Muslim99Muslim99
← Tafsir library

11. Hud

Hud · Meccan · 123 ayahs

سُورَةُ هُودٍ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 11–20 of 123

11

إِلَّا ٱلَّذِينَ صَبَرُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أُو۟لَٰٓئِكَ لَهُم مَّغْفِرَةٌۭ وَأَجْرٌۭ كَبِيرٌۭ

مګر هغه كسان چې صبر يې وكړ او نېك عملونه يې وكړل، دغه كسان (چې دي) د همدوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر دى

خو هغه کسان چې پر کړاوونو، پيروۍ او له ګناهونو صبر کوي، ښې کړنې تر سره کوي؛ نو د هغوی بل حال دی، چې هغوی ته نه ناهيلي رسيږي، نه د الله پر لورېينو کفر او نه پر خلکو لويي. دوی چې دغه خویونه لرونکي دي، هغوی لره د خپل پالونکي لخوا يې د ګناهونو بخښنه ده او په آخرت کې ورته لويه بدله.

12

فَلَعَلَّكَ تَارِكٌۢ بَعْضَ مَا يُوحَىٰٓ إِلَيْكَ وَضَآئِقٌۢ بِهِۦ صَدْرُكَ أَن يَقُولُوا۟ لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْهِ كَنزٌ أَوْ جَآءَ مَعَهُۥ مَلَكٌ ۚ إِنَّمَآ أَنتَ نَذِيرٌۭ ۚ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ وَكِيلٌ

نو ښايي چې ته پرېښودونكى يې ځینې برخې د هغه (قرآن) لره چې تا ته وحي كولى شي او په ده سره دې خپله سینه تنګېدونكې ده (له دې وېرې) چې دوى به وايي: په ده باندې خزانه ولې نه ده نازله كړى شوې، یا له ده سره مَلَك (ولې نه دى) راغلى؟ بېشكه همدا خبره ده چې ته (يواځې) وېروونكى يې او الله په هر شي باندې نګران دى

ښايي ای پېغمبره د هغوی د کفر، ضد د آيتونو په اړه د وړاندیزونو سره د مخامخ کېدو له امله، د ځينو هغه څه د رسونې پرېښودونکی شې چې الله درته د هغه پر رسولو امر کړی دی، له هغه څه څخه چې هغوی ته پرې عمل ستونزمن کيږي، سينه (زړه) دې تنګيږي د هغه په رسوونه، ترڅو هغوی ونه وايي: ولې پر هغه داسې زېرمه نه نازليږي چې شتمن يې کړي يا داسې پرېښته نه ورسره راځي چې رېښتينی يې وګڼي؛ نو له دې امله ځينې هغه څه مه پرېږده چې درته لېږل کيږي، ته يوازې وېروونکی يې، هغه څه رسوې چې الله درته د رسولو امر کړی دی، پر تا لازم ندي چې همغه آيتونه راوړې کوم چې دوی يې وړانديزونه کوي او الله د هر څه ساتونکی دی.

13

أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا۟ بِعَشْرِ سُوَرٍۢ مِّثْلِهِۦ مُفْتَرَيَٰتٍۢ وَٱدْعُوا۟ مَنِ ٱسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ

ایا دوى وايي چې دا يې له خپله ځانه جوړ كړى دى؟ ته (ورته) ووایه: نو تاسو د ده په مثل لس سورتونه راوړئ، چې له خپله ځانه جوړ كړى شوي وي او له الله نه غير چې څوك كولى شئ راوغواړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ

بلکې آيا مشرکان به ووايي: محمد قرآن له ځانه جوړ کړی دی، د الله لخوا وحې نده، ای پېغمبره! هغوی ته د ننګوونکې په توګه ووايه: د دغه قرآن غوندې لس جوړ کړل شوي سورتونه راوړئ چې په هغوی کې د هغه قرآن غوندې د رښتيا هڅه مه کوئ چې تاسو ګومان کوئ چې هغه له ځانه جوړ کړل شوی دی، هر هغه څوک راوغواړئ چې د راغوښتلو توان يې لرئ، ترڅو په دې کې ترې مرسته وغواړئ، که چېرې تاسو رېښتيني وئ د قرآن په اړه په دعوی کې چې له ځانه جوړکړل شوی دی.

