Muslim99Muslim99
← Tafsir library

7. Al-A'raaf

The Heights · Meccan · 206 ayahs

سُورَةُ الأَعۡرَافِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 21–30 of 206

21

وَقَاسَمَهُمَآ إِنِّى لَكُمَا لَمِنَ ٱلنَّٰصِحِينَ

او هغه دوى ته پوخ قسم وخوړ چې بېشكه زه تاسو لپاره یقینًا له خیر خواهي كوونكو څخه یم

او دې دواړو ته یې په الله تعالی قسم وکړ: یقینا زه یم تاسو لره -ای ادم او حواء- د خیرخواهانو څخه په هغه څه کې چې ما تاسو ته مشوره درکړه.

Al-A'raaf 7:21Listen in Qur'an →
22

فَدَلَّىٰهُمَا بِغُرُورٍۢ ۚ فَلَمَّا ذَاقَا ٱلشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْءَٰتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ ٱلْجَنَّةِ ۖ وَنَادَىٰهُمَا رَبُّهُمَآ أَلَمْ أَنْهَكُمَا عَن تِلْكُمَا ٱلشَّجَرَةِ وَأَقُل لَّكُمَآ إِنَّ ٱلشَّيْطَٰنَ لَكُمَا عَدُوٌّۭ مُّبِينٌۭ

نو هغه دوى دواړو ته په دوكې سره تمه وركړه، نو كله چې دوى هغه ونه وڅكله، دوى ته خپل شرم ځایونه ښكاره شول او دواړه لګیا شول چې په خپلو ځانونو يې د جنت پاڼې نښلولې او دوى ته خپل رب اواز وكړ چې ایا ما تاسو دواړه له دې ونې نه نه وئ منع كړي او تاسو ته مې نه وویلي چې بېشكه شیطان تاسو دواړو لپاره ښكاره دښمن دى؟

نو راویې غورځول دا دواړه د هغې منزلې چې دا دواړه پکې وو په دوکې او فریب سره، نو هر کله چې دې داوړو د هغې ونې نه خوراک وکړ چې منع کړی شوي ترې وو ښکاره شو دې دواړو ته د دوی دواړو پټ عورت، نو شروع شول دواړه چې لږولې یې په خپلو عورتونو پورې د جنت د پاڼو نه؛ د دې لپاره چې پټ کړي په دې سره خپل عورتونه، او اواز وکړ دوی ته رب د دوی او داسې يې ورته وفرمایل: آیا ما نه وئ منع کړي تاسو د خوراک د دې ونې نه، او تاسو دواړو ته ما نه و ویلی په داسې حال کې چې ویرولي مې وئ: چې بیشکه شیطان ستاسو لپاره دښمن دی د ښکاره دښمنۍ والا؟!.

Al-A'raaf 7:22Listen in Qur'an →
23

قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَآ أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ ٱلْخَٰسِرِينَ

دوى وویل: اى زمونږه ربه! مونږ په خپلو ځانونو ظلم كړى دى او كه چېرې ته مونږ ونه بخښې او پر مونږ رحم ونه كړې (، نو) مونږ به خامخا لازمًا له تاوانیانو څخه شو

ادم -علیه السلام- او حواء وویل: ای زمونږه ربه! مونږ زیاتی کړی په خپلو ځانونو باندې په کولو د هغه څه چې مونږ ترې منع شوي وو چې هغه خوراک د هغې ونې نه و، او که چیرې ته مونږ ته ونه بخښې ګناهونه زمونږ او رحم ونه کړې پر مونږ باندې په خپل رحمت سره، نو خامخا مونږ به شو د تاوانیانو نه په ضایع کولو زمونږ برخې لره په دنیا او اخرت کې.

Al-A'raaf 7:23Listen in Qur'an →
24

قَالَ ٱهْبِطُوا۟ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّۭ ۖ وَلَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّۭ وَمَتَٰعٌ إِلَىٰ حِينٍۢ

وویل (الله): تاسو كوز شئ، ستاسو ځینې به د ځینو نورو لپاره دښمنان وي او تاسو لپاره په ځمكه كې استوګنه ده او تر یو وخته پورې فايده اخيستل دي

الله تعالی ادم -علیه السلام- او حواء او ابلیس ته وویل: کوز شئ تاسو د جنت نه ځمکې ته، او شئ به ځيني ستاسو ځینو نورو لره دښمنان، او شته ستاسو لپاره په ځمکه کې ځای د اوسیدلو تر معلوم وخت پورې، او فایده اخیستل دي ستاسو لپاره تر نیټې مقررې پورې.

