Muslim99Muslim99
← Tafsir library

7. Al-A'raaf

The Heights · Meccan · 206 ayahs

سُورَةُ الأَعۡرَافِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 191–200 of 206

191

أَيُشْرِكُونَ مَا لَا يَخْلُقُ شَيْـًۭٔا وَهُمْ يُخْلَقُونَ

ایا دوى (له الله سره) هغه شیان شريكوي چې هېڅ شى نشي پیدا كولى، حال دا چې دوى پخپله پیدا كاوه شي

آیا دوی جوړوي دا بتان او نور شیان شریکان د الله تعالی سره په بندګۍ کې، او دوی په دې پوهیږي چې بیشکه دا بتان هیڅ شی نشي پیدا کولی چې دوی دې د بندګئ حقدار شي، بلکې دوی پخپله پیدا کړی شوي دي، نو څرنګه دوی د الله تعالی سره شریک جوړوي؟!

Al-A'raaf 7:191Listen in Qur'an →
192

وَلَا يَسْتَطِيعُونَ لَهُمْ نَصْرًۭا وَلَآ أَنفُسَهُمْ يَنصُرُونَ

او نه له دوى سره د څه مدد كولو طاقت لري او نه هم له خپلو ځانونو سره مدد كولى شي

او دا بتان د خپلو بندګي کوونکو مرسته نشي کولی، او همدارنګه د خپل ځان مرسته هم نشي کولی، نو دوی یې څرنګه بندګي کوي؟!

Al-A'raaf 7:192Listen in Qur'an →
193

وَإِن تَدْعُوهُمْ إِلَى ٱلْهُدَىٰ لَا يَتَّبِعُوكُمْ ۚ سَوَآءٌ عَلَيْكُمْ أَدَعَوْتُمُوهُمْ أَمْ أَنتُمْ صَٰمِتُونَ

او كه چېرې ته دوى هدایت ته راوبلې، دوى به ستاسو پیروي ونه كړي، ستاسو لپاره برابره ده كه تاسو دوى راوبلئ، یا تاسو خاموشه یئ

او که تاسو رابولئ -ای مشرکانو- دې بتانو لره هغه چې تاسو یې حقدار د بندګئ نیسئ پرته له الله تعالی نه د هدایت طرف ته نو دوی ستاسو بلنه نشي قبلولی هغه طرف ته چې تاسو یې ورته رابلئ او نه ستاسو تابعداري کولی شي، نو برابره خبره ده د هغه سره ستاسو رابلل هغه لره او چپ پاتي کیدل ستاسو د هغه نه؛ ځکه چې دا خو بې ساه دي؛ نه په څه پوهیږي، او نه څه اوري، او نه څه خبرې کولی شي.

Al-A'raaf 7:193Listen in Qur'an →
194

إِنَّ ٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ ۖ فَٱدْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجِيبُوا۟ لَكُمْ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ

بېشكه هغه خلق چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، (هغوى) ستاسو په شان بنده ګان دي، نو هغوى راوبلئ، پس هغوى دې ستاسو بلنه قبوله كړي، كه چېرې تاسو رښتیني یئ

بیشکه هغه کسان چې تاسو یې پرته له الله تعالی نه بندګي کوئ -ای مشرکانو- هغوی هم الله تعالی پیداکړي دي، او د هغه د واک لاندې دي، نو هغوی هم په دې کې ستاسو په شان دي سره لدینه چې تاسو د هغوی نه په ښه حالات کې یاست؛ ځکه چې تاسو ژوندي یاست خبرې کوئ او ګرځئ هم او اوریدل او لیدل هم کولی شئ، او ستاسو بتان داسې نه دي، نو تاسو هغوی راوبلئ او هغوی دي تاسو ته جواب درکړي که چیرته تاسو ریښتوني یاست په هغه څه کې چې تاسو یې دعوه کوئ.

Al-A'raaf 7:194Listen in Qur'an →
195

أَلَهُمْ أَرْجُلٌۭ يَمْشُونَ بِهَآ ۖ أَمْ لَهُمْ أَيْدٍۢ يَبْطِشُونَ بِهَآ ۖ أَمْ لَهُمْ أَعْيُنٌۭ يُبْصِرُونَ بِهَآ ۖ أَمْ لَهُمْ ءَاذَانٌۭ يَسْمَعُونَ بِهَا ۗ قُلِ ٱدْعُوا۟ شُرَكَآءَكُمْ ثُمَّ كِيدُونِ فَلَا تُنظِرُونِ

ایا د هغوى لپاره پښې دي چې په هغو سره هغوى تلل كوي، یا د هغوى لپاره لاسونه دي چې په هغو سره نیول كوي، یا د هغوى لپاره سترګې دي چې په هغو سره لیدل كوي، یا د هغوى لپاره غوږونه دي چې په هغو سره اورېدل كوي؟ ته ووایه: تاسو خپل شریكان راوبلئ، بیا ما سره چل وكړئ، پس ما ته (هېڅ) مهلت مه راكوئ

آیا شته دی دې بتانو لره چې تاسو د بندګئ حقدار نیولي: پښې چې هغوی پرې مزل کوي نو ستاسو په حاجتونو کې منډي ووهي؟ آیا شته دوی لره لاسونه چې په خپل طاقت سره ستاسو څخه دفاع وکړي؟ آیا شته دوی لره سترګې چې هغه شیان پرې وویني چې ستاسو نه پټ دي نو تاسو لره پرې خبر درکړي؟ آیا شته دوی لره غوږونه چې واوري په دې سره هغه څه چې ستاسو نه پټ دي نو د هغه علم تاسو ته درورسوي؟ نو که چیرته دوی د دې ټولو نه خالي دي نو بیا ولې تاسو د دوی بندګي کوئ په دې اومید چې دوی به تاسو ته څه فایده درورسوي او یا به ستاسو نه ضرر دفع کړي؟! ته ووایه -ای پيغمبره- دې مشرکانو ته: تاسو راوبلئ هغه څوک چې تاسو یې د الله تعالی سره برابروئ، بیا ما ته د ضرر راکولو لپاره چلونه جوړکړئ، او ما لره هیڅ مهلت مه راکوئ.