14

فَإِلَّمْ يَسْتَجِيبُوا۟ لَكُمْ فَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَآ أُنزِلَ بِعِلْمِ ٱللَّهِ وَأَن لَّآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ

نو كه چېرې دوى تاسو ته جواب درنه كړي (ستاسو دعا قبوله نه كړي)، نو تاسو پوه شئ چې یقینًا هغه د الله په علم سره نازل كړى شوى دى او دا چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، نو ایا تاسو اسلام راوړونكي یئ؟

نو که چېرې هغوی د خپلې ناتوانۍ له امله هغه څه را نه وړل چې ترې غوښتي مو دي؛ نو په يقيني توګه پوه شئ ای مؤمنانو! چې قرآن، الله په خپله پوهه پر استازي يې نازل کړی دی او هغه له ځانه نه دی جوړکړل شوی، پوه شئ چې په حقه له الله پرته بل د لمانځلو وړ نشته؛ نو آيا له دغه قطعي دلائلو وروسته هغه ته غاړه اېښودونکي ياست؟.

15

مَن كَانَ يُرِيدُ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَٰلَهُمْ فِيهَا وَهُمْ فِيهَا لَا يُبْخَسُونَ

هر څوك چې (داسې) وي چې دنيايي ژوند او د ده ښايست غواړي (، نو) مونږ به په همدې (دنیا) كې هغو ته خپل عملونه پوره وركړو، په داسې حال كې چې له دوى نه به په دې (دنیا) كې څه كمولى نشي

څوک چې د خپلې کړنې بدله د دنيا په ژوند او پاتې کېدونکي خوندونو کې غواړي او آخرت نه پرې غواړي، د کړنو بدله به يې په دنيا کې ورکړل شي، د روغتيا، امن او په روزۍ کې د پراخۍ له امله، د هغوی د کړنو له بدلې څخه به هيڅ هم نه کميږي.

16

أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَيْسَ لَهُمْ فِى ٱلْءَاخِرَةِ إِلَّا ٱلنَّارُ ۖ وَحَبِطَ مَا صَنَعُوا۟ فِيهَا وَبَٰطِلٌۭ مَّا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

دا هغه كسان دي چې د دوى لپاره په اخرت كې نشته مګر اور او هغه څه برباد شول چې دوى په دې (دنیا) كې كړي وو او باطل دي هغه عملونه چې دوى به كول

دغه کسان چې په داسې ناوړه هوډ سره متصف دي، هغوی لره د قيامت په ورځ له اور پرته چې ورننوځي به، بله هيڅ بدله نشته، له هغوی څخه يې د کړنو بدله ولاړه او کړنې يې له منځه تللې دي، ځکه له هغو(کړنو) مخکې يې نه ايمان لرلو او نه سم هوډ؛ نو پر هغو يې د الله خوښه او د آخرت کور نه غوښتلو.

17

أَفَمَن كَانَ عَلَىٰ بَيِّنَةٍۢ مِّن رَّبِّهِۦ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌۭ مِّنْهُ وَمِن قَبْلِهِۦ كِتَٰبُ مُوسَىٰٓ إِمَامًۭا وَرَحْمَةً ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِۦ ۚ وَمَن يَكْفُرْ بِهِۦ مِنَ ٱلْأَحْزَابِ فَٱلنَّارُ مَوْعِدُهُۥ ۚ فَلَا تَكُ فِى مِرْيَةٍۢ مِّنْهُ ۚ إِنَّهُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ

ایا نو هغه څوك چې د خپل رب له جانبه په څرګند دلیل باندې وي او د هغه له جانبه د ده پسې یو شاهد وي، او له ده نه مخكې د موسٰى كتاب و، چې پیشوا او رحمت و، دغه كسان په ده ایمان لري او له ډلو څخه چې څوك په ده سره كافر شو، نو اور د هغه د وعدې ځاى دى، نو ته د ده په باره كې په هېڅ شك كې مه كېږه، بېشكه هم دا ستا د رب له جانبه حق دى او لېكن اكثره خلق ایمان نه راوړي

