Muslim99Muslim99
← Tafsir library

7. Al-A'raaf

The Heights · Meccan · 206 ayahs

سُورَةُ الأَعۡرَافِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 91–100 of 206

91

فَأَخَذَتْهُمُ ٱلرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا۟ فِى دَارِهِمْ جَٰثِمِينَ

نو دوى زلزلې ونیول، نو دوى شول په خپلو كورونو كې پړمخې (مړه) پراته

نو دوی سختې زلزلې ونیول، نو هلاک شول دوی؛ مړه په خپلو کورونو کې، نسکور پراته په خپلو زنګنونو او مخونو باندې، مړه په خپلو کورونو کې.

Al-A'raaf 7:91Listen in Qur'an →
92

ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ شُعَيْبًۭا كَأَن لَّمْ يَغْنَوْا۟ فِيهَا ۚ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ شُعَيْبًۭا كَانُوا۟ هُمُ ٱلْخَٰسِرِينَ

هغه كسان چې شعیب يې دروغجن ګڼلى و، (داسې هلاك شول) لكه چې دوى په دغو (كورونو) كې بېخي اباد نه وو، هغه كسان چې شعیب يې دورغجن ګڼلى و، هم هغوى تاوانیان وو

هغه کسان چې د شعیب -علیه السلام- تکذیب یې کړی وو ټول هلاک شول، او داسې شول ګویاکې دوی بیخې په خپلو کورونو کې نه وي اوسیدلي او نه یې پکې څه خوندونه اخیستلي وي، هغه کسان چې د شعیب -علیه السلام- تکذیب یې کړی و خاص هم دوی تاوانیان شول؛ ځکه چې دوی په تاوان کې واچول خپل ځانونه او هغه څه چې دوی لرل، او د هغه د قوم څخه مومنان خلک تاوانیان نه وو لکه څرنګه چې دې کافرانو دعوا کوله.

Al-A'raaf 7:92Listen in Qur'an →
93

فَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَٰقَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَٰلَٰتِ رَبِّى وَنَصَحْتُ لَكُمْ ۖ فَكَيْفَ ءَاسَىٰ عَلَىٰ قَوْمٍۢ كَٰفِرِينَ

نو دى له هغوى نه وګرځېده او ويې ويل: اى زما قومه! یقینًا یقینًا ما تاسو ته د خپل رب پېغامونه درورسول او ستاسو خیرخواهي مې وكړه، نو زه څنګه په كافر قوم باندې افسوس وكړم

او مخ واړاوه لدوی څخه شعیب -علیه السلام- کله چې دوی هلاک شول، او دوی ته یې وویل: ای زما قومه! بیشکه ما رسولي تاسو ته هغه څه چې زما رب یې ماته؛ تاسو ته په دررسولو امر کړی دی، او تاسو ته مې نصیحت هم کړی لیکن تاسو زما نصیحت قبول نه کړ، او زما ویناوو ته مو غاړه کېنښوده، نو څرنګه زه خپه شم په هلاکت د هغه قوم چې په الله تعالی باندې کفر کوي او په خپل کفر کلک ولاړ هم دي؟!

Al-A'raaf 7:93Listen in Qur'an →
94

وَمَآ أَرْسَلْنَا فِى قَرْيَةٍۢ مِّن نَّبِىٍّ إِلَّآ أَخَذْنَآ أَهْلَهَا بِٱلْبَأْسَآءِ وَٱلضَّرَّآءِ لَعَلَّهُمْ يَضَّرَّعُونَ

او مونږه په هېڅ یو كلي كې هېڅ یو نبي نه و لېږلى مګر دا چې مونږ به د هغه (كلي) اوسېدونكي په سختۍ او تكلیف كې ونیول، د دې لپاره چې دوى (الله ته) زاري وكړي

او نه دی لیږلی مونږ په هیڅ یو کلي کې د کلو نه یو پیغمبر د الله تعالی د پیغمبرانو نه، نو تکذیب وکړي د هغه کلي والا او کفر وکړي، مګر رانیولي مونږ دوی لره په غریبۍ، فقر او مرض سره د دې لپاره چې شاید دوی الله تعالی ته غاړه کیږدي او پریږدي دوی هغه کفر او لویي چې دوی پکې دي. او دا ویره ورکول دي قریشو لره او هر هغه چا لره چې کفر او تکذیب یې کړی دی په یادولو د طریقو د الله تعالی د پخوانیو امتونو باره کې.

