Muslim99Muslim99
← Tafsir library

7. Al-A'raaf

The Heights · Meccan · 206 ayahs

سُورَةُ الأَعۡرَافِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 51–60 of 206

51

ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ دِينَهُمْ لَهْوًۭا وَلَعِبًۭا وَغَرَّتْهُمُ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا ۚ فَٱلْيَوْمَ نَنسَىٰهُمْ كَمَا نَسُوا۟ لِقَآءَ يَوْمِهِمْ هَٰذَا وَمَا كَانُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا يَجْحَدُونَ

هغه كسان چې خپل دین يې تماشه او لوبه ګرځولى دى او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي (غولولي) دي، نو نن ورځ به يې مونږ هېر كړو، لكه څنګه چې هغوى د خپلې دې ورځې ملاقات هېر كړى و او هغه چې دوى به زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه

دا کافران خاص همدوی هغه خلک دي چې ګرځول یې دي دین خپل مسخرې او تماشې، او دوکه کړي دوی لره ژوند دنیوي په خپل ښایست او ډول سره، نو پس د قیامت په ورځ به دوی الله تعالی په اور کې داسې پریږدي په شان د هیر کړی شوي، چې سخت عذاب ورته رسیږي لکه څرنګه چې دوی هیر کړی و ملاقات د قیامت د ورځې نو د هغه لپاره یې عمل نه دی کړی، او نه یې ورته تیاری کړی، او د وجې د انکار د دوی د الله تعالی په دلیلونو او د هغه په معجزاتو او په انکار کولو سره د هغې نه؛ سره د پوهې د دوی نه چې دا حق دي.

Al-A'raaf 7:51Listen in Qur'an →
52

وَلَقَدْ جِئْنَٰهُم بِكِتَٰبٍۢ فَصَّلْنَٰهُ عَلَىٰ عِلْمٍ هُدًۭى وَرَحْمَةًۭ لِّقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ

او یقینًا یقینًا مونږ دوى ته كتاب راوړى دى چې مونږ د علم له مخې په تفصیل سره بیان كړى دى، چې هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي

او یقینا مونږ راتګ کړی دی پدې قرآن سره، هغه چې کوم پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی کتاب دی، او یقینا مونږ بیان کړی دې لره سره د پوهې زمونږه نه په هغه څه باندې چې مونږ یې بیانوو، او دا هدایت کوونکی دی مومنانو لره عقلمندۍ او حق لارې ته، او رحمت دی په دوی باندې د دې وجې نه چې پدې کې کومه ښودنه ده د دنیا او اخرت خیر ته.

Al-A'raaf 7:52Listen in Qur'an →
53

هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا تَأْوِيلَهُۥ ۚ يَوْمَ يَأْتِى تَأْوِيلُهُۥ يَقُولُ ٱلَّذِينَ نَسُوهُ مِن قَبْلُ قَدْ جَآءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِٱلْحَقِّ فَهَل لَّنَا مِن شُفَعَآءَ فَيَشْفَعُوا۟ لَنَآ أَوْ نُرَدُّ فَنَعْمَلَ غَيْرَ ٱلَّذِى كُنَّا نَعْمَلُ ۚ قَدْ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ

دوى انتظار نه كوي مګر د هغه (قیامت) د انجام، په هغې ورځ چې د هغه انجام راشي؛ (نو) هغه كسان به وايي چې دا يې مخكې هېر كړى و: یقینًا زمونږ د رب رسولان په حقه سره راغلي وو، نو ایا زمونږ لپاره څه سفارشیان شته چې زمونږ لپاره سفارش وكړي؟ یا مونږ واپس كړى شو، نو (بیا) له هغه عمل نه سِوا عمل وكړو چې مونږه كاوه، یقینًا دوى خپلو ځانونو ته نقصان رسولى دى او له دوى څخه هغه دروغ ورك شول چې دوى به جوړول

انتظار نه کوي دا کافران مګر د واقع کیدلو د هغه څه چې دوی ته خبر ورکړی شوی و، د هغه په واقع کیدلو د دردناک عذاب نه، هغه چې د دوی اخر انجام به وي په اخرت کې، کله چې راشي هغه ورځ چې دوی ته پرې خبر ورکړی شوی و لدې (عذاب)نه، او چې خبر پرې ورکړی شوی و مومنانو ته د ثواب نه، و به وایې هغه کسان چې قرآن کریم یې په دنیا کې هیر کړی و، او عمل یې نه و کړی په هغه څه چې په دې کې راغلي وو: یقینا راتګ کړی و پیغمبرانو د رب زمونږه په حق وینا سره هغه چې هیڅ شک پکې نشته، او هیڅ شک نشته چې یقینا دا د الله تعالی له طرفه دی، نو کاش چې وی مونږ لره څوک سفارش والا چې مونږ لره یې سفارش کړی وی د الله تعالی په وړاندې د دې لپاره چې مونږ د عذاب نه معاف کړي، او یا کاش چې مونږ بیرته واپس شو ژوند د نیا ته چې وکړو مونږ نیک کارونه نو خلاص به پرې شو په ځای د هغو چې مونږ کوم ګناهونه کول، بیشکه په تاوان کې اچولي دي کافرانو ځانونه خپل په وروستلو د هغوی ځایونو د هلاکت ته په سبب د کفر د دوی، او ورک شوی د دوی نه هغه څوک چې دوی یې پرته له الله تعالی نه بندګي کوله، نو هغوی ورته هیڅ فایده ونه رسوله.

