Muslim99Muslim99
← Tafsir library

11. Hud

Hud · Meccan · 123 ayahs

سُورَةُ هُودٍ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 111–120 of 123

111

وَإِنَّ كُلًّۭا لَّمَّا لَيُوَفِّيَنَّهُمْ رَبُّكَ أَعْمَٰلَهُمْ ۚ إِنَّهُۥ بِمَا يَعْمَلُونَ خَبِيرٌۭ

او بېشكه هره ډله (د مومنانو او كافرانو) كله چې وخت راشي (په قيامت كې، نو) خامخا لازماً به دوى ته د دوى رب د خپلو عملونو پوره پوره جزا (بدله) وركړي، بېشكه هغه (الله) په هغو كارونو چې دوى يې كوي ښه خبردار دى

او هر يو له اختلاف کوونکو چې يادونه یې وشوه، ستا رب دوی ته ای پیغمبره د دوی د کړنو د سزا تمه لري، نو څه چې خیر وي، د هغې بدله به خیر خیر وي، او څه چې بد و نو سزا به یې هم بده وي، ، پرته له شکه الله د هغه څه پر باريکيو ښه پوه دی چې هغوی يې کوي، د هغوی له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي.

112

فَٱسْتَقِمْ كَمَآ أُمِرْتَ وَمَن تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطْغَوْا۟ ۚ إِنَّهُۥ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌۭ

نو ته په استقامت (او ثابت) اوسه لكه څنګه چې تا ته حكم كړى شوى دى او هغه څوك هم چې له تا سره يې توبه وېستلې ده او (اى خلقو) تاسو سركشي مه كوئ، بېشكه هغه (الله) د هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى

ای رسوله! د نېغې لارې التزام ته دوام ورکړه، لکه څنګه چې الله درته امر کړی، د هغه د حکمونو پيروي او له نواهيو يې ډډه وکړه او په نېغه لار دې ولاړ شي هغه څوک چې له مؤمنانو درسره دي، د ګناهونو په ترسره کولو له بريده مه اوړئ، بېشکه هغه ليدونکی دی د هغه څه چې تاسو يې کوئ، ستاسو له کړنو څه ترې پټ ندي او بدله به يې درکړي.

113

وَلَا تَرْكَنُوٓا۟ إِلَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ فَتَمَسَّكُمُ ٱلنَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِنْ أَوْلِيَآءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ

او تاسو د هغو كسانو په طرف مه مايلېږئ چې ظلم يې كړى دى، (ګنې) نو (د دوزخ) اور به تاسو ته درورسېږي، په داسې حال كې چې تاسو لپاره به له الله نه غیر هېڅ كارسازي (دوستان) نه وي، بیا به له تاسو سره مدد نه كولى شي

او ظالمو کافرانو ته په نرمۍ او مينه مه کږېږئ، چې د دغه کوږوالي له امله به اور درته ورسيږي، او له الله پرته تاسو لره دوستان نشته چې له اوره مو وژغوري بيا به هغه څوک ونه مومئ چې مرسته مو وکړي.

114

وَأَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ طَرَفَىِ ٱلنَّهَارِ وَزُلَفًۭا مِّنَ ٱلَّيْلِ ۚ إِنَّ ٱلْحَسَنَٰتِ يُذْهِبْنَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ ۚ ذَٰلِكَ ذِكْرَىٰ لِلذَّٰكِرِينَ

او ته لمونځ قايموه د ورځې په دوه طرفونو كې او د شپې په څه ګړیو كې، بېشكه نېكۍ بدۍ لرې كوي، دا د ذكر كوونكو (نصیحت قبلوونكو) لپاره نصیحت دى

او په ښه توګه بشپړه لمونځ کوه ای رسوله! د ورځې په دواړو طرفونو کې چې هغه د ورځې پيل او پای يې دي او د شپې په ساعتونو کې يې کوه، بېشکه ښې کړنې کوچني ګناهونه له منځه وړي، دغه ياد شوي د پند اخېستونکو لپاره پند دی او د عبرت اخېستونکو لپاره عبرت دی.

115

وَٱصْبِرْ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ ٱلْمُحْسِنِينَ

او ته صبر كوه، پس بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضائع كوي

او زغم وکړه د هغه څه په کولو چې په نېغه لار اونورو شيانو امر درته شوی دی او په پرېښودلو د هغې سرکښۍ او ظالمانو ته له کږېدو څخه چې ترې راګرځول شوی يې، بېشکه الله د ښو خلکو بدله له منځه نه وړي، بلکې هغه ښه ترې قبلوي چې کړي يې دي او په ښه توګه د هغه څه بدله ورکوي چې هغوی کول.

