Muslim99Muslim99
← Tafsir library

11. Hud

Hud · Meccan · 123 ayahs

سُورَةُ هُودٍ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 1–10 of 123

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

1

الٓر ۚ كِتَٰبٌ أُحْكِمَتْ ءَايَٰتُهُۥ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ

الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې ایتونه يې محكم كړى شوي دي، بیا د ښه حكمت والا، پوره خبردار ذات له خوا نه په تفصیل سره بیان شوي دي

الٓر﴾ د بقرې سورت په پیل کې د ورته تورو په اړه بحث تېر شو.قرآن داسې کتاب دی چې آيتونه يې د نظم او معنی له پلوه محکم کړل شوي دي؛ نو ته کومه خلا او نيمګړتيا پکې نه وينې، بيا د حلال او حرام، امر او نهي، ژمنې او وېرې، کيسو او داسې نورو يادونه پکې بيان کړل شوي دي، د داسې ذات له لوري چې په خپل تدبير او تشريع کې حکيم دی، د خپلو بندګانو پر احوالو او هغه څه ښه خبر دی چې هغوی لره سموونکي دي.

2

أَلَّا تَعْبُدُوٓا۟ إِلَّا ٱللَّهَ ۚ إِنَّنِى لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌۭ وَبَشِيرٌۭ

دا چې تاسو عبادت مه كوئ مګر يواځې د الله، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه (رالېږل شوى) وېروونكى او زېرى وركوونكى یم

پر محمد صلی الله عليه وسلم د دغو نازل کړل شويو آيتونو مضمون: د بندګانو منع کول دي له دې چې له الله سره د بل چا عبادت وکړي، بېشکه زه ای خلکو تاسو لره د الله له سزا ډاروونکی يم که مو پر هغه کفر وکړ او سرغړونه مو ترې وکړه، د هغه د ثواب زېری درکوونکی يم که مو ايمان پرې راوړ او پر شريعت مو يې عمل وکړ.

3

وَأَنِ ٱسْتَغْفِرُوا۟ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوٓا۟ إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُم مَّتَٰعًا حَسَنًا إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِى فَضْلٍۢ فَضْلَهُۥ ۖ وَإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍۢ كَبِيرٍ

او دا چې تاسو له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته توبه وباسئ (، نو) هغه به تاسو ته د یوې مقررې نېټې پورې ډېره ښكلې فايده دركړي او هر فضل والا ته به د هغه فضل وركړي او كه چېرې تاسو وګرځېدئ، نو بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې سترې ورځې د عذاب وېره لرم

ای خلکو د خپلو ګناهونو لپاره مو له پالونکي بخښنه وغواړئ او د هغه پر وړاندې چې څه در څخه پاتې دي په پښېمانۍ هغه ته ور وګرځئ، د دنيا په ژوند کې به مو ستاسو لپاره د ټاکل شوو نېټو د رسېدو تر وخته ښه ګټه در کړي. او هر هغه چاته چې په پيروۍ او عمل کې غوروالی لري د هغه د غوروالي بشپړ پرته له کموالي بدله ورکوي، که چېرې تاسو پر هغه څه چې زه د خپل پالونکي لخوا ورسره راغلی يم له ايمان راوړلو مخ واړوئ؛ نو زه پر تاسو د سختو حالاتو له ورځې ډارېږم چې هغه د قيامت ورځ ده.

4

إِلَى ٱللَّهِ مَرْجِعُكُمْ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ

خاص الله ته ستاسو واپس ورتله دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى

ای خلکو ! د قيامت په ورځ مو يوازې الله ته ورګرځېدل دي، هغه پاک ذات پر هر څه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نشي بې وسې کولی، ستاسو را ژوندي کول ستاسو له مرګ او بيا راپاڅولو وروسته ستاسو حساب يې نشي بې وسې کولی.

