Muslim99Muslim99
← Tafsir library

11. Hud

Hud · Meccan · 123 ayahs

سُورَةُ هُودٍ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 61–70 of 123

61

۞ وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَٰلِحًۭا ۚ قَالَ يَٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُۥ ۖ هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ ٱلْأَرْضِ وَٱسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَٱسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُوٓا۟ إِلَيْهِ ۚ إِنَّ رَبِّى قَرِيبٌۭ مُّجِيبٌۭ

او (مونږ لېږلى و) ثمودیانو ته د هغوى ورور صالح، هغه (دوى ته) وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه غیر (بل) هېڅ حق معبود نشته۔، هم هغه تاسو له ځمكې نه پیدا كړئ یئ او په دې كې يې تاسو اوسولي یئ، نو تاسو له ده نه مغفرت وغواړئ، بیا تاسو ده ته رجوع وكړئ، بېشكه زما رب ډېر نژدې دى، د دعا قبلوونكى دى

ثموديانو ته مو د هغوی ورور صالح عليه السلام ولېږه، هغه وويل: ای زما قومه! يوازې د الله عبادت وکړئ، تاسو لره له هغه پرته بل د عبادت وړ معبود (لمانځلی) نشته، هغه تاسو د ځمکې له خاورې پيداکړي ياست ستاسو د پلار آدم عليه السلام په پيدايښت سره له هغې خاورې څخه، د هغې(ځمکې) آبادوونکي يې ګرځولي ياست؛ نو له هغه بښنه وغواړئ بيا هغه ته وروګرځئ د ښوکړنو پر ترسره کولو او د ګناهونو په پرېښودلو سره، بېشکه زما پالونکی هغه چا لره نږدې دی چې هغه لره عبادت ځانګړی کړي، د هغه د دعا قبلوونکی دی.

62

قَالُوا۟ يَٰصَٰلِحُ قَدْ كُنتَ فِينَا مَرْجُوًّۭا قَبْلَ هَٰذَآ ۖ أَتَنْهَىٰنَآ أَن نَّعْبُدَ مَا يَعْبُدُ ءَابَآؤُنَا وَإِنَّنَا لَفِى شَكٍّۢ مِّمَّا تَدْعُونَآ إِلَيْهِ مُرِيبٍۢ

دوى وویل: اى صالحه، ته په مونږ كې مخكې له دې (دعوې د نبوت) نه امېد كړى شوى وې، ایا ته مونږ د هغو (بتانو) له عبادت نه منع كوې چې زمونږ پلرونو به يې عبادت كاوه او بېشكه مونږ د هغه (توحید) په باره كې چې ته مونږ هغه ته بلې یقینًا په اضطراب اچوونكي (پريشانه كوونكي) شك كې یو

هغه ته يې قوم وويل: ای صالحه! له دغې بلنې مخکې ته زموږ تر منځ د لوړې مرتبې څښتن وې، بېشکه موږ هيله لرله چې ته به هوښيار، د پند او مشورې څښتن وې، آيا ته مو راګرځوې ای صالحه! د هغه څه له عبادته چې زموږ پلرونو يې عبادت کولو؟ بېشکه موږ د هغه څه په اړه په شک کې يو چې وربولې مو، يوازې د الله عبادت ته، هغه څه موږ اړ باسي چې پر تا د الله په اړه د درواغو تور ولګوو.

63

قَالَ يَٰقَوْمِ أَرَءَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍۢ مِّن رَّبِّى وَءَاتَىٰنِى مِنْهُ رَحْمَةًۭ فَمَن يَنصُرُنِى مِنَ ٱللَّهِ إِنْ عَصَيْتُهُۥ ۖ فَمَا تَزِيدُونَنِى غَيْرَ تَخْسِيرٍۢ

هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ! كه زه د خپل رب له جانبه په ښكاره دلیل باندې یم او هغه له خپله جانبه ما ته رحمت (نبوت) راكړى وي، نو له الله نه به ما څوك خلاص كړي كه زه د هغه نافرماني وكړم، نو تاسو به ما ته له نقصان نه غیر (بل څه) زیات نه كړئ

صالح عليه السلام خپل قوم ته د ځواب په توګه وويل: ای زما قومه! خبر راکړئ که چېرې زه د خپل پالونکي لخوا په څرګند دليل وم، له خپل لوري يې ماته لورېينه راکړې وي چې هغه نبوت دی؛ نو څوک به مې يې له سزا وژغوري که زه ترې سرغړونه وکړم د هغه څه په نه رسولو کې چې تر تاسو يې د رسولو امر راته کړی؟ نو تاسو يوازې زما لارورکي او د هغه له رضا لېرې والی غواړئ.

64

وَيَٰقَوْمِ هَٰذِهِۦ نَاقَةُ ٱللَّهِ لَكُمْ ءَايَةًۭ فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِىٓ أَرْضِ ٱللَّهِ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوٓءٍۢ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌۭ قَرِيبٌۭ

اى زما قومه! دا د الله اوښه ده چې ستاسو لپاره لویه نښه ده، نو تاسو دا پرېږدئ چې د الله په ځمكه كې خوراك (څر) كوي او دې ته هېڅ تكلیف مه رسوئ (ګنې) نو ډېر نژدې عذاب به مو ونیسي

او ای زما قومه! دغه د الله اوښه تاسوته زما د رېښتينولۍ نښه ده، پرې يې ږدئ څري به د الله په ځمکه کې، هغې ته هيڅ کړاو مه رسوئ، که نه ستاسو لخوا د هغې د ټپي کولو سره په نېږدې وخت کې به د الله عذاب درته ورسيږي.

