Muslim99Muslim99
← Tafsir library

11. Hud

Hud · Meccan · 123 ayahs

سُورَةُ هُودٍ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 91–100 of 123

91

قَالُوا۟ يَٰشُعَيْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِيرًۭا مِّمَّا تَقُولُ وَإِنَّا لَنَرَىٰكَ فِينَا ضَعِيفًۭا ۖ وَلَوْلَا رَهْطُكَ لَرَجَمْنَٰكَ ۖ وَمَآ أَنتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍۢ

دوى وویل: اى شعیبه! مونږ په ډېرو هغو خبرو نه پوهېږو چې ته يې وايې او بېشكه مونږ خو تا په مونږ كې كمزورى وینو او كه چېرې ستا دا خپلوان نه وى (چې مونږ سره په كفر كې شریكان دي) نو مونږ به ته خامخا سنګسار كړى وى او ته پر مونږ باندې هېڅ عزتناك نه يې

د شعيب عليه السلام قوم، شعيب عليه السلام ته وويل: ای شعيبه! موږ په هغه څه ډېر نه پوهېږو چې تا راوړي دي، موږ دې په خپلو منځو کې کمزوری وينو، ځکه سترګو ته دې کمزوري يا ړوندوالی رسېدلی، که چېرې ستا قبيله زموږ پر ملت نه وای، هرومرو به مو په ډبرو وېشتلو وژلی وای، ته راته ګران نه يې چې له وژلو دې و ډار شو، موږ ستا وژل يوازې ستا قبيلې ته د درناوي له امله پرېښې دي.

92

قَالَ يَٰقَوْمِ أَرَهْطِىٓ أَعَزُّ عَلَيْكُم مِّنَ ٱللَّهِ وَٱتَّخَذْتُمُوهُ وَرَآءَكُمْ ظِهْرِيًّا ۖ إِنَّ رَبِّى بِمَا تَعْمَلُونَ مُحِيطٌۭ

هغه وویل: اى زما قومه! ایا زما خپلوان پر تاسو باندې له الله نه ډېر عزتناك (او مخور) دي او تاسو دا (الله) ګرځولى دى خپل وروسته، شا ته غورځول شوى، بېشكه زما رب په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه احاطه كوونكى دى

شعيب عليه السلام خپل قوم ته ويل: ای زما قومه! آيا زما قبيله ستاسو په اند له پالونکي الله څخه مو ډېره درته درنه او ګرانه ده؟ الله مو شاته غورځولی پرېښی چې پر هغه نبي مو يې ايمان نه دی راوړی کله چې يې درته ولېږي، بېشکه زما پالونکی پر هغه څه چاپېر دی چې ترسره کوئ يې، ستاسو له کړنو له هغه هيڅ پټ نه دي، ژر په دنيا کې پر هغو تاسو ته په تباه کولو بدله درکړي او په آخرت کې سزا.

93

وَيَٰقَوْمِ ٱعْمَلُوا۟ عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّى عَٰمِلٌۭ ۖ سَوْفَ تَعْلَمُونَ مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌۭ يُخْزِيهِ وَمَنْ هُوَ كَٰذِبٌۭ ۖ وَٱرْتَقِبُوٓا۟ إِنِّى مَعَكُمْ رَقِيبٌۭ

او اى زما قومه! تاسو په خپل ځاى (او طریقې) عمل كوئ، یقینًا زه هم عمل كوونكى یم، ژر به تاسو وپېژنئ هغه څوك چې ده ته به داسې عذاب راځي چې هغه به رسواكوي او هغه څوك چې دروغجن دى، او تاسو انتظار كوئ بېشكه زه (هم) له تاسو سره انتظار كوونكى یم

ای قومه! څومره چې کولای شئ په خپله هغه تګلاره عمل وکړئ چې خوښه کړې مو ده، بېشکه زه په خپله هغه تګلاره عمل کوونکی يم چې خوښه کړې مې ده څومره چې کولای شم، ژر به پوه شئ چې له موږ څخه چاته هغه سزا راځي چې رسوا يې کړي او څوک له موږ څخه په هغه څه کې درواغجن دی چې دعوی يې کوي؛ نو انتظاروکړئ د هغه څه چې الله يې پرېکړه کوي، بېشکه زه له تاسو سره انتظارکوونکی يم.

