Muslim99Muslim99
← Tafsir library

12. Yusuf

Joseph · Meccan · 111 ayahs

سُورَةُ يُوسُفَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 41–50 of 111

41

يَٰصَىٰحِبَىِ ٱلسِّجْنِ أَمَّآ أَحَدُكُمَا فَيَسْقِى رَبَّهُۥ خَمْرًۭا ۖ وَأَمَّا ٱلْءَاخَرُ فَيُصْلَبُ فَتَأْكُلُ ٱلطَّيْرُ مِن رَّأْسِهِۦ ۚ قُضِىَ ٱلْأَمْرُ ٱلَّذِى فِيهِ تَسْتَفْتِيَانِ

اى د زندان دواړو ملګرو! هر چي په تاسو كې یو دى، نو هغه به په خپل مالك شراب ورڅښوي او پاتې شو بل، نو هغه به په دار كولى شي، نو مرغان به د ده له سر نه (غوښې) خوري، هغه كار فیصله شوى دى چې تاسو د هغه په باره كې (له ما نه) تعبیر پوښتئ

ای زما د زندان دواړو ملګرو، کوم چې ليدلي چې انګور نښتيږي تر څو شراب شي، هغه به له زندان ووځي او خپل کار ته به وروګرځي، پاچا ته به څښاک ورکوي، خو کوم چې ليدلي چې پر سر يې ډوډۍ ده او مرغان ترې خوراک کوي؛ نو هغه به ووژل شي او وبه ځړول شي، مرغان به يې د سر له غوښو خوراک وکړي، پای ته ورسېده هغه امر چې تاسو يې په اړه فتوی غوښته او بشپړ شو، هغه هرومرو ترسره کېدونکی دی.

42

وَقَالَ لِلَّذِى ظَنَّ أَنَّهُۥ نَاجٍۢ مِّنْهُمَا ٱذْكُرْنِى عِندَ رَبِّكَ فَأَنسَىٰهُ ٱلشَّيْطَٰنُ ذِكْرَ رَبِّهِۦ فَلَبِثَ فِى ٱلسِّجْنِ بِضْعَ سِنِينَ

او هغه كس ته يې وویل چې په هغه يې دا یقین و چې یقینًا دا په دې دواړو كې خلاصى موندونكى دى: ته ما د خپل مالك په نیز یاد كړه، نو شیطان له هغه نه خپل مالك ته (د یوسف) یادول هېر كړل، نو هغه په زندان كې څوكاله پاتې شو

او يوسف عليه السلام هغه کس ته وويل چې فکر يې کاوه له هغوی دواړو خلاصېدونکی دی او هغه پاچا ته څښاک ورکوونکی دی، زما کيسه او حالت د پاچا په وړاندې ياد کړه، کېدای شي له بند خونې مې وباسي، شيطان د پاچا په وړاندې له څښاک ورکوونکي څخه د يوسف عليه السلام ياد هېر کړ، يوسف عليه السلام له دغه وروسته په بند خونه کې څو کاله پاتې شو.

43

وَقَالَ ٱلْمَلِكُ إِنِّىٓ أَرَىٰ سَبْعَ بَقَرَٰتٍۢ سِمَانٍۢ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌۭ وَسَبْعَ سُنۢبُلَٰتٍ خُضْرٍۢ وَأُخَرَ يَابِسَٰتٍۢ ۖ يَٰٓأَيُّهَا ٱلْمَلَأُ أَفْتُونِى فِى رُءْيَٰىَ إِن كُنتُمْ لِلرُّءْيَا تَعْبُرُونَ

او بادشاه وویل: بېشكه زه چې یم، زه اوه چاقې څربه غواګانې وینم، چې اوه خوارې غواګانې يې خوري او اوه شنه وږي او نور وچ (اوه وږي وینم) اى سردارانو! تاسو ما ته زما د خوب تعبیر ووایئ، كه چېرې تاسو د خوب تعبیر كولى شئ

پاچا وويل: ما په خوب کې اوه چاغ غويان وليدل چې اوه ډنګر غويان يې خوري، اوه شنه وږي مې وليدل او اوه وچ وږي، ای سردارانو او اشرافو زما د دغه خوب په تعبير مې خبر کړئ که چېرې تاسو د خوب په تعبير پوه وئ.

44

قَالُوٓا۟ أَضْغَٰثُ أَحْلَٰمٍۢ ۖ وَمَا نَحْنُ بِتَأْوِيلِ ٱلْأَحْلَٰمِ بِعَٰلِمِينَ

هغوى وویل: (دا) ګډوډ (تخیلي) خوبونه دي او مونږ د خیالي ګډو وډو خوبونو په تعبیر باندې عالمان نه یو

هغوی وويل: ستاخوب ګډود خوبونه دي، کوم چې داسې وي هغه تعبير نلري او موږ د داسې ګډو وډو خوبونو په تعبير پوه نه يو.

45

وَقَالَ ٱلَّذِى نَجَا مِنْهُمَا وَٱدَّكَرَ بَعْدَ أُمَّةٍ أَنَا۠ أُنَبِّئُكُم بِتَأْوِيلِهِۦ فَأَرْسِلُونِ

او هغه كس وویل چې په هغو دواړو كې ده نجات موندلى و او له ډېرې مودې نه پس يې یاد شو: زه تاسو د دې (خوب) په تعبیرخبروم، نو تاسو ما (یوسف ته) ولېږئ

او هغه څښاک ورکوونکی چې له دوو ځوانو بنديانو ژغورل شوی وويل، يوسف عليه السلام او د هغه پوهه چې د خوب د تعبير په اړه يې لرله له يوې مودې وروسته ور په ياد شول: زه تاسو ته د هغه خوب د تعبير په اړه خبر درکوم چې پاچا ليدلی دی وروسته د هغه چا له پوښتلو چې د خوب د تعبير پوهه لري؛ نو ما ولېږه ای پاچا! يوسف ته تر څو ستا د خوب تعبير وکړي.

