Muslim99Muslim99
← Tafsir library

11. Hud

Hud · Meccan · 123 ayahs

سُورَةُ هُودٍ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 81–90 of 123

81

قَالُوا۟ يَٰلُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَن يَصِلُوٓا۟ إِلَيْكَ ۖ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍۢ مِّنَ ٱلَّيْلِ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ إِلَّا ٱمْرَأَتَكَ ۖ إِنَّهُۥ مُصِيبُهَا مَآ أَصَابَهُمْ ۚ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ ٱلصُّبْحُ ۚ أَلَيْسَ ٱلصُّبْحُ بِقَرِيبٍۢ

(ملايكو) وویل: اى لوطه! مونږ ستا د رب استازي یو، دوى به تا ته له سره در ونه رسي، نو ته خپل اهل د شپې په یوه حصه كې بوځه او په تاسو كې دې هیڅوك بېرته (شا ته) نه ګوري، ستا له ښځې نه پرته، بېشكه شان دا دى چې هغې ته هغه عذاب رسېدونكى دى چې هغوى ته رسېږي، بېشكه د دوى د وعدې وخت سهار دى، ایا سهار ډېر نژدې نه دى؟

پرېښتو لوط عليه السلام ته وويل: ای لوطه! موږ استازي يو الله رالېږلي يو، هيڅکله به دې قوم زيان درته ونشي رسولی، خپله کورنۍ دې د شپې په تياره ساعت کې له دغه کلي وباسه او هيڅوک دې له تاسو شاته نه ګوري، پرته ستا له مېرمنې چې هغه به د مخالفت کوونکې په توګه ګوري، ځکه هغې ته به هغه سزا رسيږي چې ستا قوم ته رسيږي، بېشکه د هغوی د تباهۍ وخت سهار دی او هغه نېږدې وخت دی.

82

فَلَمَّا جَآءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَٰلِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةًۭ مِّن سِجِّيلٍۢ مَّنضُودٍۢ

نو كله چې زمونږ حكم راغى (نو) مونږ د هغه (كلي) برنى اړخ د هغه لاندې اړخ وګرځاوه او پر هغه مو د داسې كاڼو باران وواروه چې له خټو جوړ په اور پخ شوي وو، لاندې باندې (پرله پسې) وو

کله چې د لوط عليه السلام د قوم د تباهۍ په اړه زموږ پرېکړه راغله، د هغوی د کليو لوړه خوا مو ښکته وګرځوله په پورته کولو اوپر هغوی د سرچپه کولو سره، او پر هغوی مو د سختې خټې يو په بل پسې پاس د پاسه کتار ډبرې و اورولې.

83

مُّسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ ۖ وَمَا هِىَ مِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ بِبَعِيدٍۢ

ستا د رب په نیز په نښه كړى شوي وو، او د ظالمانو (د مكې له مشركانو) نه هغه (كاڼي یا ښارونه) ډېر لرې نه دي

دغه ډبرې د الله لخوا په ځانګړې نښه نښانه شوې وې او دغه ډبرې د قريشو او نورو تيري کوونکو څخه لرې نه دي، بلکې نېږدې دي، کله چې الله يې پر هغوی د راښکته کولو پرېکړه وکړي راښکته به شي.

84

۞ وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًۭا ۚ قَالَ يَٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُۥ ۖ وَلَا تَنقُصُوا۟ ٱلْمِكْيَالَ وَٱلْمِيزَانَ ۚ إِنِّىٓ أَرَىٰكُم بِخَيْرٍۢ وَإِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍۢ مُّحِيطٍۢ

او (لېږلى و مونږ) مدین ته د هغوى ورور شعیب، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر (بل) هېڅ حق معبود نشته او تاسو پېمانه او تله مه كموئ، بېشكه زه تاسو په خیر (ښه حال) وینم او بېشكه زه پر تاسو باندې د چا پېرېدونكې ورځې له عذاب نه وېرېږم

