Muslim99Muslim99
← Tafsir library

12. Yusuf

Joseph · Meccan · 111 ayahs

سُورَةُ يُوسُفَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 61–70 of 111

61

قَالُوا۟ سَنُرَٰوِدُ عَنْهُ أَبَاهُ وَإِنَّا لَفَٰعِلُونَ

هغوى وویل: مونږ به د هغه په هكله د هغه له پلاره په كوښښ سره غوښتنه كوو او بېشكه مونږ خامخا (دا كار) كوونكي یو

وروڼو يې په دې ويلو ځواب ورکړ: له پلاره به يې وغواړو، په دې کې به کوښښ وکړو او موږ پرته له کمۍ د هغه څه کوونکي يو چې امر دې راته پرې وکړ.

62

وَقَالَ لِفِتْيَٰنِهِ ٱجْعَلُوا۟ بِضَٰعَتَهُمْ فِى رِحَالِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَعْرِفُونَهَآ إِذَا ٱنقَلَبُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَهْلِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

او هغه خپلو ځلمیو ته وویل: د هغوى پنګه (سرمايه) د هغوى په بارونو كې كېږدئ۔، د دې لپاره چې دوى هغه وپېژني، كله چې دوى خپل اهل ته واپس لاړ شي، د دې لپاره چې دوى واپس راشي

يوسف خپلو کار کوونکو ته وويل: د هغوی پيسې بېرته ورکړئ تر څو د تلو په وخت هغوی پوه شي، چې موږ ترې څه ندي اخېستي او دغه به يې بيا راوستلو ته اړ کړي، چې ورور به يې هم ورسره وي، تر څو هغوی د يوسف لپاره خپله رېښتينولي ثابته کړي او هغه ترې پيسې قبولې کړي.

63

فَلَمَّا رَجَعُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَبِيهِمْ قَالُوا۟ يَٰٓأَبَانَا مُنِعَ مِنَّا ٱلْكَيْلُ فَأَرْسِلْ مَعَنَآ أَخَانَا نَكْتَلْ وَإِنَّا لَهُۥ لَحَٰفِظُونَ

نو كله چې دوى خپل پلار ته بېرته وګرځېدل، ويې ويل: اى زمونږ پلاره! زمونږ نه يوه پېمانه منع كړى شوې ده، نو ته زمونږ سره زمونږ ورور ولېږه چې پېمانه راواخلو او بېشكه مونږ خامخا د ده حفاظت كوونكي یو

کله چې يې پلار ته را وګرځېدل او د يوسف لخوا يې د خپل درناوي کيسه ورته بيان کړه ويې ويل: ای زموږ پلاره له موږ څخه پېمانه وګرځول شوه، که مو له ځان سره خپل ورور بو نه تی! نو له موږ سره يې ولېږه، بېشکه که يې را سره ولېږې خوراکي توکي به را پېمانه کړو او موږ تاته د هغه د ساتنې ټينګه ژمنه درکوو ترڅو تاته روغ راوګرځي.

64

قَالَ هَلْ ءَامَنُكُمْ عَلَيْهِ إِلَّا كَمَآ أَمِنتُكُمْ عَلَىٰٓ أَخِيهِ مِن قَبْلُ ۖ فَٱللَّهُ خَيْرٌ حَٰفِظًۭا ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ

هغه وویل: ایا زه تاسو په ده باندې امینان كړم مګر په شان د هغه چې ما تاسو له دې نه مخكې د ده په ورور باندې امینان ګرځولي وئ، نو الله ډېر غوره ساتونكى دى او هغه تر ټولو زیات رحم كوونكى دى

پلار يې ورته وويل: آيا په تاسو داسې باور وکړم لکه مخکې مې چې د هغه د سکه ورور يوسف په اړه باور درباندې کړی و؟! پرتاسو مې د هغه په اړه باور وکړ، تاسو يې د ساتنې ژمنه وکړه، خپله ژمنه مو ترسره نه کړه؛ نو ستاسو د ساتنې په ژمنه زه باور نلرم، زما باور يوازې پر الله دی، هغه ترټولو غوره ساتونکی دی د هغه چا لپاره چې د ساتنې اراده يې ولري او هغه تر ټولو غوره لوروونکی دی چاته چې د لورېينې اراده وکړي.

