Muslim99Muslim99
← Tafsir library

11. Hud

Hud · Meccan · 123 ayahs

سُورَةُ هُودٍ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 71–80 of 123

71

وَٱمْرَأَتُهُۥ قَآئِمَةٌۭ فَضَحِكَتْ فَبَشَّرْنَٰهَا بِإِسْحَٰقَ وَمِن وَرَآءِ إِسْحَٰقَ يَعْقُوبَ

او د ده ښځه ولاړه وه، نو ويې خندل، نو مونږ دې ته اسحق زېرى وركړ او د اسحق نه پس د (لمسي) یعقوب (زېرى وركړ)

د ابراهيم عليه السلام مېرمن (ساره) ولاړه وه، موږ د هغه څه خبر ورکړ چې خوشحاله يې کړي، هغه دا چې اسحاق به وزېږوي او د اسحاق به يو زوی وي يعقوب؛ نو هغې وخندل او په هغه خوشحاله شوه چې وايې ورېدل.

72

قَالَتْ يَٰوَيْلَتَىٰٓ ءَأَلِدُ وَأَنَا۠ عَجُوزٌۭ وَهَٰذَا بَعْلِى شَيْخًا ۖ إِنَّ هَٰذَا لَشَىْءٌ عَجِيبٌۭ

هغې وویل: اى زما تعجبه! ایا زه به بچى راوړم، حال دا چې زه زړه (بوډۍ) یم او دا زما خاوند دى زوړ، بېشكه دا یقینًا ډېر عجیبه شى (كار) دى

ساره وويل کله چې پرېښتو دغه حيروانوونکی زيری ورکړ:څنګه به مې بچی وشي حال دا چې زه د ډېر عمر يم، له بچي ناهيلې يم او دغه زما مېړه د بوډاوالي عمر ته رسېدلی؟! بېشکه په دغه حالت کې د بچي پيدا کېدل حيرانوونکی کار دی، د عادت خلاف دی.

73

قَالُوٓا۟ أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ ٱللَّهِ ۖ رَحْمَتُ ٱللَّهِ وَبَرَكَٰتُهُۥ عَلَيْكُمْ أَهْلَ ٱلْبَيْتِ ۚ إِنَّهُۥ حَمِيدٌۭ مَّجِيدٌۭ

هغوى وویل: ایا ته د الله په امر تعجب كوې؟ د الله رحمت او د هغه بركتونه دې په تاسو وي اى اهلِ بیتو، بېشكه هغه (الله) ډېر ستايل شوى، د ډېرې لويي والا دى

پرېښتو ساره ته وويل ولې له زيري حيرانه شوې: آیا د الله له پرېکړې او تقديره حيرانېږې؟ پر ستا غوندې شخص دا خبره پټه نده چې الله پردغه څه قادر دی، پر تاسو د الله لورېينه او برکتونه دي ای د ابراهيم د کورنۍ خلکو! بېشکه الله په خپلو صفتونو او کړنو کې ستایل شوی دی، د درناوي او مرتبې څښتن دی.

74

فَلَمَّا ذَهَبَ عَنْ إِبْرَٰهِيمَ ٱلرَّوْعُ وَجَآءَتْهُ ٱلْبُشْرَىٰ يُجَٰدِلُنَا فِى قَوْمِ لُوطٍ

نو كله چې له ابراهیم نه وېره لاړه او ده ته زېرى راغى، (نو بیا يې) د لوط د قوم په حق كې زمونږ (رسولانو) سره بحث كاوه

کله چې له ابراهيم عليه السلام څخه وېره ولاړه چې د هغو مېلمنو لخوا ورته رسېدلې وه چې د هغه ډوډۍ يې ونه خوړله، وروسته له پوهېدو چې هغوی پرېښتې دي او د خوښۍ خبر ورته راغی چې د هغه به اسحاق زوی کيږي بيا يعقوب، زموږ له استازو سره يې د لوط عليه السلام د قوم په اړه شخړه پیل کړه، تر څو له هغوی سزا وروسته کړي او د لوط عليه السلام او د هغه کورنۍ وژغوري.

75

إِنَّ إِبْرَٰهِيمَ لَحَلِيمٌ أَوَّٰهٌۭ مُّنِيبٌۭ

بېشكه ابراهیم یقینًا ډېر تحمل والا، آه كوونكى (په زړه ډېر نرم او الله ته) رجوع كوونكى دى

بېشکه ابراهيم عليه السلام زړه سوانده دی، د سزا وروسته والی خوښوي، خپل پالونکي ته زيات عاجزي کوونکی دی، زيات دعا کوونکی او هغه ته ورګرځېدونکی دی.