هغه نبي - محمد صلی الله عليه وسلم- چې د خپل پالونکي لخوا ورسره دليل دی او د خپل پالونکي لخوا يې شاهد پيروي کوي، چې هغه جبريل دی او له دې مخکې پر نبوت يې تورات چې پر موسی عليه السلام نازل شوی، شاهدي ورکوي، ندی برابر د خلکو د لارښود او د هغوی دلورېينې په توګه، نه دي برابر هغه او هغه کسان چې له هغه سره يې ايمان راوړی له هغو کافرانو سره چې په لار ورکۍ کې لالهانده دي، دغه کسان پر قرآن ايمان لري او پر محمد صلی الله عليه وسلم چې قرآن پرې نازل شوی دی، او د ملتونو له خلکو څخه چې څوک له هغه انکار کوي، په ورځ د قيامت د هغه سره د اور ژمنه ده؛ نو ای رسوله! د قرآن او له هغوی سره د ژمنې په اړه په شک کې مه کېږه، دا هغه حق دی چې په هغو کې هيڅ شک نشته، خو ډېری خلک ايمان نه راوړي، سره له زياتو څرګندو دلائلو او ښکاره برهانونو.

18

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ يُعْرَضُونَ عَلَىٰ رَبِّهِمْ وَيَقُولُ ٱلْأَشْهَٰدُ هَٰٓؤُلَآءِ ٱلَّذِينَ كَذَبُوا۟ عَلَىٰ رَبِّهِمْ ۚ أَلَا لَعْنَةُ ٱللَّهِ عَلَى ٱلظَّٰلِمِينَ

او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، دغه كسان به د خپل رب په وړاندې پیش كړى شي، او ګمراهان به ووايي: دا هغه كسان دي چې په خپل رب يې دروغ تړلي وو۔، خبردار شئ! د الله لعنت په ظالمانو باندې دى

او تر هغه هيڅوک زيات تېری کوونکی ندی چې پر الله درواغ تړي د شريک نيولو او هغه ته د زوی په نسبت کولو سره، دغه کسان چې پر الله درواغ تړي د قيامت په ورځ به پر خپل پالونکي وړاندې کړل شي، تر څو يې د کړنو په اړه پوښتنه ترې وکړي، د هغوی پرخلاف به له ملائکو او رسولانو څخه شاهدان وايي: دا هغه کسان دي چې پر الله يې درواغ تړل هغه ته د شريک او زوی په نسبت کولو سره، خبر اوسئ هغه پرځانو تېری کوونکي کسان چې پر الله درواغ تړي، الله له خپلې لورېينې شړلي دي.

19

ٱلَّذِينَ يَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًۭا وَهُم بِٱلْءَاخِرَةِ هُمْ كَٰفِرُونَ

هغه كسان چې د الله له لارې نه منع كول كوي او په هغې (لاره) كې كوږوالى لټوي او له اخرت نه انكار كوونكي (هم) همدوى دي

هغه کسان چې خلک د الله له نېغې لارې راګرځوي، د نېغوالي په بدل کې په لاره کې يې کوږوالی لټوي تر څو هيڅوک پرې ولاړ نشي، هغوی له مرګ وروسته په بيا راپاڅېدلو کفر کوي او له هغه انکار کوي.

20

أُو۟لَٰٓئِكَ لَمْ يَكُونُوا۟ مُعْجِزِينَ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا كَانَ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِنْ أَوْلِيَآءَ ۘ يُضَٰعَفُ لَهُمُ ٱلْعَذَابُ ۚ مَا كَانُوا۟ يَسْتَطِيعُونَ ٱلسَّمْعَ وَمَا كَانُوا۟ يُبْصِرُونَ

دغه كسان كله هم په ځمكه كې (الله لره) عاجزه كوونكي نه دي، او د دوى لپاره له الله نه سوا هیڅوك مدد كوونكي نشته، دوى ته به دوه چنده عذاب وركولى شي، دوى اورېدل نشول كولى او نه دوى لیدل كول

هغه کسان چې پر دغو خويونو متصف دي په ځمکه کې د الله له سزا د تېښتې توان نلري کله چې پرې نازله شي او له الله پرته هغوی لره ملاتړي او مرسته کوونکي نشته تر څو ورڅخه د الله د سزا مخه ونيسي، د قيامت په ورځ به يې سزا ور زياته کړل شي، د الله له لارې څخه د خپلو ځانونو او نورو د را ګرځولو له امله، په دنيا کې يې د حق او لارښوونې د منلو وړ آورېدو توان نلرلو، نه يې په نړۍ کې د الله نښې ليدلای شوی داسې چې ګټه يې ور رسولی وای، له حق څخه د هغوی د سختې مخ اړونې له کبله.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.