Muslim99Muslim99
← Tafsir library

7. Al-A'raaf

The Heights · Meccan · 206 ayahs

سُورَةُ الأَعۡرَافِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 31–40 of 206

31

۞ يَٰبَنِىٓ ءَادَمَ خُذُوا۟ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍۢ وَكُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ وَلَا تُسْرِفُوٓا۟ ۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلْمُسْرِفِينَ

اى د ادم اولاده! تاسو خپل زینت (لباس) واخلئ د هر لمانځه په وخت كې او خوراك كوئ او څښاك كوئ او تاسو اسراف مه كوئ، بېشكه هغه (الله) اسراف كوونكي نه خوښوي

ای اولاد د ادم -علیه السلام-! واغوندئ هغه جامه چې ستاسو عورت پټوي، او هغه چې تاسو پرې ځان ښایسته کوئ د پاکو او ښایسته جامو نه د لمانځه او طواف په وخت کې، او خورئ او څښئ څه چې مو خوښ وي د پاکو هغو شیانو نه چې الله تعالی تاسو ته حلال کړي، او تاسو مه تیریږئ د درمیانه والي د حدودونو نه په دې کې، او مه تیریږئ د حلالو څخه حرامو ته، بیشکه الله تعالی نه خوښوي تیریدونکي د درمیانه والي د پولو نه.

Al-A'raaf 7:31Listen in Qur'an →
32

قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ ٱللَّهِ ٱلَّتِىٓ أَخْرَجَ لِعِبَادِهِۦ وَٱلطَّيِّبَٰتِ مِنَ ٱلرِّزْقِ ۚ قُلْ هِىَ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا خَالِصَةًۭ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ ۗ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ ٱلْءَايَٰتِ لِقَوْمٍۢ يَعْلَمُونَ

ته ووایه: هغه زینت چا حرام كړى دى چې الله د خپلو بنده ګانو لپاره راوېستلى دى او له رزقه څخه پاكیزه شیان (چا حرام كړي دي؟) ته ووایه: دا (نعمتونه) په دنيايي ژوند كې د هغو كسانو لپاره دي چې ایمان يې راوړى دى، چې (د دوى لپاره به) د قیامت په ورځ بېخي خالص وي، همدارنګه مونږ ایتونه په تفصیل سره بیانوو د هغه قوم لپاره چې پوهېږي

ووایه -ای پیغمبره- په داسې حال کې چې رد کوې په مشرکانو هغوی چې حراموي هغه څه چې الله تعالی حلال کړي د لباسونو نه او حراموي پاک د خوراکونو نه او داسې نور: چا حرام کړي په تاسو باندې جامې هغه چې ستاسو لپاره ښایست دی؟ او څوک دی چې حرام کړي یې دي په تاسو باندې پاک شیان د خوراکونو او څښاک څخه او داسې نور د هغه څه نه چې الله تعالی تاسو ته درکړي؟ ووایه -ای پیغمبره-!: بیشکه دغه پاک (حلال) شیان د مومنانو لپاره دي د دنیا په زندګۍ کې، او اګر که نور خلک ورسره هم په دې دنیا کې شریک دي خو هغه به یواځې د دوی لپاره وي د قیامت په ورځ، چې کافران به ورسره په دې کې نه شریکیږي؛ ځکه چې جنت حرام دی په کافرانو باندې، د دې بیان په شان مونږ بیانوو آیتونه د هغه قوم لپاره چې پوهه لري؛ ځکه چې هم دوی هغه خلک دي چې فایده به پرې اخلي.