76

يَٰٓإِبْرَٰهِيمُ أَعْرِضْ عَنْ هَٰذَآ ۖ إِنَّهُۥ قَدْ جَآءَ أَمْرُ رَبِّكَ ۖ وَإِنَّهُمْ ءَاتِيهِمْ عَذَابٌ غَيْرُ مَرْدُودٍۢ

اى ابراهیمه! له دې نه تېر شه، بېشكه شان دا دى چې یقینًا ستا د رب حكم راغلى دى او بېشكه دوى چې دي، دوى ته داسې عذاب راتلونكى دى چې بېرته ګرځولى به نشي

پرېښتو وويل: ای ابراهيمه! د لوط عليه السلام د قوم په اړه له شخړې لاس په سر شه، بېشکه ستا د پالونکي پرېکړه د هغه سزا د واقع کېدو په اړه چې پر هغوی ټاکل شوې ده راغله، بېشکه د لوط عليه السلام پر قوم لویه سزا راتلونکې ده چې شخړه او دعا يې مخه نشي نيولی.

77

وَلَمَّا جَآءَتْ رُسُلُنَا لُوطًۭا سِىٓءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًۭا وَقَالَ هَٰذَا يَوْمٌ عَصِيبٌۭ

او كله چې زمونږ استازي (ملايك) لوط ته راغلل، نو دى په دوى غمجن شو او د دوى په وجه يې سینه تنګه شوه او ويې ويل: دا ډېره سخته ورځ ده

کله چې پرېښتې لوط عليه السلام ته د سړيو په څېرو کې راغلې د هغوی راتګ يې خوښ نه شو او سينه (زړه) يې د خپل هغه قوم څخه پر هغوی د وېرې له امله تنګ شو چې د ښخو پرځای سړيو ته د خپلو غوښتو پوره کولو لپاره راځي او لوط عليه السلام وويل: دا سخته ورځ ده ځکه هغه ګومان کوي چې هغوی به يې پر مېلمنو برلاسي شي.

78

وَجَآءَهُۥ قَوْمُهُۥ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ وَمِن قَبْلُ كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ ۚ قَالَ يَٰقَوْمِ هَٰٓؤُلَآءِ بَنَاتِى هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ ۖ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَلَا تُخْزُونِ فِى ضَيْفِىٓ ۖ أَلَيْسَ مِنكُمْ رَجُلٌۭ رَّشِيدٌۭ

او ده ته د ده قوم راغى، چې د ده په طرف يې بې اختیاره منډې وهلې او دوى مخكې له دې نه (هم) د بدو كارونو كوونكي وو، ده وویل: اى زما قومه! دا زما لوڼه دي (په نكاح يې واخلئ) دا تاسو لپاره بېخي پاكې (او حلالې) دي، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما د مېلمنو په حق كې ما مه شرموئ، ایا په تاسو كې كوم یو پوه سړى نشته؟

د لوط عليه السلام قوم لوط عليه السلام ته په منډه منډه راغی چې د هغه له مېلمنو سره د بدکارۍ هوډ لرونکي وو، له دې مخکې د هغوی عادت د ښځو پر ځای سړيو ته د خوند اخېستو په موخه ورتګ و، لوط عليه السلام د خپل قوم د مخ نيوونکي او د مېلمنو په مخکې له خپل لوري د معذرت غوښتونکي په توګه وويل: دغه زما لوڼې ستاسو د ښځو له ډلې څخه دي، نو نکاح ورسره وکړئ، هغوی درته پاکې دي له دغې بدکارۍ څخه، له الله څخه ووېرېږئ، ماته مې د مېلمنو په اړه پېغور مه راوړئ، آيا له تاسو څخه ای قومه! کوم د سم عقل څښتن نشته چې له دغه ناوړه کار څخه مو راوګرځوي؟!

79

قَالُوا۟ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا لَنَا فِى بَنَاتِكَ مِنْ حَقٍّۢ وَإِنَّكَ لَتَعْلَمُ مَا نُرِيدُ

دوى وویل: یقینًا یقینًا تا ته معلومه ده چې مونږ ته ستا په لوڼو كې هېڅ حق (رغبت) نشته او بېشكه ته خامخا په هغه كار پوهېږې چې مونږ يې غواړو

هغه ته يې قوم وويل: ای لوطه بېشکه موږ نه ستا لوڼو، نه دې د قوم ښځو او نه خوند اخېستو ته اړتيا لرو، بېشکه ته په هغه څه پوهېږې چې موږ يې هوډ لرو، موږ يوازې سړي غواړو.

80

قَالَ لَوْ أَنَّ لِى بِكُمْ قُوَّةً أَوْ ءَاوِىٓ إِلَىٰ رُكْنٍۢ شَدِيدٍۢ

ويې ويل: كاشكې واقعي ما ته ستاسو په مقابله كې قوت حاصل وى یا مې ډېر مستحكم پناه ځاى (خپل قوي قوم) ته پناه وړى شوى

لوط عليه السلام وويل: کاشکي ما لره ځواک وای چې ستاسو مخه مې پرې نيولې وای، يا يوه قبيله چې زه يې ژغورلی وای؛ نو زه به ستاسو او د خپلو مېلمنو تر منځ خنډ جوړ شوی وم.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.