Muslim99Muslim99
← Tafsir library

11. Hud

Hud · Meccan · 123 ayahs

سُورَةُ هُودٍ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 51–60 of 123

51

يَٰقَوْمِ لَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا ۖ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَى ٱلَّذِى فَطَرَنِىٓ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

اى زما قومه! زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې څه مزدوري نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په هغه ذات چې زه يې پیداكړى یم، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ

ای زما قومه، زه له تاسو پر هغه څه چې د پالونکي لخوا مې درته رسوم بدله نه غواړم، زما بدله يوازې پر هغه الله ده چې پيداکړی يې يم؛ نو آيا پردې نه پوهېږئ او کوم څه ته مو چې رابولم هغه ومنئ؟!.

52

وَيَٰقَوْمِ ٱسْتَغْفِرُوا۟ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوٓا۟ إِلَيْهِ يُرْسِلِ ٱلسَّمَآءَ عَلَيْكُم مِّدْرَارًۭا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَىٰ قُوَّتِكُمْ وَلَا تَتَوَلَّوْا۟ مُجْرِمِينَ

او اى زما قومه! له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته رجوع وكړئ، هغه به پر تاسو باندې باران راخوشي كړي، چې په شېبو شېبو به ورېدونكى وي۔ او ستاسو قوت ته به (نور) قوت ورزیات كړي او تاسو (له ایمان او توبې نه) مخ مه ګرځوئ، په دې حال كې چې مجرمان یئ

او ای زما قومه، له الله بښنه وغواړئ، بيا هغه ته توبه وباسئ له خپلو ګناهونو څخه چې تر ټولو لويه يې شرک دی، پردې به بدله درکړي د زيات باران په ورولو سره، په عزت کې به مو زياتوالی راولي د اولادونو او مالونو په زياتوالي سره، له هغه څه مخ مه اړوئ چې ورته رابولم مو، که نه زما له بلنې څخه په مخ اړولو، له الله څخه په انکار او د هغه څه په درواغ ګڼلو چې زه ورسره راغلی یم له ګناه کوونکو څخه به شئ.

53

قَالُوا۟ يَٰهُودُ مَا جِئْتَنَا بِبَيِّنَةٍۢ وَمَا نَحْنُ بِتَارِكِىٓ ءَالِهَتِنَا عَن قَوْلِكَ وَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ

هغوى وویل: اى هوده! تا مونږ ته څه واضح دلیل نه دى راوړى او ستا د وینا له وجې مونږ هېڅ كله هم خپل خدایان پرېښودونكي نه یو او هېڅ كله هم مونږ په تا ایمان راوړونكي نه یو

قوم يې وويل: ای هوده! موږ ته له کوم داسې څرګند دليل سره نه يې راغلی چې پر تا مو ايمان راوړونکي وګرځوي، نه ستا له دليل څخه په خالي وينا د خپلو معبودانو د عبادت پرېښودونکي يو او نه تا لره ايمان راوړونکي په هغه څه چې دعوی يې لرې چې ته رسول یې.

54

إِن نَّقُولُ إِلَّا ٱعْتَرَىٰكَ بَعْضُ ءَالِهَتِنَا بِسُوٓءٍۢ ۗ قَالَ إِنِّىٓ أُشْهِدُ ٱللَّهَ وَٱشْهَدُوٓا۟ أَنِّى بَرِىٓءٌۭ مِّمَّا تُشْرِكُونَ

(ستا په باره كې) مونږ يواځې همدا وایو چې تا ته زمونږ ځینې خدایانو څه ضرر دررسولى دى، هغه وویل: بېشكه زه الله ګواه كوم او تاسو (هم) ګواه شئ چې یقینًا زه له هغو (خدایانو) نه بېزاره یم چې تاسو يې شریكان كوئ

موږ نه وايو خو داچې زموږ ځينې معبودانو لېونی کړی يې، ځکه ته مو د هغو له لمانځلو راګرځوې، هود عليه السلام وويل: بېشکه زه الله شاهد ګرځوم او تاسو هم شاهدان اوسئ چې زه ستاسو د هغو معبودانو له لمانځلو بېزاره يم چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ؛ نو تاسو او هغه معبودان مو چې تاسو ګومان کوئ چې زه يې لېونی کړی يم زما پر وړاندې چل وکړئ بيا مهلت مه راکوئ.

55

مِن دُونِهِۦ ۖ فَكِيدُونِى جَمِيعًۭا ثُمَّ لَا تُنظِرُونِ

غیر له هغه (الله) نه، نو تاسو ټول ما ته تدبیرونه جوړ كړئ، بیا ما ته مهلت مه راكوئ

موږ نه وايو خو داچې زموږ ځينې معبودانو لېونی کړی يې، ځکه ته مو د هغو له لمانځلو راګرځوې، هود عليه السلام وويل: بېشکه زه الله شاهد ګرځوم او تاسو هم شاهدان اوسئ چې زه ستاسو د هغو معبودانو له لمانځلو بېزاره يم چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ؛ نو تاسو او هغه معبودان مو چې تاسو ګومان کوئ چې زه يې لېونی کړی يم زما پر وړاندې چل وکړئ بيا مهلت مه راکوئ.

