Muslim99Muslim99
← Tafsir library

11. Hud

Hud · Meccan · 123 ayahs

سُورَةُ هُودٍ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 31–40 of 123

31

وَلَآ أَقُولُ لَكُمْ عِندِى خَزَآئِنُ ٱللَّهِ وَلَآ أَعْلَمُ ٱلْغَيْبَ وَلَآ أَقُولُ إِنِّى مَلَكٌۭ وَلَآ أَقُولُ لِلَّذِينَ تَزْدَرِىٓ أَعْيُنُكُمْ لَن يُؤْتِيَهُمُ ٱللَّهُ خَيْرًا ۖ ٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا فِىٓ أَنفُسِهِمْ ۖ إِنِّىٓ إِذًۭا لَّمِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ

او زه تاسو ته (دا) نه وایم چې زما سره د الله خزانې دي او نه دا (وايم) چې زه په غیبو پوهېږم او نه (دا) وایم چې بېشكه زه مَلك یم او نه زه د هغو كسانو په حق كې چې ستاسو سترګي يې سپك ګڼي دا وایم چې الله به دوى ته له سره څه خیر ورنه كړي، الله ښه عالم دى په هغو (خبرو) چې د دوى په نفسونو كې دي۔، بېشكه زه به په دغه وخت كې خامخا له ظالمانو څخه یم

او زه تاسو ته نه وايم ای زما قومه: زما سره د الله هغه زېرمې دي چې په هغو کې يې روزي ده، زه يې پر تاسو لګوم که مو ايمان راوړ، نه درته وايم: زه په پټو پوهېږم، نه درته وايم: زه له پرښتو څخه يم، بلکې زه ستاسو غوندې انسان يم او نه د هغو بېوزلو په اړه وايم چې ستاسو سترګې يې سپک ګڼي او کم يې ګڼئ: چې هيڅکله به الله نه هغوی ته توفيق ورکړي او نه لارښوونه، الله د هغوی په نيتونو او حالاتو ډېر پوه دی او بېشکه که زه د دغې دعوی وکړم، د هغو تيري کوونکو له ډلې څخه به شم چې د الله د سزا وړ دي.

32

قَالُوا۟ يَٰنُوحُ قَدْ جَٰدَلْتَنَا فَأَكْثَرْتَ جِدَٰلَنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَآ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ

دوى وویل: اى نوحه! یقینًا تا زمونږ سره جګړه وكړه، نو زمونږ (سره) جګړه دې ډېره زیاته كړه، لهذا ته مونږ ته هغه (عذاب) راوړه چې ته يې زمونږه سره وعده كوې، كه ته له صادقانو څخه يې

هغوی د سرزورۍ او لويۍ په ډول وويل: ای نوحه! بېشکه زموږ سره دې شخړه او مناظره وکړه او زموږ سره په شخړه او مناظره کې دې زياتوالی وکړ؛ نو موږ ته هغه سزا راوړه چې ژمنه يې راسره کوې، که چېرې په هغه دعوی کې چې کوې يې له رېښتينو څخه وې.

33

قَالَ إِنَّمَا يَأْتِيكُم بِهِ ٱللَّهُ إِن شَآءَ وَمَآ أَنتُم بِمُعْجِزِينَ

هغه وویل: يواځې الله هغه (عذاب) راولي كه ويې غواړي او تاسو عاجزه كوونكي نه یئ (الله لره)

نوح عليه السلام هغوی ته وويل: زه پرتاسو سزا نه راولم، هغه الله راولي که يې وغواړي، تاسو د الله له سزا څخه د تېښتې توان نلرئ که چېرې هغه تاسوته د سزا هوډ ولري.

