Muslim99Muslim99
← Tafsir library

11. Hud

Hud · Meccan · 123 ayahs

سُورَةُ هُودٍ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 101–110 of 123

101

وَمَا ظَلَمْنَٰهُمْ وَلَٰكِن ظَلَمُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ ۖ فَمَآ أَغْنَتْ عَنْهُمْ ءَالِهَتُهُمُ ٱلَّتِى يَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مِن شَىْءٍۢ لَّمَّا جَآءَ أَمْرُ رَبِّكَ ۖ وَمَا زَادُوهُمْ غَيْرَ تَتْبِيبٍۢ

او مونږ په دوى ظلم نه و كړى او لېكن دوى (پخپله) په خپلو ځانونو ظلم وكړ، نو د دوى هغه خدایان چې دوى به له الله نه غير بلل هېڅ شى په كار رانغلل، كله چې ستا د رب حكم راغى او دغو (خدایانو) دوى ته له هلاكت نه غیر (نور څه) ورزیات نه كړل

او موږ پر هغوی ظلم نه دی کړی، هغوی ته په تباهۍ رسولو، خو هغوی پرځانو ظلم کړی، چې ځانونه يې پر الله د کفر له امله د تباهۍ کندو ته اچولي دي؛ نو له الله پرته هغو معبودانو يې چې هغوی يې عبادت کولو له دوی څخه د تباهۍ د سزا مخه ونشوای نيولی ای رسوله! او د هغوی دغو معبودانو يوازې زيان او تباهي ور زياته کړه.

102

وَكَذَٰلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَآ أَخَذَ ٱلْقُرَىٰ وَهِىَ ظَٰلِمَةٌ ۚ إِنَّ أَخْذَهُۥٓ أَلِيمٌۭ شَدِيدٌ

او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغه نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي‰

او همدارنګه هغه نيونه او له بېخه اېستنه چې الله درواغ ګڼونکي کلي په هر وخت او ځای کې پرې نيولي دي، بېشکه د الله د ظالمو کليو نيونه يوه دردوونکې پياوړې نيونه ده.

103

إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَءَايَةًۭ لِّمَنْ خَافَ عَذَابَ ٱلْءَاخِرَةِ ۚ ذَٰلِكَ يَوْمٌۭ مَّجْمُوعٌۭ لَّهُ ٱلنَّاسُ وَذَٰلِكَ يَوْمٌۭ مَّشْهُودٌۭ

بېشكه په دغو (ذكر شوو قصو) كې خامخا (د عبرت) لویه نښه ده د هغه چا لپاره چې د اخرت له عذاب نه وېرېږي، دا داسې ورځ ده چې په دې كې به خلق جمع كولى شي او دا داسې ورځ ده چې حاضري به ورته وشي

د الله لخوا د دغو ظالمو کليو په سخته نيونه کې د هغه چا لپاره پند او نصيحت دی چې د قيامت د ورځې له سختې سزا وېريږي، دا هغه ورځ ده چې الله خلک د حساب لپاره ورته راغونډ وي او دغه د حاضرېدو ورځ ده چې د محشر خلک به ورته راټوليږي.

104

وَمَا نُؤَخِّرُهُۥٓ إِلَّا لِأَجَلٍۢ مَّعْدُودٍۢ

او مونږ دا (ورځ) نه وروسته كوو مګر د معلومې نېټې (د پوره كېدلو) لپاره

موږ دغه د حاضرېدو ورځ يوازې د معلوم شمېر مودې لپاره وروسته کوو.

105

يَوْمَ يَأْتِ لَا تَكَلَّمُ نَفْسٌ إِلَّا بِإِذْنِهِۦ ۚ فَمِنْهُمْ شَقِىٌّۭ وَسَعِيدٌۭ

په كومه ورځ چې (د هغه قیامت هیبت) راشي (نو) هېڅ نفس به د هغه (الله) له اجازت نه پرته خبرې نه كوي، نو ځینې به په دوى كې بدبخته وي او (ځینې به) نېك بخته وي

کله چې دغه ورځ راشي هيڅوک د کوم دليل او سپارښت په اړه خبرې نشي کولی تر څو د هغه اجازه نه وي، دوه ډوله خلک به وي: بدمرغه چې اور ته به ننوځي او نېکمرغه چې جنت (بڼ) ته به ننوځي.

106

فَأَمَّا ٱلَّذِينَ شَقُوا۟ فَفِى ٱلنَّارِ لَهُمْ فِيهَا زَفِيرٌۭ وَشَهِيقٌ

نو هر چې هغه كسان دي چې بدبخته شوي دي، نو (د جهنم) په اور كې به د دوى لپاره په هغه كې (د خره په شان) سختې اوچتې رمباړې او ټیټې نرمې رمباړې وي

کوم چې د کفر او خپلو کړنو له امله بدمرغه دي، هغوی به اور ته ننوځي، اوازونه او ساوې به يې پکې پورته کيږي په سختو لمبو کې د کړېدو له امله.

