې كبر او لويي به يې كوله: بېشكه مونږ ستاسو پیروي كوونكي وو، نو ایا تاسو زمونږ څخه د الله له عذاب نه څه شى لرې كوونكي يئ؟ هغوى به ووايي: كه الله مونږ ته هدایت كړى وى (نو) مونږ به خامخا تاسو ته لار ښوونه كړې وى، پر مونږ برابر دي كه مونږ شور او فریاد وكړو، یا مونږ صبر وكړو، زمونږ لپاره هېڅ د خلاصي ځاى نشته

کله چې د ژمنې په ورځ د الله لوري ته خلک له خپلو قبرونو را ووځي، کمزوري پيروان به سردارانو مشرانو ته ووايي: ای سردارانو! بېشکه موږ ستاسو پيروان وو، ستاسو د امر پيروي مو کوله او ستاسو په نهيې منع کېدلو، آيا تاسو زموږ څخه د الله له سزا څه دفع کوونکي ياست؟ سرداران مشران به ووايي: که الله موږ ته د سمې لارې توفيق راکړی وای هرومرو به مو تاسوته ښودلې وای؛ نو موږ ټول به د الله له سزا ژغورل شوي وای، خو موږ لارورکي شوو؛ نو تاسو مو لارورکي کړئ، پرموږ او تاسو برابره ده چې د سزا له زغملو کمزوري شو يا صبر وکړو، موږ لره له سزا څخه تېښته نشته.

22

وَقَالَ ٱلشَّيْطَٰنُ لَمَّا قُضِىَ ٱلْأَمْرُ إِنَّ ٱللَّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ ٱلْحَقِّ وَوَعَدتُّكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ ۖ وَمَا كَانَ لِىَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَٰنٍ إِلَّآ أَن دَعَوْتُكُمْ فَٱسْتَجَبْتُمْ لِى ۖ فَلَا تَلُومُونِى وَلُومُوٓا۟ أَنفُسَكُم ۖ مَّآ أَنَا۠ بِمُصْرِخِكُمْ وَمَآ أَنتُم بِمُصْرِخِىَّ ۖ إِنِّى كَفَرْتُ بِمَآ أَشْرَكْتُمُونِ مِن قَبْلُ ۗ إِنَّ ٱلظَّٰلِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ

او كله چې د خبرې فیصله وشي، شیطان به ووايي: بېشكه الله له تاسو سره وعده كړې وه حقه وعده او ما له تاسو سره وعده كړې وه، نو ما له تاسو سره خلاف وكړو، او زما لپاره پر تاسو باندې هېڅ غلبه نه وه غیر له دې نه چې ما تاسو راوبللئ، نو تاسو زما بلنه قبوله كړه (اوس) نو تاسو ما مه ملامتوئ او (بلكې) خپل ځانونه ملامته كړئ، نه زه ستاسو فریادرس یم او نه تاسو زما فریاد رسان یئ، بېشكه زه كافر (او بېزاره) شوى یم په هغه څه چې تاسو زه (له الله سره) شریك كړى وم له دې نه مخكې۔، بېشكه دا ظالمان چې دي د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

کله چې جنتيان جنت ته ننوځي او دوزخيان دوزخ ته، ابليس به ووايي: بېشکه الله په حق ستاسو سره ژمنه وکړه، خپله ژمنه يې پوره کړه، ما په باطل ژمنه درسره وکړه، خپله ژمنه مې پوره نکړه، مالره کوم ځواک نه و چې په دنيا کې مو تاسو پر کفر او لارورکۍ اړ کړي وای، خو تاسو مې کفر ته راوبللئ، ګناهونه مې درته ښايسته کړل؛ نو تاسو په بيړه زما پيروي وکړه، تاسو ته په حاصله شوې لارورکۍ ما مه ملامتوئ، خپل ځانونه مو ملامت کړئ، هغه زيات د ملامتيا وړ دي، له تاسو د سزا په لرې کولو کې زه ستاسو مرستندوی نه يم او نه تاسو له ما څخه د هغه په لرې کولو کې زما مرستندويان ياست، بېشکه ما نټه کړې ستاسو لخوا له الله سره په عبادت کې زما په شريک ګرځولو، بېشکه په دنيا کې له الله سره پر شرک ظالمان او پر هغه کفر، هغوی لره دردوونکې سزا ده چې د قيامت په ورځ يې انتظار کوي.

23

وَأُدْخِلَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ جَنَّٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ ۖ تَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَٰمٌ

او هغه كسان به چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي داسې جنتونو ته داخل كړى شي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په دې حال كې چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، د خپل رب په حكم سره۔ او د دوى پیشكشي به په دغو (جنتونو) كې سلام وي

په خلاف د ظالمانو د ورګرځېدو د ځای، هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي داسې جنتونو ته به ننه اېستل شي چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې نهرونه بهيږي، د خپل پالونکي په اجازه او ځواک به تل په هغو کې اوسېدونکي وي، ځينې به پر ځينو سلام کوي، پرېښتې به پرې سلام کوي او پالونکی به يې په سلام هرکلی ورته کوي.

24

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًۭا كَلِمَةًۭ طَيِّبَةًۭ كَشَجَرَةٍۢ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌۭ وَفَرْعُهَا فِى ٱلسَّمَآءِ

ایا ته نه وینې چې الله څنګه یو مثال بیانوي: پاكیزه كلمه (چې لا اله الا الله ده) د هغې پاكیزه ونې په شان ده چې د هغې بېخ كلك وي (په ځمكه كې) او د هغې څانګې په اسمان كې وي

ای رسوله! آيا پوه نه شوې الله د توحيد کلمې لپاره چې هغه لااله الاالله ده څنګه بېلګه بيان کړه چې کله يې د پاکې ونې بېلګه ورکړه چې هغه د خرما ونه ده، جرړې يې د ځمکې په تل کې تلونکي دي په خپلو پاکو رګونو اوبه څښي څانګې يې اسمان ته پورته کېدونکې دي نم څښي او پاکه هوا بويوي.