65

فَعَقَرُوهَا فَقَالَ تَمَتَّعُوا۟ فِى دَارِكُمْ ثَلَٰثَةَ أَيَّامٍۢ ۖ ذَٰلِكَ وَعْدٌ غَيْرُ مَكْذُوبٍۢ

نو دوى د هغې پړكي پرې كړل (او مړه يې كړه) نو هغه (ورته) وویل: تاسو په خپلو كورونو كې درې ورځې فايده واخلئ، دا داسې وعده ده چې هېڅ دروغ په كې نشته

نو هغه يې ذبح کړه په درواغ ګڼلو کې د ژور تللو له امله، صالح عليه السلام ورته وويل: د هغې له ذبحې په ځمکه کې له ژونده درې ورځې ګټه پورته کړئ بیا به د الله سزا درته راشي، له دې وروسته د سزا راتګ يوه هرومرو ترسره کېدونکې ژمنه ده درواغ نده بلکې هغه رېښتينې ژمنه ده.

66

فَلَمَّا جَآءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا صَٰلِحًۭا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ بِرَحْمَةٍۢ مِّنَّا وَمِنْ خِزْىِ يَوْمِئِذٍ ۗ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ ٱلْقَوِىُّ ٱلْعَزِيزُ

نو كله چې زمونږ (د عذاب) حكم راغى، مونږ صالح ته او هغو كسانو ته چې له هغه سره يې ایمان راوړى و په خپل رحمت سره خلاصى وركړ او د هغې ورځې له رسوايۍ نه، بېشكه ستا رب، هم هغه قوي، ډېر غالب دى

کله چې د هغوی په تباهۍ سره زموږ پرېکړه راغله، صالح عليه السلام او هغه کسان چې ايمان يې ورسره راوړی وو زموږ لخوا په لورېينه مو روغ وساتل، هغوی مو د دغې ورځې له رسوايۍ او سپکاوي څخه روغ وساتل، بېشکه ای رسوله! هغه ځواکمن داسې برلاسی دی چې هيڅوک نشي پرې برلاسی کېدلی، له همدې امله يې درواغ ګڼونکي امتونه تباه کړل.

67

وَأَخَذَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ٱلصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُوا۟ فِى دِيَٰرِهِمْ جَٰثِمِينَ

او هغه كسان چې ظلم يې كړى و؛ چغې ونیول، نو سهار مهال په خپلو كورونو كې پړ مخې پراته شول

سخت تباه کوونکي آواز ثموديان ونيول، چې له سختوالي يې مړه شول، پر مخونو يې پرېوتل، بېشکه مخونه يې له خاورو سره ولګېدل.

68

كَأَن لَّمْ يَغْنَوْا۟ فِيهَآ ۗ أَلَآ إِنَّ ثَمُودَا۟ كَفَرُوا۟ رَبَّهُمْ ۗ أَلَا بُعْدًۭا لِّثَمُودَ

ګویاكې دوى په دې (كورونو) كې له سره اوسېدلي نه وو، خبردار شئ! بېشكه ثمودیان په خپل رب سره كافران شوي وو، اګاه شئ! د ثمودیانو لپاره (د رحمت نه) لرې والى دى

ګواکې په خپلو ښارونو کې يې په پېرزوينه او پراخه ژوند کې نه وو اوسېدلي، خبراوسئ بېشکه ثموديانو په خپل پالونکي کفر کړی دی، تل د الله له لورېينې لرې کړل شوي دي.

69

وَلَقَدْ جَآءَتْ رُسُلُنَآ إِبْرَٰهِيمَ بِٱلْبُشْرَىٰ قَالُوا۟ سَلَٰمًۭا ۖ قَالَ سَلَٰمٌۭ ۖ فَمَا لَبِثَ أَن جَآءَ بِعِجْلٍ حَنِيذٍۢ

او یقینًا یقینًا زمونږ استازو ابراهیم ته زېرى راوړ، ويې ويل: (په تا) سلام (اچوو) ابراهیم وویل: (په تاسو) سلام، نو درنګ (وخت) يې تېر نه كړ چې رايې وړ وریت كړى شوى سخى

او بېشکه ابراهيم عليه السلام ته پرېښتې د سړو په څېرو کې راغلې، هغه او مېرمنې ته يې د اسحاق بیا د یعقوب زېری ورکوونکې وې، پرېښتو وويل: سلام دې وي، ابراهيم عليه السلام هغوی ته په سلام ويلو ځواب ورکړ او تېز ولاړ، کباب کړی خسی يې ورته راوړ، تر څو له هغه خوراک وکړي په دې ګومان چې هغوی سړي دي.

70

فَلَمَّا رَءَآ أَيْدِيَهُمْ لَا تَصِلُ إِلَيْهِ نَكِرَهُمْ وَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةًۭ ۚ قَالُوا۟ لَا تَخَفْ إِنَّآ أُرْسِلْنَآ إِلَىٰ قَوْمِ لُوطٍۢ

نو كله چې يې د هغوى لاسونه ولیدل چې دې (وریتې غوښې) ته نه رسېږي، نو دوى يې نا اشنا وګڼل او له دوى نه يې په زړه كې وېره وكړه، دوى وویل: ته مه وېرېږه، بېشكه مونږ د لوط قوم ته رالېږل شوي یو (چې هلاك يې كړو)

کله چې ابراهيم عليه السلام وليدل چې لاسونه يې خسي ته نه رسيږي او څه ترې نه خوري، دا يې له هغوی څخه بد وګڼل او په زړه کې ترې وډار شو؛ خو کله چې پرېښتو له ځانه د هغه وېره وليدله ويې ویل: له موږ مه ډارېږه، موږ الله د لوط عليه السلام قوم ته رالېږلې يو تر څو سزا ورکړو.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.