Muslim99Muslim99
← Tafsir library

7. Al-A'raaf

The Heights · Meccan · 206 ayahs

سُورَةُ الأَعۡرَافِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 81–90 of 206

81

إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ ٱلرِّجَالَ شَهْوَةًۭ مِّن دُونِ ٱلنِّسَآءِ ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌۭ مُّسْرِفُونَ

بېشكه تاسو د شهوت (پوره كولو) لپاره سړیو ته ورځئ، په دې حال كې چې له ښځو بېلېږئ، بلكې تاسو له حد نه تېرېدونكى قوم یئ

یقینا تاسو راتلل کوئ نارینه و ته لپاره د پوره کولو د شهوت پرته له زنانه و څخه؛ هغوې چې پیداشوي د شهوت د پوره کولو لپاره، نو تاسو په خپل دې سپک او بد کار کې نه د عقل او نه د کوم دلیل او نه د فطرت تابعداري کوئ، بلکې تاسو تیریدونکی یاست د الله تعالی د پولو نه په وتلو ستاسو سره د انساني درمیانتوب نه، او دا ستاسو کوږوالی دی د هغه څه نه چې سالم عقلونه یې غوښتنه کوي، او پاک فطرتونه یې هم تقاضا کوي.

Al-A'raaf 7:81Listen in Qur'an →
82

وَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِۦٓ إِلَّآ أَن قَالُوٓا۟ أَخْرِجُوهُم مِّن قَرْيَتِكُمْ ۖ إِنَّهُمْ أُنَاسٌۭ يَتَطَهَّرُونَ

او د هغه د قوم (بل) جواب نه و سِوا له دې نه چې دا خلق له خپل كلي نه وباسئ، بېشكه دوى داسې خلق دى چې ځان ډېر پاك ساتي

او نه و جواب د قوم د هغه چې دې بدکارۍ لره کوونکي وو د هغه انکار د وجې نه چې په دوی باندې یې کړی وو مګر دا چې ویې ویل پداسې حال کې چې د حق نه مخ اړوونکي وو: وباسئ لوط او د هغه د کورنۍ د خپل کلي نه؛ یقینا دوی داسې خلک دی چې ځان ساتي زمونږ د دې کار نه، نو مونږ لره دا نه دي مناسب چې دوی دي زمونږ ترمنځ پاتي شي.

Al-A'raaf 7:82Listen in Qur'an →
83

فَأَنجَيْنَٰهُ وَأَهْلَهُۥٓ إِلَّا ٱمْرَأَتَهُۥ كَانَتْ مِنَ ٱلْغَٰبِرِينَ

نو مونږ هغه ته او د هغه خاندان ته نجات وركړ؛ د هغه له ښځې نه سِوا، هغه په پاتې كېدونكو كې وه

نو بچ وساته مونږ لوط -علیه السلام- او کورنۍ د هغه داسې چې مونږ هغه ته د شپې په وتلو امر وکړ د هغه کلې نه چې خامخا به پرې عذاب راځي، مګر ښځه د ده چې شوه د باقی پاتي کیدونکو نه د خپل قوم سره، نو ورسیده هغې ته هغه عذاب کوم چې دغه قوم ته ورسیده.

Al-A'raaf 7:83Listen in Qur'an →
84

وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِم مَّطَرًۭا ۖ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلْمُجْرِمِينَ

او مونږ پر هغوى باندې ناشنا باران ووراوه، نو ته وګوره چې د مجرمانو انجام څنګه و؟

او راووراوه مونږ په دوی باندې غټ باران، داسې چې ومو ویشتل دوی د خټو په تیږو باندې، او کلی مو ورباندې نسکور کړ، نو وګرځاوه مونږ اوچت طرف د هغه لاندې، نو فکر او سوچ وکړه -ای پیغمبره- څرنګه و انجام د مجرمانو د لوط -علیه السلام- د قوم؟ نو یقینا د دوی اخرې انجام هلاکت او همیشنۍ شرمیندګي وه.

Al-A'raaf 7:84Listen in Qur'an →
85

وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًۭا ۗ قَالَ يَٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُۥ ۖ قَدْ جَآءَتْكُم بَيِّنَةٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ ۖ فَأَوْفُوا۟ ٱلْكَيْلَ وَٱلْمِيزَانَ وَلَا تَبْخَسُوا۟ ٱلنَّاسَ أَشْيَآءَهُمْ وَلَا تُفْسِدُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَٰحِهَا ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌۭ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

او (لېږلى و مونږ) مدین ته د هغوى ورور شعیب، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ حق معبود نشته، یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیل راغلى دى، نو تاسو پېمانه او تول پوره كوئ او خلقو ته د هغوى شیان كم مه وركوئ او په ځمكه كې ورانى مه كوئ، د هغې له اصلاح نه پس، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه چېرې تاسو ایمان راوړونكي یئ