Al-A'raaf 7:195Listen in Qur'an →
196

إِنَّ وَلِۦِّىَ ٱللَّهُ ٱلَّذِى نَزَّلَ ٱلْكِتَٰبَ ۖ وَهُوَ يَتَوَلَّى ٱلصَّٰلِحِينَ

بېشكه زما مدد كوونكى هغه الله دى چې كتاب يې نازل كړى دى او هغه د نېكانو مدد او ملګرتيا كوي

بیشکه مددګار او دوست زما یوازې الله تعالی دی هغه چې زما ساتنه کوي، نو زه له هغه پرته له چا امید نه لرم، او زه ستاسو د بتانو نه هیڅ نه ویریږم، نو پس الله تعالی هغه ذات دی چې په ما یې قرآن کریم لږ لږ رالیږلی دی د خلکو هدایت لپاره، او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې دوستي کوي د نیکانو سره د خپلو بندګانو نه، نو هغوی ساتي او مدد یې کوي.

Al-A'raaf 7:196Listen in Qur'an →
197

وَٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَكُمْ وَلَآ أَنفُسَهُمْ يَنصُرُونَ

او هغه خلق چې تاسو يې له هغه (الله) نه غیر بلئ، دوى ستاسو د مدد كولو هېڅ وَس نه لري او نه د خپلو ځانونو سره مدد كولى شي

او هغه چې تاسو یې رابولئ -ای مشرکانو- لدې بتانو څخه؛ ستاسو هیڅ مرسته او مدد نشي کولی، او نه د خپل ځان سره د مرستې کولو توان لري، پس دوی عاجزان دي، نو تاسو څنګه دوی پرته له الله تعالی څخه رابولئ؟!

Al-A'raaf 7:197Listen in Qur'an →
198

وَإِن تَدْعُوهُمْ إِلَى ٱلْهُدَىٰ لَا يَسْمَعُوا۟ ۖ وَتَرَىٰهُمْ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ وَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ

او كه چېرې ته دوى هدایت ته راوبلې (، نو) دوى نه اوري او ته به دوى وینې چې تا ته ګوري، په داسې حال كې چې لیدل نه كوي

او که تاسو راوبلئ -ای مشرکانو- بتان ستاسو هغه چې تاسو یې بندګي کوئ پرته له الله تعالی نه سمې لارې ته؛ هغوی ستاسو بلنه نشي اوریدلی، او ته به هغوی وینې چې تاته به مخامخ وي په جوړ کړی شوو سترګو سره، او هغوی جمادات دي لیدل نشي کولی، نو پس وو هغوی چې د انسانانو او یا حیواناتو په شکل به یې بتان جوړول، او هغه لره به یې لاسونه او پښې او سترګې هم جوړولې، خو لیکن دوی جمادات و، چې نه پکې ساه وه او نه یې حرکت کولی شو.

Al-A'raaf 7:198Listen in Qur'an →
199

خُذِ ٱلْعَفْوَ وَأْمُرْ بِٱلْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ ٱلْجَٰهِلِينَ

ته معاف كول راونیسه (د عفوه كولو عادت راخپل كړه) او د نېكۍ حكم كوه او له جاهلانو نه مخ وګرځوه

قبول کړه -ای پیغمبره- د خلکو نه هغه څه چې د هغوی ځانونه پرې خوشحالیږي، او هغوی ته اسان وي د کارونو او اخلاقو نه، او هغوی مه مکلف کوه په هغه څه چې د هغوی طبیعتونه (مزاجونه) پرې نه خوشحالیږي، ځکه چې دا شیان دوی متنفره کوي، او حکم کوه په هرې یوې ښایسته خبرې او ښایسته کار، او مخ واړوه د جاهلانو نه، نو د هغوی د جهل په شان رویه ورسره مه کوه، نو چا چې تاته تکلیف درورساوه ته ورته تکلیف مه ورکوه، او چا چې د یو څه نه بند کړې ته هغه د خیر نه مه بندوه.

Al-A'raaf 7:199Listen in Qur'an →
200

وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ ٱلشَّيْطَٰنِ نَزْغٌۭ فَٱسْتَعِذْ بِٱللَّهِ ۚ إِنَّهُۥ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

او كه چېرې د شیطان له طرفه كومه وسوسه تا (په ګناه كولو) ورتېز كړي، نو په الله پورې پناه وغواړه، بېشكه هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

او که چیرته تا ته معلومه شي -ای پیغمبره- چې یقینا شیطان تاته وسوسه در ورسوله او یایې ته د خیر کار نه وروسته کړې نو پس الله تعالی ته پناه وېسه، او په هغه باندې ځان وسپاره، ځکه چې هغه اوریدونکی دی هغه څه لره چې ته یې وایې، پوهه دی ستا په پناه وړلو، نو خامخا به تا د شیطان څخه ساتي.

Al-A'raaf 7:200Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.