Muslim99Muslim99
← Tafsir library

12. Yusuf

Joseph · Meccan · 111 ayahs

سُورَةُ يُوسُفَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 101–110 of 111

101

۞ رَبِّ قَدْ ءَاتَيْتَنِى مِنَ ٱلْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِى مِن تَأْوِيلِ ٱلْأَحَادِيثِ ۚ فَاطِرَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ أَنتَ وَلِىِّۦ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْءَاخِرَةِ ۖ تَوَفَّنِى مُسْلِمًۭا وَأَلْحِقْنِى بِٱلصَّٰلِحِينَ

اى زما ربه! یقینًا تا ما ته (د) څه (علاقې) بادشاهي راكړې ده، او تا ما ته د خوبونو د تعبیر علم راكړى دى، اى د اسمانونو او ځمكې پېدا كوونكیه! په دنیا او اخرت كې هم ته زما كارساز يې، ته ما ته وفات راكړه، په داسې حال كې چې مسلمان یم او ته ما له نېكانو صالحانو سره یو ځاى كړه

بيا يوسف خپل پالونکي ته دعا وکړه ويې ويل: ای زما پالونکيه، بېشکه د مصر پاچايي دې راکړه، د خوب تعبير دې راوښود، ای د آسمانونو او ځمکې پيدا کوونکيه، پرته له مخکينۍ بېلګې يې را منځته کوونکيه، ته د دنيا په ژند کې زما د ټولو چارو واک لرونکی يې او په آخرت کې د ټولو واک لرې، زما د ازل په پای کې مې مسلمان مړ کړه او په لوړ فردوس جنت کې مې له خپلو پلرونو او نورو نېکو انبياوو سره يوځای کړه.

102

ذَٰلِكَ مِنْ أَنۢبَآءِ ٱلْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ ۖ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ أَجْمَعُوٓا۟ أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُونَ

دا د غیب له خبرونو ځنې دي چې هغه مونږ تا ته وحي كوو او ته له هغوى سره نه وې كله چې هغوى د خپل كار پخه اراده وكړه، په داسې حال كې چې دوى مكر (او فرېب) كاوه‰

دغه ياده شوې د يوسف او وروڼو کيسه يې تاته وحي کوو ای رسوله! تاته پرې پوهه نه وه، ځکه هغه وخت ته د يوسف له وروڼو سره نه وې، کله چې هغوی يې د څاه په تل کې د اچولو هوډ وکړ او هغوی تدبير ونيوی د هغه چل چې تدبير يې ونيو، خو موږ تاته دغه وحي وکړه.

103

وَمَآ أَكْثَرُ ٱلنَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ

او زیاتره خلق، اګر كه ته (د دوى په ایمان راوړلو) حرص وكړې (بیا هم) هېڅكله ایمان راوړونكي نه دي

او ډېری خلک باور کوونکي ندي که څه هم ته ای رسوله! د هغوی د باور کولو ټوله هڅه وکړې؛ نو ستا نفس دې پر هغوی د غمونو له امله له منځه نه ځي.

104

وَمَا تَسْـَٔلُهُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌۭ لِّلْعَٰلَمِينَ

او ته له دوى نه په دې (تبلیغ د قرآن) باندې هېڅ اجر نه غواړې، نه دى دا مګر د ټولو خلقو لپاره (د الله له جانبه) نصیحت

که يې عقل لرلئ ايمان به يې راوړی وای، ځکه ای رسوله ته له هغوی پر قرآن او هغه څه چې ورته رابولې يې بدله نه غواړې، نه دی قران مګر د ټولو خلکو لپاره وريادوونکی.

105

وَكَأَيِّن مِّنْ ءَايَةٍۢ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ يَمُرُّونَ عَلَيْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُونَ

او څومره ډېر دلیلونه دي په اسمانونو او ځمكه كې، چې دوى پرې تېرېږي، په داسې حال كې چې دوى له هغو نه مخ اړوونكي وي

ډېرې هغه نښې چې د هغه پاک ذات پر توحيد دلالت کوونکې دي په آسمانونو او ځمکه کې خورې دي، هغوی پرې تېريږي، حال دا چې په هغو کې له فکر کولو او پند اخېستلو مخ اړوونکي دي، هغو ته پاملرنه نه کوي.

106

وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُم بِٱللَّهِ إِلَّا وَهُم مُّشْرِكُونَ

او د دوى زیاتره په الله ایمان نه لري، مګر په داسې حال كې چې دوى شرك كوونكي وي

او ډېری خلک پر الله ايمان نه راوړي چې هغه پيداکوونکی، روزي ورکوونکی، ژوند او مرګ ورکوونکی دی خو دا چې له هغه سره د نورو بوتانو عبادت کوي او دعوی کوي چې هغه زوی لري، پاک دی هغه ذات.