56

إِنِّى تَوَكَّلْتُ عَلَى ٱللَّهِ رَبِّى وَرَبِّكُم ۚ مَّا مِن دَآبَّةٍ إِلَّا هُوَ ءَاخِذٌۢ بِنَاصِيَتِهَآ ۚ إِنَّ رَبِّى عَلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ

بېشكه ما په الله باندې توكل كړى دى چې زما رب دى او ستاسو رب دى، نشته هېڅ یو خوځنده مګر هم دغه (الله) د هغه وچولي (د تندي وېښتانو) لره نیوونكى دى، بېشكه زما رب په نېغه لار دى

بېشکه زه يوازې پر الله بروسه کوم او په خپله معامله کې پر هغه باور کوم، هغه زما او ستاسو پالونکی دی، هيڅ شی د ځمکې پر مخ نه ګرځي خو دا چې الله ته غاړه اېښودونکی دی، د هغه تر واک او اختيار لاندې دی، اړوي يې څنګه چې وغواړي، بېشکه زما پالونکی پر حق او عدل دی؛ نو هيڅکله به تاسو ته پر ما واک درنکړي، ځکه زه پر حقه او تاسو پر باطل ياست.

57

فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَقَدْ أَبْلَغْتُكُم مَّآ أُرْسِلْتُ بِهِۦٓ إِلَيْكُمْ ۚ وَيَسْتَخْلِفُ رَبِّى قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّونَهُۥ شَيْـًٔا ۚ إِنَّ رَبِّى عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ حَفِيظٌۭ

نو كه تاسو مخ واړوئ، نو یقینًا ما تاسو ته هغه (پېغام) درورساوه چې زه په هغه سره تاسو ته رالېږلى شوى وم۔ او زما رب به له تاسو نه غیر بل قوم ستاسو په ځاى راولي او تاسو به هغه (الله) ته هېڅ ضرر ونه رسولى شئ، بېشكه زما رب په هر شي باندې ښه نګران او ساتونكى دى

که چېرې تاسو مخ واړوئ او شا وګرځوئ هغه څه ته چې زه ورسره راغلی يم، نو پر ما يوازې تر تاسو رسول دي او بېشکه ما هر هغه څه تر تاسو ورسول چې الله ورسره لېږلی وم او په رسولو يې امر راته کړی و، بېشکه پر تاسو حجت قائم شو، ژر به زما پالونکی تاسو تباه کړي او ستاسو پرځای به بل قوم راولي چې ستاسو ځای ناستی شي، تاسو مو په درواغ ګڼلو او مخ اړولو نه الله ته لوی زيان رسولی شئ او نه کوچنی، ځکه هغه يې له بندګانو بې پروا دی، بېشکه زما پالونکی پر هر څه څارونکی دی؛ نو هغه به مې له هغه شره ساتي چې تاسو يې زما په اړه چل کوئ.

58

وَلَمَّا جَآءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا هُودًۭا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ بِرَحْمَةٍۢ مِّنَّا وَنَجَّيْنَٰهُم مِّنْ عَذَابٍ غَلِيظٍۢ

او كله چې زمونږ حكم (عذاب) راغى (، نو) مونږ هود ته او هغو كسانو ته چې له هغه سره يې ایمان راوړى و له خپل جانب نه په رحمت سره نجات وركړ او مونږه دوى له ډېر سخت عذاب نه خلاص كړل

کله چې د هغوی د تباهۍ لپاره زموږ پرېکړه راغله، هود عليه السلام او هغه کسان چې ايمان يې ورسره راوړی و، زموږ په هغه لورېينه مو وساتل چې ورته رسېدلې وه او هغوی مو له سختې سزا څخه وساتل چې د هغه کافر قوم ته مو پرې سزا ورکړه.

59

وَتِلْكَ عَادٌۭ ۖ جَحَدُوا۟ بِـَٔايَٰتِ رَبِّهِمْ وَعَصَوْا۟ رُسُلَهُۥ وَٱتَّبَعُوٓا۟ أَمْرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِيدٍۢ

او دغه عادیان دي چې د خپل رب له ایتونو نه يې انكار كړى و او د هغه (الله) د رسولانو نافرماني يې كړې وه او د هر سركشه عنادي د حكم تابع شوي وو

دغه د عاديانو قوم دی د خپل پالونکي له نښانو يې انکار کړې ده، له خپل رسول هود عليه السلام څخه يې سرغړونه کړې ده، د حق پر وړاندې د هر داسې لويي کوونکي چې حق نه مني او نه غاړه ورته ږدي خبر يې منلې ده.

60

وَأُتْبِعُوا۟ فِى هَٰذِهِ ٱلدُّنْيَا لَعْنَةًۭ وَيَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ ۗ أَلَآ إِنَّ عَادًۭا كَفَرُوا۟ رَبَّهُمْ ۗ أَلَا بُعْدًۭا لِّعَادٍۢ قَوْمِ هُودٍۢ

او په دوى پسې په دې دنیا كې لعنت ولګولى شو او د قیامت په ورځ هم، خبردار شئ! بېشكه عادیان په خپل رب سره كافران شوي دي، خبردار شئ چې (د الله له رحمت نه) لرې والى دى، عادیانو ته چې د هود قوم دى

له هغوی سره د دنيا په دغه ژوند کې رسوايي او د الله له لورېينې لرې والی يوځای شوي دي، همدارنګه د قيامت په ورځ به د الله له لورېينې لرې کړل شوي وي، دا پر الله د هغوی د کفر له امله، خبر اوسئ الله هغوی له هرې ښېګڼې لرې کړي او هرې بدۍ ته يې نېږدې کړي دي.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.