Al-A'raaf 7:53Listen in Qur'an →
54

إِنَّ رَبَّكُمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍۢ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ يُغْشِى ٱلَّيْلَ ٱلنَّهَارَ يَطْلُبُهُۥ حَثِيثًۭا وَٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ وَٱلنُّجُومَ مُسَخَّرَٰتٍۭ بِأَمْرِهِۦٓ ۗ أَلَا لَهُ ٱلْخَلْقُ وَٱلْأَمْرُ ۗ تَبَارَكَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلْعَٰلَمِينَ

بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه برقراره شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، په دې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او (پیدا كړې يې ده) لمرسترګه، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي، اګاه شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله چې رب العلمین دى

بیشکه رب ستاسو -ای خلکو- خاص الله تعالی دی هغه ذات چې پیدا کړي یې دي اسمانونه او پیدا کړی یې ده ځمکه پغیر د مخکني مثال نه په اندازه د شپږو ورځو کې، بیا پورته شو، او اوچت شو الله تعالی په عرش باندې داسې پورته کیدل چې څنګه د هغه د شان او مرتبې سره مناسب وي چې مونږ د هغه په کیفیت (څرنګوالی) نه پوهیږو، بیا له منځه وړي تیاره د شپې د ورځې په رڼا سره، او د ورځې رڼا د شپي په تیارې سره، او هر یو د دې دواړو نه طلب کوي یو بل لره په تیزۍ سره داسې چې د هغه څخه وروسته کیږي نه، نو کله چې دا یو لاړ شي دا بل راشي، او پیدا کړی یی دی لمر، او پیداکړی یې ده سپوږمۍ، او پیدا کړي یي دي ستوري تابعدار او تیار، خاص الله تعالی لره یوازې اختیار د پیدایش دی، نو څوک دی پیداکوونکی پرته له هغه نه؟! او خاص یوازې هغه لره دی واک د حکم کولو،او زیات دی خیر د هغه او ډیر دی احسان د هغه، نو هغه موصوف دی په صفتونو د عظمت او پوروالی، پالونکی د ټولو عالمونو دی.

Al-A'raaf 7:54Listen in Qur'an →
55

ٱدْعُوا۟ رَبَّكُمْ تَضَرُّعًۭا وَخُفْيَةً ۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلْمُعْتَدِينَ

تاسو خپل رب وبلئ په عاجزۍ سره او په پټه سره، بېشكه هغه له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي

راوبلئ -ای مومنانو- رب خپل په پوره عاجزۍ او تواضع سره په پټه، خالص کړئ هغه لره دعا په داسې حال کې چې ریا کوونکي (ځان ښودونکي) به نه یاست او نه به بل چا لره د هغه سره په دعا کې شریک کوونکي یاست، او ستر تیریدل د حد نه په دعا کې دا دي، د هغه سره د بل چا څخه دعا غوښتل لکه مشرکانو چې به کول.

Al-A'raaf 7:55Listen in Qur'an →
56

وَلَا تُفْسِدُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَٰحِهَا وَٱدْعُوهُ خَوْفًۭا وَطَمَعًا ۚ إِنَّ رَحْمَتَ ٱللَّهِ قَرِيبٌۭ مِّنَ ٱلْمُحْسِنِينَ

او تاسو په ځمكه كې ورانى مه كوئ، د هغې له اصلاح نه پس، او تاسو هغه (الله) رابلئ په وېرې سره او په طمع سره، بېشكه د الله رحمت نېكي كوونكو ته ډېر نژدې دى

او تاسو فساد مه کوئ په ځمکه کې په کولو د ګناهونو سره وروسته د دې نه چې الله تعالی هغه اصلاح کړي په لیږلو د پیغمبرانو -علیهم السلام- او آباده کړې یې ده یوازې د هغه په طاعت سره، او دعا وغواړئ یواځې د الله تعالی څخه په داسې حال کې چې تاسو د هغه د سزا څخه ویره حس کوئ، او د هغه د ثواب د حاصلولو انتظار کوئ، بیشکه رحمت د الله تعالی نږدې دی د نیکي کوونکو څخه، نو تاسو هم د هغوی له ډلې څخه شئ.