65

وَلَمَّا فَتَحُوا۟ مَتَٰعَهُمْ وَجَدُوا۟ بِضَٰعَتَهُمْ رُدَّتْ إِلَيْهِمْ ۖ قَالُوا۟ يَٰٓأَبَانَا مَا نَبْغِى ۖ هَٰذِهِۦ بِضَٰعَتُنَا رُدَّتْ إِلَيْنَا ۖ وَنَمِيرُ أَهْلَنَا وَنَحْفَظُ أَخَانَا وَنَزْدَادُ كَيْلَ بَعِيرٍۢ ۖ ذَٰلِكَ كَيْلٌۭ يَسِيرٌۭ

او كله چې دوى خپل سامان پرانسته، دوى خپله پنګه وموندله چې دوى ته بېرته واپس كړى شوې ده، دوى وویل: اى زمونږ پلاره! مونږ (نور) څه غواړو، دا زمونږ پنګه ده چې مونږ ته بېرته واپس كړى شوې ده، او مونږ به د خپل اهل لپاره غله راوړو او خپل ورور به ساتو او د یو اوښ بار به زیات راوړو، دغه ډېره اسانه پېمانه ده

کله يې چې هغه د خوراکي توکو بوجۍ پرانيستې چې راوړې يې وې، پيسې يې وموندې چې بېرته ورګرځول شوې دي، خپل پلار ته يې وويل: له دغه عزيز څخه له دې درناوي وروسته نور څه غواړو؟ دغه زموږ د خوراکي توکو پيسې دي چې عزيز له خپل لوري پر موږ د پېرزوينې له امله راګرځولې دي، خپلو کورنيو ته به خوراکي توکي راوړو، د خپل ورور به له هغه څه ساتنه وکړو چې ته پرې وېرېږې او د هغه د ملګرتيا له امله به يو اوښ بار پېمانه زياته شي، د يو اوښ بار پېمانې زياتوالی د عزيز په وړاندې آسانه کار دی.

66

قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُۥ مَعَكُمْ حَتَّىٰ تُؤْتُونِ مَوْثِقًۭا مِّنَ ٱللَّهِ لَتَأْتُنَّنِى بِهِۦٓ إِلَّآ أَن يُحَاطَ بِكُمْ ۖ فَلَمَّآ ءَاتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ ٱللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٌۭ

هغه وویل: هیڅكله به هم زه له تاسو سره هغه ونه لېږم تر هغه پورې چې تاسو ما ته د الله پخه وعده راكړئ چې تاسو به هغه خامخا لازمًا ما ته بېرته راولئ، مګر دا چې تاسو ګېر كړى شئ، نو كله چې هغوى ده ته خپله پخه وعده وركړه، هغه وویل: الله وكیل (او شاهد) دى په هغه څه چې مونږ يې وایو

پلار يې ورته وويل: هيڅکله به يې درسره ونه لږم تر څو په ټينګه د الله عهد را نکړئ چې ماته به يې بېرته راولئ، خو دا چې پر تاسو ټولو تباهي چاپېره شي، له تاسو هيڅوک هم پرې نږدي او تاسو د هغه د مخ نيوي او ګرځولو توان ونلرئ؛ نو کله يې چې پر دغه د الله ټينګ عهد ورکړ، ويې ويل: الله پر هغه څه شاهد دی چې وايو يې، نو د هغه شاهدي موږ ته بسنه کوي.

67

وَقَالَ يَٰبَنِىَّ لَا تَدْخُلُوا۟ مِنۢ بَابٍۢ وَٰحِدٍۢ وَٱدْخُلُوا۟ مِنْ أَبْوَٰبٍۢ مُّتَفَرِّقَةٍۢ ۖ وَمَآ أُغْنِى عَنكُم مِّنَ ٱللَّهِ مِن شَىْءٍ ۖ إِنِ ٱلْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۖ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ ۖ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُتَوَكِّلُونَ

او هغه وویل: اى زما زامنو! تاسو (ټول) له یوې دروازې نه مه ننوځئ او له بېلو بېلو دروازو نه ورننوځئ او زه له تاسو نه د الله (له فیصلې) نه هېڅ شى نشم لرې كولى، حكم نشته مګر خاص د الله لپاره دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى اولازم دي چې توكل كوونكي يواځې په هغه باندې توكل وكړي

پلار يې هغوی ته د سپارښت کوونکي په توګه وويل: مصر ته ټول له يوې دروازې مه ننوځئ، بلکې له بېلو بېلو دروازو ننوځئ، دا ډېر خوندي دی له دې چې څوک دې ټولو ته زيان ورسوي که يې ستاسو په اړه اراده کړې وي، زه تاسو ته دا نه وايم چې د هغه زيان مخه به درڅخه ونيسم چې الله يې تاسو ته اراده کړې ده، نه د دې لپاره چې هغه ګټه به درته رسوم چې الله يې نه غواړي، پرېکړه يوازې د الله پرېکړه وي، امر هم د الله امر وي، يوازې پر هغه په خپلو ټولو چارو کې بروسه کوم، نو بروسه کوونکي دې هم په خپلو چارو کې بروسه وکړي.