107

خَٰلِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ ٱلسَّمَٰوَٰتُ وَٱلْأَرْضُ إِلَّا مَا شَآءَ رَبُّكَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌۭ لِّمَا يُرِيدُ

په داسې حال كې چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي، څو چې اسمانونه او ځمكه وي مګر هغه چې ستا رب (څه) وغواړي (او زمهریر ته يې بوځي)، بېشكه ستا رب د هغه كار كوونكى دى چې اراده يې وكړي

تل به پکښې اوسيږي، نه به ترې اېستل کيږي تر څو چې آسمانونه او ځمکه وي، خو دا چې الله له موحدو ګناهکارانو څخه د چا اېستل وغواړي، بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! د هغه څه ښه ترسره کوونکی دی چې ويې غواړي، هغه پاک ذات لره کوم بد ګڼونکی نشته.

108

۞ وَأَمَّا ٱلَّذِينَ سُعِدُوا۟ فَفِى ٱلْجَنَّةِ خَٰلِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ ٱلسَّمَٰوَٰتُ وَٱلْأَرْضُ إِلَّا مَا شَآءَ رَبُّكَ ۖ عَطَآءً غَيْرَ مَجْذُوذٍۢ

او پاتې شو هغه كسان چې نېكبخته شوي دي، نو په جنت كې به وي، چې تل ترتله به وي، څو چې اسمانونه او ځمكه وي مګر هغه چې ستا رب اراده وكړي (چې رضوان ته او د ځان ملاقات ته يې بوځي) (دغه) نه ختمېدونكې عطا (وركړه) ده

او کوم چې نېکمرغه خلک دي، چې د خپل ايمان او کړنو د ښه والي له امله يې نېکمرغي د الله لخوا تېره شوې ده، هغوی به په جنت کې وي، تل به پکښې اوسيږي ترڅو چې آسمانونه او ځمکه وي، خو دا چې الله د مومنو ګناهکارانو څخه د چا اور ته ننه اېستل وغواړي، بېشکه د الله پېرزوينې د جنتيانو لپاره نه پرې کېدونکې دي.

109

فَلَا تَكُ فِى مِرْيَةٍۢ مِّمَّا يَعْبُدُ هَٰٓؤُلَآءِ ۚ مَا يَعْبُدُونَ إِلَّا كَمَا يَعْبُدُ ءَابَآؤُهُم مِّن قَبْلُ ۚ وَإِنَّا لَمُوَفُّوهُمْ نَصِيبَهُمْ غَيْرَ مَنقُوصٍۢ

نو ته په هېڅ شك كې مه كېږه د هغو په باره كې چې دا خلق يې عبادت كوي، دوى عبادت نه كوي مګر لكه څنګه چې پخوا د دوى پلرونو عبادت كاوه او بېشكه مونږ هرومرو دوى ته د دوى برخه كامله، بې له نقصانه پوره وركوونكي یو

نو ای رسوله! د هغه څه له فساد څخه په شبه او شک کې مه کېږه چې دغه مشرکان يې عبادت کوي، د هغوی سره د هغه په صحت کوم عقلي او شرعي دليل نشته، له الله پرته د نورو پر عبادت يوازې د خپلو پلرونو پیروۍ اړ کړي دي، بېشکه موږ پرته له کمي هغوی ته يې سزا ورپوره کوونکي يو.

110

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَٰبَ فَٱخْتُلِفَ فِيهِ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌۭ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِىَ بَيْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَفِى شَكٍّۢ مِّنْهُ مُرِيبٍۢ

او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو (د خلقو له خوا نه) په ده كې اختلاف وكړى شو، او كه هغه كلمه (حكم) نه وى چې ستا د رب له جانبه ړومبى (ليكل) شوې ده (نو) خامخا به د دوى په مینځ كې فیصله شوې وى او یقینًا دوى د دې (قرآن) په باره كې خامخا په اضطراب اچوونكي شك كې دي

بېشکه موسی عليه السلام ته مو تورات ورکړ، خلکو پکښې اختلاف وکړ؛ نو ځينو پرې ايمان راوړ او ځينو کفر وکړ، که چېرې د الله مخکېنۍ پرېکړه نه وای چې په سزا کې بيړه نه کوي بلکې د حکمت له امله يې د قيامت تر ورځې وروسته کوي، هرومرو به په دنيا کې پر هغوی هغه سزا نازله شوې وای چې وړ يې دي او بېشکه له کافرانو يهود او مشرکان د قرآن په اړه په زړه نازړه کوونکي شک کې دي.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.