Muslim99Muslim99
← Tafsir library

12. Yusuf

Joseph · Meccan · 111 ayahs

سُورَةُ يُوسُفَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 31–40 of 111

31

فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ أَرْسَلَتْ إِلَيْهِنَّ وَأَعْتَدَتْ لَهُنَّ مُتَّكَـًۭٔا وَءَاتَتْ كُلَّ وَٰحِدَةٍۢ مِّنْهُنَّ سِكِّينًۭا وَقَالَتِ ٱخْرُجْ عَلَيْهِنَّ ۖ فَلَمَّا رَأَيْنَهُۥٓ أَكْبَرْنَهُۥ وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ وَقُلْنَ حَٰشَ لِلَّهِ مَا هَٰذَا بَشَرًا إِنْ هَٰذَآ إِلَّا مَلَكٌۭ كَرِيمٌۭ

نو كله چې هغې د دوى مكر واورېده (، نو) دوى ته يې پېغام ولېږه او د دوى لپاره يې مجلس تیار كړ او په دوى كې يې هرې یوې ته چاړه وركړه او هغې (ده ته) وویل: دوى ته راووځه، نو كله چې دوى هغه ولیده (، نو) ډېر لوى ښايسته يې ومونده او خپل لاسونه يې پرې كړل او ويې ویل الله ته پاكي ده، دا خو بشر نه دى، دا نه دى مګر ډېر عزتمن مَلك

کله چې د عزيز مېرمنې د ځان په اړه د هغوی بد ګڼل او د هغوی لخوا يې خپل غيبت واورېده هغوی ته يې بلنه ورکړه تر څو يوسف وويني او عذر يې ومني، هغوی لره يې يو ځای چمتو کړ چې په هغو کې فرش او تکيې وې، هرې يوې بلل شوې ته يې يوه چاړه ورکړه ترڅو خوراکي توکي پرې غوڅ کړي، يوسف عليه السلام ته يې وويل: پر هغوی راووځه، کله چې يې هغه ته وکتل لوی يې وګاڼه د هغه ښايست ته يې عقل والوت او ښکلا ته يې ستړيې شولې، او له سختې ستړيا يې لاسونه په هغو چړو ټپي کړل چې د خوراکي توکو د پرې کولو لپاره چمتو کړل شوې وې او ويې ويل: سپېڅلتيا ده الله لره، دا هلک بشر ندی، په هغه کې چې کوم ښايست دی هغه په بشر کې ندی ليدل شوی، هغه خو يوازې له مکرمو پرېښتو څخه يوه مکرمه پرېښته ده.

32

قَالَتْ فَذَٰلِكُنَّ ٱلَّذِى لُمْتُنَّنِى فِيهِ ۖ وَلَقَدْ رَٰوَدتُّهُۥ عَن نَّفْسِهِۦ فَٱسْتَعْصَمَ ۖ وَلَئِن لَّمْ يَفْعَلْ مَآ ءَامُرُهُۥ لَيُسْجَنَنَّ وَلَيَكُونًۭا مِّنَ ٱلصَّٰغِرِينَ

هغې وویل: دا هماغه (زلمى) دى چې تاسو زه د ده (له ده سره د مینې) په باره كې ملامته كړې ومه او یقینًا یقینًا ما له ده نه د ده د ځان غوښتنه كړې وه، نو ده ځان وساته او قسم دى كه ده هغه كار ونه كړ چې زه يې ده ته حكم كوم (، نو) خامخا هرومرو به دى بندي كړى شي او خامخا هرومرو به دى شي له ذلیلانو نه

د عزيز مېرمنې ښځو ته وويل کله چې يې وليدل چې څه هغوی ته ورسېدل: دا هغه ځوان دی چې تاسو د هغه د مينې له امله ماته پېغور راکړی دی، ما له هغه غوښتنه کړې او د هغه د تېر اېستلو چل مې کړی، خو هغه نټه کړې، که چېرې په راتلونکي کې هغه څه ونکړي چې ترې غواړم يې، هرومرو به زندان ته ننوځي او هرومرو به له سپکو څخه شي.