Al-A'raaf 7:24Listen in Qur'an →
25

قَالَ فِيهَا تَحْيَوْنَ وَفِيهَا تَمُوتُونَ وَمِنْهَا تُخْرَجُونَ

(الله) وویل: په همدې (ځمكه) كې به تاسو ژوندون كوئ او په همدې كې به تاسو مرئ او له همدې نه به تاسو راوښكلى كېږئ

الله تعالی وویل ادم -علیه السلام- او حواء او د هغوی اولادې ته: په دې ځمکه کې به تاسو ژوندي یاست څومره موده چې الله تعالی تاسو ته مقرر کړې، او په دې کې به تاسو مړه کیږئ او خښیږئ به، او ستاسو د قبرونو نه به بیا تاسو راژوندي کیږئ.

Al-A'raaf 7:25Listen in Qur'an →
26

يَٰبَنِىٓ ءَادَمَ قَدْ أَنزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًۭا يُوَٰرِى سَوْءَٰتِكُمْ وَرِيشًۭا ۖ وَلِبَاسُ ٱلتَّقْوَىٰ ذَٰلِكَ خَيْرٌۭ ۚ ذَٰلِكَ مِنْ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ

اى د ادم اولاده! یقینًا مونږ پر تاسو باندې لباس نازل كړى دى چې ستاسو د شرم ځایونه پټوي او د زینت جامې (مو نازلې كړې دي) او د پرهېزګارۍ لباس؛ دغه ډېر غوره دي، دا د الله له ایتونو څخه دي، د دې لپاره چې دوى نصیحت حاصل كړي

ای اولاد د ادم -علیه السلام-! یقینا ګرځولی مونږ تاسو لره لباس (جامې) ضرور دي ستاسو د عورتونو د پټولو لپاره، او ګرځولي مو دی تاسو لره لباس (جامې) د پوروالي چې تاسو پرې ځان ښایسته کوئ د خلکو تر منځ، او لباس (جامې) د تقوی -چې هغه عملي کول دي د هغه څه چې الله تعالی پرې امر کړی او ځان ساتل دي د هغه څه نه چې هغه ترې منع فرمایلې- ډیر غوره دی د دې حسي لباس (جامو) نه، دا چې بیان شو د لباس (جامو) نه دا د الله تعالی په قدرتونو د دلالت کوونکو نخښو څخه دي، شاید چې تاسو د هغه نعمتونه رایاد کړئ نو شکر به یې اداء کړئ.

Al-A'raaf 7:26Listen in Qur'an →
27

يَٰبَنِىٓ ءَادَمَ لَا يَفْتِنَنَّكُمُ ٱلشَّيْطَٰنُ كَمَآ أَخْرَجَ أَبَوَيْكُم مِّنَ ٱلْجَنَّةِ يَنزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوْءَٰتِهِمَآ ۗ إِنَّهُۥ يَرَىٰكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُۥ مِنْ حَيْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ ۗ إِنَّا جَعَلْنَا ٱلشَّيَٰطِينَ أَوْلِيَآءَ لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ

اى د ادم اولاده! تاسو لره دې شیطان هیڅكله هم په فتنه كې وانه چوي، لكه څنګه چې يې ستاسو مور او پلار له جنت نه وښكل، چې له هغوى نه يې د هغوى لباس وښكلو، د دې لپاره چې هغوى ته خپل د شرم ځایونه وښیي، بېشكه هغه او د هغه قبیله تاسو له هغه ځایه ویني چې تاسو يې نه وینئ، بېشكه مونږ شیطانان د هغو خلقو لپاره دوستان جوړ كړي دي چې ایمان نه راوړي

ای اولاد د ادم -علیه السلام-! دوکه دې نه کړي تاسو لره شیطان په ښایسته کولو دګناه سره چې پریږدئ حسې لباس (جامې) د عورت د پټولو او یا پریږدئ د تقوی لباس (جامې)، نو یقینا دوکه کړي یې وو ستاسو مور او پلار په ښایسته کولو سره خوراک لره د هغې ونې نه (چې دوی ترې الله تعالی منع کړي وو) تر دې چې اخري انجام یې دا شو چې دواړه یې د جنت څخه راوویستل، او ښکاره شو دواړو ته د دوی عورتونه، بیشکه شیطان او د هغه اولاده ویني تاسو لره او تاسو هغوی نه وینئ، نو په تاسو لازم دي ځان ساتل د هغه نه او د هغه د اولادې نه، بیشکه مونږ ګرځولي شیطانان دوستان هغو خلکو لره چې په الله تعالی ایمان نه راوړي، او هر چې مومنان دي هغه کسان چې نیک کارونه کوي نو د شیطان په هغوی باندې هیڅ وسه نه رسیږي.

