Muslim99Muslim99
← Tafsir library

11. Hud

Hud · Meccan · 123 ayahs

سُورَةُ هُودٍ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 41–50 of 123

41

۞ وَقَالَ ٱرْكَبُوا۟ فِيهَا بِسْمِ ٱللَّهِ مَجْر۪ىٰهَا وَمُرْسَىٰهَآ ۚ إِنَّ رَبِّى لَغَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ

او هغه وویل: په دې كې سواره شئ (او وایئ:) د الله په نامه سره د دې روانېدل او د دې ودرېدل دي، بېشكه زما رب یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

او نوح عليه السلام د خپلې کورنۍ او قوم هغو خلکو ته وويل چې ايمان يې راوړی و: کښتۍ ته پورته شئ، د الله په نوم به د کښتۍ تګ وي او د هغه په نوم به يې درېدل وي، بېشکه پالونکی مې له خپلو بندګانو څخه چې څوک توبه وباسي د ګناهونو بښونکی دی، پر هغوی مهربان دی او د هغه له لورېينې څخه داده چې مؤمنان يې له تباهۍ وژغورل.

42

وَهِىَ تَجْرِى بِهِمْ فِى مَوْجٍۢ كَٱلْجِبَالِ وَنَادَىٰ نُوحٌ ٱبْنَهُۥ وَكَانَ فِى مَعْزِلٍۢ يَٰبُنَىَّ ٱرْكَب مَّعَنَا وَلَا تَكُن مَّعَ ٱلْكَٰفِرِينَ

دې به دوى په داسې چپو كې وړل لكه غرونه، او نوح خپل زوى ته اواز وكړ۔، په داسې حال كې چې هغه په یوې غاړه كې و: اى زما بچوړیه! زمونږ سره راسور شه او له كافرانو سره مه كېږه

او کښتۍ چې خلک او نور شيان پکښې وو د غره په شان لويه څپه کې روانه وه، د پلارولۍ د زړه سوي له امله نوح عليه السلام خپل کافر زوی ته آواز وکړ، په داسې حال کې چې له پلار او قوم څخه يې بېل په يو ځای کې و: ای بچوړیه زموږ سره په کښتۍ کې سپور شه تر څو له ډوبېدو وژغورل شې، له کافرانو سره مه کېږه، چې د ډوبېدو تباهي به درته ورسيږي کومه چې هغوی ته رسيږي.

43

قَالَ سَـَٔاوِىٓ إِلَىٰ جَبَلٍۢ يَعْصِمُنِى مِنَ ٱلْمَآءِ ۚ قَالَ لَا عَاصِمَ ٱلْيَوْمَ مِنْ أَمْرِ ٱللَّهِ إِلَّا مَن رَّحِمَ ۚ وَحَالَ بَيْنَهُمَا ٱلْمَوْجُ فَكَانَ مِنَ ٱلْمُغْرَقِينَ

هغه وویل: ژر به زه د داسې غره په سر كې ځاى ونیسم چې ما به له اوبو نه بچ كړي، هغه (نوح) وویل: نن ورځ د الله له حكم نه هیڅوك ساتونكى (بچ كوونكى) نشته مګر هغه چې دغه (الله) پرې رحم وكړي، او د دواړو په مینځ كې چپه حايله شوه، نو دى شه د غرق كړى شويو نه

د نوح زوی نوح عليه السلام ته وويل: ژر ده چې لوړ غره ته به پناه يوسم، تر څو ماته د اوبو رسېدلو مخه ونيسي، نوح عليه السلام خپل زوی ته وويل: نن ورځ د الله د سزا په وړاندې چې په طوفان کې ډوبېدل دي کوم خنډ نشته، مګر همغه مهربان الله پاک چې په خپله لورېينه چاته وغواړي له ډوبېدو يې ژغوري، د نوح او کافر زوی تر منځ يې څپې بېلوالی راوستی او زوی يې په طوفان له ډوبېدونکو څخه شو د خپل کفر له امله.

