Muslim99Muslim99
← Tafsir library

7. Al-A'raaf

The Heights · Meccan · 206 ayahs

سُورَةُ الأَعۡرَافِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 11–20 of 206

11

وَلَقَدْ خَلَقْنَٰكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَٰكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلَٰٓئِكَةِ ٱسْجُدُوا۟ لِءَادَمَ فَسَجَدُوٓا۟ إِلَّآ إِبْلِيسَ لَمْ يَكُن مِّنَ ٱلسَّٰجِدِينَ

او یقینًا یقینًا مونږ تاسو پیدا كړئ، بیا مو ستاسو صورتونه جوړ كړل، بیا مونږ ملايكو ته وویل: د ادم لپاره سجده وكړئ، نو هغوى سجده وكړه سِوا له ابلیس نه، هغه له سجده كوونكو څخه نه و

او یقینا مونږ پیداکړی و -ای خلکو- ستاسو پلار ادم -علیه السلام-، بیا مو جوړ کړی و هغه لره په ښایسته شکل کې، او ښایسته مو برابر کړی و، بیا مو ملایکو ته امر کړی و هغه ته په سجدې کولو د هغه د احترام د وجې نه، نو هغوی د الله تعالی حکم ومانه او سجده یې وکړه، لیکن ابلیس انکار وکړ د دې نه چې سجده دې وکړي د لویۍ او عناد له وجې نه.

Al-A'raaf 7:11Listen in Qur'an →
12

قَالَ مَا مَنَعَكَ أَلَّا تَسْجُدَ إِذْ أَمَرْتُكَ ۖ قَالَ أَنَا۠ خَيْرٌۭ مِّنْهُ خَلَقْتَنِى مِن نَّارٍۢ وَخَلَقْتَهُۥ مِن طِينٍۢ

وویل (الله): ته څه شي منع كړې، چې سجده دې ونه كړه كله چې ما تا ته حكم وكړ؟ وویل (شیطان): زه له هغه نه غوره یم، تا زه له اوره پیدا كړى یم او هغه دې له خَټې پیدا كړى دى

الله تعالی ابلیس ته د رټنې په شکل وویل: څه شي ته منع کړې زما د حکم منلو نه تاته؛ په سجده کولو سره ادم -علیه السلام- ته؟ ابلیس خپل رب ته په جواب کې وویل: زه دې (خبرې) منع کړم چې زه غوره یم د هغه نه، ځکه تا زه له اور څخه پیداکړی یم، او هغه دې له خټې څخه پیدا کړی، او اور د خټې نه ډیر عزت والا (غوره) دی.

Al-A'raaf 7:12Listen in Qur'an →
13

قَالَ فَٱهْبِطْ مِنْهَا فَمَا يَكُونُ لَكَ أَن تَتَكَبَّرَ فِيهَا فَٱخْرُجْ إِنَّكَ مِنَ ٱلصَّٰغِرِينَ

(الله) وویل: نو ته له دې (جنت) نه كوز شه، پس تا ته دا حق نشته چې ته په دې (جنت) كې تكبر وكړې، نو ته وځه، بېشكه ته له ذلیلو څخه يې

الله تعالی ابلیس ته وویل: کوز شه ته د جنت نه، نو نه دي لائق تا لره چې تکبر وکړې په دې جنت کې؛ ځکه چې دا د پاکو خلکو کور دی، نو تالره نه دي جایز چې ته پدې کې پاتې شې، یقینا ته چې یې ای -ابلیسه- د سپکو او ذلیلانو څخه یې، او اګر که تا ته خپل ځان د ادم -علیه السلام- څخه بهتر او غوره ښکاري.

Al-A'raaf 7:13Listen in Qur'an →
14

قَالَ أَنظِرْنِىٓ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ

وویل (ابلیس چې اى الله!) ته ما ته مهلت راكړه، تر هغې ورځې پورې چې خلق به راژوندي كولى شي

وویل ابلیس: ای ربه! ماته مهلت راکړه د دوباره راپاڅولو تر ورځې چې خلک له قبرونو څخه د (قیامت ) په ورځ راپاڅیږي، تر څو بې لارې کړم هغه څوک چې زما پرې وسه رسیږي د خلکو نه.

Al-A'raaf 7:14Listen in Qur'an →
15

قَالَ إِنَّكَ مِنَ ٱلْمُنظَرِينَ

وویل (الله): بېشكه ته له مهلت وركړى شويو څخه يې

الله تعالی ورته وویل: ته چې یې -ای ابلیسه- د مهلت ورکړی شوو نه، د هغو کسانو نه چې ما پرې مرګ لیکلی په ورځ د لومړي پوکي کولو په ښکر کې تر دې چې ټول ژوندې مخلوقات مړه شي، او یوازې او یوازې د هغوی پیداکوونکی به پاتی شي.