34

وَلَا يَنفَعُكُمْ نُصْحِىٓ إِنْ أَرَدتُّ أَنْ أَنصَحَ لَكُمْ إِن كَانَ ٱللَّهُ يُرِيدُ أَن يُغْوِيَكُمْ ۚ هُوَ رَبُّكُمْ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

او زما نصیحت تاسو ته نفع نه دررسوي كه زه تاسو ته د نصیحت كولو اراده وكړم، كه چېرې الله ستاسو د ګمراه كولو اراده لري، هم هغه ستاسو رب دى او خاص هغه ته به ورګرځولى شئ

نه زما پند تاسو ته او نه زما يادونه تاسوته ګته رسوي، که چېرې الله له نېغې لارې ستاسو لارورکي وغواړي او ستاسو د ضد له امله مو له لارښوونې لرې کړي، هغه مو پالونکی دی، همغه ذات دی چې ستاسو امر يې په لاس کې دی؛ نو لار ورکي کوي مو که وغواړي، د قيامت په ورځ يوازې همغه ته ورګرځئ؛ نو پرخپلو کړنو مو سزا درکوي.

35

أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰهُ ۖ قُلْ إِنِ ٱفْتَرَيْتُهُۥ فَعَلَىَّ إِجْرَامِى وَأَنَا۠ بَرِىٓءٌۭ مِّمَّا تُجْرِمُونَ

بلكې دوى وايي: ده له ځانه دا (قرآن) جوړ كړى دى، ته ووایه: كه ما دا له ځانه جوړ كړى وي، نو خاص په ما باندې دى (انجام) زما (د) جرم او زه بري یم له هغو جرمونو نه چې تاسو يې كوئ

د نوح عليه السلام د قوم د کفر له امله هغوی ګومان کوي، دغه دين چې راوړی يې دی له ځانه يې جوړ کړی دی، هغوی ته ووايه: ای رسوله! که مې له ځانه جوړ کړی وي؛ نو زما د ګناه سزا يوازې پر ما ده او ستاسو د درواغ ګڼلو له ګناه هيڅ هم پر غاړه نه اخلم او زه له هغه څخه بېزاره يم.

36

وَأُوحِىَ إِلَىٰ نُوحٍ أَنَّهُۥ لَن يُؤْمِنَ مِن قَوْمِكَ إِلَّا مَن قَدْ ءَامَنَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا۟ يَفْعَلُونَ

او نوح ته وحي وكړى شوه چې بېشكه شان دا دى چې ستا له قومه به (څوك هم) ایمان رانه وړي غير له هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، نو مه غمجن كېږه په هغو كارونو چې دوى يې كوي

او الله نوح عليه السلام ته وحي وکړه: بېشکه ستا له قوم څخه ای نوحه! هيڅکله به څوک ايمان را نه وړي خو هغه کسان چې مخکې يې ايمان راوړی؛ نو مه غمجن کېږه ای نوحه! د هغو درواغ ګڼلو او ملنډو له امله چې هغوی يې د دغې اوږدې مودې په ترڅ کې ترسره کوي.

37

وَٱصْنَعِ ٱلْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا وَلَا تُخَٰطِبْنِى فِى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓا۟ ۚ إِنَّهُم مُّغْرَقُونَ

او زمونږ د سترګو په وړاندې او زمونږ د وحي مطابق بېړۍ جوړه كړه او د هغو كسانو په باره كې له ما سره خبرې مه كوه چې ظلم (شرك) يې كړى دى، بېشكه دوى غرقېدونكي دي

زموږ په مخکې(د نظر لاندې) کښتۍ جوړه کړه په داسې حال کې چې زموږ لخوا به خوندي وې، زموږ په وحي، تاته په ښوونه چې څه ډول به يې جوړوې او خبرې مه راسره کوه هغه چاته د مهلت ورکولو په اړه چې په کفر غوره کولو یې له ځان سره ظلم کړی دی، بېشکه هغوی هرومرو په طوفان ډوبېدونکي دي، هغوی لره پر کفر يې د ټينګار له امله سزا ده.