Al-A'raaf 7:56Listen in Qur'an →
57

وَهُوَ ٱلَّذِى يُرْسِلُ ٱلرِّيَٰحَ بُشْرًۢا بَيْنَ يَدَىْ رَحْمَتِهِۦ ۖ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَقَلَّتْ سَحَابًۭا ثِقَالًۭا سُقْنَٰهُ لِبَلَدٍۢ مَّيِّتٍۢ فَأَنزَلْنَا بِهِ ٱلْمَآءَ فَأَخْرَجْنَا بِهِۦ مِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ ۚ كَذَٰلِكَ نُخْرِجُ ٱلْمَوْتَىٰ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ

او دى همغه ذات دى چې هواګانې لېږي، چې د هغه له رحمت نه وړاندې زېرى وركوونكې وي، تر دې چې كله دا (هواګانې) درنې ورېځې راپورته كړي (، نو) مونږ هغه مړ ښار ته روانوو، نو مونږ په دې سره اوبه نازلوو، نو په هغو سره هر قسمه مېوې راوباسو، همدارنګه به مونږ مړي راوباسو، د دې لپاره چې تاسو نصیحت ومنئ

او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې رالیږي هواګانې زیری ورکوونکی په باران سره، تر دې چې بار کړي دا هواګانې وریځو لره چې درنې وي په اوبو سره نو مونږ بوځو دغو وریځو لره داسې یو ښار ته چې وچ وي نو مونږ په دغه ښار باندې اوبه رانازلې کړو، نو راوباسو مونږ په دې اوبو سره د هر قسم میوو نه، په شان د راویستلو د میوو په دې طریقې سره؛ راوباسو مونږ مړي د خپلو قبرونو نه ژوندي، مونږ دا کار د دې لپاره وکړ چې امید دی تاسو به -ای خلکو- رایادکړئ د الله تعالی قدرت او د هغه نا اشنا جوړول، او دا به رایادکړئ چې بیشکه هغه د مړو په ژوندي کولو قادر دی.

Al-A'raaf 7:57Listen in Qur'an →
58

وَٱلْبَلَدُ ٱلطَّيِّبُ يَخْرُجُ نَبَاتُهُۥ بِإِذْنِ رَبِّهِۦ ۖ وَٱلَّذِى خَبُثَ لَا يَخْرُجُ إِلَّا نَكِدًۭا ۚ كَذَٰلِكَ نُصَرِّفُ ٱلْءَايَٰتِ لِقَوْمٍۢ يَشْكُرُونَ

او پاكیزه ښار، د هغې زرغونه د خپل رب په حكم سره راوځي او هغه (ځمكه) چې خرابه (ښوره) وي (د هغې زرغونه) نه راوځي مګر ناقصه، همدارنګه مونږ ایتونه بیا، بیا بیانوو د هغه قوم لپاره چې شكر وباسي

او پاکه ځمکه راوباسي خپل بوټي د الله تعالی په حکم سره په پوره او ښایسته راویستلو، او همداسې مومن هم دی د پند خبرې اوري نو فایده پرې حاصلوي، نو په نتیجه کې یې نیک عمل کوي، او ښوره ناکه مالګینه ځمکه نه راوباسي خپلو بوټو لره مګر په سختۍ سره چې هیڅ خیر پکې نه وي، او همداسې کافر هم دی چې د پند او نصیحت نه فایده نه اخلي، نو هغه په نتیجه کې نیک عمل نه کوي چې فایده ورته ورسوي، د دې نا اشنا مختلف بیان په شان مونږ معجزې او دلیلونه د حق د ثبوت لپاره بیانوو د هغه قوم لپاره چې د الله تعالی د نعمتونو شکر وباسي، نو په هغې ناشکري نه کوي، او د خپل رب تابعداري کوي.

Al-A'raaf 7:58Listen in Qur'an →
59

لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِۦ فَقَالَ يَٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُۥٓ إِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍۢ

یقینًا یقینًا مونږ نوح خپل قوم ته لېږلى و، نو هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ برحق معبود نشته، بېشكه زه په تاسو د لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم

یقینا مونږ نوح -علیه السلام- پیغمبر لیږلی و خپل قوم ته چې هغوی یې رابلل د الله تعالی یووالي ته، او پریښودلو د عبادت د بل چا ته، نو هغوی ته یې وویل: ای زما قومه! بندګۍ وکړئ یوازې الله تعالی لره، نو نشته تاسو لره څوک لایق د عبادت په حق سره پرته له هغه نه، بیشکه زه ویریږم په تاسو باندې -ای زما قومه- د عذاب د ورځې لویې نه په حالت د همیشوالي ستاسو په کفر باندې.

Al-A'raaf 7:59Listen in Qur'an →
60

قَالَ ٱلْمَلَأُ مِن قَوْمِهِۦٓ إِنَّا لَنَرَىٰكَ فِى ضَلَٰلٍۢ مُّبِينٍۢ

د هغه د قوم سردارانو وویل: بېشكه مونږ تا لازمًا په ښكاره ګمراهۍ كې وینو

وویل هغه ته د هغه د قوم مشرانو: یقینا مونږ وینو تا لره -ای نوحه- په ډیر لرې والي کې د سمې لارې نه چې ښکاره دی ستا لرې والی.

Al-A'raaf 7:60Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.