او یقینا مونږ لیږلی و د مدین قبیلې ته د هغوی ورور شعیب -علیه السلام- نو هغه ورته وویل: ای زما قومه! یواځې د الله تعالی بندګي وکړئ، نشته تاسو لره څوک لایق د بندګۍ په حقه سره چې د هغه نه پرته د بندګۍ لایق وي، بیشکه راغلی تاسو ته ښکاره دلیل د الله تعالی له طرفه، او ښکاره دلیل په ریښتینولۍ د هغه څه چې ما تاسو ته راوړي د خپل رب له طرف نه، پوره پوره ورکړئ خلکو ته حقونه د هغوی په پوره کولو د پیمانې او په پوره کولو د تول سره، او مه کموئ د خلکو نه په عیب سره سامان د هغوئ، او په بې رغبتۍ سره د هغوی د سامان نه، او په دوکه ورکولو سره هغوی ته، او فساد مه کوئ په ځمکه کې په کفر او ګناهونو کولو سره وروسته د اصلاح د هغې نه په راتللو د پیغمبرانو سره د مخکې نه، دا چې بیان شو غوره دی ستاسو لپاره او ډیر فایده مند دی تاسو لره که چیرته تاسو مومنان یاست؛ د دې وجې نه چې په دې کې پریښودل د ګناهونو دي او دا ځان ساتل دي د وجې د منع کولو د الله تعالی د دې نه، او د دې وجې نه چې په دې کې نزدیکت دی الله تعالی ته په کولو د هغه کار چې الله تعالی پرې امر کړی دی.

Al-A'raaf 7:85Listen in Qur'an →
86

وَلَا تَقْعُدُوا۟ بِكُلِّ صِرَٰطٍۢ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ مَنْ ءَامَنَ بِهِۦ وَتَبْغُونَهَا عِوَجًۭا ۚ وَٱذْكُرُوٓا۟ إِذْ كُنتُمْ قَلِيلًۭا فَكَثَّرَكُمْ ۖ وَٱنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلْمُفْسِدِينَ

او تاسو په هره لار كې مه كېنئ، چې تاسو (خلق) وېروئ او تاسو د الله له لارې نه هغه څوك منع كوئ چې په هغه (الله) ایمان راوړي او تاسو په هغې كې كوږوالى لټوئ او تاسو هغه وخت یاد كړئ كله چې تاسو ډېر لږ وئ، نو هغهٔ تاسو ډېر كړئ او تاسو وګورئ چې د ورانكارو انجام څنګه و؟

او مه کینئ په هره لاره کې چې ویروئ هغه څوک چې په دې لاره باندې ځي د خلکو نه د دې لپاره چې د دوی نه مالونه واخلئ، او د دې لپاره چې بند کړئ د الله تعالی د دین نه هغه څوک چې اراده د هدایت موندلو لري، تاسو دا غواړئ چې د الله تعالی لاره دی کږه وي تر دې چې خلک پرې لاړ نشي، او یاد کړئ د الله تعالی نعمتونه په تاسو باندې د دې لپاره چې شکر یې ادا کړئ، نو یقینا ستاسو عدد لږ و نو الله تعالی ډیر کړئ، او سوچ او فکر وکړئ چې څرنګه و اخرې انجام د فساد کوونکو په ځمکه مخکې ستاسو نه، نو یقینا د هغوی اخري انجام هلاکت او بربادي وه.

Al-A'raaf 7:86Listen in Qur'an →
87

وَإِن كَانَ طَآئِفَةٌۭ مِّنكُمْ ءَامَنُوا۟ بِٱلَّذِىٓ أُرْسِلْتُ بِهِۦ وَطَآئِفَةٌۭ لَّمْ يُؤْمِنُوا۟ فَٱصْبِرُوا۟ حَتَّىٰ يَحْكُمَ ٱللَّهُ بَيْنَنَا ۚ وَهُوَ خَيْرُ ٱلْحَٰكِمِينَ

او كه په تاسو كې یوه ډله داسې ده چې په هغه شي يې ایمان راوړى دى چې زه ورسره رالېږل شوى یم او بلې ډلې ایمان نه دى راوړى، نو تاسو صبر كوئ تر دې چې الله زمونږ په مینځ كې فیصله وكړي او هغه تر ټولو بهتر فیصله كوونكى دى

او كه وي یوه ډله ستاسو نه چې ایمان یې راوړی وي په هغه څه چې ما پرې راتګ کړی زما د رب له طرفه، او یوه بله ډله چې په دې یې ایمان نه وي راوړی نو انتظار وکړئ -ای دروغجن ګڼوونکو- چې څه فیصله کوي الله تعالی ستاسو ترمنځ او خاص الله تعالی غوره د فیصله کوونکو څخه دی او ډیر د انصاف والا دی د هغه چا نه چې فیصله کوي.

