Muslim99Muslim99
← Tafsir library

12. Yusuf

Joseph · Meccan · 111 ayahs

سُورَةُ يُوسُفَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 21–30 of 111

21

وَقَالَ ٱلَّذِى ٱشْتَرَىٰهُ مِن مِّصْرَ لِٱمْرَأَتِهِۦٓ أَكْرِمِى مَثْوَىٰهُ عَسَىٰٓ أَن يَنفَعَنَآ أَوْ نَتَّخِذَهُۥ وَلَدًۭا ۚ وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِى ٱلْأَرْضِ وَلِنُعَلِّمَهُۥ مِن تَأْوِيلِ ٱلْأَحَادِيثِ ۚ وَٱللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰٓ أَمْرِهِۦ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ

او هغه سړي چې دى يې له مصره اخيستى و، خپلې ښځې ته وویل: د ده استوګنه عزتمنه ساته۔، امېد دى چې دا به مونږ ته فايده راورسوي یا به دا مونږ زوى ونیسو او همدارنګه مونږ یوسف ته په ځمكه كې ځاى (او قدرت) وركړ او د دې لپاره چې مونږ هغه ته د خبرو څه تاویل (او تعبیر) وښیو او الله په خپل كار غالب دى او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي

اوکوم سړي چې هغه په مصر کې واخيست خپلې مېرمنې ته وويل: ښه ورسره وکړه او زموږ سره په اوسېدو کې يې درناوی وکړه، کېدای شي په هستوګنه کې موږ ته د هغه څه په اړه ګټه ورسوي چې ورته اړ يو او يايې په زوی نيولو سره زوی وګرځوو، لکه څنګه چې مو يوسف له وژلو وژغوری، له څاه مو را واېست، پر هغه مو د (مصر) د عزيز زړه نرم کړ، هغه ته مو په مصر کې ځای ورکړ، تر څو هغه ته يې د خوب تعبير وروښايو، الله په خپله پرېکړه برلاسی دی، پرېکړه يې ترسره کېدونکې ده، هغه پاک ذات لره کوم اړ اېستونکی نشته، خو ډېری خلک چې کافران دي پر دې نه پوهيږي.

22

وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُۥٓ ءَاتَيْنَٰهُ حُكْمًۭا وَعِلْمًۭا ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ

او كله چې هغه خپل قوت ته ورسېده (، نو) مونږ هغه ته حكم او علم وركړ او همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو

کله چې يوسف د بدن د سختوالي عمر ته ورسېده هغه ته مو فهم او پوهه ورکړل، د دغې بدلې غوندې چې هغه ته مو ورکړه موږ نېکانو ته د هغوی الله ته د عبادت بدله ورکوو.

23

وَرَٰوَدَتْهُ ٱلَّتِى هُوَ فِى بَيْتِهَا عَن نَّفْسِهِۦ وَغَلَّقَتِ ٱلْأَبْوَٰبَ وَقَالَتْ هَيْتَ لَكَ ۚ قَالَ مَعَاذَ ٱللَّهِ ۖ إِنَّهُۥ رَبِّىٓ أَحْسَنَ مَثْوَاىَ ۖ إِنَّهُۥ لَا يُفْلِحُ ٱلظَّٰلِمُونَ

او هغې ښځې، چې دا د هغې په كور كې و، هغې له ده نه له هغې سره د بدكارۍ مطالبه وكړه او (ټولې) دروازى يې كلكې پورې كړې او ويې ويل: هله، ته زر راشه! هغه وویل: زه په الله پورې پناه نیسم، بېشكه دا (عزیز) زما مالك دى، هغه زما استوګنه ښه كړې ده، بېشكه شان دا دى چې ظالمان فلاح (او خلاصى) نه مومي

د عزيز مېرمنې په نرمۍ او دوکې کارولو له يوسف عليه السلام څخه د ناروا کار غوښتنه وکړه، دروازې يې بندې کړې ترڅو ښه يوازې شي، او ورته ويې ويل: ماته راشه او راځه، يوسف عليه السلام وويل: په الله پناه غواړم له هغه څه چې ور ودې بلم، بېشکه له ما سره مې بادار له ځان سره په اوسولو کې ښه وکړل؛ نو هيڅکله خيانت نه ورسره کوم، که مې خيانت ورسره وکړ زه به ظالم وم، بېشکه چې ظالمان نه بریالي کيږي.