Al-A'raaf 7:32Listen in Qur'an →
33

قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّىَ ٱلْفَوَٰحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَٱلْإِثْمَ وَٱلْبَغْىَ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ وَأَن تُشْرِكُوا۟ بِٱللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِۦ سُلْطَٰنًۭا وَأَن تَقُولُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ

ته ووایه: یقینًا همدا خبره ده چې زما رب د بې حیایۍ كارونه حرام كړي دي، هغه چې له هغو څخه ظاهِر وي او هغه چې باطن وي او (حرامه كړې يې ده) ګناه او ناحقه ظلم كول او دا چې تاسو له الله سره هغه شى شریك كړئ چې د هغه په هكله هغه (الله) هېڅ دلیل نه وي نازل كړى، او دا چې تاسو په الله باندې هغه دروغ وتپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ

ووایه -ای پیغمبره-! دې مشرکینو ته هغوی چې حراموي هغه څه چې الله تعالی حلال کړي: بیشکه الله تعالی حرام کړي په خپلو بندګانو باندې بد کارونه، او هغه ناکاره ګناهونه دي، ښکاره وي او که پټ وي، او حرام کړي یې دي ټول ګناهونه، او حرام کړی یې دی تیری کول په ظلم سره په خلکو باندې د هغوی په وینو او مالونو او عرضونو، او حرام کړی یې دي په تاسو باندې دا چې تاسو شریک جوړ کړئ د الله تعالی سره نور څوک هغه چې ستاسو سره د هغه په شراکت کوم دلیل نه وي، او حرام کړي یې دي په تاسو باندې دروغ ویل په هغه باندې پغیر د پوهې نه د هغه په نومونو او صفتونو او کارونو او شرع کې.

Al-A'raaf 7:33Listen in Qur'an →
34

وَلِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌۭ ۖ فَإِذَا جَآءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةًۭ ۖ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ

او د هر امت لپاره یوه نېټه ده، نو كله چې د دوى نېټه راشي، دوى به نه یوه ګړۍ تاخیر كوي او نه به دوى ړومبى كېږي

او د هرې ډلې او پیړۍ لپاره وخت او نیټه مقرره ده د هغوی د اجل، نو کله چې راشي نیټه مقرره د دوی؛ نه وروسته کیږي د هغې نه څه وخت اګر که لږ وخت هم وي، او نه د هغې نه مخکې کیږي.

Al-A'raaf 7:34Listen in Qur'an →
35

يَٰبَنِىٓ ءَادَمَ إِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ رُسُلٌۭ مِّنكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ ءَايَٰتِى ۙ فَمَنِ ٱتَّقَىٰ وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

اى د ادم اولاده! كه لازمًا تاسو ته له هم ستاسو نه رسولان راشي، چې تاسو ته زما ایتونه بیانوي، نو هغه څوك چې پرهېزګاره شو او د ځان اصلاح يې وكړه، نو په دوى باندې به نه څه وېره وي او نه به دوى غمجن كېږي

ای اولادې د ادم -علیه السلام- کله چې راشي تاسو ته پیغمبران زما له طرفه ستاسو د قومونو څخه؛ بیانوي په تاسو باندې هغه وحې چې ما په هغوی باندې رالیږلي وه زما د کتابونو نه نو تاسو د هغوی تابعداري وکړئ، او روان شئ په هغه څه پسې چې هغوی پرې راتګ کړی، نو هغه کسان چې ویږیږي د الله تعالی څخه په عملې کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو د هغه د نواهیو څخه او ښایسته کوي خپل عملونه، هیڅ ویره به په دوی باندې د قیامت په ورځ نه وي، او نه به دوی غمجن شي په هغه څه چې د دوی څخه د دنیا د برخو نه پاتې شوي دي.

Al-A'raaf 7:35Listen in Qur'an →
36

وَٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا وَٱسْتَكْبَرُوا۟ عَنْهَآ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ

او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى او له هغو نه يې سركشي (لويي) كړې ده، دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې همېشه وي

او هغه کافران چې دروغجن ګڼي زمونږ ایتونه، او په هغې ایمان نه راوړي، او لویي او تکبر کوي د عمل کولو نه په هغې وحي چې د دوی پیغمبرانو پرې راتګ کړی دی، بیشکه خاص هم دوی د اور والا دي همیشه به وي په دې اور کې همیشه.