107

أَفَأَمِنُوٓا۟ أَن تَأْتِيَهُمْ غَٰشِيَةٌۭ مِّنْ عَذَابِ ٱللَّهِ أَوْ تَأْتِيَهُمُ ٱلسَّاعَةُ بَغْتَةًۭ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

ایا نو دوى په امن كې شوي دي له دې نه چې په دوى باندې د الله له عذاب نه پټوونكې (راګېرونكې) برخه راشي، یا په دوى باندې ناڅاپه قیامت راشي، په داسې حال كې چې دوى به نه پوهېږي

آيا دغه مشرکان له دې څخه په ډاډ کې دي چې په دنيا کې به ورته عذاب راشي په هغوی به چاپېر شي اوپټ به يې کړي، د مخ نيوي توان به يې نلري يا به ناببره قيامت ورته راشي حال داچې د راتګ احساس به يې نه کوي تر څو چمتووالی ورته ونيسي؛ نو له همدې امله ايمان نه راوړي.

108

قُلْ هَٰذِهِۦ سَبِيلِىٓ أَدْعُوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ ۚ عَلَىٰ بَصِيرَةٍ أَنَا۠ وَمَنِ ٱتَّبَعَنِى ۖ وَسُبْحَٰنَ ٱللَّهِ وَمَآ أَنَا۠ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ

ته ووایه: دا زما لاره ده، د الله په طرف بلنه كوم، په ښه بیان او بصیرت سره، زه او هغه څوك چې زما پیروي كوي، او الله پاك دى، او زه له شرك كوونكو ځنې نه یم

اې رسوله! کومو کسانو ته چې بلنه ورکوې هغوی ته ووايه! دا زما هغه لار ده چې خلک ورته په څرګند دليل رابولم او هغه څوک يې رابولي چې زما پيروي يې کړې، پر لارښوونه مې يې لارموندلې او زما تګلاره يې خپله کړې ده او الله له هغه څه پاک دی چې هغه ته يې نسبت کيږي، کوم چې د هغه له جلال سره وړ نه دي او يا يې له کمال سره په ټکر کې دي او زه پر الله له مشرکانو څخه نه يم، بلکې هغه پاک ذات لره له يو ګڼونکو څخه يم.

109

وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًۭا نُّوحِىٓ إِلَيْهِم مِّنْ أَهْلِ ٱلْقُرَىٰٓ ۗ أَفَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۗ وَلَدَارُ ٱلْءَاخِرَةِ خَيْرٌۭ لِّلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

او مونږ له تا نه مخكې نه دي لېږلي مګر سړي چې مونږ به هغوى ته وحي كوله، چې د كلیو (ښارونو) اوسېدونكي وو، ایا نو دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي، پس چې لیدلي يې وى چې د هغو (مجرمو) كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، او یقینًا د اخرت كور د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چې (له شرك او كفر نه) ځان ساتي، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ؟

او موږ مخکې له تا ندي لېږلي ای رسوله! مګر سړي له انسانانو؛ نه پرېښتې، هغوی ته مو وحي کوله لکه تاته مو چې وحیې وکړه؛ له ښاريانو څخه وو نه له کليوالو؛ خو امتونو يې درواغجن وګڼل، هغه امتونه مو تباه کړل، آيا دغه ستادرواغ ګڼونکي په ځمکه کې ندي ګرځېدلي چې غور وکړي، له هغوی مخکې د درواغ ګڼونکو پايله څنګه وه ترڅو ترې پند واخلي؟ او کومې پېرزوينې چې د آخرت په کور کې دي هغه غوره دي هغو چا لره چې په دنيا کې له الله وېريږي، آيا له عقل کار نه اخلئ چې دغه غوره دي؛ نو له الله څخه د هغه د حکمونو په منلو ووېرېږئ چې تر ټولو لوی یې ايمان دی او له نواهيوو يې ډډه وکړئ چې ترټولو لوی يې په الله شرک دی.

110

حَتَّىٰٓ إِذَا ٱسْتَيْـَٔسَ ٱلرُّسُلُ وَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا۟ جَآءَهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّىَ مَن نَّشَآءُ ۖ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ ٱلْقَوْمِ ٱلْمُجْرِمِينَ

تر هغه پورې چې رسولان به نا امېده شول او هغو (خلقو) به دا یقین وكړ چې بېشكه دوى (رسولان) چې دي، یقینًا دوى ته دروغ ویل شوي دي (، نو) دوى (رسولانو) ته به زمونږ مدد راغى، بیا به هغه چا ته نجات وركړى شو چې مونږ به غوښتل او زمونږ عذاب له مجرمو (كافرو) خلقو نه نشي دفع كېدلى

دغه رسولان چې موږ يې لېږو دښمنانو ته يې مهلت ورکوو، د استدراج په ډول د هغوی د سزا بيړه نه کوو، تر دې چې کله د هغوی تباهي وروسته شي، رسولان يې له تباهۍ ناهيلي شي، کفار دا ګومان وکړي چې رسولانو يې هغوی ته درواغ ويلي په هغه څه کې چې ژمنه يې ورسره کړې وه د درواغ ګڼونکو د سزا او مؤمنانو د نجات، د رسولانو لپاره زموږ مرسته راغله، رسولان او مؤمنان مو پر درواغ ګڼونکو له واقع کېدونکې تباهۍ وژغورل او زموږ سزا له ګناهکار قوم نه ګرځي کله يې چې پرې نازلوو.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.