38

وَيَصْنَعُ ٱلْفُلْكَ وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ مَلَأٌۭ مِّن قَوْمِهِۦ سَخِرُوا۟ مِنْهُ ۚ قَالَ إِن تَسْخَرُوا۟ مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنكُمْ كَمَا تَسْخَرُونَ

او هغه (نوح) بېړۍ جوړوله، په داسې حال كې چې كله به هم په ده باندې د ده له قومه څه مشران تېرېدل (نو) په ده پورې به يې مسخرې كولې، هغه وویل: كه تاسو په مونږ پورې مسخرې كوئ، نو بېشكه مونږ به هم په تاسو پورې مسخرې وكړو، لكه څنګه چې تاسو مسخرې كوئ

نوح عليه السلام د خپل پالونکي امر ومانه، د کښتۍ جوړول يې پيل کړل، هر ځلې به چې د قوم لويان او سرداران يې پرې تېرېدل ملندې به يې پرې وهلې، د کښتۍ جوړولو له امله يې، حال دا چې په ځمکه کې يې نه اوبه شته او نه نهرونه، خو کله چې د هغوی ملنډې وهل زيات شول؛ نو ورته يې وويل: که نن ورځ تاسو ای اشرافو! پر موږ ملنډې وهئ چې کښتۍ جوړوو، خو موږ به ستاسو د ناپوهۍ له امله پرتاسو ملنډې وهو کله چې مو امر د ډوبېدو وشي.

39

فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌۭ يُخْزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيْهِ عَذَابٌۭ مُّقِيمٌ

نو ژر به تاسو هغه څوك وپېژنئ چې ورته به داسې عذاب راشي چې هغه به رسوا كړي او په ده باندې به دايمي عذاب راكوز شي

ژر به پوه شئ چې په دنيا کې چاته سزا راځي چې رسوا او سپک به يې کړي او د قيامت په ورځ تلپاتې نه پرې کېدونکې سزا به پرې نازله شي.

40

حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَ أَمْرُنَا وَفَارَ ٱلتَّنُّورُ قُلْنَا ٱحْمِلْ فِيهَا مِن كُلٍّۢ زَوْجَيْنِ ٱثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَن سَبَقَ عَلَيْهِ ٱلْقَوْلُ وَمَنْ ءَامَنَ ۚ وَمَآ ءَامَنَ مَعَهُۥٓ إِلَّا قَلِيلٌۭ

تر هغه پورې چې كله زمونږ حكم راغى او تنور راوخوټېده، مونږ وویل: په دې (بېړۍ) كې له هر قسمه نه جوړه دوه دوه سواره كړه او خپل اهل هم، (خو) له هغه چا نه پرته چې په هغه باندې خبرې سبقت كړى دى۔ او هغه څوك هم (سواره كړه) چې ایمان يې راوړى دى او له ده سره ایمان نه و راوړى مګر ډېرو لږو (خلقو)

نوح عليه السلام د هغې کښتۍ جوړول پای ته ورسول چې الله يې د جوړولو امر ورته کړی و، تر دې چې زموږ لخوا د هغوی د تباهۍ امر راغی، د طوفان د پيل د اعلان په ډول له هغه تنوره اوبه را وخوټې دې چې پخلی يې پرې کولو، موږ نوح عليه السلام ته وويل: د ځمکې پر مخ له هر ډول څارويو څخه يوه جوړه: نر او ښځه کښتۍ ته پورته کړه، خپله کورنۍ دې پورته کړه پرته له هغه چا چې په اړه يې پرېکړه شوې چې ډوبېدونکی به وي، ځکه چې ايمان نه راوړي اوله قوم څخه دې هغه خلک درسره پورته کړه چې ايمان راوړی، له هغه سره يې له قومه ايمان نه ور اوړی مګر لږ شمېر په دومره اوږده موده کې چې هغه پکښې تېره کړه، هغوی پر الله ايمان راوړلو ته رابلل.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.