Al-A'raaf 7:94Listen in Qur'an →
95

ثُمَّ بَدَّلْنَا مَكَانَ ٱلسَّيِّئَةِ ٱلْحَسَنَةَ حَتَّىٰ عَفَوا۟ وَّقَالُوا۟ قَدْ مَسَّ ءَابَآءَنَا ٱلضَّرَّآءُ وَٱلسَّرَّآءُ فَأَخَذْنَٰهُم بَغْتَةًۭ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

بیا مونږ د بدۍ په ځاى خوشحالي په بدل كې وركړه، تر دې چې دوى ډېر شول او ويې ويل: یقینًا زمونږ پلرونو ته (هم) زمونږ په شان تكلیف او خوشحالي رسېدلې وه، نو مونږه دوى ناڅاپه راونیول او دوى شعور نه لاره

وروسته لدې چې دوی مو په غریبۍ او مرض سره راونیول بیا بیرته مو مال ورکړ، امن او پراخي مو پرې راوسته تر دې چې شمېر یې زیات شو، او مالونه یې هم ډیر شول، او دوی وویل: مونږ ته چې کوم شر او خیر رارسیدلی و دا خو یو پخوانی عادت دی زمونږ نه مخکې زمونږ مشرانو ته هم رسیدلی و، او هغوی دا خبره نه وه کړې چې ګویا کې دوی ته چې کوم عذابونه رسیدلي وو دا د عبرت لپاره وو، او دوی ته چې کوم نعمتونه رسیدلي ګویا کې دا مهلت و دوی لره، نو مونږ راونیول دوی لره په عذاب باندې ناڅاپه حال دا چې دوی په عذاب باندې نه پوهیدل او نه یې د عذاب انتظار کاوه.

Al-A'raaf 7:95Listen in Qur'an →
96

وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ ٱلْقُرَىٰٓ ءَامَنُوا۟ وَٱتَّقَوْا۟ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَٰتٍۢ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ وَلَٰكِن كَذَّبُوا۟ فَأَخَذْنَٰهُم بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ

او كه چېرې د كلیو اوسېدونكو ایمان راوړى وَى او پرهېزګاره شوي وَى (، نو) مونږ به خامخا په دوي باندې د اسمان او ځمكې نه بركتونه پرانستلي وى او لېكن دوى تكذیب وكړ، نو مونږ دوى د هغو عملونو په سبب ونیول چې دوى كول

او که چیرته د دې کلو والا چې مونږ ورته خپل پیغمبران لیږلي وو ایمان راوړي په هغه څه باندې چې رسولانو یې ورته راوړي وو، او د خپل رب څخه ویریدلي وي په پریښودلو د کفر او ګناهونو سره او په عملي کولو د اوامرو د هغه نو خامخا مونږ به پرانیستلی وی په دوی باندې د خیر دروازې د هر طرف نه، خو لیکن دوی په هغه باندې ایمان رانه وړ او نه یې ځان د کفر او ګناهونو څخه بچ کړ، بلکې تکذیب یې کړل هغه څه چې دوی ته د دوی پیغمبرانو راوړي و، نو مونږ راونیول دوی لره په ناڅاپه عذاب سره په سبب د هغو ګناهونو چې دوی کول.