24

وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِۦ ۖ وَهَمَّ بِهَا لَوْلَآ أَن رَّءَا بُرْهَٰنَ رَبِّهِۦ ۚ كَذَٰلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ ٱلسُّوٓءَ وَٱلْفَحْشَآءَ ۚ إِنَّهُۥ مِنْ عِبَادِنَا ٱلْمُخْلَصِينَ

او یقینًایقینًا هغې ده ته قصد كړى و، او ده به هغې ته قصد كړى و كه چېرې ده د خپل رب دلیل نه وى لیدلى، همداسې (مونږ یوسف وساته) د دې لپاره چې مونږ له هغه نه بد او ناكاره (بې حیا) فعل وګرځوو (واړوو)، بېشكه دغه (یوسف) زمونږ د غوره كړى شو بنده ګانو څخه دى

بېشکه د هغې زړه ناروا کړنې ته وشو او هغه هم په ځان دغه خطره احساس کړ که چېرې يې د الله نښې نه وای ليدلې چې له دغه يې راګرځوي او لرې کوي يې، موږ دغه ورته وښودل تر څو ناروا ورڅخه وګرځوو، له زنا او خيانت څخه يې لرې کړو، بېشکه يوسف د رسالت او نبوت لپاره زموږ له غوره کړل شويو بندګانو څخه دی.

25

وَٱسْتَبَقَا ٱلْبَابَ وَقَدَّتْ قَمِيصَهُۥ مِن دُبُرٍۢ وَأَلْفَيَا سَيِّدَهَا لَدَا ٱلْبَابِ ۚ قَالَتْ مَا جَزَآءُ مَنْ أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوٓءًا إِلَّآ أَن يُسْجَنَ أَوْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ

او دواړو دروازې ته سره منډې شروع كړې او هغې د ده كمیس له شا طرف نه څیرې كړ او دواړه د هغې له خاوند سره دروازي ته نژدې مخامخ شول، هغې وویل: نه ده سزا د هغه چا چې ستا د اهل سره يې د بدۍ اراده وكړه مګر دا چې هغه بندي كړى شي یا (د هغه لپاره) ډېر دردوونكى عذاب دى

دواړو دروازې خواته منډې کړې، يوسف د دې لپاره چې ځان وژغوري او هغې د دې لپاره چې د يوسف د وتلو مخه ونيسي، هغې يوسف تر کميس ونيوه تر څو يې له وتلو راوګرځوي، چې د شا لخوا يې څيرې کړ، دواړو د هغې مېړه له دروازې سره وموند، د عزيز مېرمنې د چل کوونکې په توګه عزيز ته وويل: چا چې ستا له مېرمنې سره د ناروا کړنې هوډ کړی وي ای عزيزه! د هغه سزا به نه وي مګر بندخونه او يا دا چې دردوونکې سزا ورکړل شي.

26

قَالَ هِىَ رَٰوَدَتْنِى عَن نَّفْسِى ۚ وَشَهِدَ شَاهِدٌۭ مِّنْ أَهْلِهَآ إِن كَانَ قَمِيصُهُۥ قُدَّ مِن قُبُلٍۢ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ ٱلْكَٰذِبِينَ

هغه وویل: هم دې له ما نه د بدكارۍ غوښتنه كړې ده، او د هغې د كورنۍ یو شاهد شاهدي وركړه (داسې چې) كه د ده كمیس له مخامخ اړخ نه څېرې كړى شو ى وي، نو هغې رښتیا ویلي دي او دا له دروغجنانو څخه دى

يوسف عليه السلام وويل: هغه وه چې له ما يې د ناروا غوښتنه وکړه او ما يې اراده نه وه کړې، نو يو شاهد د هغې له کورنۍ را پورته شو، په خپلې داسې وينا سره يې شاهدي ورکړه چې که د يوسف قميص له مخې څېرې وي، نو دا د هغې - مېرمنې - د رېښتينولۍ نخښه ده، ځکه دا داسې شو چې هغې له ځانه منع کولو؛ او هغه - یوسف علیه السلام - درواغجن دی.