Al-A'raaf 7:36Listen in Qur'an →
37

فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِـَٔايَٰتِهِۦٓ ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ يَنَالُهُمْ نَصِيبُهُم مِّنَ ٱلْكِتَٰبِ ۖ حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَتْهُمْ رُسُلُنَا يَتَوَفَّوْنَهُمْ قَالُوٓا۟ أَيْنَ مَا كُنتُمْ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ ۖ قَالُوا۟ ضَلُّوا۟ عَنَّا وَشَهِدُوا۟ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا۟ كَٰفِرِينَ

نو د هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، یا د هغه د ایتونو تكذیب كوي؟ دغه كسان دي چې دوى ته به له لیكل شوي (عمر، رزق وغیره) نه خپله برخه ورسېږي، تر دې چې كله دوى ته زمونږ استازي راشي، چې دوى مړه كوي (، نو ورته) وايي به: چېرته دي هغه معبودان چې تاسو به له الله نه غیر بلل؟ هغوى به ووايي: هغه له مونږ نه ورك شول، او دوى به د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي وكړي دا چې بېشكه دوى كافران وو

تر هغه چا لوی ظالم نشته چې پر الله درواغ وايي، هغه ته د شريک، نقصان او داسې وینا په نسبت کولو سره چې هغه نه وي کړې، او يا يې هغه لويې نښانې درواغ ګڼي چې د هغه نېغې لارې ته لارښوونکې دي، هغه کسان چې پر دغه څه متصف وي، هغوی په لوح محفوظ کې خپله د خير او شر ليکلې برخه ترلاسه کوي، کله چې د مرګ پرېښته او له نورو پرېښتو يې د روحونو د اخېستلو لپاره مرستندويانې ورته راشي، هغوی به ورته د زورنې په توګه ووايي: چېرې دي هغه معبودان چې له الله پرته مو لمانځل، هغوی را وبولئ ترڅو ګټه درته ورسوي، مشرکان به پرېښتو ته ووايي: پرته له شکه هغه معبودان چې موږ لمانځل را څخه لاړل او پټ شول، نه پوهېږو هغوی چېرې دي او د ځانونو پر خلاف به اقرار وکړي چې هغوی کافران وو، خو دغه وخت اقرار يې د هغوی پر خلاف دليل دی ګټه نه ورته رسوي.

Al-A'raaf 7:37Listen in Qur'an →
38

قَالَ ٱدْخُلُوا۟ فِىٓ أُمَمٍۢ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِكُم مِّنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ فِى ٱلنَّارِ ۖ كُلَّمَا دَخَلَتْ أُمَّةٌۭ لَّعَنَتْ أُخْتَهَا ۖ حَتَّىٰٓ إِذَا ٱدَّارَكُوا۟ فِيهَا جَمِيعًۭا قَالَتْ أُخْرَىٰهُمْ لِأُولَىٰهُمْ رَبَّنَا هَٰٓؤُلَآءِ أَضَلُّونَا فَـَٔاتِهِمْ عَذَابًۭا ضِعْفًۭا مِّنَ ٱلنَّارِ ۖ قَالَ لِكُلٍّۢ ضِعْفٌۭ وَلَٰكِن لَّا تَعْلَمُونَ

(ورته) وبه وايي: تاسو له هغو امتونو سره یو ځاى اور ته داخل شئ چې له تاسو نه مخكې په پېریانو او انسانانو كې تېر شوي دي، هر كله چې یوه ډله ننوځي (، نو) د خپل ځان په مثل ډلې باندې به لعنت وايي، تر دې چې كله دوى ټول په دې (اور) كې راجمع شي، د دوى وروستنۍ به د خپلو ړومبنو په هكله وايي: اى زمونږه ربه! دا كسان چې دي مونږ يې ګمراه كړي وو، نو دوى ته د اور دوه چنده عذاب وركړه، وبه وايي (الله) د هر یو لپاره دوه چنده (عذاب) دى او لېكن تاسو نه پوهېږئ

