الٓمٓصٓ
الف، لام، ميم، صاد
﴿الٓمٓصٓ﴾د بقرې سورت په پيل کې د دې غوندې تورو په اړه خبرې شوي.
سُورَةُ الأَعۡرَافِ
Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies
Ayahs 1–10 of 206
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
الٓمٓصٓ
الف، لام، ميم، صاد
﴿الٓمٓصٓ﴾د بقرې سورت په پيل کې د دې غوندې تورو په اړه خبرې شوي.
كِتَٰبٌ أُنزِلَ إِلَيْكَ فَلَا يَكُن فِى صَدْرِكَ حَرَجٌۭ مِّنْهُ لِتُنذِرَ بِهِۦ وَذِكْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ
(دا) كتاب دى چې تا ته نازل كړى شوى دى، نو د ده په وجه دې ستا په سینه كې څه تنګي نه وي، د دې لپاره (نازل كړى شوى دى) چې ته د ده په ذرېعې سره (خلق) ووېروې او د مومنانو لپاره نصیحت دى
قران کریم یو کتاب دی نازل کړی الله تعالی په تا باندې -ای پیغمبره- نو نه دي وي ستا په سینه کې د دې نه څه تنګستیا او نه شک، رالیږلی یې دی په تا باندې د دې لپاره چې وویروې ته په دې سره خلکو لره، او په دې سره حجت قایم کړې، او پند ورکړې په دې سره مومنانو ته، نو پس خاص هم دوی هغه خلک دي چې د نصیحت نه فایده اخلي.
ٱتَّبِعُوا۟ مَآ أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ أَوْلِيَآءَ ۗ قَلِيلًۭا مَّا تَذَكَّرُونَ
تاسو پیروي كوئ د هغه (دین) چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او تاسو له ده نه سِوا (د نورو) دوستانو پیروي مه كوئ، تاسو ډېر كم نصیحت اخلئ
تابعدارې وکړئ -ای خلکو- د هغه کتاب چې رالیږلی دی ستاسو رب په تاسو باندې، او د طریقو د خپل پیغمبر، او تابعداري مه کوئ د خواهشاتو د هغه چا چې تاسو یې دوستان ګڼئ د شیطانانو څخه او یا د ناکاره علماوو څخه، تاسو دوستي کوئ د دوی سره په داسې حال کې چې پریښودونکي یاست د هغه څه چې نازل شوي دي په تاسو باندې د دې وجې نه چې وسوسه کوي یې دوی ته د دوی خواهشات، یقینا تاسو ډیر لږ پند (نصیحت) قبلوئ؛ داسې که چیرته تاسو پند (نصیحت) قبلولی نو تاسو به په حق باندې بل څه ته ترجیح او غوره والی نه وي ورکړی، او خامخا به تاسو د هغه څه تابعداري کړی وي چې ستاسو پیغمبر پرې راتګ کړی، او په هغه به مو عمل کړی وي، او د هغه نه پرته نور هر څه به مو پریښی وی.
وَكَم مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَٰهَا فَجَآءَهَا بَأْسُنَا بَيَٰتًا أَوْ هُمْ قَآئِلُونَ
او څومره ډېر كلي دي چې مونږ هغه هلاك كړي دي، نو زمونږ عذاب هغو ته راغى، په دې حال كې چې دوى د شپې ویده وو، یا په غرمه كې ارام كوونكي وو
څومره ډیر دي هغه کلي چې مونږ هلاک کړي په خپل عذاب باندې هر کله چې هغوی همیشوالی وکړ په خپل کفر او ګمراهۍ باندې، نو راغی په هغوی باندې زمونږ سخت عذاب - پداسې حال کې چې هغوی بې خبره و- د شپې یا د ورځې، نو هغوی د خپل ځان نه عذاب دفع نه کړی شو، او نه دفع کړو د هغوی نه عذاب د هغوی تش په نامه معبودانو.
فَمَا كَانَ دَعْوَىٰهُمْ إِذْ جَآءَهُم بَأْسُنَآ إِلَّآ أَن قَالُوٓا۟ إِنَّا كُنَّا ظَٰلِمِينَ
نو نه وه د دوى دعوٰی (بلنه) كله چې په دوى زمونږ عذاب راغى، مګر دا چې دوى وویل: بېشكه مونږ ظالمان وو
نو نه به و حال د دوی وروسته د راتګ د عذاب نه مګر دا چې اقرار به یې کاوه په خپلو ځانونو په ظلم کولو د دوی چې کفر یې کړی و په الله تعالی باندې.