Al-A'raaf 7:27Listen in Qur'an →
28

وَإِذَا فَعَلُوا۟ فَٰحِشَةًۭ قَالُوا۟ وَجَدْنَا عَلَيْهَآ ءَابَآءَنَا وَٱللَّهُ أَمَرَنَا بِهَا ۗ قُلْ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَأْمُرُ بِٱلْفَحْشَآءِ ۖ أَتَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ

او كله چې دوى څه بې حیايي وكړي (، نو) وايي: مونږ په دې باندې خپل پلرونه موندلي دي او الله مونږ ته د دې حكم كړى دى، ته (ورته) ووایه: بېشكه الله د بې حیایۍ حكم نه كوي، ایا تاسو په الله باندې هغه دروغ تپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ

او کله چې وکړي مشرکان یو کار چې دير بد وي لکه شرک او د بیت الله شریف نه بربنډ طواف او یا داسې نور، نو دوی دا بهانه کوي چې بیشکه دوی موندلي وو پلرونه د دوی چې دا کارونه یې کول، او یقینا الله تعالی دوی ته په دې باندې حکم کړی و، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-!. بیشکه الله تعالی امر نه کوي په ګناهونو باندې، بلکې منع کوي د ګناهونو نه، نو څرنګه تاسو په هغه باندې دا دعوا کوئ؟ آیا تاسو وایې -ای مشرکانو- په الله تعالی باندې هغه څه چې تاسو پرې نه پوهیږئ په دروغو او افتراء سره.

Al-A'raaf 7:28Listen in Qur'an →
29

قُلْ أَمَرَ رَبِّى بِٱلْقِسْطِ ۖ وَأَقِيمُوا۟ وُجُوهَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍۢ وَٱدْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ ۚ كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ

ته ووایه: زما رب د انصاف حكم كړى دى او (دا چې) تاسو خپل مخونه د هر لمانځه په وخت كې نېغ (سیده) كړئ او تاسو هغه بلئ، چې د هغه لپاره د دین (عبادت) خالص كوونكي یئ، لكه څنګه چې يې تاسو اول ځل پیدا كړي یئ (هماغه شان به) تاسو راګرځئ

ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: بیشکه الله تعالی امر کړی په عدل او انصاف سره، او امر یې ندی کړی په بدو کارونو او ګناهونو، او امر یې کړی چې تاسو ټول عبادت هغه ته خاص کړئ، او خاصکر په جوماتونو کې، او امر یې کړی تاسو ته چې تاسو یوازې هغه راوبلئ خالص کړئ هغه ته تابعداري، لکه څرنګه چې یې تاسو اول ځل د نشت نه پیداکړی یاست، نو راګرځوي به تاسو بیرته ژوندي بل ځل، ځکه چې په اول ځل ستاسو په پیدایش باندې قدرت لرونکی قدرت لري ستاسو په بیرته راوستلو او ژوندي کولو.

Al-A'raaf 7:29Listen in Qur'an →
30

فَرِيقًا هَدَىٰ وَفَرِيقًا حَقَّ عَلَيْهِمُ ٱلضَّلَٰلَةُ ۗ إِنَّهُمُ ٱتَّخَذُوا۟ ٱلشَّيَٰطِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ

یوې ډلې ته يې هدایت كړى دى او بله ډله (يې ګمراه كړې ده) چې په هغو باندې ګمراهي ثابته شوې ده، بېشكه دوى له الله نه سِوا شیطانان (د ځان) دوستان نیولي وو او دوى دا ګمان كاوه چې بېشكه همدوى نېغه لار موندونكي دي

او الله تعالی خلک دوه ډلې ګرځولي: یوه ډله ستاسو څخه هغه ده چې هدایت یې ورته کړی، او هغه ته یې د هدایت اسباب اسان کړي، او د هدایت موانع یې ترې اړولي، او یوه بله ډله ده چې لازم کړی یې دی په هغوی باندې بې لاریتوب د حق د لارې نه، دا داسې چې دوی ګرځولي دي شیطانان دوستان خپل؛ پرته له الله تعالی نه، نو هغوی ته یې د ناپوهۍ د وجې نه غاړه کیښودلې، او دوی دا ګومان کوي چې یقینا دوی په هدایت باندې نیغې لارې ته.

Al-A'raaf 7:30Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.