Muslim99Muslim99
← Tafsir library

12. Yusuf

Joseph · Meccan · 111 ayahs

سُورَةُ يُوسُفَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 91–100 of 111

91

قَالُوا۟ تَٱللَّهِ لَقَدْ ءَاثَرَكَ ٱللَّهُ عَلَيْنَا وَإِن كُنَّا لَخَٰطِـِٔينَ

هغوى وویل: قسم په الله چې یقینًا په رښتیا سره الله ته پر مونږ باندې غوره كړى يې او بېشكه مونږ خامخا خطا كار وو

وروڼو يې له هغه څه چې پرې کړي يې وو د عذر غوښتونکو په ډول ورته وويل: په الله قسم؛ الله پر موږ غوراوی درکړی چې تاته يې د کمال صفتونه درکړي، او په رښتيا چې موږ په هغه څه کې چې پر تا مو کړي بدکاره او ظالمان وو.

92

قَالَ لَا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ ٱلْيَوْمَ ۖ يَغْفِرُ ٱللَّهُ لَكُمْ ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ

هغه وویل: نن ورځ پر تاسو باندې هېڅ ملامتي نشته، الله دې تاسو وبخښي او هغه تر ټولو زیات رحم كوونكى دى

يوسف يې عذر ومانه او ويې ويل: نن پر تاسو کومه ملامتيا نشته چې ستاسو د سزا غوښتنه وکړي او نه رټنه، له الله څخه ستاسو لپاره بښنه غواړم او هغه پاک ذات تر ټولو ډېر مهربان دی.

93

ٱذْهَبُوا۟ بِقَمِيصِى هَٰذَا فَأَلْقُوهُ عَلَىٰ وَجْهِ أَبِى يَأْتِ بَصِيرًۭا وَأْتُونِى بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ

تاسو زما دا كمیس یوسئ، نو دا زما د پلار په مخ واچوئ، هغه به بېرته بینا شي او تاسو، سره له خپل اهله ټول ما ته راشئ

خپل کميس يې ورکړ، ځکه هغوی خبر ورکړ چې د پلار سترګې يې په څه حال شوې دي او ويې ويل: زما دغه کميس يوسئ، د پلار په سترګو مې يې واچوئ، نظر به يې بېرته وروګرځي او ماته مو خپله ټوله کورنۍ راولئ.

94

وَلَمَّا فَصَلَتِ ٱلْعِيرُ قَالَ أَبُوهُمْ إِنِّى لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ ۖ لَوْلَآ أَن تُفَنِّدُونِ

او كله چې قافله (د مصر له حدودو) ووتله، د هغوى پلار وویل: بېشكه زه چې یم خامخا د یوسف خوشبويي محسوسوم كه چېرې تاسو ما ته د بوډاوالي د كم عقلۍ نسبت ونه كړئ (نو زما تصدیق به وكړئ)

کله چې قافله له مصر څخه د تګ په حالت کې ووتله او له آبادۍ يې تېره شوه يعقوب عليه السلام خپلو زامنو او څوک چې د هغه په ځمکه کې ورسره وو وويل: زه د يوسف بوی احساسوم، که چېرې تاسو ما ناپوه ونه ګڼئ او د عقل خرابي نسبت راته ونکړئ په خپله دغه وينا مو: چې دغه زوړ عقل خرابه دی، هغه څه وايي چې نه پرې پوهيږي.

95

قَالُوا۟ تَٱللَّهِ إِنَّكَ لَفِى ضَلَٰلِكَ ٱلْقَدِيمِ

(ده ته حاضرینو) وویل: بېشكه ته چې يې، خامخا په خپلې پخوانۍ خطا كې پروت يې

له هغه اولاده يې چې ورسره وو يو چا وويل: په الله قسم ته تل په خپل پخواني خيال کې يې ستا په وړاندې د يوسف د مرتبې او د هغه د دويم ځل ليدلو د شونتيا په اړه.

96

فَلَمَّآ أَن جَآءَ ٱلْبَشِيرُ أَلْقَىٰهُ عَلَىٰ وَجْهِهِۦ فَٱرْتَدَّ بَصِيرًۭا ۖ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّىٓ أَعْلَمُ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ

نو هغه وخت چې زېرى كوونكى څنګه راغى، نو د ده په مخ يې هغه (كمیس) واچوه، نو دى بینا وګرځېده۔، هغه (یعقوب) وویل: ایا ماتاسو ته نه و ویلي؟ بېشكه زه (د الله په ښودنې سره) په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ

کله چې دهغه څه خبر ورکوونکی راغی چې يعقوب يې خوشحالوی، د يوسف کميس يې د هغه پر مخ واچوی؛ نو هغه ليدونکی شو، په دغه وخت کې يې خپلو زامنو ته وويل: آيا ما نه درته ويل چې زه د الله له لورېينې او ښېګڼې په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ؟.

