Muslim99Muslim99
← Tafsir library

14. Ibrahim

Abraham · Meccan · 52 ayahs

سُورَةُ إِبۡرَاهِيمَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 11–20 of 52

11

قَالَتْ لَهُمْ رُسُلُهُمْ إِن نَّحْنُ إِلَّا بَشَرٌۭ مِّثْلُكُمْ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يَمُنُّ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ ۖ وَمَا كَانَ لَنَآ أَن نَّأْتِيَكُم بِسُلْطَٰنٍ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ

دوى ته خپلو رسولانو وویل: مونږ نه یو مګر ستاسو په شان بشر، او لېكن الله په خپلو بنده ګانو كې چې په چا وغواړي احسان كوي او مونږ ته له سره اختیار نشته چې تاسو ته كوم دلیل (معجزه) راوړو مګر د الله په حكم سره۔ او لازم ده چې خاص په الله باندې مومنان توكل وكړي

هغوی ته يې رسولانو پر هغوی د رد په ډول وويل: موږ يوازې ستاسو غوندې انسانان يو، موږ په دغه کې ستاسو له ورته والي څخه نټه نه کوو، خو له دغه ورته والي څخه په هر څه کې ورته، ورته والی نه لازميږي، نو الله له خپلو بنده ګانو چې چاته وغواړي په ځانګړي انعام سره پېرزوينه پرې کوي، چې هغوی خلکو ته د استازو په توګه غوره کوي او زموږ لپاره نه صحيح کيږي چې تاسو ته هغه دليل راوړو چې غوښتنه يې کوئ، مګر د الله په خوښه، نو د هغه راوړل زموږ په توان کې نه دي، بلکې يوازې الله پر دغه ځواکمن دی، او يوازې پر الله بايد مؤمنان په خپلو چارو کې بروسه وکړي.

12

وَمَا لَنَآ أَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَى ٱللَّهِ وَقَدْ هَدَىٰنَا سُبُلَنَا ۚ وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَىٰ مَآ ءَاذَيْتُمُونَا ۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُتَوَكِّلُونَ

او مونږ ته څه عذر دى چې مونږ به په الله توكل نه كوو، حال دا چې هغه مونږ ته د خپلو لارو هدایت كړى دى او خامخا هرومرو به مونږ په هغو تكلیفونو صبر كوو چې تاسو يې مونږ ته راكوئ، او لازم ده چې خاص په الله باندې توكل كوونكي توكل وكړي

کوم خنډ او کوم عذر دی زموږ او پر هغه د بروسې کولو ترمنځ؟ سره له دې چې ترټولو سمې او څرګندې لارې ته یې لارښوونه راته کړې ده، هرومرو به ستاسو له لوري د درواغجن ګڼلو او ملنډو وهلو پر آزار رسونه صبر کوو او يوازې پر الله بايد مؤمنان په خپلو ټولو چارو کې بروسه وکړي.

13

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّكُم مِّنْ أَرْضِنَآ أَوْ لَتَعُودُنَّ فِى مِلَّتِنَا ۖ فَأَوْحَىٰٓ إِلَيْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ ٱلظَّٰلِمِينَ

او كافران شویو خلقو خپلو رسولانو ته وویل: خامخا هرومرو به مونږ تاسو له خپلې ځمكې نه وباسو، یا به خامخا هرومرو تاسو زمونږ دین ته راګرځئ، نو دغو (رسولانو) ته خپل رب وحي وكړه چې خامخا ضرور به مونږ ظالمان هلاكوو

او د رسولانو له قومونو هغو خلکو چې کفر يې کړی وو وويل کله چې د خپلو رسولانو له شخړې بې وسه شول: هرومرو به تاسو له خپل کلي وباسو يا به تاسو له خپل دينه زموږ دين ته راګرځئ؛ نو الله رسولانو ته د هغوی د ثابت پاتې کېدو لپاره وحي وکړه، هرومرو به هغه ظالمان چې پر الله او رسولانو يې کفری تباه کړو.

14

وَلَنُسْكِنَنَّكُمُ ٱلْأَرْضَ مِنۢ بَعْدِهِمْ ۚ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَافَ مَقَامِى وَخَافَ وَعِيدِ

او خامخا ضرور به مونږ له دوى نه پس تاسو په دغه ځمكه كې واوسوو، دغه (د ظالمانو هلاكول او د نېكانو اوسول حق دي) د هغه چا لپاره چې زما په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېږي اوزما له وعید نه وېرېږي

ای رسولانو! تاسو او هغه چاته چې ستاسو پيروي يې کړې ده هرومرو د هغوی له تباهۍ وروسته په ځمکه کې هستوګنه ورکړم، دغه یادشوي د درواغ ګڼونکو کافرانو تباهي، د هغوی له تباهۍ وروسته د رسولانو او مؤمنانو په ځمکه کې اوسول د هغه چا لپاره دي چې زما د لويي او څارنې حاضرېدل غواړي او هغه لره په سزا زما له ډارونې وېريږي.