ملایکو دوی ته وویل: ننوځئ -ای مشرکینو- په ډله د هغو امتونو کې چې تیر شوي مخکې ستاسو نه په کفر او ګمراهۍ باندې د پیریانو او انسانانو نه په اور کې، هر کله چې ورننوځي یوه ډله لعنت به وایي په خپلو هغو ملګرو چې د دوی نه مخکې اور ته ننوتلي، تر هغه چې دوی په یو بل پسې ورشي، او ټول پکې راجمع شي نو وبه وایې وروستني ننوتونکي او هغوی هغه ټیټ او تابعداري کوونکی دي، د خپلو مخکنیو په هکله چې هغوی مشران او لویان دي: ای زمونږ ه ربه! دا زمونږ هغه مشران دي چې مونږ یې د هدایت د لارې نه اړولي وو، نو ته سزا ورکړه دوی ته دوه چنده سزا د دې وجې نه چې مونږ ته یې ګمراهي ښایسته کړې وه، الله تعالی به دوی ته په جواب کې ووایې: ستاسې هرې ډلې ته به څو چنده عذاب وي، لیکن تاسو په دې باندې نه پوهیږئ او نه یې درک کولی شئ.

Al-A'raaf 7:38Listen in Qur'an →
39

وَقَالَتْ أُولَىٰهُمْ لِأُخْرَىٰهُمْ فَمَا كَانَ لَكُمْ عَلَيْنَا مِن فَضْلٍۢ فَذُوقُوا۟ ٱلْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ

د دوى ړومبني به خپلو وروستنو ته ووايي: نو تاسو لپاره پر مونږ باندې هېڅ فضیلت نشته، پس تاسو عذاب وڅَكئ د هغو عملونو په سبب چې تاسو به كول

او وبه وایې مشران هغه چې تابعداري یې کړی شوي خپلو تابعدارانو ته: نشته تاسو لره -ای تابعدارانو! په مونږ باندې څه فضیلت او غوروالی چې تاسو د هغه په وجه د دې مستحق شئ چې ستاسو نه عذاب کم شي، ځکه اعتبار هغو عملونو لره دی چې تاسو کړي، او تاسو لره د باطل په تابعدارۍ کې څه عذر او بهانه نشته، نو وڅکئ -ای تابعدارانو- عذاب لره په شان د هغه چې مونږ څکلی په سبب د هغه کفر او ګناهونو چې تاسو کول.

Al-A'raaf 7:39Listen in Qur'an →
40

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا وَٱسْتَكْبَرُوا۟ عَنْهَا لَا تُفَتَّحُ لَهُمْ أَبْوَٰبُ ٱلسَّمَآءِ وَلَا يَدْخُلُونَ ٱلْجَنَّةَ حَتَّىٰ يَلِجَ ٱلْجَمَلُ فِى سَمِّ ٱلْخِيَاطِ ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُجْرِمِينَ

بېشكه هغه كسان چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلې دي او له هغو نه يې تكبر كړى دى، د دوى لپاره به د اسمان دروازې نه پرانستل كېږي او نه به دوى جنت ته داخلېږي تر هغه پورې چې اوښ د ستنې په سوري كې ننوځي او همدارنګه مونږ مجرمانو ته سزا وركوو

یقینا هغه کسان چې نسبت د دروغو کوي زمونږ ښکاره ایتونو ته، او لویي کوي د غاړه کیښودلو نه دې ایتونو ته دوی نا امیده دي د هر قسم خیر نه، نو نه به خلاصیږي دروازې د اسمان د دوی عملونو ته په سبب د کفر د دوی، او نه د دوی روحونو ته کله چې دوی مړه شي، او نه به جنت ته داخلیږي هیڅکله تر دې چې ننوځي اوښ -او دا د غټو چارپایانو څخه دی- په سوري د ستنه کې چې هغه د ډیرو تنګو شیانو څخه دی، او دا د ناممکنو کارونو څخه ده، نو په دې پورې تړل شوی شی -چې هغه جنت ته ننوتل دي- هم نا ممکن دی، او د دې سزا په شان سزا الله تعالی هغه چا ته ورکوي چې ګناهونه یې ډیر غټ وي.

Al-A'raaf 7:40Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.