Muslim99Muslim99
← Tafsir library

7. Al-A'raaf

The Heights · Meccan · 206 ayahs

سُورَةُ الأَعۡرَافِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 61–70 of 206

61

قَالَ يَٰقَوْمِ لَيْسَ بِى ضَلَٰلَةٌۭ وَلَٰكِنِّى رَسُولٌۭ مِّن رَّبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ

هغه وویل: اى زما قومه! په ما كې هېڅ ګمراهي نشته او لېكن زه د رب العلمین رسول یم

وویل نوح -علیه السلام- د خپل قوم مشرانو ته: زه ګمراه نه یم لکه څرنګه چې تاسو ګومان کوئ، بلکې زه په هدایت باندې یم د خپل رب له طرف نه، نو پس خامخا زه پیغام رسوونکی یم تاسو ته د الله تعالی له طرفه چې زما رب دی او ستاسو هم رب دی او د ټولو عالمیانو رب هم دی.

Al-A'raaf 7:61Listen in Qur'an →
62

أُبَلِّغُكُمْ رِسَٰلَٰتِ رَبِّى وَأَنصَحُ لَكُمْ وَأَعْلَمُ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ

زه تاسو ته د خپل رب پېغامونه دررسوم او ستاسو خیرخواهي كوم او زه د الله له جانبه په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ

رسوم زه تاسو ته هغه څه چې زه پرې الله تعالی تاسو ته رالیږلی یم د هغې وحې نه چې ماته شوې ده، او زه ستاسو لپاره خیر غواړم په ترغیب درکولو سره تاسو ته په عملي کولو د حکم د الله تعالی، او د دې په کولو چې کوم ثواب مرتب کیږي، او په ویرولو ستاسو د کولو د هغه د منهیاتو نه او په دې چې کومه سزا مرتب کیږي، او زه پوهیږم د الله تعالی له طرفه په هغه څه چې تاسو پرې نه پوهیږئ؛ د هغه څه نه چې ماته یې د وحې دلارې راښودلي.

Al-A'raaf 7:62Listen in Qur'an →
63

أَوَعَجِبْتُمْ أَن جَآءَكُمْ ذِكْرٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ عَلَىٰ رَجُلٍۢ مِّنكُمْ لِيُنذِرَكُمْ وَلِتَتَّقُوا۟ وَلَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ

ایا تاسو په دې تعجب كوئ چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغى په داسې سړي چې له هم ستاسو څخه دى، د دې لپاره چې تاسو ووېروي او د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ او د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي

آیا ستاسو تعجب او حیرانتیا یې راوپاروله دې خبرې چې راغله تاسو ته وحې او پند ستاسو د رب له طرف نه د داسې یو سړي په ژبه چې تاسو یې پیژنئ؟! نو په تحقیق سره هغه په تاسو کې رالوی شوی، او دروغجن او ګمراه هم ندی، او د بل جنس نه هم ندی، تاسو ته د دې لپاره راغلی چې تاسو د الله تعالی له عذاب څخه وویروي که چیرته تاسو دروغجن وګاڼه او د هغه نافرماني مو وکړه، او د دې لپاره چې تاسو د الله تعالی څخه وویریږئ په عملې کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، او په دې امید چې په تاسو به رحم وشي که چیرته مو پرې ایمان راوړ.

Al-A'raaf 7:63Listen in Qur'an →
64

فَكَذَّبُوهُ فَأَنجَيْنَٰهُ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥ فِى ٱلْفُلْكِ وَأَغْرَقْنَا ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَآ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمًا عَمِينَ

نو هغوى دا دروغژن وګاڼه، نو مونږ هغه ته او هغو كسانو ته چې له ده سره په كشتۍ كې وو، نجات وركړ او هغه كسان مو غرق كړل چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي وو، بېشكه هغوى ړانده خلق وو

نو قوم یې دروغجن وګاڼه، او ایمان یې پرې رانه وړ، بلکې په خپل کفر پاتې شول، نو نوح -علیه السلام- دوی ته ښیراوې - بد دعایي- وکړه چې الله تعالی یې هلاک کړي، نو مونږ بچ کړو د غرقیدلو نه نوح -علیه السلام- او هغه کسان چې د هغه سره په کښتۍ کې وو د مومنانو څخه، او هلاک مو کړل په غرقیدلو سره هغه کسان چې نسبت د دروغو یې کړی و زمونږ آیتونو ته او په خپل دې دروغجن ګڼلو یې همیشوالی کړی و په رالیږل شوي طوفان سره په دوی باندې؛ دا سزا وه د دوی لپاره، یقینا خامخا د دوی زړونه د حق څخه په ړوندوالی کې وو.

Al-A'raaf 7:64Listen in Qur'an →
65

۞ وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًۭا ۗ قَالَ يَٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُۥٓ ۚ أَفَلَا تَتَّقُونَ

او (مونږ لېږلى و) عاد (قوم) ته د هغوى ورور هود، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ برحق معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ!

او مونږ لیږلی و عادیانو ته پیغمبر د هغوی له جنس نه، چې هغه هود -علیه السلام- و، ویې ویل: ای زما قومه! بندګي وکړئ یوازې د الله تعالی، نو نشته تاسو لره څوک لایق د بندګۍ په حقه سره پرته له الله تعالی نه، آیا تاسو نه ویریږئ د هغه څخه په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه؛ د دې لپاره چې تاسو د هغه له عذاب څخه بچ شئ؟!