5

أَلَآ إِنَّهُمْ يَثْنُونَ صُدُورَهُمْ لِيَسْتَخْفُوا۟ مِنْهُ ۚ أَلَا حِينَ يَسْتَغْشُونَ ثِيَابَهُمْ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ ۚ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ

خبردار شئ! بېشكه دوى خپلې سینې دوه قته كوي، د دې لپاره چې له هغه نه پټ شي، خبردار شي! كله چې دوى خپلې جامې اغوندي، هغه (الله) پوهېږي په هغه څه چې دوى (يې) پټوي اوپه هغه څه چې دوى (يې) څرګندوي، بېشكه هغه د سینو په پټوخبرو (هم) ښه پوه دى

خبر اوسئ دغه مشرکان خپلې سينې اړوي ترڅو د الله په اړه هغه شک پټ کړي چې په سينو کې يې دی دا د هغوی لخوا پر الله د ناپوهۍ له امله، خبر اوسئ کله چې هغوی خپل سرونه په جامو يې پټوي، الله پوهيږي پر هغه څه چې هغوی يې پټوي او هغه څه چې هغوی يې ښکاره کوي، بېشکه هغه ښه پوه دی پر هغه څه چې سينې يې پتوي.

6

۞ وَمَا مِن دَآبَّةٍۢ فِى ٱلْأَرْضِ إِلَّا عَلَى ٱللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا ۚ كُلٌّۭ فِى كِتَٰبٍۢ مُّبِينٍۢ

او په ځمكه كې هېڅ خوځنده (ذي روح) نشته مګر د هغه رزق خاص په الله باندې دى، او هغه د هغه د اوسېدلو ځاى او د هغه د سپارېدلو ځاى پېژني (دا) هر څه په واضح كتاب كې (لیك) دي

هيڅ داسې مخلوق نشته چې پر ځمکه دې ګرځي هغه که هرڅه وي، خو الله په خپله پېرزوينه د هغه روزي منلې، او الله ته په ځمکه کې د هغه د استوګنې ځای معلوم دی، د مرګ ځای يې چې پکې مري به ورمعلوم دی، هر يو له ژويو څخه، د هغوی روزي، د استوګنې ځایونه او د مړينې ځايونه يې په څرګند کتاب کې چې لوح محفوظ دی شتون لري.

7

وَهُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍۢ وَكَانَ عَرْشُهُۥ عَلَى ٱلْمَآءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًۭا ۗ وَلَئِن قُلْتَ إِنَّكُم مَّبْعُوثُونَ مِنۢ بَعْدِ ٱلْمَوْتِ لَيَقُولَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِنْ هَٰذَآ إِلَّا سِحْرٌۭ مُّبِينٌۭ

او دى هماغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، په دې حال كې چې د هغه عرش په اوبو باندې و، د دې لپاره چې هغه تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ څوك ډېر ښه دى۔ او یقینًا كه ته (دې خلقو) ووايې چې بېشكه تاسو به له مرګ نه پس ژوندي كولى شئ (نو) هرومرو لازمًا به هغه كسان ووايي چې كافران شوي دي: ۔ نه دى دا مګر ښكاره جادو (باطل)

هغه سپېڅلی ذات دی چې لوی آسمانونه او لويه ځمکه يې پيداکړې ده، څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي په شپږو ورځو کې يې پيداکړي دي، د آسمانونو او ځمکې له پيدايښت مخکې د هغه عرش پر اوبو و، ترڅو مو وازمويي ای خلکو- چې کوم يو ستاسو داسې ښه کارکوونکی دی چې الله پرې خوښ شي، کوم يو ستاسو داسې بدکاره دی چې الله پرې غوسه کړي، که ووايې ای رسوله- ای خلکو تاسو له مرګ وروسته را پاڅول کېږئ، تر څو حساب در سره وشي؛ نو هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او له بیا پاڅولو څخه يې انکار کړې ده، هرومرو به ووايي: دغه قرآن چې ته يې لولې له څرګندو کوډو پرته بل څه نه دی؛ نو دا باطل دی او بطلان يې څرګند دی.