33

قَالَ رَبِّ ٱلسِّجْنُ أَحَبُّ إِلَىَّ مِمَّا يَدْعُونَنِىٓ إِلَيْهِ ۖ وَإِلَّا تَصْرِفْ عَنِّى كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُن مِّنَ ٱلْجَٰهِلِينَ

هغه وویل: اى زما ربه! بندي خانه ما ته ډېره خوښه ده له هغه كار نه چې دوى ما هغه ته بلي او كه ته زما څخه د دوى مكر فریب وانه ړوې (، نو) زه به دوى ته مايله شم او شم به له جاهلانو نه

يوسف عليه السلام وويل په داسې حال کې چې خپل پالونکی يې رابلئ: ای زما پالونکيه! هغه زندان چې هغې پرې راته ګوت څنډنه کړې، ډېر غوره دی تر هغه څه چې هغوی مې وربولي چې هغه ناروا کړنه ده، که چېرې د هغوی چل را څخه لرې نکړې، هغوی ته به ورکوږ شم، له ناپوهانو به شم که ورکوږ شوم او په هغه څه کې به د هغوی پيروي وکړم چې راڅخه غواړي يې.

34

فَٱسْتَجَابَ لَهُۥ رَبُّهُۥ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ

نو خپل رب يې د ده دعا قبوله كړه، نو له ده نه يې د دوى مكر فریب وګرځاوه، بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

الله د هغه دعا قبوله کړه، له هغه يې د عزيز د مېرمنې او د ښار د ښځو چل لرې کړ، بېشکه هغه سپېڅلی او لوړ دی، د يوسف د دعا او د هر دعا کوونکي د دعا ورېدونکی دی، د هغه پر حال او د نورو پر حال ښه پوه دی.

35

ثُمَّ بَدَا لَهُم مِّنۢ بَعْدِ مَا رَأَوُا۟ ٱلْءَايَٰتِ لَيَسْجُنُنَّهُۥ حَتَّىٰ حِينٍۢ

بیا دوى (عزیز او د هغه كسانو) ته ښكاره شوه (صلاح يې وكړه)، وروسته له دې چې دوى (د یوسف د پاكۍ) نښې ولېدې، چې دوى به دا خامخا هرومرو تر یو وخته پورې بندي كړي

بيا د عزيز او قوم رايه يې دا وه چې کله يې د هغه د بې ګناهۍ دلائل وليدل چې تر نامعلومې مودې يې بندي کړي ترڅو رسوايي ښکاره نشي.

36

وَدَخَلَ مَعَهُ ٱلسِّجْنَ فَتَيَانِ ۖ قَالَ أَحَدُهُمَآ إِنِّىٓ أَرَىٰنِىٓ أَعْصِرُ خَمْرًۭا ۖ وَقَالَ ٱلْءَاخَرُ إِنِّىٓ أَرَىٰنِىٓ أَحْمِلُ فَوْقَ رَأْسِى خُبْزًۭا تَأْكُلُ ٱلطَّيْرُ مِنْهُ ۖ نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِۦٓ ۖ إِنَّا نَرَىٰكَ مِنَ ٱلْمُحْسِنِينَ

او له ده سره زندان ته دوه زلمي ننوتل، په دې دواړو كې یو وویل: بېشكه زه چې یم، زه ځان (په خوب كې) وینم، چې د شرابو لپاره انګور نچوړوم او بل وویل: بېشكه زه چې یم، ځان وینم، په دې حال كې چې د خپل سر له پاسه مې ډوډۍ بار كړې ده، چې له هغې نه مرغان خوراك كوي، مونږ د دې (خوبونو) په تعبیر خبر كړه، بېشكه مونږ تا له نیكوكارانو څخه وینو

نو هغه يې بندي کړ او له هغه سره دوه نور ځوانان بندخونې ته ننوتل، يو له ځوانانو يوسف ته وويل: بېشکه ما په خوب کې ولیدل چې انګور زبیښم څو شراب ترې جوړ شي، بل وويل: بېشکه زه وينم چې پر سر ډوډۍ وړم مرغان ترې خوراک کوي، موږ ته خبر راکړه ای يوسفه! د هغه څه په تفسير چې ليدلي مو دي، موږ تا د احسان له څښتنانو وينو.

37

قَالَ لَا يَأْتِيكُمَا طَعَامٌۭ تُرْزَقَانِهِۦٓ إِلَّا نَبَّأْتُكُمَا بِتَأْوِيلِهِۦ قَبْلَ أَن يَأْتِيَكُمَا ۚ ذَٰلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِى رَبِّىٓ ۚ إِنِّى تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍۢ لَّا يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَهُم بِٱلْءَاخِرَةِ هُمْ كَٰفِرُونَ

(یوسف) وویل: چې تاسو ته به هغه طعام لا نه وي راغلى چې تاسو ته هغه دركاوه شي مګر چې تاسو به د دې (خوبونو) په تعبیر خبر كړم، مخكې له دې نه چې تاسو ته هغه راشي، دا (تعبیر) له هغه علم څخه دى چې زما رب ما ته ښودلى دى، بېشكه ما د هغه قوم دین پریښى دى چې په الله ایمان نه لري او په اخرت هم كافران دي

يوسف عليه السلام وويل: تاسو ته به هغه ډوډۍ چې د پاچا يا بل چا لخوا درکول کيږي نه وي راغلې خو زه به تاسو ته د هغه حقيقت او کيفيت مخکې تر راتګ يې بيان کړم، دا هغه د خوب تعبير دی چې زه پرې پوهېږم ماته مې پالونکي راښودلی، د کاهنانو او نجوميانو لخوا ندی، بېشکه ما د داسې قوم دين پرېښی چې پر الله ايمان نه لري او هغوی پر آخرت کافران دي.