44

وَقِيلَ يَٰٓأَرْضُ ٱبْلَعِى مَآءَكِ وَيَٰسَمَآءُ أَقْلِعِى وَغِيضَ ٱلْمَآءُ وَقُضِىَ ٱلْأَمْرُ وَٱسْتَوَتْ عَلَى ٱلْجُودِىِّ ۖ وَقِيلَ بُعْدًۭا لِّلْقَوْمِ ٱلظَّٰلِمِينَ

او وویل شول: اى ځمكې! خپلې اوبه ونغړه (جذب كړه) او اى اسمانه! اوبه ورول بند كړه او اوبه كمې كړى شوې او كار پوره كړى شو او هغه (بېړۍ) په جودي غر ودرېده او وویل شول: لرې والى دې وي (له رحمت نه) د ظلم كوونكو خلقو لپاره

د طوفان له پای ته رسېدلو وروسته الله ځمکې ته وويل: ای ځمکې! له طوفانه چې کومې اوبه درباندې دي هغه وڅښه، او آسمان ته يې وويل: ای آسمانه! بند شه او باران مه وروه، اوبه کمې شوې آن تردې چې ځمکه وچه شوه، الله کافران تباه کړل، کښتۍ په جودي نومي غره ودرېده او وويل شول: لرې والی او تباهي ده هغه قوم لره چې په کفر سره د الله له پولو اوښتونکي دي.

45

وَنَادَىٰ نُوحٌۭ رَّبَّهُۥ فَقَالَ رَبِّ إِنَّ ٱبْنِى مِنْ أَهْلِى وَإِنَّ وَعْدَكَ ٱلْحَقُّ وَأَنتَ أَحْكَمُ ٱلْحَٰكِمِينَ

او نوح خپل رب ته اواز (سوال) وكړ، نو ويې ويل: اى زما ربه! بېشكه زما زوى زما له اهله دى او بېشكه هم ستا وعده حقه ده او ته ترټولو ښه فیصله كوونكى يې

نوح عليه السلام خپل پالونکي ته د مرسته غوښتونکي په توګه آواز وکړ: ای زما پالونکيه! زما زوی زما له کورنۍ څخه دی چې تا يې د ژغورنې ژمنه کړې ده او ستا ژمنه داسې رښتيا ده چې په هغې کې خلاف نشته او ته ترټولو پرېکړه کوونکو زيات عادل او تر ټولو زيات پوه يې.

46

قَالَ يَٰنُوحُ إِنَّهُۥ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ ۖ إِنَّهُۥ عَمَلٌ غَيْرُ صَٰلِحٍۢ ۖ فَلَا تَسْـَٔلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِۦ عِلْمٌ ۖ إِنِّىٓ أَعِظُكَ أَن تَكُونَ مِنَ ٱلْجَٰهِلِينَ

ويې ويل: اى نوحه! بېشكه هغه (ستا زوى) ستا له (مومن) اهله ځنې نه دى، بېشكه هغه (خاوند د) ناكاره عمل دى، نو له ما نه د هغه څیز سوال مه كوه چې تا ته د هغه په باره كې څه علم نه وي، بېشكه زه تا ته له دې نه نصیحت كوم چې ته شې له جاهلانو نه

الله نوح عليه السلام ته وويل: بېشکه ستا هغه زوی چې ته يې ژغورنه غواړې ستا له هغې کورنۍ څخه ندی چې ما يې د ژغورنې ژمنه درسره کړې ده، ځکه هغه کافر دی، ستا غوښتنه ای نوحه! ستا لخوا مناسب کار ندی او د هغه چا لپاره نه ښايي چې ستا په مرتبه کې وي، هغه څه را څخه مه غواړه چې تا لره پرې پوهه نه وي، زه دې وېروم له دې څخه چې ته د ناپوهانو له ډلې څخه شې؛ نو هغه څه راڅخه مه غواړه چې زما د پوهې او حکمت خلاف وي.

