Muslim99Muslim99
← Tafsir library

12. Yusuf

Joseph · Meccan · 111 ayahs

سُورَةُ يُوسُفَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 11–20 of 111

11

قَالُوا۟ يَٰٓأَبَانَا مَا لَكَ لَا تَأْمَ۫نَّا عَلَىٰ يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُۥ لَنَٰصِحُونَ

دوى وویل: اى زمونږ پلاره! څه باعث دى تا لره چې ته مونږ په یوسف باندې امینان نه ګرځوې، حال (دا چې مونږ د ده یقینًا خیر غوښتونكي یو

کله چې د هغه په لرې کولو په يوه خوله شول، خپل پلار يعقوب عليه السلام ته يې وويل: ای زموږ پلاره! تا لره څه دي چې موږ د يوسف په اړه امينان نه ګرځوې؟ موږ پر هغه ډارېږو، له هغه څه به يې ساتو چې زيان ورته رسوي او يوازې د هغه د ساتنې او رعايت لپاره يو تر څو تاته روغ راوګرځي؛ نو څه شی دې هغه له موږ سره له لېږلو راګرځوي؟

12

أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًۭا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُۥ لَحَٰفِظُونَ

ته مونږ سره سبا دا ولېږه چې ډېرې مېوې وخوري (مزې وكړي) او لوبې وكړي او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو

اجازه راکړه چې سبا هغه له ځان سره واخلو، له خوراک به خوند واخلي، ډېر به خوشحاله شي او موږ يې له هر هغه زيانه ساتونکي يو چې هغه ته رسيږي.

13

قَالَ إِنِّى لَيَحْزُنُنِىٓ أَن تَذْهَبُوا۟ بِهِۦ وَأَخَافُ أَن يَأْكُلَهُ ٱلذِّئْبُ وَأَنتُمْ عَنْهُ غَٰفِلُونَ

هغه وویل: بېشكه زه چې یم، یقینًا ما دا (اراده) غمجنوي چې تاسو دا بوځئ او زه له دې نه وېرېږم چې دا (یوسف) به لیوه (شرمښ) وخوري، په داسې حال كې چې تاسو به له ده نه غافلان یئ

يعقوب عليه السلام خپلو زامنو ته وويل: بېشکه ستاسو لخوا د هغه په بیولو غمجنېږم ځکه زه د هغه جدايي نشم زغملی او زه پر هغه ډارېږم چې لېوه به يې وخوري په داسې حال کې چې تاسو په څرودلو او لوبو له هغه بې پروا شئ.

14

قَالُوا۟ لَئِنْ أَكَلَهُ ٱلذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّآ إِذًۭا لَّخَٰسِرُونَ

هغوى وویل: قسم دى كه ده لره لیوه وخوري، حال دا چې مونږه یوه قوتناكه ډله یو (، نو) بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا تاوانیان (او هلاكېدونكي) یو

هغوی يې خپل پلار ته وويل: که چېرې لېوه يوسف وخوري سره له دې چې موږ يوه ډله يو، بېشکه په داسې حالت کې په موږ کې هيڅ خير نشته؛ نو موږ زيانمن يو چې هغه له لېوه ونشو ژغورلی.

15

فَلَمَّا ذَهَبُوا۟ بِهِۦ وَأَجْمَعُوٓا۟ أَن يَجْعَلُوهُ فِى غَيَٰبَتِ ٱلْجُبِّ ۚ وَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ هَٰذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

نو كله چې دوى هغه بوته او په دې يې اتفاق وكړ چې دى د (ګمنامي) كوهي په تیاره بېخ كې وغورځوي او مونږ ده (یوسف) ته وحي وكړه چې قسم دى چې ته به خامخا ضرور دوى ته د دوى د دې كار خبر وركړې، په دې حال كې چې دوى به نه پوهېږي (چې ته یوسف يې)

نو يعقوب عليه السلام هغه ورسره ولېږی، کله چې يې لرې بوتی او د څاه تل ته د غورځولو هوډ يې وکړ، موږ په دغه حال کې يوسف ته وحي وکړه: هرومرو به هغوی په دغه کړنه يې خبر کړې حال داچې ستا د خبر ورکولو په حال کې به هغوی په تا نه پوهيږي.

16

وَجَآءُوٓ أَبَاهُمْ عِشَآءًۭ يَبْكُونَ

او دوى خپل پلار ته په بېګاه (تیاره) كې راغلل چې ژړل يې (په دروغو سره)

د يوسف عليه السلام وروڼه خپل پلار ته د ماخوستن په وخت کې راغلل، د خپلې دوکې د رواجولو په موخه يې ژړل.