27

وَإِن كَانَ قَمِيصُهُۥ قُدَّ مِن دُبُرٍۢ فَكَذَبَتْ وَهُوَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ

او كه د ده كمیس له شا اړخ نه څیرې كړى شوى وي، نو دې دروغ ویلي دي او هغه (یوسف) له رښتینو څخه دى

او که يې کميس د شا لخوا څيرې شوی وي؛ نو دا د هغه د رېښتينولۍ نښه ده، ځکه هغې به يوسف ځانته هڅاوه او هغه به ترې تېښته کوونکی و او دا درواغجنه ده.

28

فَلَمَّا رَءَا قَمِيصَهُۥ قُدَّ مِن دُبُرٍۢ قَالَ إِنَّهُۥ مِن كَيْدِكُنَّ ۖ إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌۭ

نو كله چې هغه (عزیز) د ده كمیس ولید چې د شا اړخ نه څیرې كړى شوى دى، ويې ويل: بېشكه (اى ښځو) دا ستاسو له فریبونو څخه دى، بېشكه ستاسو فریب (او چل) ډېر لوى دى

کله چې عزيز وليدل چې د يوسف عليه السلام کميس د شا لخوا څيرې شوی دی، د يوسف عليه السلام رېښتينولي ثابته شوه، او ويې ويل: بېشکه دغه تور چې هغې پرې لګولی دی ای د ښځو ډلې ستاسو د چلونو له ډلې څخه دی، بېشکه ستاسو چل يو پياوړی چل دی.

29

يُوسُفُ أَعْرِضْ عَنْ هَٰذَا ۚ وَٱسْتَغْفِرِى لِذَنۢبِكِ ۖ إِنَّكِ كُنتِ مِنَ ٱلْخَاطِـِٔينَ

اى یوسفه! د دې خبرې نه مخ واړوه او (اى ښځې) ته د خپلې ګناه لپاره مغفرت وغواړه، بېشكه هم ته له خطا كارانو ځنې وې

او يوسف ته يې وويل: ای يوسفه! له دغه کار څخه مخ واړوه او هيچاته يې مه يادوه، او ته (ای مېرمنې) د خپلې ګناه لپاره بښنه وغواړه، بېشکه ته له ګناهکارانو څخه يې د يوسف له خپل ځان څخه د تېر اېستلو له امله.

30

۞ وَقَالَ نِسْوَةٌۭ فِى ٱلْمَدِينَةِ ٱمْرَأَتُ ٱلْعَزِيزِ تُرَٰوِدُ فَتَىٰهَا عَن نَّفْسِهِۦ ۖ قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا ۖ إِنَّا لَنَرَىٰهَا فِى ضَلَٰلٍۢ مُّبِينٍۢ

او په ښار كې ښځو وویل: د عزیز ښځه له خپل غلام نه د بدكارۍ مطالبه كوي، یقینًا د مینې په لحاظ سره هغه د دې د زړه پرده څیرې كړې ده، بېشكه مونږ خامخا هغه په ښكاره ګمراهۍ كې وینو

د هغې خبر په ښار کې خپور شو، يوې ډلې ښځو د انکار په ډول وويل: د عزيز مېرمن خپل مريی ځانته وربولي، بېشکه د هغه مينه يې د زړه پوښ ته رسېدلې ده، بېشکه موږ هغه د يوسف د تېر اېستلو او له هغه سره د مينې له امله چې مريی يې دی په څرګنده لار ورکۍ کې وينو.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.