Al-A'raaf 7:87Listen in Qur'an →
88

۞ قَالَ ٱلْمَلَأُ ٱلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوا۟ مِن قَوْمِهِۦ لَنُخْرِجَنَّكَ يَٰشُعَيْبُ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَكَ مِن قَرْيَتِنَآ أَوْ لَتَعُودُنَّ فِى مِلَّتِنَا ۚ قَالَ أَوَلَوْ كُنَّا كَٰرِهِينَ

د هغه له قوم څخه كبرجنو مشرانو وویل: اى شعیبه! خامخا لازمًا به مونږ تا او هغه كسان چې له تا سره يې ایمان راوړى دى؛ له خپل كلي نه وباسو، یا به تاسو خامخا لازمًا زمونږ دین ته راګرځئ، هغه وویل: ایا اګر كه مونږ (دا) بدګڼونكي یو

د شعيب له قومه هغو لويانو او مشرانو چې لويي يې کړې وه شعيب عليه السلام ته وويل: اې شعيبه! هرومرو به تا او هغه کسان چې ته يې رېښتينی بللی يې له خپل دغه کلي وباسو او يا دا چې زموږ دين ته را وګرځې، شعيب د تعجب او انکار په ډول ورته وويل: ايا موږ ستاسو د دين او ملت پيروي وکړو سره له دې چې موږ هغه نه خوښوو؛ نو بيا خو موږ د هغه څه پر بطلان پوه يو چې تاسې پرې ياست.

Al-A'raaf 7:88Listen in Qur'an →
89

قَدِ ٱفْتَرَيْنَا عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا إِنْ عُدْنَا فِى مِلَّتِكُم بَعْدَ إِذْ نَجَّىٰنَا ٱللَّهُ مِنْهَا ۚ وَمَا يَكُونُ لَنَآ أَن نَّعُودَ فِيهَآ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ رَبُّنَا ۚ وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَىْءٍ عِلْمًا ۚ عَلَى ٱللَّهِ تَوَكَّلْنَا ۚ رَبَّنَا ٱفْتَحْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ قَوْمِنَا بِٱلْحَقِّ وَأَنتَ خَيْرُ ٱلْفَٰتِحِينَ

یقینًا مونږ به په الله باندې سخت دروغ تپلي وي كه مونږ ستاسو دین ته در وګرځو وروسته له دې چې مونږ ته الله له هغه نه خلاصى راكړ، او مونږ ته دا حق نشته چې هغه ته وګرځو مګر دا چې زمونږ رب الله (څه) وغواړي، زمونږ رب هر شى په (خپل) علم كې راګېر كړى دى، خاص په الله باندې مونږ توكل كړى دى، اى زمونږه ربه! ته زمونږ په مینځ كې او زمونږ د قوم په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړه او ته تر ټولو غوره فیصله كوونكى يې

که چېرته مونږ هم په هغه شرک او کفري عقیدي باور ولرو چې تاسو پرې یاست وروسته له دې چې الله تعالی ترې مونږ په خپل فضل سره ساتلي یو نو بیشکه مونږ به پر الله تعالی دروغ جوړ کړي وي، او زمونږ لپاره سمه نده چې ستاسو باطل دین ته دروګرځو مګر دا چې الله وغواړي چې هغه زمونږ رب دی، ځکه چې مونږ ټول د هغه د ارادې تابعدار یو، زمونږ رب په خپل علم سره هر شی احاطه کړی دی، چې هیڅ شی ورڅخه پټ نه پاتې کیږي، یواځې په الله تعالی مونږ باور کړی د دې لپاره چې مونږ په نیغه لار مضبوط کړي، او د دوزخ له لارې نه مو وساتي، ای زمونږه ربه! فیصله وکړه زمونږ او زمونږ د کافر قوم تر منځ په حقه سره، نو ته کامیاب کړه د حق والا مظلوم په سرکښه او ضدي ظالم باندې، نو ته چې یې -ای زمونږه ربه-! غوره فیصله کوونکی یې.

Al-A'raaf 7:89Listen in Qur'an →
90

وَقَالَ ٱلْمَلَأُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن قَوْمِهِۦ لَئِنِ ٱتَّبَعْتُمْ شُعَيْبًا إِنَّكُمْ إِذًۭا لَّخَٰسِرُونَ

او د هغه له قومه كافرو مشرانو وویل: یقینًا كه چېرې تاسو د شعیب تابعداري وكړه، بېشكه تاسو به په دغه وخت كې خامخا له تاوانیانو څخه یئ

د شعیب-علیه السلام- له قوم څخه کافرو مشرانو او ملکانو چې د توحید بلنه یې نه منله او خلک یې له شعیب علیه السلام او د هغه له دین څخه منعه کول وویل: که چیرته تاسو ننوځئ -ای زمونږه قومه! د شعیب -علیه السلام- په دین کې، او پریږدئ خپل دین او د خپلو مشرانو دین نو تاسو به یقینا په دغه وخت کې هلاکیدونکي یاست.

Al-A'raaf 7:90Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.