Muslim99Muslim99
← Tafsir library

12. Yusuf

Joseph · Meccan · 111 ayahs

سُورَةُ يُوسُفَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 51–60 of 111

51

قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ إِذْ رَٰوَدتُّنَّ يُوسُفَ عَن نَّفْسِهِۦ ۚ قُلْنَ حَٰشَ لِلَّهِ مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ مِن سُوٓءٍۢ ۚ قَالَتِ ٱمْرَأَتُ ٱلْعَزِيزِ ٱلْـَٰٔنَ حَصْحَصَ ٱلْحَقُّ أَنَا۠ رَٰوَدتُّهُۥ عَن نَّفْسِهِۦ وَإِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ

هغه وویل: ستاسو څه حال (معامله) وه كله چې تاسو له یوسف نه د هغه د نفس غوښتنه كوله؟ هغوى وویل: الله ته پاكي ده، مونږ په هغه كې هېڅ بدي نه وه معلومه كړې، د عزیز ښځې وویل: اوس حقه (رښتیا) خبره ظاهره شوه، ما له هغه نه مطالبه كړې وه او بېشكه هغه یقینًا له رښتینو څخه دى

پاچا ښځو ته په خطاب کولو سره وويل: ستاسو کيسه څنګه ده کله مو چې له يوسف څخه په چل وغوښتل ترڅو له تاسو سره ناروا وکړي، ښځو پاچا ته په ځواب کې وويل: ډېره لېرې ده چې يوسف دې تورن وي، پر الله قسم موږ د هغه په اړه په هيڅ بدو نه پوهېږو، دغه مهال د عزيز مېرمنې د کړي عمل د منونکې په ډول وويل: اوس حق څرګند شو، ما د هغه د تېر اېستلو هڅه وکړه، هغه زما د تېر اېستلو هڅه نه ده کړې او هغه د ځان د سپېڅلتيا د دعوې په اړه له رېښتينو څخه دی کوم چې ما تور پرې لګولی و.

52

ذَٰلِكَ لِيَعْلَمَ أَنِّى لَمْ أَخُنْهُ بِٱلْغَيْبِ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى كَيْدَ ٱلْخَآئِنِينَ

دا د دې لپاره چې هغه (عزیز) پوه شي چې ما پسې شا له هغه سره خیانت نه دى كړى، او دا چې یقینًا الله د خیانتګرو مكر نه برابروي (سر ته يې نه رسوي)

د عزيز مېرمنې وويل: يوسف دې پوه شي چې کله ما اقرار وکړ چې زه هغه څوک وم چې له هغه مې ناروا غوښتنه وکړه، هغه رېښتونی دی، ما د هغه په نشتون کې پرې تور ندی لګولی، بېشکه ماته له هغه څه چې وشول څرګنده شوه چې الله هغه چا ته توفيق نه ورکوي چې درواغ وايي او دوکه کوي.

53

۞ وَمَآ أُبَرِّئُ نَفْسِىٓ ۚ إِنَّ ٱلنَّفْسَ لَأَمَّارَةٌۢ بِٱلسُّوٓءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّىٓ ۚ إِنَّ رَبِّى غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ

او زه خپل نفس نه بري كوم، یقینًا نفس خو په بدۍ سره ډېر حكم كوونكى دى، مګر هغه چې زما رب پرې رحم وكړي، یقینًا زما رب ښه مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى

د عزيز مېرمنې خپله خبره په دې ويلو اوږده کړه: زه خپل نفس د ناروا له ارادې پاک نه ګڼم، نه مې په دې د خپل نفس د پاکوالي اراده کړې ده، ځکه دانساني نفس شان دا دی چې په ناروا ډېر امرکوونکی دی، هغه څه ته د ورکوږوالي له امله چې غواړي يې او له هغه څخه د راګرځېدلو د سختوالي له امله، مګر له انسانانو چې پر چا الله رحم کړی وي، هغه يې په ناروا له امر کولو ساتلی وي، بېشکه زما پالونکی بښونکی دی هغه چا لره چې له بندګانو يې توبه وباسي، پر هغوی مهربانه دی.

54

وَقَالَ ٱلْمَلِكُ ٱئْتُونِى بِهِۦٓ أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِى ۖ فَلَمَّا كَلَّمَهُۥ قَالَ إِنَّكَ ٱلْيَوْمَ لَدَيْنَا مَكِينٌ أَمِينٌۭ

او باچا وویل: هغه ما ته راولئ چې زه يې د خپل ځان لپاره خالص كړم، نو كله چې يې له هغه سره خبرې وكړې، ويې ويل: بېشكه ته نن ورځ زمونږ په نیز د مرتبې خاوند، (او) امانتګر يې

پاچا هغه مهال چې د يوسف بې ګناهي څرګنده شوه او پرې پوه شو خپلو مرستندويانو ته وويل: هغه ماته راولئ، زه يې د ځان لپاره ځانګړی کوم، نو هغوی راوستلو، کله يې چې خبرې ورسره وکړې او هغه ته يې پوهه او هوښيارتيا ښکاره شول، هغه ته يې وويل: پرته له شکه اې يوسفه ته نن زموږ په وړاندې د مرتبې، عزت او باور څښتن وګرځېدې.