47

قَالَ رَبِّ إِنِّىٓ أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْـَٔلَكَ مَا لَيْسَ لِى بِهِۦ عِلْمٌۭ ۖ وَإِلَّا تَغْفِرْ لِى وَتَرْحَمْنِىٓ أَكُن مِّنَ ٱلْخَٰسِرِينَ

هغه وویل: اى زما ربه! بېشكه زه په تا پورې پناه نیسم له دې نه چې له تا نه د هغه څه سوال وكړم چې ما ته د هغه په باره كې څه علم نه وي او كه ته ما ته بخښنه ونه كړې او په ما رحم ونه كړې (، نو) شم به زه له تاوانیانو نه

نوح عليه السلام وويل: ای زما پالونکيه! زه پرتا پناه غواړم له دې څخه چې د هغه څه غوښتنه در څخه وکړم چې ما لره پرې پوهه نشته، که ته راته زما د ګناه بښنه ونکړې او په خپله لورېينه را باندې ونه رحمېږې زه به له هغه زيانمنو څخه شم چې په آخرت کې يې خپلې برخې له لاسه ورکړي دي.

48

قِيلَ يَٰنُوحُ ٱهْبِطْ بِسَلَٰمٍۢ مِّنَّا وَبَرَكَٰتٍ عَلَيْكَ وَعَلَىٰٓ أُمَمٍۢ مِّمَّن مَّعَكَ ۚ وَأُمَمٌۭ سَنُمَتِّعُهُمْ ثُمَّ يَمَسُّهُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌۭ

وویل شو: اى نوحه! كوز شه په سلامتۍ سره زمونږ له جانبه او سره د هغو بركتونو چې په تا باندې دي او په څو ډلو باندې له هغو ځنې چې له تا سره دي۔ او نورې ډلې دي چې ژر به مونږ هغوى ته نفع وركړو، بیا به هغوى ته زمونږ له جانبه ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي

الله نوح عليه السلام ته وويل: ای نوحه! له کښتۍ ښکته شه، په سلامتۍ، امن، د الله لخوا پرتا، د هغو مؤمنانو پر اولادو چې په کښتۍ کې درسره دي، له تا وروسته راځي د ډېرو پېرزوينو سره، هلته د هغوی له اولادونو څخه نور امتونه دي چې کافران دي، ژر به د دغه دنيا په ژوند کې ګټه ورکړو او هغه څه به ورکړو چې ژوند پرې وکړي، بيا به زموږ لخوا په آخرت کې دردوونکې سزا ومومي.

49

تِلْكَ مِنْ أَنۢبَآءِ ٱلْغَيْبِ نُوحِيهَآ إِلَيْكَ ۖ مَا كُنتَ تَعْلَمُهَآ أَنتَ وَلَا قَوْمُكَ مِن قَبْلِ هَٰذَا ۖ فَٱصْبِرْ ۖ إِنَّ ٱلْعَٰقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ

دغه د غیبو له خبرونو ځنې دي چې مونږ يې تا ته وحي كوو، له دې نه مخكې نه ته په دې عالِم وې او نه ستا قوم، نو صبر كوه، بېشكه ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى

د نوح عليه السلام دغه کيسه د پټو(غیبو) له خبرونو څخه ده ای رسوله! له دغې وحې مخکې چې موږ درته کړې ده نه ته پرې پوهېدې او نه دې قوم پرې پوهېده؛ نو د قوم پر کړاو او د هغوی پر درواغ ګڼلو دې له زغم څخه کار واخله لکه نوح عليه السلام چې زغم کړی و، بېشکه مرسته او برلاسي هغه چا لره دي چې د الله حکمونه مني او له نواهيو څخه يې ځانونه ساتي.

50

وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًۭا ۚ قَالَ يَٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُۥٓ ۖ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا مُفْتَرُونَ

او (مونږ لېږلى و) قومِ عاد ته د هغوى ورور هود، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر هېڅ حق معبود نشته، نه یئ تاسو مګر دروغ تړونكي

او د عاد قوم ته مو د هغوی ورور هود عليه السلام ولېږلو، هغه ورته وويل: ای زما قومه! يوازې د الله عبادت وکړئ او له هغه سره هيڅوک مه شريکوئ، تاسو لره له هغه پاک ذات پرته بل هيڅوک د عبادت وړ نشته او تاسو په دغه دعوی کې چې هغه لره شريک شته يوازې درواغجن ياستی.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.