15

وَٱسْتَفْتَحُوا۟ وَخَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِيدٍۢ

او هغوى (رسولانو) فتح وغوښته او هر متكبر سركشه نامراده شو

او رسولانو له خپل پالونکي وغوښتل چې د دښمنانو پرخلاف يې مرسته وکړي، زيانمن شو هر لويي کوونکی او له حق سره داسې ضد کوونکی چې هغه ته له څرګندېدو سربېره يې پيروي نه کوي.

16

مِّن وَرَآئِهِۦ جَهَنَّمُ وَيُسْقَىٰ مِن مَّآءٍۢ صَدِيدٍۢ

چې د هغه په وړاندې جهنم دى او په هغه به د وینو زویو اوبه څښولى شي

د قيامت په ورځ د دغه لويي کوونکي مخ ته دوزخ دی، هغه ورلره د انتظار ځای دی، په هغو کې به د دوزخيانو هغه زوې ورڅښل کيږي چې له هغوی بهيږي؛ نو تنده به يې نه ماتوي، تل به په تنده او داسې نورو ډول ډول سزاوو سزا ورکول کيږي.

17

يَتَجَرَّعُهُۥ وَلَا يَكَادُ يُسِيغُهُۥ وَيَأْتِيهِ ٱلْمَوْتُ مِن كُلِّ مَكَانٍۢ وَمَا هُوَ بِمَيِّتٍۢ ۖ وَمِن وَرَآئِهِۦ عَذَابٌ غَلِيظٌۭ

چې هغه به په تكلیف سره ګوټ ګوټ څښي او نژدې به نه وي چې هغه تېرې كړي او ده ته به له هره ځایه مرګ راشي، حال دا چې هغه به مړ كېدونكى نه وي او د ده شا او مخې ته به ډېر سخت عذاب وي

له سخت تريخوالي، ګرموالي او بدبويۍ به د هغو د څښلو په وار وار تکلف کوي، په تېرولو به يې نه توانيږي، له سختې سزا سره د مخامخ کېدو له امله به له هر لوري مرګ ورته راځي، خو مري به نه چې آرامه شي، بلکې ژوندی به پاتې کيږي ترڅو سزا وګالي او مخ ته به يې بله سخته سزا نتظار کوي.

18

مَّثَلُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِرَبِّهِمْ ۖ أَعْمَٰلُهُمْ كَرَمَادٍ ٱشْتَدَّتْ بِهِ ٱلرِّيحُ فِى يَوْمٍ عَاصِفٍۢ ۖ لَّا يَقْدِرُونَ مِمَّا كَسَبُوا۟ عَلَىٰ شَىْءٍۢ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلضَّلَٰلُ ٱلْبَعِيدُ

حال د هغو كسانو چې په خپل رب سره كافران شوي دي، د دوى عملونه د هغه ايرو په شان دي چې په سخته بادي ورځ كې پرې تیز باد راوالوځي، دوى به له خپلو كړو عملونو نه په هېڅ شي قادره نشي۔، همدغه ډېره لرې ګمراهي ده

د کافرانو د هغه ښو کارونو چې وړاندې کوي يې لکه صدقه، ښېګڼه او پر کمزوري شفقت بېلګه داسې ده لکه د هغه رېګ چې د سختو بادونو په ورځ سخته هوا ورپسې ولګيږي؛ په ځواک يې پورته کړي او په هرځای کې يې وشيندي، تردې چې هيڅ اغېز يې پاتې نشي، همدا رنګه د کافرانو په کړنو پسې د کفر هوا لګېدلې ده؛ نو د قيامت په ورځ به يې څښتنان ترې ګټه پورته نکړي، دا هغه عمل دی چې پر ايمان يې بنسټ نه دی اېښودل شوی، چې هغه د حق له لارې لرې لارورکي ده.

19

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ ۚ إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَأْتِ بِخَلْقٍۢ جَدِيدٍۢ

ایا ته نه وینې چې بېشكه الله اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، كه هغه وغواړي (، نو) تاسو به ختم كړي او نوي خلق به راولي

ای انسانه ته نه پوهېږې! چې الله آسمانونه او ځمکه په حقه پيداکړي دي، بې ځايه يې نه دي پيداکړي، ای خلکو! که ستاسو له منځه تلل او ستاسو پر ځای بل داسې مخلوق راوستل وغواړي چې د هغه عبادت وکړي او پيروي يې وکړي، هرومرو به مو له منځه يوسي او بل مخلوق به راوړي چې عبادت يې وکړي او پيروي يې وکړي، دغه کار هغه ته آسانه دی.

20

وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ بِعَزِيزٍۢ

او دغه (كار) په الله باندې هېڅ ګران نه دى

ستاسو تباهي او له تاسو پرته د بل مخلوق راوستل هغه پاک ذات لره بې وسه کوونکي نه دي، هغه پر هرڅه ځواکمن دی هيڅ شی يې نشي بې وسه کولای.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.