او مدين ته مو د هغوی ورور شعيب ولېږه، هغه وويل: اې زما قومه! يوازې د هغه الله عبادت وکړئ چې تاسې لره له هغه پرته بل د عبادت وړ معبود نشته، کله چې خلکو ته پېمانه او تول کوئ؛ نو په پېمانه او تول کې کمی مه کوئ، پرته له شکه زه مو د روزۍ په پراخۍ او پېرزوينه کې وينم، نو په ګناهونو د الله پېرزوينه مه درباندې بدلوئ، او زه پر تاسې د داسې چاپېرېدونکې ورځې له سزا وېرېږم چې ستاسو هر يو به مومي، له هغه به هيڅ د تېښتې او پناه ځای ونه مومئ.

85

وَيَٰقَوْمِ أَوْفُوا۟ ٱلْمِكْيَالَ وَٱلْمِيزَانَ بِٱلْقِسْطِ ۖ وَلَا تَبْخَسُوا۟ ٱلنَّاسَ أَشْيَآءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ مُفْسِدِينَ

او اى زما قومه! تاسو پېمانه او تله په انصاف سره پوره وركوئ او خلقو ته د هغوى څیزونه مه كموئ او په ځمكه كې ورانى كوونكي مه ګرځئ، فساد كوونكي

ای قومه! په عدل پېمانه او تول پوره کوئ که چېرې نورو ته پېمانه يا تول کوئ، د خلکو له حقوقو هيڅ هم په تول کې په کمښت، دوکه او فريب مه کموئ او په ځمکه کې په وژنه او يا نورو ګناهونو وران کاري مه کوئ.

86

بَقِيَّتُ ٱللَّهِ خَيْرٌۭ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ۚ وَمَآ أَنَا۠ عَلَيْكُم بِحَفِيظٍۢ

د الله باقي پاتې كړى (رزق) تاسو لپاره ډېر غوره دى كه تاسو مومنان یئ او زه پر تاسو باندې څه نګران خو نه یم

د الله هغه پاتې روزي چې په عدل سره يې د خلکو د حقوقو له اداکولو وروسته له حلالو تاسو لره پرېږدي، په تول او پېمانه کې له کمي او په ځمکه کې له وران کاري څخه د تر لاسه شوي زيادت څخه ډېره ګټوره او برکتناکه ده، که تاسو په حقه باور کوونکي ياست؛ نو پر دغه پاتې روزۍ خوښ اوسئ، زه پرتاسو څارونکی نه يم چې کړنې مو وشمېرم او ستاسو سره پرې محاسبه وکړم، بېشکه پر دغه څارونکی هغه څوک دی چې په راز او پټو پوهيږي.

87

قَالُوا۟ يَٰشُعَيْبُ أَصَلَوٰتُكَ تَأْمُرُكَ أَن نَّتْرُكَ مَا يَعْبُدُ ءَابَآؤُنَآ أَوْ أَن نَّفْعَلَ فِىٓ أَمْوَٰلِنَا مَا نَشَٰٓؤُا۟ ۖ إِنَّكَ لَأَنتَ ٱلْحَلِيمُ ٱلرَّشِيدُ

هغوى وویل: اى شعیبه! ایا ستا لمونځ تا ته د دې حكم كوي چې مونږ هغه (څیزونه) پرېږدو چې زمونږ پلرونو به يې عبادت كاوه یا دا چې په خپلو مالونو كې چې مونږ څه كول غواړو (هغه پرېږدو)، بېشكه هم ته یقینًا ډېر تحمل والا، ډېر پوه يې

د شعيب عليه السلام قوم، شعيب عليه السلام ته وويل: ای شعيبه! هغه لمونځ چې ته يې د الله لپاره کوې تاته امر کوي چې موږ د هغه بوتانو عبادت پرېږدو چې زموږ پلرونو يې عبادت کاه او په خپلو مالونو کې هغه لاسوهنه چې موږ يې غواړو او هغه زيادت چې موږ يې غواړو پرېږدو؟ بېشکه ته زړه سوانده لارښود يې، ته خو هغه هوښيار د حکمت څښتن يې چې له دغې بلنې مخکې مو پېژندلې؛ نو پر تا څه وشول؟!.