55

قَالَ ٱجْعَلْنِى عَلَىٰ خَزَآئِنِ ٱلْأَرْضِ ۖ إِنِّى حَفِيظٌ عَلِيمٌۭ

هغه وویل: ته ما د ځمكې په خزانو باندې مقرر كړه، بېشكه زه ښه ساتونكى، ښه پوه یم

يوسف پاچا ته وويل: د مصر په ځمکه کې د مال او غلو د زېرمو ساتنه ماته را وسپاره، بېشکه زه باوري خزانچي، پوه او د هغه په اړه ځيرک يم چې پرې ګومارل کېږم.

56

وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِى ٱلْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَآءُ ۚ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَن نَّشَآءُ ۖ وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ ٱلْمُحْسِنِينَ

او همدارنګه مونږ یوسف ته په ځمكه كې اقتدار وركړ، چې په دې (ځمكه) كې به يې چېرې چې غوښتل؛ ځاى نیوه، مونږ خپل رحمت رسوو چا ته چې مونږ وغواړو او مونږ د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوو

لکه څرنګه مو چې د يوسف په بې ګناهۍ او له زندانه په خلاصون احسان وکړ، پر هغه مو په مصر کې د ځای په ورکړه احسان وکړ، هر چېرې چې وغواړي تګ راتګ کوي؛ موږ چې له خپلو بندګانو چاته په دنيا کې وغواړو خپله لورېينه ورکوو، د نېکانو بدله نه ضايع کوو، بلکې هغه ته يې پرته له کمښته ورپوره کوو.

57

وَلَأَجْرُ ٱلْءَاخِرَةِ خَيْرٌۭ لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَكَانُوا۟ يَتَّقُونَ

او یقینًا د اخرت اجر د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چې ایمان يې راوړ او پرهېزګاري يې كوله

د الله هغه بدله چې په آخرت کې يې چمتو کړې ده د دنيا له بدلې غوره ده د هغوکسانو لپاره چې پر الله يې ايمان راوړی او ترې وېريږي د هغه د حکمونو په پرځای کولو اوله نواهيوو يې په ډډه کولو سره.

58

وَجَآءَ إِخْوَةُ يُوسُفَ فَدَخَلُوا۟ عَلَيْهِ فَعَرَفَهُمْ وَهُمْ لَهُۥ مُنكِرُونَ

او د یوسف وروڼه راغلل، نو په ده باندې ورننوتل، نو ده هغوى وپېژندل او هغوى ده لره ناپېژندونكي وو

د يوسف وروڼه له خپلو پیسو سره د مصر ځمکې ته راغلل، پر هغه ورننوتل، يوسف وپېژندل چې ورونه يې دي، هغوی ونه پېژانده چې هغه يې ورور دی، د مودې د اوږدوالي او د هغه د حالت د بدلون له امله، ځکه کوم وخت چې هغوی په څاه کې واچاوه هغه ماشوم و.

59

وَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ قَالَ ٱئْتُونِى بِأَخٍۢ لَّكُم مِّنْ أَبِيكُمْ ۚ أَلَا تَرَوْنَ أَنِّىٓ أُوفِى ٱلْكَيْلَ وَأَنَا۠ خَيْرُ ٱلْمُنزِلِينَ

او كله چې هغه دوى ته د دوى د سفر اسباب تیار كړل، ويې ويل: تاسو ما ته خپل هغه ورور راولئ چې ستاسو له پلاره دى، ایا تاسو نه وینئ چې بېشكه زه پېمانه (دانې) پوره وركوم او زه تر ټولو غوره مېلمه پال یم

او کله يې چې هغوی ته کومه غله او توښه ورکړل چې ترې غوښتل يې، هغه وويل وروسته له دې چې هغوی خبرکړ چې دوی يو پلارنی ورور لري له پلار سره يې پرېښی دی: ستاسو پلارنی ورور ماته راولئ، يو اوښ بار به در زيات کړم، آيا تاسو نه وينئ چې زه پېمانه پوره کوم، کموم يې نه؛ او زه تر ټولو مېلمه پالو غوره يم.

60

فَإِن لَّمْ تَأْتُونِى بِهِۦ فَلَا كَيْلَ لَكُمْ عِندِى وَلَا تَقْرَبُونِ

نو كه چېرې تاسو هغه ما ته رانه وسته، بیا نو ستاسو لپاره زما سره هېڅ پېمانه نشته او (بیا) تاسو ما ته مه رانژدې كېږئ

که چېرې مو رانه ووست، ستاسو درواغ څرګندشول په دغه دعوی کې چې ستاسو يو پلارنی ورور شته؛ نو هيڅکله به تاسو ته غله در پېمانه نکړم او زما ښار ته مه را نېږدې کېږئ.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.