97

قَالُوا۟ يَٰٓأَبَانَا ٱسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَآ إِنَّا كُنَّا خَٰطِـِٔينَ

هغوى وویل: اى زمونږ پلاره! زمونږ لپاره (له الله نه) زمونږ د ګناهونو بخښنه وغواړه، بېشكه مونږ خطا كار وو

زامنو يې له هغه څه چې پر يوسف او دهغه په ورور يې کړي وو د عذر غوښتونکو په حال کې خپل پلار يعقوب ته وويل: ای زموږ پلاره! له الله څخه زموږ د پخوانيو ګناهونو لپاره بښنه وغواړه، بېشکه موږ ګناهکاره تېروتونکي وو په هغه څه کې چې پر يوسف او د هغه پر سکه ورور مو وکړل.

98

قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّىٓ ۖ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ

هغه وویل: عنقریب به زه تاسو لپاره له خپل رب نه بخښنه وغواړم، بېشكه هغه، هم هغه، ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

پلار يې ورته وويل: ژر به ستاسو لپاره له خپل پالونکي بښنه وغواړم، بېشکه هغه له بندګانو يې د توبه اېستونکو د ګناهونو بښونکی او پر هغوی مهربانه دی.

99

فَلَمَّا دَخَلُوا۟ عَلَىٰ يُوسُفَ ءَاوَىٰٓ إِلَيْهِ أَبَوَيْهِ وَقَالَ ٱدْخُلُوا۟ مِصْرَ إِن شَآءَ ٱللَّهُ ءَامِنِينَ

نو كله چې دوى په یوسف ورننوتل، نو خپل مور او پلار يې خپل ځان ته رانژدې كړل او ويې ويل: تاسو مصر ته داخل شئ، په داسې حال كې چې په امن كې به يئ۔ كه الله وغواړي

يعقوب او کورنۍ يې له خپلې ځمکې ووتل په داسې حال کې چې په مصر کې يې د يوسف هوډ کړی وو، کله چې په هغه ور ننوتل، هغه خپل پلار او مور ځانته ورنږدې کړل او خپلو وروڼو او د هغوی کورنيو ته يې وويل: د الله په خوښه مصر ته ډاډه ننوځئ چې هيڅ ستونزه به درته نه رسيږي.

100

وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى ٱلْعَرْشِ وَخَرُّوا۟ لَهُۥ سُجَّدًۭا ۖ وَقَالَ يَٰٓأَبَتِ هَٰذَا تَأْوِيلُ رُءْيَٰىَ مِن قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّى حَقًّۭا ۖ وَقَدْ أَحْسَنَ بِىٓ إِذْ أَخْرَجَنِى مِنَ ٱلسِّجْنِ وَجَآءَ بِكُم مِّنَ ٱلْبَدْوِ مِنۢ بَعْدِ أَن نَّزَغَ ٱلشَّيْطَٰنُ بَيْنِى وَبَيْنَ إِخْوَتِىٓ ۚ إِنَّ رَبِّى لَطِيفٌۭ لِّمَا يَشَآءُ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْحَكِيمُ

او خپل مور او پلار يې (له ځان سره) په تخت باندې پورته كړل، او دوى (ټول) ده ته پرېوتل سجده كوونكي۔ او ده وویل: اى زما پلار جانه! دا زما د هغه خوب تعبیر دى چې مخكې (مالېدلى) و، یقینًا هغه زما رب رښتیا وګرځاوه، او یقینًا هغه په ما احسان وكړ كله چې يې زه له جېل نه راووېستم او تاسو يې له میرې (صحرا) نه راوستئ، وروسته له دې چې شیطان زما او زما د وروڼو په مینځ كې جګړه غورځولې وه، بېشكه زما رب باریك تدبیر والا دى، د هغه (شي) لپاره چې اراده يې وكړي، بېشكه هغه، هم هغه، ښه عالم، ښه حكمت والا دى

او خپل مور او پلار يې پر هغه تخت کېنول چې په خپله پرې کېناستلو، مور او پلار او يوولس وروڼو يې د درناوي په سجده، نه د عبادت په سجده سره هغه ته سلامي وکړه، تر څو په ليدلي خوب کې د الله امر پر ځای شي، ځکه خو يوسف - عليه السلام - خپل مور او پلار ته وويل: دغه ستاسو لخوا ماته د درناوي سجده د هغه خوب تعبير دی چې مخکې مې ليدلی و او تاته مې بيان کړی و، الله هغه په رامنځته کولو حق ثابت کړ، او پالونکي مې را سره ډېره ښېګڼه وکړه چې له بندخونې يې واېستلم او تاسو يې له صحرا وروسته له هغې راته راوستلی چې شیطان زما او د وروڼو ترمنځ خرابي راوستلې وه، پرته له شکه پالونکی مې ډېر باریک دی په خپل تدبير کې چاته چې وغواړي، او پرته له شکه هغه د خپلو بندګانو پر حالاتو ښه پوه او په خپل تدبير کې حکمت والا دی.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.