88

قَالَ يَٰقَوْمِ أَرَءَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍۢ مِّن رَّبِّى وَرَزَقَنِى مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًۭا ۚ وَمَآ أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَىٰ مَآ أَنْهَىٰكُمْ عَنْهُ ۚ إِنْ أُرِيدُ إِلَّا ٱلْإِصْلَٰحَ مَا ٱسْتَطَعْتُ ۚ وَمَا تَوْفِيقِىٓ إِلَّا بِٱللَّهِ ۚ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ

هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ! كه زه یم په ښكاره دلیل باندې د خپل رب له جانبه او ما ته يې له خپله جانبه ډېر ښكلى رزق راكړى وي (نو زه يې ولې نافرماني وكړم) او زه نه غواړم چې ستاسو مخالفت وكړم (او راشم) هغه كار ته چې تاسو له هغه نه منع كوم، زه يواځې اصلاح كول غواړم، څومره چې زما وس وي او زما توفیق يواځې دالله په مدد سره دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى او خاص هغه ته رجوع كوم

شعيب عليه السلام خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! ستاسو له حاله ماته خبر راکړئ، که چېرې زه د خپل پالونکي لخوا په څرګند دليل او پوهه وم، هغه له خپل لوري ماته حلاله روزي راکړې ده او د هغه لخوا نبوت دی، زه نه غواړم چې تاسو له کوم څه راوګرځوم يا يې په ترسره کولو کې ستاسو مخالفت وکړم، زه يوازې د خپل توان تر کچې ستاسو د پالونکي توحيد ته په را بلنه ستاسو اصلاح غواړم ا و د دغه په ترلاسه کولو کې ماته وس راکول يوازې په الله پاک دي، په خپلو ټولو چارو کې مې يوازې پر هغه بروسه کوم او هغه ته ورګرځم.

89

وَيَٰقَوْمِ لَا يَجْرِمَنَّكُمْ شِقَاقِىٓ أَن يُصِيبَكُم مِّثْلُ مَآ أَصَابَ قَوْمَ نُوحٍ أَوْ قَوْمَ هُودٍ أَوْ قَوْمَ صَٰلِحٍۢ ۚ وَمَا قَوْمُ لُوطٍۢ مِّنكُم بِبَعِيدٍۢ

او اى زما قومه! زما سره دښمني دې تاسو د دې حقدار ونه ګرځوي چې تاسو ته په مثل د هغه (عذاب) ورسېږي چې د نوح قوم یا د هود قوم یا د صالح قوم ته رسېدلى و او له تاسو نه د لوط قوم ډېر لرې نه دى

ای زما قومه! زما دوښمني دې تاسو د هغه څه درواغ ګڼلو ته ونه هڅوي چې زه ورسره راغلی يم، وېره ده چې هغه سزا به مو ونيسي لکه د نوح، هود او صالح عليهم السلام قومونه يې چې ونيول، د لوط عليه السلام قوم نه د زمانې او نه د ځای له پلوه ستاسو څخه لرې دی او بېشکه تاسو پوه ياست پر هغه څه چې هغوی ته ورسېدل؛ نو پند واخلئ.

90

وَٱسْتَغْفِرُوا۟ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوٓا۟ إِلَيْهِ ۚ إِنَّ رَبِّى رَحِيمٌۭ وَدُودٌۭ

او تاسو له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته رجوع وكړئ، بېشكه زما رب ډېر مهربان، بې حده مینه كوونكى دى

له خپل پالونکي مو بښنه وغواړئ بيا هغه ته له خپلو ګناهونو توبه وباسئ، بېشکه زما پالونکی پر توبه کوونکو مهربانه(لورين) دی، له هغه چا سره زيات مينه کوونکی دی چې له هغوی توبه وباسي.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.