17

قَالُوا۟ يَٰٓأَبَانَآ إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِندَ مَتَٰعِنَا فَأَكَلَهُ ٱلذِّئْبُ ۖ وَمَآ أَنتَ بِمُؤْمِنٍۢ لَّنَا وَلَوْ كُنَّا صَٰدِقِينَ

ويې ويل: اى زمونږ پلاره! بېشكه مونږ لاړو مسابقه مو سره كوله او مونږ یوسف له خپلو اسبابو سره پرېښوده، نو هغه شرمخ وخوړ او ته پر مونږ باندې باور كوونكى نه يې اګر كه مونږ رښتیني یو

هغوی وويل: ای پلاره! موږ ولاړو په منډه وهلو کې مو سيالي کوله او غشي مو وېشتل، يوسف مو له خپلو جامو او توښو سره پرېښود ترڅو يې وساتي؛ نو لېوه وخوړ، ته موږ لره تصديق کوونکی نه يې که څه هم موږ په حقيقت کې د هغه څه په اړه رېښتيني وو چې پرې خبر مو کړې.

18

وَجَآءُو عَلَىٰ قَمِيصِهِۦ بِدَمٍۢ كَذِبٍۢ ۚ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًۭا ۖ فَصَبْرٌۭ جَمِيلٌۭ ۖ وَٱللَّهُ ٱلْمُسْتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ

او دوى د هغه د كمیس له پاسه دروغجنه وینه راوړه، یعقوب وویل: (دا دروغ دي) بلكې تاسو ته ستاسو نفسونو (دا بد) كار ښايسته كړى دى، نو (زما كار) صبر جمیل دى او د هغو خبرو په هكله خاص له الله نه مدد غوښتلى شي چې تاسو يې بیانوئ

خپل خبر يې په دوکه پياوړی کړ، چې د يوسف کميس يې د هغه له وينو پرته په نورو وينو لړلی راوړ، داسې وهم اچوونکي وو چې دا د لېوه لخوا د هغه د خوړلو پاتې شوني دي؛ نو يعقوب عليه السلام د هغوی پر درواغو پوه شو په دغه نښه چې کميس ندی څيرل شوی، هغوی ته يې وويل: معامله داسې نده لکه تاسو چې خبر راکړ، بلکې تاسو لره مو نفسونو هغه بده چاره ښايسته کړې ده چې تر سره کړې مو ده؛ نو زما کار داسې صبر کول دي چې وير پکښې نه وي او له الله څخه مرسته غوښتل دي د يوسف د هغې معاملې په اړه چې تاسو يې بیانوئ.

19

وَجَآءَتْ سَيَّارَةٌۭ فَأَرْسَلُوا۟ وَارِدَهُمْ فَأَدْلَىٰ دَلْوَهُۥ ۖ قَالَ يَٰبُشْرَىٰ هَٰذَا غُلَٰمٌۭ ۚ وَأَسَرُّوهُ بِضَٰعَةًۭ ۚ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِمَا يَعْمَلُونَ

او قافله راغله، نو دوى خپل اوبه راوړونكى ولېږه، نو هغه خپله بوكه (په كوهي كې) ورخوشې كړه (نو یوسف دغې بوكې پورې و نښت، چې يې ولیده، نو) ويې ويل: اى زما خوشحالۍ! دا یو هلك دى او دوى هغه د تجارت د مال په توګه پټ كړ او الله په هغو كارونو ښه عالم دى چې دوى كول

تېرېدونکې قافله راغله، هغه څوک يې ولېږئ چې هغوی لره اوبه لټوي، هغه خپله سلواغه په څاه کې خوشې کړه، يوسف په رسۍ پورې نېښتی و، کله چې رسۍ خوشي کوونکي وليدی له خوشحالۍ نه يې وويل: ای زما زېری دا هلک دی، اوبو راوړونکي او ځينو ملګرو يې هغه له نورې قافلې څخه په دې ګومان پټ کړ چې هغه يو سوداګريز توکی دی چې سوداګري به پرې وکړي، الله په هغه څه ښه پوه دی چې هغوی د يوسف کوم بدلول او پلورل کوي، د هغوی له کړنې هيڅ هم ترې پټ ندي.

20

وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍۭ بَخْسٍۢ دَرَٰهِمَ مَعْدُودَةٍۢ وَكَانُوا۟ فِيهِ مِنَ ٱلزَّٰهِدِينَ

او دوى هغه په ډېر كم قیمت خرڅ كړ، چې څو شمېرل شوې روپۍ وې او دوى د هغه په حق كې له بې رغبتو څخه وو

اوبه راوړونکي او ملګرو يې هغه په مصر ښار کې په لږو پيسو وپلوره، د هغو درهمونو شمېر د لږوالي له امله آسانه و، هغوی په تېزۍ ور څخه د خلاصون له امله له پيسو بې پروا و، هغوی يې له حاله پوه شول چې هغه مرېيی ندی او د هغه له کورنۍ څخه پر ځانونو وډار شول، دا پر هغه د الله د لورېينې له بشپړېدو څخه دي چې له هغوی سره زيات پاتې نشي.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.