Muslim99Muslim99
← Tafsir library

12. Yusuf

Joseph · Meccan · 111 ayahs

سُورَةُ يُوسُفَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 71–80 of 111

71

قَالُوا۟ وَأَقْبَلُوا۟ عَلَيْهِم مَّاذَا تَفْقِدُونَ

هغوى وویل او دوى ته يې مخ راواړوه: تاسو څه شى ورك كړى دى؟

د يوسف وروڼو آواز کوونکي او هغه چاته چې ورسره و د شا لخوا په مخ ور اړولو وويل: څه درڅخه ورک دي چې آن پر موږ د غلا تور لګوئ؟.

72

قَالُوا۟ نَفْقِدُ صُوَاعَ ٱلْمَلِكِ وَلِمَن جَآءَ بِهِۦ حِمْلُ بَعِيرٍۢ وَأَنَا۠ بِهِۦ زَعِيمٌۭ

هغوى وویل: مونږ د بادشاه پېمانه وركه كړې ده، او د هغه چا لپاره چې دغه راوړي، د یو اوښ بار دى، او زه د دې ضامن یم

آواز کوونکي او څوک چې ورسره ملګري وو د يوسف عليه السلام وروڼو ته وويل: له موږ د پاچا هغه پېمانه ورکه شوې چې پېمانه پرې کوي، چا چې مخکې له پلټنې راوړه د هغه لپاره يو اوښ بار انعام دی او پر دغه زه ورته ضامن يم.

73

قَالُوا۟ تَٱللَّهِ لَقَدْ عَلِمْتُم مَّا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا كُنَّا سَٰرِقِينَ

هغوى وویل: قسم په الله، یقینًا یقینًا تاسو پوه شوي یئ چې مونږ د دې لپاره نه یو راغلي چې په دې ځمكه كې فساد وكړو، او مونږ خو غله نه یو

د يوسف وروڼو ورته وويل: په الله قسم تاسو ته زموږ پاکي او بېزاري درمعلومه ده، لکه زموږ حالت مو چې وليدی، موږ مصر ته نه يو راغلي چې درغلي پکښې وکړو او نه په خپل ژوند کې غله وو.

74

قَالُوا۟ فَمَا جَزَٰٓؤُهُۥٓ إِن كُنتُمْ كَٰذِبِينَ

هغوى وویل: نو د هغه جزا به څه وي كه تاسو غله وئ؟

آواز کوونکي او ملګرو يې وويل: که په تاسو کې چا غلا کړي وي د هغه سزا به څه وي که چېرې تاسو له غلا څخه د بېزارۍ په دعوی کې درواغجن وئ؟

75

قَالُوا۟ جَزَٰٓؤُهُۥ مَن وُجِدَ فِى رَحْلِهِۦ فَهُوَ جَزَٰٓؤُهُۥ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلظَّٰلِمِينَ

دوى وویل: د هغه جزا هغه كس دى د چا په بار كې چې دغه وموندل شي، نو هم دغه كس د هغه جزا دى، همدارنګه مونږ ظالمانو ته جزا وركوو

د يوسف وروڼو ورته وويل: د غله سزا په موږ کې دا ده چې د چا په بار کې غلا شوی شی وموندل شي هغه سپارل کيږي هغه چاته چې غلا ترې شوې ده تر څو يې مريی کړي، په دغه مرېيتوب غوندې سزا موږ غلو ته سزا ورکوو.

76

فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ قَبْلَ وِعَآءِ أَخِيهِ ثُمَّ ٱسْتَخْرَجَهَا مِن وِعَآءِ أَخِيهِ ۚ كَذَٰلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ ۖ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِى دِينِ ٱلْمَلِكِ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ ۚ نَرْفَعُ دَرَجَٰتٍۢ مَّن نَّشَآءُ ۗ وَفَوْقَ كُلِّ ذِى عِلْمٍ عَلِيمٌۭ

نو د خپل ورور له بار نه مخكې يې د هغوى په بارونو شروع وكړه، بیا يې دغه پېمانه د خپل ورور له بار نه راوښكله، همدارنګه مونږ د یوسف لپاره تدبیر وكړ، هغه (یوسف د دې حقدار) نه و چې د بادشاه په قانون كې خپل ورور راونیسي، مګر دا چې الله وغواړي، چا ته چې مونږ وغواړو په درجو كې يې اوچتوو او د هر علم والا له پاسه لوى عالم دى

هغوی يې د خپلو بارونو د پلټنې لپاره يوسف ته راوګرځول، يوسف د خپل چل پټولو په موخه د سکه ورور له بار پلټلو مخکې د خپلو ناسکه وروڼو د بارونو پلټنه پيل کړه، بيا يې د سکه ورور بار وپلټی او پېمانه يې ترې راوويستله، لکه څنګه مو چې د ورور په بار کې يې د پېمانې اېښودلو د تدبير چل وروښودلو، همدارنګه مو هغه ته بل کار هم وروښوده چې خپلو وروڼو ته يې د هغوی د ښار سزا ورکړي چې هغه د غله غلام جوړول دي، دغه کار به نه وای ترسره شوای که يې د پاچا سزا عملي کړې وای، چې وهل او تاوان ورکول وو، مګر دا چې الله بل تدبير وغواړي هغه پرې ځواکمن دی، موږ له خپلو بندګانو چې چاته وغواړو مرتبې يې لوړوو لکه د يوسف مرتبه مو چې لوړه کړه، د هر پوهې څښتن پر سر تر هغه بل پوه شته او د ټولو د پوهې پر سر د الله پوهه ده چې په هرڅه پوهيږي.