فَلَنَسْـَٔلَنَّ ٱلَّذِينَ أُرْسِلَ إِلَيْهِمْ وَلَنَسْـَٔلَنَّ ٱلْمُرْسَلِينَ
نو خامخا لازمًا به مونږ له هغو خلقو نه تپوس وكړو چې رسولان ورته استول شوي وو او خامخا لازمًا به مونږ له رسولانو نه (هم) تپوس وكړو
نو خامخا تپوس به وکړو مونږ د قیامت په ورځ د هغو امتونو نه چې مونږ ورته پیغمبران لیږلی وو د هغه جواب باره کې چې دوی پیغمبرانو ته ورکړی و، او خامخا مونږ به تپوس وکړو د پیغمبرانو نه د هغو د تبلیغ باره کې د کوم شي چې دوی ته یې په رسولو امر شوی و، او چې دوی ته د دوی امتونو څه جواب ورکړی و.
فَلَنَقُصَّنَّ عَلَيْهِم بِعِلْمٍۢ ۖ وَمَا كُنَّا غَآئِبِينَ
نو خامخا لازمًا به مونږ دوى ته په علم سره بیان وكړو او مونږ (څه) غايب خو نه وو
نو خامخا بیان به کړو مونږ په ټولو خلکو عملونه د هغوی هغه چې دوی په دنیا کې کړي وو سره د علم زمونږ نه، نو یقینا مونږ پوه وو د دوی په ټولو کارونو، پټ نشي پاتې کیدلی په مونږ باندې د دې نه هیڅ شی، او نه وو مونږ بې خبره د دوی نه په هیڅ وخت کې.
وَٱلْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ ٱلْحَقُّ ۚ فَمَن ثَقُلَتْ مَوَٰزِينُهُۥ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ
او په دغه ورځ (د عملونو) تول بېخي حق دى، نو هغه څوك چې تولونه (یا میزانونه) يې درانه وختل، نو همدغه خلق كامیاب دي
او د عملونو تلل به د قیامت په ورځ په عدل سره وي هغه عدل چې هیڅ زیاتی او ظلم ورسره نه وي، نو د چاچې درنده وختله تله د نیکیو د بدیو په تلې باندې د تول په وخت کې نو خاص همدا هغه کسان دي چې کامیاب شوي په خپل مقصد باندې، او بچ پاتې شوي د هغه څه نه چې ویره ترې کیدلی شي.
وَمَنْ خَفَّتْ مَوَٰزِينُهُۥ فَأُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُم بِمَا كَانُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا يَظْلِمُونَ
او هغه څوك چې تولونه (یا میزانونه) يې سپك وختل، نو دغه خلق هغه دي چې دوى خپلو ځانونو ته تاوان رسولى دى، په سبب د دې چې دوى زمونږ له ایتونو سره ظلم كاوه
او د چاچې درنه شوه د تول په وخت تله د بدیو د نیکیو په تله باندې نو یقینا دا هغه کسان دي چې تاوان کې یې اچولي ځانونه خپل په وروستلو د هغې د هلاکت ځایونو ته د قیامت په ورځ، په سبب د انکار کولو د دوی د الله د آیتونو نه.
وَلَقَدْ مَكَّنَّٰكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَٰيِشَ ۗ قَلِيلًۭا مَّا تَشْكُرُونَ
او یقینًا یقینًا مونږ تاسو ته په ځمكه كې قدرت دركړى دى او تاسو لپاره مو په هغې كې د ژوند اسباب پیدا كړي دي، تاسو بېخي ډېر لږ شكر وباسئ
او یقینا مونږ ځای درکړی تاسو ته -ای بنی ادمو- په ځمکه کې، او ګرځولي مو دي ستاسو لپاره په دې کې اسباب د زندګۍ، نو په تاسو لازمه وه چې په دې مو د الله تعالی شکر ادا کړی وی، لیکن ستاسو شکر اداکول ډیر لږ وو.
Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.