Al-A'raaf 7:96Listen in Qur'an →
97

أَفَأَمِنَ أَهْلُ ٱلْقُرَىٰٓ أَن يَأْتِيَهُم بَأْسُنَا بَيَٰتًۭا وَهُمْ نَآئِمُونَ

ایا د كلیو اوسېدونكي له دې نه بې غمه شوي دي چې په دوى باندې زمونږ عذاب د شپې راشي، په داسې حال كې چې دوى ویده وي

آیا د دې دروغ ګڼوونکو کلي والا په امن کې دي د دې نه چې راشي دوی ته عذاب زمونږ د شپې په داسې حال کې چې دوی ویده وي او په خپل راحت او ارام کې وي؟

Al-A'raaf 7:97Listen in Qur'an →
98

أَوَأَمِنَ أَهْلُ ٱلْقُرَىٰٓ أَن يَأْتِيَهُم بَأْسُنَا ضُحًۭى وَهُمْ يَلْعَبُونَ

ایا د كلیو اوسېدونكي له دې نه بې غمه شوي دي چې په دوى باندې زمونږ عذاب په څاښت كې راشي، په داسې حال كې چې دوى لوبې كوي

آیا په امن کې دي دوی د دې نه چې راشي دوی ته عذاب زمونږ د ورځې په اوله برخه کې، په داسې حال کې چې دوی به بې خبره او غافل وي د دوی د مشغولتیا د وجې نه په دنیا باندې؟

Al-A'raaf 7:98Listen in Qur'an →
99

أَفَأَمِنُوا۟ مَكْرَ ٱللَّهِ ۚ فَلَا يَأْمَنُ مَكْرَ ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْقَوْمُ ٱلْخَٰسِرُونَ

ایا نو دوى د الله له مكر (پټ تدبير) نه بې وېرې دي، پس د الله له مكر نه يواځې تاواني خلق بې وېرې كېږي

وګورئ تاسې چې الله تعالی دوی ته څومره مهلت ورکړی و، او په دوی یې نعمتونه کړي وو د طاقت ورکولو نه او د پراخۍ د رزق نه لپاره د مهلت ورکولو د دوی؛ نو آیا په امن کې دي دا درواغ ګڼوونکي خلک د دې کلیو والاو نه د الله تعالی د عذاب او د هغه د پټ تدبیر نه؟ نو نه په امن کیږي د الله تعالی د عذاب نه مګر هلاک کیدونکي خلک، او هغوی چې توفیق ورته ورکړی شوی نو د الله تعالی د عذاب څخه ویریږي، نو نه دوکه کیږي په هغو نعمتونو چې په دوی باندې شوي، بلکې دوی دا په ځان باندې د الله تعالی احسان ګڼي، نو شکر یې ادا کوي.

Al-A'raaf 7:99Listen in Qur'an →
100

أَوَلَمْ يَهْدِ لِلَّذِينَ يَرِثُونَ ٱلْأَرْضَ مِنۢ بَعْدِ أَهْلِهَآ أَن لَّوْ نَشَآءُ أَصَبْنَٰهُم بِذُنُوبِهِمْ ۚ وَنَطْبَعُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ

او ایا څرګنده شوې نه ده هغو كسانو ته چې د ځمكې له (مخكينو) اوسېدونكو نه وروسته دوى د هغې وارثان ګرځي دا چې كه مونږ غوښتلى (، نو) مونږ به دوى ته د دوى د ګناهونو په وجه سزا وركړې وَى او مونږ به د دوى په زړونو باندې مهر ولګوو، بیا به دوى (هېڅ) نه ویني

آیا نده ښکاره شوې هغو خلکو ته چې وروسته پاتي کیږي په ځمکه کیږي د هغوی د مشرانو د هلاکت نه وروسته د هغوی د ګناهونو په وجه، نو دوی بیا عبرت نه اخلي د هغه عذاب د وجې نه چې په دوی راغلی، بلکې دوی هم د هغوی په شان کارونه کوي، آیا نده ښکاره شوې دوی ته چې بیشکه که الله تعالی وغواړي عذاب ورکول دوی ته د دوی د ګناهونو په وجه نو خامخا به یې ورکړي لکه څرنګه چې د الله تعالی طریقه ده؟ او د دوی په زړونو باندې به مهر ولګوي نو له نصیحت څخه به پند نه اخلي، او نه به ورته نصیحت څه فایده ورکوي.

Al-A'raaf 7:100Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.