Al-A'raaf 7:65Listen in Qur'an →
66

قَالَ ٱلْمَلَأُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن قَوْمِهِۦٓ إِنَّا لَنَرَىٰكَ فِى سَفَاهَةٍۢ وَإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ ٱلْكَٰذِبِينَ

د هغه د قوم كافرو سردارانو وویل: بېشكه مونږ خامخا تا په بېوقوفۍ كې وینو او بېشكه مونږ خامخا په تا ګمان كوو له دروغجنو څخه

د قوم لویانو او ملکانو یې چې پر الله کافر شوي و او د هغه پیغمبر یې دروغ ګڼلی و وویل: یقینا مونږ پوهیږو چې ته -ای هوده-! په کم عقلۍ او جزبه کې یې، کله چې ته مونږ یوازې د الله تعالی بندګۍ ته رابلې، او د بتانو د بندګۍ پريښودلو ته مو رابلې، او یقینا مونږ دا کلکه عقیده لرو چې ته دروغ ویوونکی یې، ستا په دې دعوا کې چې ګویا ته رالیږل شوی پیغمبر یې.

Al-A'raaf 7:66Listen in Qur'an →
67

قَالَ يَٰقَوْمِ لَيْسَ بِى سَفَاهَةٌۭ وَلَٰكِنِّى رَسُولٌۭ مِّن رَّبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ

هغه وویل: اى زما قومه! په ما كې هېڅ بېوقوفي نشته او لېكن زه د رب العلمین رسول یم

هود -علیه السلام- خپل قوم ته په جواب کې وویل: ای زما قومه! زه کم عقل نه یم، بلکې زه پیغام رسوونکی یم له طرفه د رب العالمین.

Al-A'raaf 7:67Listen in Qur'an →
68

أُبَلِّغُكُمْ رِسَٰلَٰتِ رَبِّى وَأَنَا۠ لَكُمْ نَاصِحٌ أَمِينٌ

زه تاسو ته د خپل رب پېغامونه دررسوم او زه ستاسو لپاره خیرخواه، امانت دار یم

دررسوم زه تاسو ته هغه څه چې ماته الله تعالی د هغه په رسولو تاسو ته امر کړی دی د خپل توحید (یووالی) او دین څخه، او زه ستاسو لپاره خیرخواه یم په هغه څه کې چې ماته یې په رسولو امر شوی دی او امانتدار هم یم، زه په دې کې زیاتی او کمی نه کوم.

Al-A'raaf 7:68Listen in Qur'an →
69

أَوَعَجِبْتُمْ أَن جَآءَكُمْ ذِكْرٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ عَلَىٰ رَجُلٍۢ مِّنكُمْ لِيُنذِرَكُمْ ۚ وَٱذْكُرُوٓا۟ إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَآءَ مِنۢ بَعْدِ قَوْمِ نُوحٍۢ وَزَادَكُمْ فِى ٱلْخَلْقِ بَصْۜطَةًۭ ۖ فَٱذْكُرُوٓا۟ ءَالَآءَ ٱللَّهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

ایا تاسو په دې تعجب كوئ چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغى په داسې سړي باندې چې له هم ستاسو څخه دى، د دې لپاره چې تاسو ووېروي، او تاسو هغه وخت رایاد كړئ كله چې يې تاسو له نوح نه پس خلیفګان (ځاى ناستي) جوړ كړئ او تاسو ته يې په تخلیق كې زیات فراخ والى دركړ، نو تاسو د الله نعمتونه یادوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ

آیا ستاسو تعجب او نا اشنا ګڼل د دې وجې نه راوپاریدل چې راغی تاسو ته پند (وحې) ستاسو د رب له طرفه په ژبه د یو سړي چې ستاسو له جنسه دی، د ملایکو او پیریانو له جنسه نه دی د دې لپاره چې تاسو وویروي؟! او ثنا بیان کړئ د خپل رب او د هغه شکر ادا کړئ په دې وجه چې تاسو ته یې په ځمکه کې ځای او طاقت درکړی، او تاسو یې خلیفګان (ځای ناستي) ګرځولي یاست، وروسته د نوح -علیه السلام- د قوم نه هغوی چې الله تعالی د هغوی د کفر په وجه هلاک کړي وو، او د الله تعالی شکر وباسئ چې تاسو ته یې غټ غټ بدنونه درکړي او قوت یې درکړی او د کلکو نیولو طاقت یې درکړی دی، او یاد کړئ پراخه نعمتونه د الله تعالی په تاسو باندې، امید دی چې تاسو به په خپل لټونکي شي باندې کامیاب شئ، او د کوم شي نه چې ویریږئ د هغه نه به بچ شئ.

Al-A'raaf 7:69Listen in Qur'an →
70

قَالُوٓا۟ أَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ ٱللَّهَ وَحْدَهُۥ وَنَذَرَ مَا كَانَ يَعْبُدُ ءَابَآؤُنَا ۖ فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَآ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ

هغوى وویل: ایا ته د دې لپاره مونږ ته راغلى يې چې مونږ د یو الله عبادت وكړو او هغه معبودان پرېږدو چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه، نو هغه (عذاب) راوله چې تهٔ مونږ په هغه سره وېروې، كه چېرې ته له رښتينو څخه يې

وویل هغه ته قوم د هغه: آیا ته راغلی یې مونږ ته -ای هوده-! د دې لپاره چې مونږ ته یوازې د الله تعالی په عبادت کولو باندې امر وکړې، او د دې لپاره چې مونږ پریږدو هغه څه چې بندګي یې کوله زمونږ مشرانو؟! نو راوړه مونږ ته هغه عذاب چې ته پرې مونږ ویروې که چیرته ته ريښتونی یې په هغه څه کې چې ته یې دعوا کوې.

Al-A'raaf 7:70Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.