Al-A'raaf 7:15Listen in Qur'an →
16

قَالَ فَبِمَآ أَغْوَيْتَنِى لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَٰطَكَ ٱلْمُسْتَقِيمَ

(ابلیس) وویل: نو په سبب د هغه چې تا زه ګمراه كړم، زه به خامخا ضرور دوى ته ستا په نېغه لار كې كېنم

ابلیس وویل: په دې وجه چې تا زه ګمراه کړم تر دې چې ما پریښودل ستا د حکم منل په سجدې کولو سره ادم -علیه السلام- ته خامخا زه به کینم بنی ادمو ته ستا په نیغه لاره؛ او خامخا اړوم به دوی لره او ګمراه کوم به دوی لره ستا د سمې لارې نه لکه څنګه چې واړولی شوم د سجدې کولو نه د دوی پلار ادم -علیه السلام- ته.

Al-A'raaf 7:16Listen in Qur'an →
17

ثُمَّ لَءَاتِيَنَّهُم مِّنۢ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَٰنِهِمْ وَعَن شَمَآئِلِهِمْ ۖ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَٰكِرِينَ

بیا به خامخا لازمًا زه دوى ته راځم د دوى له مخې نه او د دوى له شا نه او د دوى له ښیو اړخونو نه او چپو اړخونو نه او ته به د دوى اكثره شكر ګذاره ونه مومې

بیا به زه راځم دوی ته د هر طرف نه د دې لپاره چې د اخرت څخه یې بې رغبته کړم، او د دنیا رغبت ورته ورکړم، او شبهې به ورته اچوم، او خواهشات به ورته خایسته کوم، او ته به نه مومې ډیر د دوی نه شکر کوونکي تا لره؛ د هغه کفر له وجې نه چې زه یې په دوی باندې بیانوم.

Al-A'raaf 7:17Listen in Qur'an →
18

قَالَ ٱخْرُجْ مِنْهَا مَذْءُومًۭا مَّدْحُورًۭا ۖ لَّمَن تَبِعَكَ مِنْهُمْ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكُمْ أَجْمَعِينَ

وویل (الله): وُځه ته له دې ځاى نه، چې بدحاله غمجن كړى شوى، رټلى شوى يې، یقینًا په دوى كې چې چا ستا پیروي وكړه (، نو) خامخا لازمًا به زه له تاسو ټولو نه جهنم ډكوم

الله تعالی ورته وویل: ووځه -ای ابلیسه- د جنت څخه په داسې حال کې چې بد ویلی شوی یې؛ شړل شوی یې د الله تعالی له رحمت څخه، او خامخا زه به ډکوم جهنم د قیامت په ورځ ستا څخه او د هر هغه چا څخه چې ستا تابعداري یې کړې او د خپل رب نافرماني یې کړي.

Al-A'raaf 7:18Listen in Qur'an →
19

وَيَٰٓـَٔادَمُ ٱسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ ٱلْجَنَّةَ فَكُلَا مِنْ حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَٰذِهِ ٱلشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ

او اى ادمه! ته او ستا ښځه په جنت كې اوسئ، نو تاسو خوراك كوئ له كوم ځاى نه چې مو خوښه شي، او دې ونې ته مه نژدې كېږئ (، ګنې) نو له ظالمانو نه به شئ

او الله تعالی ادم -علیه السلام- ته وویل: ای ادمه! ووسیږه ته او میرمن ستا حواء په جنت کې، او خورئ د هغه څه نه چې په دې جنت کې دي د پاکو شیانو نه څه چې ستاسو خوښ وي، او مه خورئ تاسو د دې ونې نه (یوه ونه چې الله تعالی دې دواړو ته ښودلې وه) نو که تاسو دواړو د دې نه خوراک وکړ وروسته د منع کولو زما نه تاسو دواړه لره، نو تاسو به د الله تعالی د پولو څخه د تیریدونکو څخه یاستئ.

Al-A'raaf 7:19Listen in Qur'an →
20

فَوَسْوَسَ لَهُمَا ٱلشَّيْطَٰنُ لِيُبْدِىَ لَهُمَا مَا وُۥرِىَ عَنْهُمَا مِن سَوْءَٰتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَىٰكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَٰذِهِ ٱلشَّجَرَةِ إِلَّآ أَن تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ ٱلْخَٰلِدِينَ

نو دوى دواړو ته شیطان وسوسه واچوله، د دې لپاره چې هغه (شیطان) دوى دواړو ته هغه څه ورښكاره كړي چې له دوى نه پټ وو، چې د دوى د شرم ځایونه دي۔ او (ورته) ويې ويل: تاسو دواړه ستاسو رب له دې ونې نه نه یئ منع كړي مګر له دې وجې چې تاسو دواړه به ملايك شئ، یا چې شئ به له تل پاتې كېدونكو نه

نو ابلیس دې دواړو ته پټه خبره (وسوسه) واچوله؛ د دې لپاره چې ښکاره کړي دې دواړو ته هغه چې پټ شوي د دې دواړو د عورتونو نه، او دې دواړو ته یې وویل: تاسو دواړه الله تعالی د دې ونې له خوراک څخه منع کړي نه یاست مګر د بد ګڼلو د دې وجې نه چې تاسو دواړه شئ ملایکې، او یا د بد ګڼلو د دې وجې نه چې تاسو دواړه په جنت کې د همیشه اوسیدونکو څخه شئ.

Al-A'raaf 7:20Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.