8

وَلَئِنْ أَخَّرْنَا عَنْهُمُ ٱلْعَذَابَ إِلَىٰٓ أُمَّةٍۢ مَّعْدُودَةٍۢ لَّيَقُولُنَّ مَا يَحْبِسُهُۥٓ ۗ أَلَا يَوْمَ يَأْتِيهِمْ لَيْسَ مَصْرُوفًا عَنْهُمْ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ

او یقینًا كه چېرې مونږ له دوى نه عذاب تر یو شمېرل شوې مودې پورې وروسته كړو (، نو) دوى به ارومرو لازمًا وايي: دغه (عذاب) لره څه شى ایساروي؟ خبردار شئ! په هغې ورځ كې چې دوى ته هغه (عذاب) راشي (، نو) هغه به له دوى څخه ګرځولى نشي او له دوى نه به هغه څه چاپېره شي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې

که چېرې له مشرکانو څخه هغه سزا چې وړ يې دي، د دنيا په ژوند کې د څو ورځو مودې لپاره وروسته کړو؛ نو هرومرو به د بيړه کوونکو او ملنډو وهونکو په توګه ووايي: څه شي له موږ څخه سزا ګرځولې ده؟ خبر اوسئ هغه سزا چې هغوی يې وړ دي له الله سره يې نېټه ټاکل شوې ده، په کومه ورځ چې ورته راشي، هيڅکله به هغوی کوم ګرځوونکی ونه مومي چې له هغوی څخه يې وګرځوي، بلکې پر هغوی به راپرېوزي او هغه سزا به پرې چاپېره شي، کومه چې د ملنډو او مسخرو په ډول هغوی په بيړه غواړي.

9

وَلَئِنْ أَذَقْنَا ٱلْإِنسَٰنَ مِنَّا رَحْمَةًۭ ثُمَّ نَزَعْنَٰهَا مِنْهُ إِنَّهُۥ لَيَـُٔوسٌۭ كَفُورٌۭ

او یقینًا كه چېرې مونږه انسان ته له خپل جانبه رحمت وروڅكوو، بیا مونږ هغه له ده نه راكش كړو (، نو) بېشكه هغه (بیا) یقینًا ډېر نا امېده، ډېر ناشكره وي

او که چېرې موږ هغه ته د روزۍ پراخي وروڅکواو له بې وزلۍ او رسېدلې ناروغۍ وروسته روغتيا؛ هرومرو به وايي: بدي له ما ولاړه او زيان لېرې شو او پردې د الله شکر نه وباسي، بېشکه هغه په تکبر سره ډېرزيات خوښي کوونکی دی او پر خلکو زيات لويي کوونکی او وياړ کوونکی دی پر هغه څه چې الله پرې پېرزو کړي دي.

10

وَلَئِنْ أَذَقْنَٰهُ نَعْمَآءَ بَعْدَ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ ذَهَبَ ٱلسَّيِّـَٔاتُ عَنِّىٓ ۚ إِنَّهُۥ لَفَرِحٌۭ فَخُورٌ

او یقینًا كه چېرې مونږ په ده باندې نعمت وروڅكوو له هغه تكلیف نه وروسته چې ده ته رسېدلى و (، نو) ارومرو لازما به هغه وايي: زما څخه ټولې سختۍ لاړې، بېشكه هغه یقینًا ډېر خوشالېدونكى دى، ډېر فخر كوونكى دى

او که چېرې موږ هغه ته د روزۍ پراخي وروڅکو او له بې وزلۍ او رسېدلې ناروغۍ وروسته روغتيا، هرومرو به وايي: بدي له ما ولاړه او زيان لېرې شو او پردې د الله شکر نه وباسي، بېشکه هغه په تکبر سره ډېر زيات خوښۍ کوونکی دی او پر خلکو زيات لويي کوونکی او وياړ کوونکی دی پر هغه څه چې الله پرې پېرزو کړې ده.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.