وَمَا ظَلَمْنَٰهُمْ وَلَٰكِن ظَلَمُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ ۖ فَمَآ أَغْنَتْ عَنْهُمْ ءَالِهَتُهُمُ ٱلَّتِى يَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مِن شَىْءٍۢ لَّمَّا جَآءَ أَمْرُ رَبِّكَ ۖ وَمَا زَادُوهُمْ غَيْرَ تَتْبِيبٍۢ
او مونږ په دوى ظلم نه و كړى او لېكن دوى (پخپله) په خپلو ځانونو ظلم وكړ، نو د دوى هغه خدایان چې دوى به له الله نه غير بلل هېڅ شى په كار رانغلل، كله چې ستا د رب حكم راغى او دغو (خدایانو) دوى ته له هلاكت نه غیر (نور څه) ورزیات نه كړل
او موږ پر هغوی ظلم نه دی کړی، هغوی ته په تباهۍ رسولو، خو هغوی پرځانو ظلم کړی، چې ځانونه يې پر الله د کفر له امله د تباهۍ کندو ته اچولي دي؛ نو له الله پرته هغو معبودانو يې چې هغوی يې عبادت کولو له دوی څخه د تباهۍ د سزا مخه ونشوای نيولی ای رسوله! او د هغوی دغو معبودانو يوازې زيان او تباهي ور زياته کړه.