77

۞ قَالُوٓا۟ إِن يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌۭ لَّهُۥ مِن قَبْلُ ۚ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِى نَفْسِهِۦ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ ۚ قَالَ أَنتُمْ شَرٌّۭ مَّكَانًۭا ۖ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَصِفُونَ

هغوى وویل: كه دا غلا كوي، نو یقینًا له ده نه مخكې د ده ورور (هم) غلا كړې ده۔، نو یوسف دا په خپل نفس كې پټه وساتله او دايې دوى ته ښكاره نه كړه، ويې ويل: تاسو د مرتبې په لحاظ ډېر بد يئ او الله ښه عالم دى په هغې خبره چې تاسو يې بیانوئ

د يوسف وروڼو وويل: که هغه غلا کوي؛ نو حيرانتيا نشته، بېشکه سکه ورور يې د هغه له غلا مخکې غلا کړې وه، د هغوی موخه يوسف عليه السلام و، يوسف عليه السلام د هغوی پر دغه وينا خپل کړاو پټ کړ، هغوی ته يې ښکاره نکړ، په زړه کې يې ورته وويل: تاسو چې پر کومه کينه او ناوړه کړنه ياست چې مخکې در څخه وشوه، هغه په دغه ځای کې په خپله يو شر دی، الله تعالی پر دغه تور لګولو چې له تاسو وځي ډېر پوه دی.

78

قَالُوا۟ يَٰٓأَيُّهَا ٱلْعَزِيزُ إِنَّ لَهُۥٓ أَبًۭا شَيْخًۭا كَبِيرًۭا فَخُذْ أَحَدَنَا مَكَانَهُۥٓ ۖ إِنَّا نَرَىٰكَ مِنَ ٱلْمُحْسِنِينَ

دوى وویل: اى عزیزه! بېشكه د ده ډېر زوړ عمرخوړلى پلار دى، نو ته د ده په ځاى پر مونږ كې یو تن ونیسه، بېشكه مونږ تا له احسان كوونكو ځنې وینو

د يوسف وروڼو يوسف ته وويل: ای عزیزه! د هغه يو سپين ږيری عمرخوړلی پلار دی چې ډېره مينه ورسره لري د هغه په بدل کې له موږ يو ونيسه، بېشکه موږ دې وينو له موږ او نورو خلکو سره په معامله کې له ښېګڼه کوونکو څخه يې؛ نو په دغه کې له موږ سره ښه وکړه.

79

قَالَ مَعَاذَ ٱللَّهِ أَن نَّأْخُذَ إِلَّا مَن وَجَدْنَا مَتَٰعَنَا عِندَهُۥٓ إِنَّآ إِذًۭا لَّظَٰلِمُونَ

هغه وویل: د الله پناه غواړو (له دې خبرې نه) چې مونږ (بل څوك) ونیسو، غير له هغه كس نه چې مونږ له هغه سره خپل سامان موندلى دى، بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا ظالمان یو

يوسف عليه السلام وويل: په الله پناه چې د ظالم د ګناه له امله په بېګناه ظلم وکړو، له هغه چا پرته بل څوک ونيسو چې په بار کې مو يې پېمانه پيداکړې ده، بېشکه که مو داسې وکړل هرومرو به ظالمان وو، چې بېګناه ته سزا ورکړو او ګناهکاره پرېږدو.

80

فَلَمَّا ٱسْتَيْـَٔسُوا۟ مِنْهُ خَلَصُوا۟ نَجِيًّۭا ۖ قَالَ كَبِيرُهُمْ أَلَمْ تَعْلَمُوٓا۟ أَنَّ أَبَاكُمْ قَدْ أَخَذَ عَلَيْكُم مَّوْثِقًۭا مِّنَ ٱللَّهِ وَمِن قَبْلُ مَا فَرَّطتُمْ فِى يُوسُفَ ۖ فَلَنْ أَبْرَحَ ٱلْأَرْضَ حَتَّىٰ يَأْذَنَ لِىٓ أَبِىٓ أَوْ يَحْكُمَ ٱللَّهُ لِى ۖ وَهُوَ خَيْرُ ٱلْحَٰكِمِينَ

نو كله چې دوى له هغه نه نا امېده شول (، نو یوې خوا ته) بېل شول، په دې حال كې چې مشوره كوونكي وو، د دوى مشر وویل: ایا تاسو په دې پوه نه یئ چې یقینًا ستاسو پلار له تاسو نه د الله پخه وعده اخيستې ده او له دې نه مخكې چې تاسو د یوسف په باره كې څه تقصیر كړى دى، نو زه خو به هیڅكله هم له دې ځمكې ونه خوځم تر هغه پورې چې ما ته زما پلار اجازت راكړي، یا الله زما لپاره فیصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فیصله كوونكى دى

کله چې د يوسف لخوا د خپلې غوښتنې له ځوابه نا هيلې شول، له خلکو بېل شول ترڅو مشوره وکړي، مشر ورور يې وويل: آيا په ياد مو دي چې پلار مو له تاسو د الله ټينګه ژمنه اخېستې وه ترڅو يې زوی بېرته ورولئ، مګر داچې داسې څه درباندې چاپېره شي چې د مخ نيوي توان يې ونلرئ، له دې مخکې مو د يوسف په اړه زيادت کړی و او له پلار سره مو خپله ژمنه پوره نکړه؛ نو هيڅکله د مصر ځمکه تر هغه نه پرېږدم تر څو مې پلار د بېرته ورتګ اجازه رانکړي او يا الله راته د خپل ورور د اخېستو پرېکړه وکړي، هغه تر ټولو غوره پرېکړه کوونکی دی او هغه په حق او عدل پرېکړه کوي.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.