38

وَٱتَّبَعْتُ مِلَّةَ ءَابَآءِىٓ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْحَٰقَ وَيَعْقُوبَ ۚ مَا كَانَ لَنَآ أَن نُّشْرِكَ بِٱللَّهِ مِن شَىْءٍۢ ۚ ذَٰلِكَ مِن فَضْلِ ٱللَّهِ عَلَيْنَا وَعَلَى ٱلنَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ

او ما د خپلو پلرونو د ملت پیروي كړې ده چې ابراهیم او اسحق او یعقوب دى، زمونږ لپاره له سره جايز نه دي چې له الله سره څه شى شریك كړو، دا د الله له فضله څخه دي پر مونږ باندې او په (نورو) خلقو باندې او لېكن زیاتره خلق شكر نه وباسي

د خپلو پلرونو: ابراهيم، اسحاق او يعقوب عليهم السلام د دين پيروي مې کړې ده، هغه د الله د توحيد دين دی، زموږ لپاره سم نه دي چې له الله سره بل شريک ونيسو، هغه په وحدانيت کې يوازې دی، دغه توحيد او پر هغه څه ايمان چې زه او پلرونه مې پرې يو، پر موږ د الله لخوا فضل دی چې د هغه توفيق يې راکړی او پر ټولو خلکو يې فضل دی چې هغوی ته يې نبيان لېږلي دي، خو ډېری خلک د الله پر نعمتونو شکر نه وباسي بلکې کفر يې کوي.

39

يَٰصَىٰحِبَىِ ٱلسِّجْنِ ءَأَرْبَابٌۭ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ ٱللَّهُ ٱلْوَٰحِدُ ٱلْقَهَّارُ

اى د زندان دواړو ملګرو! ایا ګڼ او متفرق خدایان غوره دي یا كه هغه الله چې یو دى، ډېر قوي او غالب دى

بیا يوسف عليه السلام هغه دوه ځوانان مخاطب کړل او ويې ويل: آيا د زياتو معبودانو عبادت غوره دی که د هغه يوه الله چې شريک نلري، هغه پر نورو برلاسی دی چې نه ناتوانه کيږي؟

40

مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِۦٓ إِلَّآ أَسْمَآءًۭ سَمَّيْتُمُوهَآ أَنتُمْ وَءَابَآؤُكُم مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَٰنٍ ۚ إِنِ ٱلْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۚ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوٓا۟ إِلَّآ إِيَّاهُ ۚ ذَٰلِكَ ٱلدِّينُ ٱلْقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ

تاسو له الله نه غیر عبادت نه كوئ مګر د داسې نومونو چې تاسو او ستاسو پلرونو ایښي (او نومولي) دي (او) الله د دوى (د الوهیت) په باره كې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، حكم يواځې الله ته خاص دى، هغه حكم كړى دى چې تاسو يواځې د هغه عبادت كوئ، همدا سم دین دى او لېكن زیاتره خلق نه پوهېږي

تاسو له الله پرته عبادت نه کوئ مګر د داسې نومونو چې په غير نومول شويو تاسو او پلرونو مو، معبودان نومولي دي، هغوی لره په الوهیت کې هيڅ برخه نشته، الله ستاسو پر نوم اېښودنه کوم داسې دليل ندی نازل کړی چې د هغو پر سموالي دلالت وکړي، په ټولو مخلوقاتو کې حکم يوازې الله لره دی، نه د دغو نومونو لپاره چې تاسو او پلرونو مو اېښي دي، الله پاک امر درته کړی چې په عبادت کې يې يوازې کړئ او له دې څخه يې منع کړي ياست چې له هغه سره بل څوک شريک کړئ، دغه توحيد هغه نېغ دين دی چې کوږوالی پکې نشته، خو ډېری خلک پر دغه نه پوهيږي، ځکه له الله سره شريک نيسي؛ نو د هغه د ځينو مخلوقاتو عبادت کوي.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.