68

وَلَمَّا دَخَلُوا۟ مِنْ حَيْثُ أَمَرَهُمْ أَبُوهُم مَّا كَانَ يُغْنِى عَنْهُم مِّنَ ٱللَّهِ مِن شَىْءٍ إِلَّا حَاجَةًۭ فِى نَفْسِ يَعْقُوبَ قَضَىٰهَا ۚ وَإِنَّهُۥ لَذُو عِلْمٍۢ لِّمَا عَلَّمْنَٰهُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ

او كله چې دوى ننوتل له هغه ځایه چې دوى ته يې خپل پلار حكم كړى و، هغه له دوى نه د الله (له فيصلې) نه هېڅ شى نشو لرې كولى، مګر دا د یعقوب په زړه كې یو حاجت و چې هغه يې ادا كړ، او بېشكه هغه یقینًا د علم خاوند و، په سبب د دې چې مونږ هغه ته تعلیم وركړى و او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي

هغوی ولاړل او د هغه (يوسف) سکه ورور هم ورسره و، کله چې له بېلو بېلو دروازو ننوتل لکه څنګه يې چې پلار امر ورته کړی و، په بېلوبېلو دروازو ننوتلو له هغوی د هغه څه مخه ونه نيوله چې الله يې پرېکړه کړې وه، دا يوازې د يعقوب زړه سوی و پر خپلو اولادونو، چې ښکاره يې کړ او د هغه سپارښتنه يې ورته وکړه، سره له دې چې هغه پوهېده چې پرېکړه يوازې د الله پرېکړه ده، هغه پوه دی د قدر د ايمان او د اسبابو د اختيار په اړه چې مو ورته ښودلي وو، خو ډېری خلک په دې نه پوهيږي.

69

وَلَمَّا دَخَلُوا۟ عَلَىٰ يُوسُفَ ءَاوَىٰٓ إِلَيْهِ أَخَاهُ ۖ قَالَ إِنِّىٓ أَنَا۠ أَخُوكَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

او كله چې دوى په یوسف باندې ورننوتل، (نو) هغه خپل ورور خپل ځان ته رانژدې كړ، ويې ويل: بېشكه زه چې یم، هم دا زه ستا ورور یم، نو ته په هغو كارونو مه خفه كېږه چې دوى كول

کله چې د يوسف وروڼه پر يوسف ورننوتل، له هغوی سره د يوسف سکه ورور هم و، هغه خپل سکه ورور ځانته ورنږدې کړ او پټ يې ورته وويل: زه ستا سکه ورور يوسف يم؛ نو ته په هغه څه مه خفه کېږه، کله چې دې وروڼو پر موږ د کينې او زيان له امله بد کارونه ترسره کړل او د هغوی لخوا زما په څاه کې په اچولو سره.

70

فَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ ٱلسِّقَايَةَ فِى رَحْلِ أَخِيهِ ثُمَّ أَذَّنَ مُؤَذِّنٌ أَيَّتُهَا ٱلْعِيرُ إِنَّكُمْ لَسَٰرِقُونَ

نو كله چې هغه، دوى ته د دوى سامانونه تیار كړل (، نو) د څښلو جام يې د خپل ورور په بار كې كېښود، بیا غږ كوونكي غږ وكړ! اى قافلې! بېشكه تاسو خامخا غله یئ

کله چې يوسف خپلو خادمانو ته د خپلو وروڼو پر اوښانو د خوراکي توکو بارولو امر وکړ، د پاچا هغه پېمانه چې غله وړونکو ته به يې غله پرې پېمانه کوله د خپل سکه ورور په بوجۍ کې له هغوی پټه کېښوده، له ځان سره د هغه د پاتې کولو لپاره، کله چې هغوی خپلو کورنيوته روان شول، يو آواز کوونکي په هغوی پسې چېغه کړه، ای په غله د بار اوښانو څښتنانو، بېشکه تاسو غله ياست.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.