25

تُؤْتِىٓ أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍۭ بِإِذْنِ رَبِّهَا ۗ وَيَضْرِبُ ٱللَّهُ ٱلْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ

خپله مېوه د خپل رب په حكم سره هر وخت وركوي۔ او الله د خلقو لپاره مثالونه بیانوي، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي

دغه غوره ونه د خپل پالونکي په امر خپله غوره مېوه هر وخت ورکوي، الله چې هغه لره پاکي ده او لوړ دی د خلکو لپاره بېلګې بيانوي په دې هيله چې هغوی پند واخلي.

26

وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍۢ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ ٱجْتُثَّتْ مِن فَوْقِ ٱلْأَرْضِ مَا لَهَا مِن قَرَارٍۢ

او د خبیثې كلمې (چې د كفر كلمه ده) مثال د خبیثې (بدبويې) ونې دى چې د ځمكې له پاسه نه وېستل شوې وي، چې د هغې لپاره هېڅ قدر قرار نه وي

د شرک د پليتې کلمې بېلګه د هغې پليتې ونې غوندې ده، چې هغه د مرغوڼې( حنظل) ونه ده، له بېخه اېستل شوې ده، هغې لره نه پرځمکه ځای پرځای پاتې کېدل شته، او نه اسمان ته پورته کېدل، مري او بادونه يې پرې کوي؛ نو د کفر د کلمې پای له منځه تلل دي، د هغې د څښتن لپاره د الله لوري هيڅ ښه عمل نه پورته کيږي.

27

يُثَبِّتُ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱلْقَوْلِ ٱلثَّابِتِ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَفِى ٱلْءَاخِرَةِ ۖ وَيُضِلُّ ٱللَّهُ ٱلظَّٰلِمِينَ ۚ وَيَفْعَلُ ٱللَّهُ مَا يَشَآءُ

الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى په ثابته خبره باندې مضبوطوي، په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې او الله ظالمان ګمراه كوي او الله چې څه وغواړي هغه كوي

الله مؤمنان د توحيد په ثابته کلمه په بشپړه ايمان سره د دنيا په ژوند کې ثابتوي تردې چې مړه شي حال داچې هغوی پر ايمان وي، په برزخ کې په خپلو قبرونو کې يې د پوښتنې پرمهال او د قيامت په ورځ يې ثابتوي، پر الله د شرک او کفر له امله الله ظالمان لارورکي کوي له حق او لارښوونې څخه، او الله هغه څه کوي له لارورکۍ چې په خپل عدل د چا د لارورکۍ اراده وکړي، له لارښوونې چې په خپله پېرزوينه د چا لارښوونه وغواړي؛ نو هغه پاک ذات لره کوم اړ اېستونکی نشته.

28

۞ أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ بَدَّلُوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ كُفْرًۭا وَأَحَلُّوا۟ قَوْمَهُمْ دَارَ ٱلْبَوَارِ

ایا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې په ناشكرۍ سره يې د الله نعمت بدل كړ او خپل قوم يې د هلاكت كور ته راكوز كړو

بېشکه تا له قريشو د هغه کسانو حال وليدئ چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی کله يې چې د الله هغه انعام بدل کړ چې پر هغوی يې کړی و په حرم کې د ډاډ انعام او په هغوی کې د محمد صلی الله عليه وسلم د لېږل کېدو انعام دغه يې بدل کړل: د الله په نعمتونو په کفرکولو سره، کله يې چې هغه څه درواغ وګڼل چې هغه د خپل پالونکي لخوا ورسره راغلی و، له قومونو يې هغه کسان چې په کفر کې يې د هغوی پيروي وکړه د تباهۍ کورته ورکوز کړل.

29

جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا ۖ وَبِئْسَ ٱلْقَرَارُ

چې جهنم دى، دوى به په هغه كې داخلېږي او هغه داستوګنې بد ځاى دى

او د تباهۍ کور هغه دوزخ دی چې ورننوځي به، ګرمي به يې زغمي او بد د پاتې کېدو ځای د هغوی د پاتې کېدو ځای دی.

30

وَجَعَلُوا۟ لِلَّهِ أَندَادًۭا لِّيُضِلُّوا۟ عَن سَبِيلِهِۦ ۗ قُلْ تَمَتَّعُوا۟ فَإِنَّ مَصِيرَكُمْ إِلَى ٱلنَّارِ

او دوى د الله لپاره شریكان مقرر كړل، د دې لپاره چې د هغه له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، ته (ورته) ووایه: تاسو نفع واخلئ، پس بېشكه ستاسو بېرته ورتله (د دوزخ) اور ته دي

او مشرکانو الله لره شريکان او سيالان وګرځول تر څو هغه څوک د الله له لارې لارورکی کړي چې د هغوی پيروي يې کړې وروسته تردې چې هغوی په خپله ترې لارورکي شوي دي، ای رسوله! هغوی ته ووايه: خوند واخلئ له هغو نفسي غوښتنو چې پکښې ياست او په دنيا کې د هغو نفسي غوښتنو له خپرولوڅخه، ځکه د قيامت په ورځ ستاسو ورګرځېدل اور ته دي له هغه پرته بل د ورګرځېدو ځای مو نشته.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.