46

يُوسُفُ أَيُّهَا ٱلصِّدِّيقُ أَفْتِنَا فِى سَبْعِ بَقَرَٰتٍۢ سِمَانٍۢ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌۭ وَسَبْعِ سُنۢبُلَٰتٍ خُضْرٍۢ وَأُخَرَ يَابِسَٰتٍۢ لَّعَلِّىٓ أَرْجِعُ إِلَى ٱلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَعْلَمُونَ

اى یوسفه! اى ډېره رښتینه! ته مونږ ته تعبیر بیان كړه د اوو څربو غواګانو په باره كې چې اوه خوارې يې خوري او د اوو شنو وږو او نورو (اوو) وچو (وږو) په باره كې، د دې لپاره چې زه خلقو ته واپس لاړشم د دې لپاره چې هغوى پوه شي

کله چې ژغورل شوی شخص يوسف عليه السلام ته راورسېدی ورته ويې ويل: ای ملګريه يوسفه! له هغه تعبير نه مې خبر کړه چې څوک په خوب وويني اوه چاغې غواوې چې اوه ډنګرې غواوې يې خوري او ويني اوه شنه وږي او اوه وچ وږي ويني، کېدای شي زه پاچا او له هغه سره خلکو ته ورشم کېدای شي هغوی د پاچا د خوب په تعبير پوه شي او ستا په فضيلت او مرتبه پوه شي.

47

قَالَ تَزْرَعُونَ سَبْعَ سِنِينَ دَأَبًۭا فَمَا حَصَدتُّمْ فَذَرُوهُ فِى سُنۢبُلِهِۦٓ إِلَّا قَلِيلًۭا مِّمَّا تَأْكُلُونَ

هغه وویل: تاسو به اوه كاله پرله پسې په ډېر كوشش سره كر كوئ، نو څه چې تاسو ورېبئ هغه (غله) په خپل وږې كې پرېږدئ، خو لږ له هغو نه چې تاسو يې خورئ

يوسف عليه السلام د دغه خوب د تعبيروونکي په توګه وويل:اوه کاله به پرله پسې غنم کرئ، له دغو اوو کلونو څخه چې په هر کال کې څه رېبئ، له لږ دانو پرته چې د خوراک لپاره ورته اړتيا لرئ په وږيو کې يې پرېږدئ له چينجيو څخه د خونديتابه په موخه.

48

ثُمَّ يَأْتِى مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ سَبْعٌۭ شِدَادٌۭ يَأْكُلْنَ مَا قَدَّمْتُمْ لَهُنَّ إِلَّا قَلِيلًۭا مِّمَّا تُحْصِنُونَ

بیا به د دې (كلونو) نه پس ډېر سخت اوه (كاله) راځي چې هغه (غلې) به وخوري چې تاسو مخكې د دغو (كلونو) لپاره ذخیره كړي دي۔ مګر لږ شان له هغه نه چې تاسو يې ساتئ

بيا به له دغه اوو ودانو (لمدو) کلونو وروسته چې تاسو پکې کرل کړي دي اوه وچ کالونه راځي، خلک به پکې خوري ټول هغه څه چې په ودانوکلونو کې يې رېبلي دي پرته له هغولږو چې تاسو يې د تخم په توګه ساتئ.

49

ثُمَّ يَأْتِى مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ عَامٌۭ فِيهِ يُغَاثُ ٱلنَّاسُ وَفِيهِ يَعْصِرُونَ

بیا به له دې (كلونو) نه پس یو كال راځي چې په هغه كې به (په باران سره) د خلقو فریاد رسي وشي او په ده كې به دوى (مېوې) نچوړي

بيا به له دغو وچو کلونووروسته يو داسې کال راځي چې بارانونه به پکې اوريږي، کښتونه به شنه کيږي، خلک به هغه څه نښتيزي چې نښتېزلو ته يې اړتيا لري لکه انګور، زيتون او ګنډېری.

50

وَقَالَ ٱلْمَلِكُ ٱئْتُونِى بِهِۦ ۖ فَلَمَّا جَآءَهُ ٱلرَّسُولُ قَالَ ٱرْجِعْ إِلَىٰ رَبِّكَ فَسْـَٔلْهُ مَا بَالُ ٱلنِّسْوَةِ ٱلَّٰتِى قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ ۚ إِنَّ رَبِّى بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌۭ

او بادشاه وویل: تاسو هغه (یوسف) ما ته راولئ، نو كله چې ده ته استازى راغى، (نو) ده (ورته) وویل: خپل مالك ته بېرته لاړ شه، نو له هغه نه تپوس وكړه چې د هغو ښځو څه حال و چې خپل لاسونه يې پرې كړي وو، بېشكه زما رب د هغوى په مكر او چل ښه پوه دى

پاچا يې خپلو مرستندويانو ته هغه مهال وويل چې د خوب تعبير يې د يوسف عليه السلام لخوا ورته ورسېدی، هغه له بندخونې راوباسئ، ماته يې راولئ، خو کله چې يوسف عليه السلام ته د پاچا استازی راغی ورته يې وويل: خپل سردار پاچا ته دې ورشه، د هغو ښځو د کيسې په اړه پوښتنه ترې وکړه چې لاسونه يې زخمي کړي وو، بېشکه زما پالونکی د هغوی لخوا زما په تېراېستنه ښه پوه دی پر هغه له دغه څخه هيڅ هم پټ نه دي.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.