116

فَلَوْلَا كَانَ مِنَ ٱلْقُرُونِ مِن قَبْلِكُمْ أُو۟لُوا۟ بَقِيَّةٍۢ يَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْفَسَادِ فِى ٱلْأَرْضِ إِلَّا قَلِيلًۭا مِّمَّنْ أَنجَيْنَا مِنْهُمْ ۗ وَٱتَّبَعَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مَآ أُتْرِفُوا۟ فِيهِ وَكَانُوا۟ مُجْرِمِينَ

نو له تاسو نه مخكې په تېر شويو امتونو كې ولې داسې د عقل او فكر خاوندان نه وو چې منع كولى يې (خلق) په ځمكه كې له فساد كولو نه (چې عذاب پرې نه وى راغلى) خو (منع كوله) لږو خلقو له هغه چا نه چې په دغو (خلقو) كې مونږ (هغوى ته) نجات وركړ، او پیروي وكړه هغو كسانو چې ظلم يې كړى و د هغې (لارې) چې په هغې كې اسوده كړى شوي وو او هغوى مجرمان وو

آيا له مخکېنيو سزا ورکړل شويو امتونو څخه د فضيلت او صلاح څښتنان پاتې نه وو چې دغه امتونه يې له کفر او په ځمکه کې د ګناهونو له امله له وران کارۍ راګرځولي وای، له هغوی داسې پاتې شوني نه وو، مګر لږ هغه څوک چې له فساد څخه راګرځول کوي؛ نو هغوی مو وژغورل، کله مو چې ظالم قوم تباه کړ، د هغوی له قومونو ظالمانو پيروي وکړه د هغه څه چې په کومو پېرزوينو کې وو، حال دا چې د دغه څه په پيروۍ کې هغوی ظالمان وو.

117

وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ ٱلْقُرَىٰ بِظُلْمٍۢ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ

او ستا رب له سره داسې نه دى چې كلي په ظلم سره (ناحقه) هلاك كړي، په دې حال كې چې د هغو اوسېدونكي اصلاح كوونكي (مومنان) وي

او ای رسوله! ستا پالونکی داسې ندی چې له کليو څخه کوم داسې کلی تباه کړي چې خلک يې په ځمکه کې اصلاح کوونکي وي، بېشکه هغه څوک تباه کوي چې د کفر، ظلم او ګناهونو له امله وران کاري وي.

118

وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ ٱلنَّاسَ أُمَّةًۭ وَٰحِدَةًۭ ۖ وَلَا يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ

او كه ستا رب غوښتلى خامخا به يې خلق ټول یو امت ګرځولي وو او دوى به همېشه اختلاف كوونكي وي

ای رسوله! که چېرې ستا پالونکي غوښتی چې خلک پر حق ولاړ يو امت وګرځوي هرومرو به يې کړي وای، خو هغه دا نه غواړي، تل به هغوی پکښې اختلاف کوونکي وي د نفسي غوښتنې او سرکښۍ له امله.

119

إِلَّا مَن رَّحِمَ رَبُّكَ ۚ وَلِذَٰلِكَ خَلَقَهُمْ ۗ وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ ٱلْجِنَّةِ وَٱلنَّاسِ أَجْمَعِينَ

مګر هغه څوك چې ستا رب پرې رحم وكړي۔او د دغه (اختلاف او رحمت) لپاره يې دوى پیدا كړي دي او ستا د رب خبره پوره شوې ده چې خامخا هرومرو به زه جهنم له پېریانو او انسانانو ټولو نه ضرور ډكوم

مګر هغه څوک چې الله پرې لورېينه کړې وي لارښوونې ته په توفيق ورکولو، هغوی به تل د الله پاک په توحيد کې اختلاف کوي، څوک يې بدمرغه او څوک نېکمرغه دي، ستا د پالونکي هغه کلمه بشپړه شوه ای رسوله! چې په ازل کې يې د شيطان له هغو پيروانو څخه چې له پېريانو او انسانانو څخه دي د دوزخ د ډکولو پرېکړه کړې ده.

120

وَكُلًّۭا نَّقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنۢبَآءِ ٱلرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِۦ فُؤَادَكَ ۚ وَجَآءَكَ فِى هَٰذِهِ ٱلْحَقُّ وَمَوْعِظَةٌۭ وَذِكْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ

او مونږ تا ته د رسولانو له خبرونو ځنې ټول هغه څه بیانوو چې په هغو سره مونږ ستا زړه كلكوو او تا ته په دې (خبرونو) كې راغلى دى حق او نصیحت او یادونه لپاره د مومنانو

هر خبر چې موږ يې درته بيانوو ای رسوله! له تا څخه د مخکې رسولانو دی، بيانوو يې تر څو دې زړه پر حق ثابت او پياوړی کړو، په دغه سورت کې هغه حق درته راغی چې شک پکښې نشته، او په دې کې د کافرانو لپاره پند او د هغو مؤمنانو لپاره نصيحت دی چې له نصيحت ګټه اخلي.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.