94

وَلَمَّا جَآءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا شُعَيْبًۭا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ بِرَحْمَةٍۢ مِّنَّا وَأَخَذَتِ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ٱلصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُوا۟ فِى دِيَٰرِهِمْ جَٰثِمِينَ

او كله چې زمونږ حكم (د عذاب) راغى (، نو) مونږ شعیب ته او هغو كسانو ته چې له هغه سره يې ایمان راوړى و خلاصى وركړ په رحمت سره له خپل جانب نه او هغه كسان چې ظلم يې كړى و چغې ونیول، نو شول په خپلو كورونو كې پړمخې مړه پراته

کله چې زموږ پرېکړه د شعيب عليه السلام د قوم د تباهۍ په اړه راغله، شعيب عليه السلام او هغه کسان چې ايمان يې ورسره راوړی و په خپله لورېينه مو وژغورل، او له قوم څخه يې چې چا تېری کړی و هغو ته سخت تباه کوونکی آواز ورسېد؛ نو مړه شول او پر مخونو پرېوتل، مخونه يې له خاورو سره ولګېدل.

95

كَأَن لَّمْ يَغْنَوْا۟ فِيهَآ ۗ أَلَا بُعْدًۭا لِّمَدْيَنَ كَمَا بَعِدَتْ ثَمُودُ

ګویاكې دوى په دې (كورونو) كې نه وو اوسېدلي، اګاه شئ (د الله له رحمت نه) لرې والى دى مدین ته لكه څنګه چې ثمودیان لرې (او هلاك) شول

ګواکې مخکې پکښې نه وو اوسېدلي، خبر اوسئ د مدين خلک د الله له لورېينې لرې کړل شول پر هغوی د عذاب د راتلو له امله، لکه ثموديان چې ترې لرې کړل شوي وو پرهغوی د قهر د نازلېدو له امله.

96

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِـَٔايَٰتِنَا وَسُلْطَٰنٍۢ مُّبِينٍ

او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى په خپلو (نهو) معجزو او ښكاره دلیل سره لېږلى و

او بېشکه موسی عليه السلام مو له خپلو داسې نښو سره ولېږه چې د الله په توحيد دلالت کوونکي دي او له داسې څرګندو دلائلو سره چې د هغه څه پر رېښتينولۍ دلالت کوونکي دي چې ورسره راغلی وو.

97

إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦ فَٱتَّبَعُوٓا۟ أَمْرَ فِرْعَوْنَ ۖ وَمَآ أَمْرُ فِرْعَوْنَ بِرَشِيدٍۢ

فرعون او د هغه سردارانو ته، نو دغه (سرداران) د فرعون د حكم تابع شول، حال دا چې د فرعون حكم له سره درست نه و

فرعون او د هغه د قوم سردارانو ته مو ولېږئ، دغو سردارانو د فرعون د امر پيروي وکړه پر الله د کفر له امله، دفرعون امر حق ته رسېدونکی امر نه و، تر دې چې پيروي يې وشي.

98

يَقْدُمُ قَوْمَهُۥ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ فَأَوْرَدَهُمُ ٱلنَّارَ ۖ وَبِئْسَ ٱلْوِرْدُ ٱلْمَوْرُودُ

د قیامت په ورځ به د خپل قوم په مخكې شي، نو اور ته به يې داخل كړي او بد ځاى د ورتلو دى چې (دوى هغه ته) وروستلى شي

د قيامت په ورځ به فرعون خپل قوم اور ته مخکې کړي تر دې چې ور دننه به يې کړي او هغه ډېر بد د ورتلو ځای دی.

99

وَأُتْبِعُوا۟ فِى هَٰذِهِۦ لَعْنَةًۭ وَيَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ ۚ بِئْسَ ٱلرِّفْدُ ٱلْمَرْفُودُ

اوپه دوى پسې په دې دنیا كې لعنت ولګول شو او د قیامت په ورځ (هم)، بد دى هغه انعام چې (دوى ته) وركولى شي

د دنيا په ژوند کې الله له خپل رحمت څخه د هغوی پسې لعنت، شړل او لرېوالی کړی، سره له دې چې هغوی ته د ډوبېدو تباهي رسېدلې ده او د قيامت په ورځ به له رحمت څخه شړل او لرېوالی ورپسې کړل شي، بد دي هغه څه چې هغوی ته رسېدلي د دوو ځلو پرله پسې لعنتونو او په دنيا او آخرت کې له سزا څخه.

100

ذَٰلِكَ مِنْ أَنۢبَآءِ ٱلْقُرَىٰ نَقُصُّهُۥ عَلَيْكَ ۖ مِنْهَا قَآئِمٌۭ وَحَصِيدٌۭ

دا د كلیو له خبرونو ځنې دي چې دا مونږ تا ته بیانوو، ځینې په دوى كې ولاړ دي او (ځینې يې) رېبل شوي دي

په دغه سورت کې دغه ياد شوي د ډوبېدوخبرونه چې موږ دې پرې خبروو، ای رسوله! د دغو کليو دي چې د ځينو نښې ولاړې او د ځينو له منځه تللې دي او هيڅ نښه يې نده پاتې.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.